د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

pattang
10.09.2011

لاروي اغا لکه چې ته هم ويروسي شوی يې ، نجيب خو طالبانو
نه وو بندي کړی چې بې محکمې يې مړ که !
بلکې مخکې له طالبانوڅخه ، دخپلو پرچمي رفيقانو له خوايې !
د هغه وخت او اوس هم د طالبانو اجندا داسې وه / ده:
"" هر څوک چې په پرديو خپل هېواد خرڅوي او افغانان يې وژلي وي
هغه به بېله محاکمې وژل کېږ ي ""
داخو بده خبره نده اوس هم داخبره صدق کوي ! نو ته ولې اوبه خړه وې او لکه دا نور افغانستان په صليبيان جوړوې !

[quote:7667002035="larghonay laraway"]سلامونه!
ګوره عادل صيب!
د روژې نوم به نه بدوو. خو تاسو کله کله له روژې پرته هم وارخطاکېږئ!
دا خو د نجيب د وژنې بحث دی چې چا وواژه؟
تاسو ليکلي وو:
[quote:7667002035]زما په نظر د مسلمان لپاره د یوې داسې پېښې څېړل او د هغې د اسبابو مالومول چې اسلام او مسلمانانو ته پکې زیان نه وي اوښتی، د وخت ضیاع ده.[/quote:7667002035]
دا چې د وخت ضياع ده نو بيا ولې بحث کوې؟

ما ځکه درته ليکلي وو چې شرعيت کې د يو بندي د وژلو او محاکمې حکم څه دی چې تاسو هر وخت د طالبانو ملاتړ کوئ او هغوی د شرعيت دعوه کوي!
له دې معلومېږي چې تاسو جناب تش د جنګ طرفدار يئ او د بس!
کنه نو هغه څوک چې له يو سياسي بهير سره ځان تړلی بولي نو بايد د هغه بهير يا خوځښت ټوله تګلاره ومني!
ضروري نه ده چې تاسو دې په شرعيت پوه شئ خو دا ضرور ده چې د خپل ګوند يا ډلې دفاع وکړئ چې د کومې محکمې، کوم قاضي او کوم شرعيت له مخې يې نجيب په دار وځړاوه.
زه دا نه وايم چې نجيب به کمونیست او مجرم نه ؤ. بلکې زه وايم نجيب کافر بندي ؤ خو په شرعيت کې د بندي د وژلو او ساتلو خپله طريقه ده او مسلمان بايد ترې خبر وي.

ټوکه:
عادل صيب که ځان هم نه پېژنم نو باور وکړه چې ستا دليل او منطق پېژنم)
راتلونکی اختر دې مبارک شه![/quote:7667002035]


Sangar Watan
10.09.2011

پتوال صيب سلامونه،
تاسوليکي

[quote:47ee2f96dc]د سکالو دليکونکي اصلي پوښتنه دا وه او همدې پوښتنې ته بايد د طالبانو هر مدافع خپل ځواب ووايي :

(( په دې سندونو کې د پاکستان پراخه لاسوهنه څرګنده شوې او ورسره دا هم په ډاګه شوې چې ګواکي د طالبانو ټول لوړپوړي غړي د ای اس آی غړي وو او د هغوی کارډونه ېې له ځانه سره درلودل؟
په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟)) [/quote:47ee2f96dc]_________________

سره ددې چې زه دطالبانو چندانې خواخوږی هم نيم خو دوه نکتې عرض ته رسي:
1-پداسې حال کې چې طالب مشران ،ځيني دکابل دحکومت همکار اوځينې نور(دملا محمد عمر مجاهد پشمول)لادرکه دي،خو داشغالګرو سره يو ځواک دطالب تر نامې لاندې جنګېږي،دا څوک دي؟
ځينې ئې د CIA په فرمايش د ISI غلامان بولي،دوي ځان دملا محمد عمر مجاهد په مشرئ طالبان معرفي کوي،خو داسې برېښي چه اصلي جنګيالي په اسلام او وطن مين هغه افغاني پتنګان دي چې طالب مشران ورته شمعې لګوي٠
٢-طالب مشران هميشه دپاکستان داسلامي دولت نږدې دوستان ول او دي،پدې
هکله هيڅکله هم ددې ځواک مشرانو انکار کړی ندی٠


pattang
10.09.2011

داخبره د اميانوده اودهغوخلکو وي جې مازغه يې ستر ګې نلري.
په سياسي داسې عمل کې ،کارت څه کوي ???
زما د isi کوډ pp4883 دی او دا يو زې ماته او isi ته مالوم دی
نو ژه بل سند ځه کوم چې له څان سره يې ګرزوم او څان پرې روسوا
کوم ! څينې خلک د ددرواغو استعداد هم نلري !
دلته مې مقصد کوم خاص نفر ندي ، بلکې ټولو ساده خيلو ته
مې ليکي دي .
007

[quote:a3a4d95f88="پتوال"]د سکالو دليکونکي اصلي پوښتنه دا وه او همدې پوښتنې ته بايد د طالبانو هر مدافع خپل ځواب ووايي :

[color=darkblue:a3a4d95f88](( په دې سندونو کې د پاکستان پراخه لاسوهنه څرګنده شوې او ورسره دا هم په ډاګه شوې چې ګواکي د طالبانو ټول لوړپوړي غړي د ای اس آی غړي وو او د هغوی کارډونه ېې له ځانه سره درلودل؟
په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟)) [/color:a3a4d95f88][/quote:a3a4d95f88]


۰
11.09.2011

پتنګ صیب څه مطلب ایا تاسو پدی اعتراف کوۍ چي تاسو د isiسړی يي او هغوۍ ته کار کوي؟!!
که دا مو کوم مثال او فرضي ذکر کړی لږ وضاحت غواړو!
مننه


larghonay laraway
11.09.2011

سلامونه!
پتنګ صيب باور وکړه چې ځينې ويروسي خبرې ساري وي نو کيدی شي په ما يې هم اغېز کړی وي خو دا ستا دليل هم ډېر عجيب دی!
د هغه وخت او اوس هم د طالبانو اجندا داسې وه / ده:
"" هر څوک چې په پرديو خپل هېواد خرڅوي او افغانان يې وژلي وي
هغه به بېله محاکمې وژل کېږ ي ""
داخو بده خبره نده اوس هم داخبره صدق کوي ! نو ته ولې اوبه خړه وې او لکه دا نور افغانستان په صليبيان جوړوې !

نو که زه درته ووايم چې د طالبانو په حکومت کې پخوانيو کمونستانو ډېر قوي رول درلود او ښه پريمانه په کې وو نو يوازې نجيب ولې؟
بله دا چې غرزی خواخوږی چې د نجيب په قتل تورن دی او هيڅکله يې هم خپل ځان سپين نه شو کړای نو هغه خو هم کمونيست ؤ کنه؟

يوه بله نادوده او ويروسي خبره دې چې ليکلې هغه د طالبانو اجنډا ده!؟
ګرانه طالبان خو د وچ کلک شرعيت دعوه کوي نو دا اجنډا څومره شرعي ده؟


pattang
11.09.2011

[quote:21ff31f1ad="larghonay laraway"]سلامونه!
پتنګ صيب باور وکړه چې ځينې ويروسي خبرې ساري وي نو کيدی شي په ما يې هم اغېز کړی وي خو دا ستا دليل هم ډېر عجيب دی!
د هغه وخت او اوس هم د طالبانو اجندا داسې وه / ده:
"" هر څوک چې په پرديو خپل هېواد خرڅوي او افغانان يې وژلي وي
هغه به بېله محاکمې وژل کېږ ي ""
داخو بده خبره نده اوس هم داخبره صدق کوي ! نو ته ولې اوبه خړه وې او لکه دا نور افغانستان په صليبيان جوړوې !

نو که زه درته ووايم چې د طالبانو په حکومت کې پخوانيو کمونستانو ډېر قوي رول درلود او ښه پريمانه په کې وو نو يوازې نجيب ولې؟
بله دا چې غرزی خواخوږی چې د نجيب په قتل تورن دی او هيڅکله يې هم خپل ځان سپين نه شو کړای نو هغه خو هم کمونيست ؤ کنه؟

يوه بله نادوده او ويروسي خبره دې چې ليکلې هغه د طالبانو اجنډا ده!؟
ګرانه طالبان خو د وچ کلک شرعيت دعوه کوي نو دا اجنډا څومره شرعي ده؟[/quote:21ff31f1ad]
خدای پاک دې له تا څخه اسماعيل يون او زرين انځور نه جوړوي ٠
له هېوادغل څخه ستا سپی هم ښه ده ٠ دا دومره شانزول اوس اصلي
موضع ته !
** نجيب ددولتي کارو او پرېکړو مسئول وو ، دخاد مشر وو اوډېر چټل
انسان وو ( حتا تر دې حده چټل لنډغر چې په صنف کې يې د خپلې
همصنفۍ سره په زور دا غټ کار کړی وو او هغه بيا محمود بر يالي
وکړه ) زماداخاصې خبرې ستا دمالومات لپاره نه دې سياسي پرېکړ ې
لپاره !
طالبانو وار په وار کمو نستان له دولت او وظيفې څخه و ئيستل
چې خبر به شوو ايستل به يې ! او داهم واړه کمونستان وو !

** ګرانه رياضي دې څرنګه وه !!!
په داسې حال او سياسي حرکت کې شريعت داسې اجنډا ته اجازه ورکوي
او حتا خپله پرېکړه يې بولي او طالبانو هغه عملي کړه ٠
داپرېکړه دفهيم ،عطا ،د وستم او محقق لپاره هم صدق کوي خو دا اوس
زما نظر دی چې وخت يې راشي ګورو به چې طالبان وروڼه څه ورسره
کوي !


۰
11.09.2011

[quote="pattang"]داخبره د اميانوده اودهغوخلکو وي جې مازغه يې ستر ګې نلري.
په سياسي داسې عمل کې ،کارت څه کوي ???
زما د isi کوډ pp4883 دی او دا يو زې ماته او isi ته مالوم دی
نو ژه بل سند ځه کوم چې له څان سره يې ګرزوم او څان پرې روسوا
کوم ! څينې خلک د ددرواغو استعداد هم نلري !
دلته مې مقصد کوم خاص نفر ندي ، بلکې ټولو ساده خيلو ته
مې ليکي دي .
007

[quote="پتوال"]د سکالو دليکونکي اصلي پوښتنه دا وه او همدې پوښتنې ته بايد د طالبانو هر مدافع خپل ځواب ووايي :

[color=darkblue](( په دې سندونو کې د پاکستان پراخه لاسوهنه څرګنده شوې او ورسره دا هم په ډاګه شوې چې ګواکي د طالبانو ټول لوړپوړي غړي د ای اس آی غړي وو او د هغوی کارډونه ېې له ځانه سره درلودل؟
په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟)) [/color][/quote][/quote]
پتنګ صیب دا خبره څه معنی ایا تاسو isi ته کار کوئ که څنګه ځواب غواړو


م . ق
11.09.2011

[quote:35525da176="pattang"]داخبره د اميانوده اودهغوخلکو وي جې مازغه يې ستر ګې نلري.
په سياسي داسې عمل کې ،کارت څه کوي ???
زما د isi کوډ pp4883 دی او دا يو زې ماته او isi ته مالوم دی
نو ژه بل سند ځه کوم چې له څان سره يې ګرزوم او څان پرې روسوا
کوم !
007
[/quote:35525da176]

رسوایې به نوره څنګه وي، خو هماغه د لیوني او ونې خبره ده چې وییل یې چې سیوري ته به یې کښینم نو د غلامۍ طوق دې درمبارک شه.
[/quote]


pattang
11.09.2011

ډېره مننه ستاپه مبارکي زه وياړم !

[quote:855feb52fd="مبارز قرآني"][quote:855feb52fd="pattang"]داخبره د اميانوده اودهغوخلکو وي جې مازغه يې ستر ګې نلري.
په سياسي داسې عمل کې ،کارت څه کوي ???
زما د isi کوډ pp4883 دی او دا يو زې ماته او isi ته مالوم دی
نو ژه بل سند ځه کوم چې له څان سره يې ګرزوم او څان پرې روسوا
کوم !
007
[/quote:855feb52fd]

رسوایې به نوره څنګه وي، خو هماغه د لیوني او ونې خبره ده چې وییل یې چې سیوري ته به یې کښینم نو د غلامۍ طوق دې درمبارک شه.
[/quote:855feb52fd][/quote]


pattang
11.09.2011

مومند صيب دلته خبره دکارتونو وه :( طالبانو به له څان
سره ګرزول ) ماورته ليکلي دي چې ګارت ځه مانا لري isi
خو کوډ ورکولی شي ،ترڅوچې سړی روسوانشي ،
له isi ځخه خوزه ډېر لرې يم او زه خپل مسلک لرم دابه دپښتنو
سره سخت ظلم وي، ( دمسال په توګه مې ليکلي دي )

[quote:67372bb5a7="مومندافغان"][quote:67372bb5a7="pattang"]داخبره د اميانوده اودهغوخلکو وي جې مازغه يې ستر ګې نلري.
په سياسي داسې عمل کې ،کارت څه کوي ???
زما د isi کوډ pp4883 دی او دا يو زې ماته او isi ته مالوم دی
نو ژه بل سند ځه کوم چې له څان سره يې ګرزوم او څان پرې روسوا
کوم ! څينې خلک د ددرواغو استعداد هم نلري !
دلته مې مقصد کوم خاص نفر ندي ، بلکې ټولو ساده خيلو ته
مې ليکي دي .
007

[quote:67372bb5a7="پتوال"]د سکالو دليکونکي اصلي پوښتنه دا وه او همدې پوښتنې ته بايد د طالبانو هر مدافع خپل ځواب ووايي :

[color=darkblue:67372bb5a7](( په دې سندونو کې د پاکستان پراخه لاسوهنه څرګنده شوې او ورسره دا هم په ډاګه شوې چې ګواکي د طالبانو ټول لوړپوړي غړي د ای اس آی غړي وو او د هغوی کارډونه ېې له ځانه سره درلودل؟
په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟)) [/color:67372bb5a7][/quote:67372bb5a7][/quote:67372bb5a7]
پتنګ صیب دا خبره څه معنی ایا تاسو isi ته کار کوئ که څنګه ځواب غواړو[/quote:67372bb5a7]


پتوال
11.09.2011

ما د ښاغلي محمود سعيد صاحب برحقه او منطقي غوښتنه اقتباس کړې وه، خو پتنګ ترې په دې پلمه تېښته کړې چې طالبان د غړيتوب شفري
نمرې هم کارولای شي نو کارډونو ته څه اړتيا لري ، ولې دا له پامه غورځوي چې د ISI د ټولو طالب او پاکستاني غړو د غړيتوب نمرې به هر طالب څنګه وپيژني،
په داسې حال کې چې د جګړې په ترځ کې د ISI او نورو ټولو طالب پوځي استخباراتي غړو سره همکاري هم لري نو يو بل ته به ځانونه څنګه معرفي کوي؟
دا هم بعيده نه ده چې د جګړې ډير با دسسيپلينه معاشخور جنګيالی د ISI په غړيتوب ګومارل شوی وي ، نه يواځې د رهبرۍ غړي ،
ځکه هر يو خو يې سياسي جاسوسي نه کوي، بلکې په پوځي او جنګي خدمتونو (افغان وژنې) اخته دي !
په لره پښتونخوا کې د ISI غړي په سلو کې ٩٨ پښتانه لاسپوڅي دي، له دې نه هم ښه اټکل کېدای شي چې دISI مرهون افغاني طالبان به لږ تر لږه آن څو فيصدو
ته رسېدلي وي (!) ، د CIA لاسپوڅي خود کابل په اداره کې طبعا ً تر دوی هم ډير دي ! نو دا يوه چټلي په بله چټلۍ څنګه پاکيدای شي ؟؟؟؟ هېڅکله نه،
برعکس چټلتيا په دواړو خواو کې يوه ده، مصلات يې د افغانستان پاکو بچو ته کړی چې دا هيواد له پاکو افغانانو څخه پاک کړي او خدای مکړه
هيواد مو لکه د قصابانو غوا په خپلو منځو کې يې ونډۍ ونډۍ وويشي !

سر بېره په دې د کارډونو لرل دامعنی نه لري چې په جب کې يې ګرځول ، بلکې د ضرورت په وخت يې حاضرولای شول !
هغه کسان چې په ISI کې د طالب مشرانو لوړ پوړو چارواکو له غړيټوب څخه منکريږي مهرباني دې وکړي او ودې وايي چې دوی د څه له پاره منکريږي ؟؟؟
که دوی ته ثابته شي چې لوړ پوړي طالبان ټول د ISI غړي دي نو آيا
ددوی ملاتړ به له طالبانو څخه قطع شي ؟؟؟؟ د ISI دغه غړي به د هيواد دوښمنان او ملي خاينان وبولي او پر ضد به يې راوګرځي ؟؟؟؟؟
او که نه صرف په دې وېريږي چې بيا به يې افغانان نور په ټول افغان کې پر نږدي چې ISI په ګټه تبليغ وکړي ، که څنګه ؟؟؟؟؟


عبدالله خان
12.09.2011

اعسلام علیکم

پتوال صاحب زه فکر کوم چی ته عارفانه تجاهل کوی ، که نه څنګه کیدای شی چی یو څوک چی دجهان په سیاستو یو څه پوهیږی بیا په داسی ساده تبلیغاتو لکه رازق مامون چی د ساده او دجهانه نا خبرو خلکو لپاره لیکلی غلط شی

ایا ته فکر کوی چی ملا محمد عمر او اسامه که چیری د ای اس ای غړی هم وای ددومره شهرت سره یی د کارت لرلو ته یی څه مجبوریت لاره ، او یا ته فکر کوی
که چیری کارت ورسره نه وایی نو ای اس ای به داسی مشهور خلګ نه وو پیژندلی

مامون رازق د روسانو دمزدورانو ( ستمیانو) په فرمایش مطبوعاتی جنګ کوی او زموږ ساده خلګ هم پری غلیطیږی


پتوال
12.09.2011

د رازق مامون او غرزي خبرې د مطرح کيدلو وړ دي ، خو رښتينوالی يې چک کول او معلومول غواړي، چې څومره سمې او څومره په کې
ناسمې خبرې دي ، ولې د نجيب الله په دغه شکل وژلو او طالب غورځنګ کې د ISI د لاسلرنې سکالو خو له
رازق مامون او غرزي له څيړنو پرته هم ډيره څېړل شوې موضوع ده او آن تر دې چې طالبانو پخپله هم تر اوسه پورې نه ده رد کړې .
ولې د طالبانو پړيڅي يې له مسوليت پرته ښه په کلکه او په ړندو سترګو ردوي ، نو سوال دا پيدا کيږي چې د تحيق او دقت پر ځای دا دومره تعصب
د څه له پاره ؟؟؟؟؟ آيا ددې ترشا کوم سپېڅلی تعهد هم پروت دی او که نه هسې مفت د جګړې کلتور ته لمن وهل يو ښه کار بلل کيږي ؟
که يو سپېڅلی تعهد په منځ کې وي نو بيا په هغه صورت کې چې په طالبانو لګېدلي تورونه صفا صفا راښتيا راووځي ددغو جنابانو غبرګون به په هغه صورت کې څه وي ؟؟؟؟؟
داچې اسامه د ISI او ISI د القاعدې سره همکاري او غړيتوب درلود ، له ايبټ آباد څخه د اسامه جنازې په اثبات ورسوله !
اوس نو د القاعده غړيتوب هم په دې سيمه کې د ISI له غړيتوب پرته نور د تصور وړ نه دیاو دا هر څه د آی . اېس . آی له سترګو څخه ليرې نه دي پاتې شوي .
له دې څخه د امريکا او پاکوستان هم ګډې مو خې لکه د افغانستان ضعيفول او هم بيلې موخې لکه د ضعيف افغانستان کارول
په سيمه کې د امريکا د هدفونو له پاره او ډيورن لاين د تحميلولو سياسي غرض د پاکوستان له پاره ! خو پاکوستنګ غواړي په ISI کې
د القاعدې او طالبانو د غړيتوب له لارې ټول افغانستان په اوږود مهاله توګه د اسلامي امارت او خلافت په پلمه د پاکوستنګ کې مدغم
او تر ستوني تير کړي ، خو دا لار د امريکا له پاره د ډاډ وړ نه ، بلکې خطرناکه ښکاري .


عبدالله خان
12.09.2011

السلام علیکم
پتوال صاحب جهان جهانی شوی او نړی اوس بدله شوی او ته پتوال صاحب لا تر اوسه د فیل په غوږ کی ویده یی
په جهان کی د تمدونونو جنګ روان دی ، په نړی کی دنفوس دډیریدو او دتخنیکی پرمختګ له کبله ممالک دکلتور تاریخ او دین په توپیر سره په ډلو ویشل شوی ، او یوه ډله ممالک دبلی ډلی ممالکو سره په جنګ اخته دی
وطن پرستی نن په تمدن پرستی او دین پرستی بدل شوی
دهمدی احساس په لرلو سره د پاکستان خلګ او ځینی نظامی اشخاص طالبانو ته خوشبینه دی او کومک ورسره کوی
خو دا دا معنا نلری چی طالبان د ای اس ای ګوډاګیان دی ، ځکه چی چی دطالبانو سره نه ای اس ای نه دپاکستان دولت او نه دپاکستان پوځ کومک کوی ، بلکی دپاکستان خلګ او مشخص اشخاص دپاکستان دجامعی دمختلفو طبقو څخه د طالبانو سره کومک کوی او طالبان داسلام مدافعین بولی
دطالبانو دامحبوبیت صرف په پاکستان کی نه دی په منځنی اسیا کی هم طالبان دخلکو په منځ کی ډیر زیات محبوبیت لری او هلته هم چنده ورته ټولیږی او دځوانان یی دیر په شوق د طالبانو دمقاومت سره یو ځای کیږی
همدا حال په ټولو اسلامی هیوادونو کی روان دی ، طالبان په عربی نړی کی هم ډیر زیات محبوبیت لری ، حتی د اروپا په مسلمانانو کی طالبان ډیر محبوبیت لری او داروپا مسلمانان ډیر مالی کومک ورسره کوی
په همدی ډول دنړی اکثریته مسلمانان طالبانو ته داسلام دمدافعینو په سترګه ګوری او تر خپل اوسه کومک ورسره کوی
خو په اسلامی نړی کی تول دولتونه د غرب یا شرق په لاس جوړ شوی ګوډاګی دولتونه دی او هیڅ اسلامی دولت دطالبانو سره کومک نکوی
که چیری دپاکستان دولت یا ای اس ای دطالبانو سره کومک کولای دا به ډیره ښه وه او موږ به افرین پری ویلی وو چی خپله ایمانی او اسلا می دنده سرته رسولی ده خو افسوس چی د ټولی اسلامی نړی دولتونه ګوداګیان دی او داسلامی تمدون دمدافیعنو سره هیڅ کومک نه کوی بلکی دښمنی هم ورسره کوی
د طالبانو سره کومک له پاکستانه یا له هر یو بل اسلامی هیواد څخه صرف دخلکو او اشخاصو له خوا کیږی نه د دولتونو لخوا


عادل عادل
12.09.2011

السلام علیکم

[quote:c1b3f16533]اعسلام علیکم[/quote:c1b3f16533]

ښاغلی عبدالله خانه دا،،، سلام خو سم اچوه،،، لکه تاسو چې د ښاغلي پتوال صاحب ناګاري نه منی،،،، کېدای شي ستاسو د ډول په سلام کې ټایپي خطا هم څوک ونه مني ،،،، مخکې مو هم ورته ډول سلام کړی وو،،، ځکه مې پام درپام شو،،، په پښتو/پاړسي کیبورډ کې د ،،،، السلام علیکم ،،، یو توری هم داسې نه دی ټومبلی چې ګوته دې ،،،، ع ،،، (عین) ته ورغلطه سي،،،، په هر حال الله ج مو په نیت ښه پوه دی،،، که زما شک غلط وي، نو بښنه غواړم.

او ښاغلی پتوال صاحب

تاسو په رښتیا دا ثابتولای شی چې:-

اسامه په رښتیا هم ووژل شو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

زما خو یې زړه نه مني،،، دا بې ټوکو درته وایم،،،، غربیان او پاکستان د اروموني زامن دي، دومره درواغ یې ویلي چې نور یې په هېڅ هم باور مناسب کار ندی،،،، د اسامه په اړه یې هېڅ ډول مستند شواهد وړاندې نشوای کړی،،، که مو په یاد وي،،،، د عراق د اشغال په لومړیو شپو ورځو کې همدې اسامه د عراق خلکو ته توصیه وکړه چې خندقونه وکیندي،،،، نو ایا د ځان لپاره دومره ساده وو چې د ایبټ اباد په قلعه وزیرستان کې یې یوه سمڅ د کور له منځ نه هورې غرنیو غونډیو ته د وتلو لپاره نشوای کیندلی؟؟؟

زه فکر کوم چې دا سړی به دومره ساده نه وو، لکه مونږ او تاسو افغانانو ته چې برېښېده، دا سمه ده چې په ملاتړ کې یې په بربنډه توګه افغانستان لولپه شو، خو دا سمه نه ده چې دوی به تر افغانانو نږدې، هوښیار او په شمېر کې ډېر نړیوال ملاتړي او دوستان نلرل.

د طالبانو پخوانی او اوسنی موقف د اسامه په اړه د ده د ژوند او شهادت دواړو سره سر خوري، خو افسوس چې غداره او مغروره نړیواله ټولنه یې غږ نه اوري، که غوږ ورته ونیسي نو دا به د ټولو په ګټه تمام سي.

او رښتیا دا د عجایبو کتاب مې هم باالاخره خال خال ولوست،،، سعید صاحب دې خیرونه یوسي،،، خو وروره د اورېدو له مخې روسانو د اشغال د بودجې ډېره برخه په خاد مصرفوله،، تر اوسه خو لا څلور پادشاهی په کابل تيرې دي،،،،۱-مجددي، ۲-رباني، ۳-مرحوم ملا رباني، او فعلا هم د سي-آی-اې د مامورینو مجتمع،،،، چې لس نور هم پرې تېرې شي،،، نو د کمونستانو د وخت د خاد ژورې ریښې او بنسټ به د کابل د استخباراتو د ادارې/وزارت له چوکاټه غوڅ نشي کړای،،، کابل ته چې مجاهدین ننوتل،،، د روسیې په لاس روزل شوې دېرش زره جاسوسانې ښځې څه شوې،،، باور مو وشه چې سمو نیمو یې د مجاهدینو او یا د دوی له زامنو سره وادونه وکړل،،، لدې لارې یې نوی نسل داسې زېږولی چې د ښاغلي حلیم صاحب په قول ،،، حیراني ده ورته،،، جهادي روحیه، د شهید ورځ، ګیره، پکول، پښتو، ډالر، نېکټایي، ملتپالنه، او دیموکراسي ټول په یوه وخت راضي ساتي ،،،،،،،،، لنډه دا چې د پورته کتاب لهجه ډېره درواغجنه او له تزویر څخه ډکه برېښي،،، زمونږ د کلي ډېر غټ کمونستان چې د روسانو په وخت کې یې د خدای خلک شهیدان کړي وو، او کلي ته نشو راتلای، تري تم ورک وو، خو د طالبانو د ظهور په لومړیو شپو ورځو کې تور لنګوټی پر سر سرې سترګې زمونږ کلي او جومات ته راغلل،،،، خدای شته چې ډېره سخته صحنه وه،،،، خو اوس په دې فکر یم،،، چې طالبانو هر چاته غېږ پرانستې وه،،، خو افسوس چې د کار خلک ورنږدې نشول او میدان هغو ته خالي شو چې مغرض وو،،،، په کتاب کې یاد لوبغاړي به هم کېدای شي ورته اشخاص وي،،، یوه عربي خدای خبر معقوله ده که څه،،، وایي کله چې عقلا (عاقلان) میدان خالي کړي،،،، نو جهلا (جاهلان) به یې ډکوي،،،،

د کابل له سقوط او نجیب ګاو له چارماري کولو وروسته د عامو خلکو زړه په طالبانو یو څه سپین شو چې دوی د کمونستانو حامیان نه بلکه په افغانشموله ټوګه د هر چا د همکاری هرکلی کوي،،،، بس نو د منافقینو همدا دستور دی، چې خوا به اړوي، څېره به بدلوي، همدا ټول افغان دې نښه وي، چې که طالبان بیا حاکم شول، د کابل اوسني درباریان به تر ټولو د مخه د دوی په رګونو کې ځای مومي،،، کېدای شي له همدا اوسه یې د خپل سپیناوي مواد تیار کړي وي ،،، بیا به هم د رښتینو او سپین ګویه ناقدینو ټولی همداسې کوچنی وي لکه دا نن چې دی،،،، یا الله په ټولو افغانانو مهربانه شې، آمین


پتوال
12.09.2011

دروند عادل عادل صاحب او ټولو لوستونکو ته سلامونه !
د اسامه په وژنه نه، خو په نيولو يې باور لرم ، داچې په ايبټ آباد کې د ISI په زړه کې خوندي اوسېدۀ نو هېڅ ډول اندېښنه يې نه درلوده .
دا چې ISI يې په کلونو کلونو له امريکايانو څخه ساتنه وکړه څرګندوي چې دده او ISI تر منځ اړيکې له ساده غړيتوب څخه ډيرې ژورې وې ، په ورته توګه
د نورو لوړپوړو طالب مشرانو ساتنه هم بايد د اړيکو له ورته ژورتيا څخه ً برخمنهً اوسي .
ولې اسامه به د CIA تر څارنې لاندې ژوندی او ډير پټ ساتل شوی وي . خو نۀ وژل او ژوندي ساتل يې بيا له دې څخه هم پرده پورته کونکې ده
چې د اسامه ماموريت ختم شو، امريکايان يې سيمې او دسيمې زړه افغانستان ته راوستل نو اوس به د تقاعد شپې په شخصي عيش و نوش
تيرولای شي ، که نه ژوندی ساتل يې هم نور د نيونکي آمر له پاره څه هدف نشي لرلای . خو دISI هدف لا نه دی تر لاسه شوی نو د مشر ملا صيب او
اظواهري ساتنه ورته د اسامه تر هغې هم مهمه ده . د پيسو له چلوټې پرته ظواهري د اسامه پر ځای د طالبانو دسياسي ايديالوژيکي او پوځي ښکيلاک له پاره پاکستان ته ډير اهميت لري .
دا د مردارې قجيران دې خدای ورک کړي ، د افغانانو په درد به هغه ملي اسلامي ځواک دوا کيږي چې د ټولو اشغالګرو ، CIA او ISI لکۍ هم وروتړي او د القاعدې په شمول يې اغيز له دې پاکې خاورې څخه ورک کړي !
دا د شيطان تړلې حلقه دې خدای زمونږ له هيواده ورکه کړي چې ISI او د کابل حکومت د CIA غلامان، القاعده دISI غلامه او طالب مشرتابه
د القاعده او ISIغلامه ده او ټولو په ګډه افغان مسلمان ولس د اور په حلقه کې راګير کړی دی !
هو د ١٩ پيړۍ له استعمار څخه د ٢١ پيړۍ استعمار ډير بدتر دی او د ٢٣ ويشتمې پيړۍ به تر ٢١ هم ډير بدتر دجّالي استعمار وي .
دا د عربو خوځښتونه اجتماعي خوځښتونه دي ملي او ضد استعماري خوځښتونه نه دي .
خو ٢٢ پيړۍ به لکه ٢٠ - مه له مجبوريت څخه د آزادۍ د غورځنګونو او بريمنو پاڅونو پيړۍ او يا د قيامت ورځ وي ، انشاا لله !


عبدالله خان
13.09.2011

السلام علیکم
عادل صاحب همدا اوس می دیته فکر شو چی سلام می غلط اچولی ده ، زما مطلب (السلام علیکم ) وو ددی غلطی څخه بښنه غواړم

او پتوال صاحب ته غواړم چی ووایم
پتوال صاحب ته به شاید د بن الادن دکورنی څخه نسبی شناخت لری چی دا دی سعودی ډیره متعبره او شتمنه کورنی ده ، پخپله اسامه بن الادن په هغه وخت کی چی دسعودی د ټولواک پاچا په مقابل کی یی د جهاد دکولو فتوی ورکړه د ۴۲ میلیاردو امریکایی ډالرو څښتن وو
اودده د تجارت دهر ساعت ګټه یو میلیون امریکایی ډالر وو ، یعنی اسامه په هر ساعت کی یو میلیون ډالر ګټل
پتوال صاحب ددی کچی خلګ جاسوسی نه کوی او نه جاسوسی کولوته کوم ضرورت لری ، او نه دتقاعد معاش ته کوم ضرورت لری
جاسوسی خلګ یا د پیسو او یا د معنعوی ارزښتنو لپاره کوی
اسامه دپیسو وږی نه وو او دامریکا سره یی څه ګډ معنویات هم نلرل چی خپل ځان یی په خاطر په خطر کی واچوی
الله (ج) اسامه ته بغیرله جاسوسی هرڅه ورکړی وو ، شته قدرت او نوم ګټل هغه څه دی چی یو انسان کیدای شی ددی شیانو دلاس ته راوړلو لپاره په غلطو کارونو لاس پوری کړی ، خو الله (ج) دا ټول اسامه ته هسی هم ورکړی وو

پتوال صاحب جاسوسی دما او تا غوندی غریبو خلکو کارده ، داسامه غوندی په جهانی سطحه شتمن او نامداره خلګ جاسوسی نکوی
او بیا امریکایانو دی منطقی ته دراتګ هیڅ ضرورت نه لاره
ځکه چی انګلیسانو خو په نظامی زور سره تقریبا ټوله نړی نیولی وه ، او پخپله خوښه یی بغیر له کومه جنګه پریښوده
که دوی چیری غوښتلای چی جهان په نظامی زور سره ونیسی نو بیا یی پریښودو ته څه ضرورت وو ، دوی نه غواړی چی جهان په نظامی زور سره ونیسی ځکه چی دا یو جنجالی کار ده

بلکی ددوی نوی امپراطوری اقتصادی امپراطوری ده
چی د اقتصاد او د ډالر و دچاپ په واسطه جهان کنترولوی
دوی صرف هغه وخت نظامی عملیات کوی چی په کوم ځای کی څوک د دوی د غیر عادلانه او غیر قانونی اقتصاد په مقابل کی غږ پورته کړی یایی په ضد په خلکو کی کوم تحریک پیدا شی لکه دطالبانو تحریک

او دایبټ اباد په باره کی غواړم درته ووایم
چی دترکی یو سیاستمدار دډیرو جهانی تلویزیو نونو سره په معرکه کی ویلی دی ،چی ما داسامه سره پیژندل او اړیکی می ورسره لرلی
اودا سیاستمدار دا وایی چی زه په دی خبر یم چی اسامه ۵/۵/۲۰۰۵ میلادی کال کی دافغانستان په جنوبی غرنیو سیمو کی دمریضی له امله مړ شو ، ده ویلی چی اسامه په ۱۹۹۱ کال د روسی چیچنیا (ایچکرستان ) ته تللی وو او له هغه ځایه یی له ځانه سره یی ډیر چیچنایان راوستلی وو

او دهمدی ډلی څخه دری چیچنایان دده شخصی باډیګاردان وو چی اسامه ډیر زیات اعتبار پری لاره
او اسامه مخکی له مرګه وصیت کړی وو چی بعد له مرګه باید دهمدی دری بادیګاردانو په واسطه باید دافغانستان په غرونو کی په یوه نا معلوم ځای کی پټ خښ شی چی بغیر له دی دری کسانو هیچاته هم باید معلوم نه وی

دا ترکی سیاستمدار وایی چی له هغو دریو کسانو چی اسامه یی خښ کړی وو دوه کسان په جنګونو کی شهیدان شول ، خو یو کس یی ژوندی دی
دا سیاستمدار وایی چی دامریکا لخوا داسامه د وژل کیدو د اعلان څخه یوه هفته مخکی دا کس امریکایانو نیولی وو او پاکستان ته یی بیولی وو
او دی وایی چی هغه ماته یو ځل زنګ وواهه چی زه نیول شوی یم او اوس په پاکستان کی یم

دا ترکی سیاستمدار وایی چی امریکایانو د اسامه د همدغه دریم باډی ګارد په واسطه داسامه قبر په افغانستان کی پیدا کړ ، او وروسته له جینیتیکی معایناتو کله چی دوی مطمعین شول چی دا دی اسامه مړی دی نو اعلان یی وکړ چی اسامه موږ مړ کړ
په همدی خاطر یی نه چاته مړی وښود او نه یی حتی چاته دمړی عکس هم ونښود
که چیری دوی ته په رښتیا معلومه وایی چی ژوندی اسامه په ایبټ کی ده نو دوی په ډیره اسانی کولای شول چی هغه ژوندی ونیسی
ځکه چی ددی کار لپاره د بیهوشی مختلف غازات موجود دی چی دوی کولای شوای داسامه دژوندی نیولو لپاره یی استمعال کړی وای او په ډیره اسانی یی کولای شول چی اسامه ژوندی ونیسی

اوس په راشو دیته چی ایبټ اباد د څه لپاره ؟

امریکایانو او متحدینو یی د طالبانو په مقابل کی نظامی شکست خوړلی ، او دافغانستان څخه د خټی پوزی جوړولو ته ضرورت لری
نو داسامه دوژلو اعلان ددوی د تیښتی لپاره د خټو پوزه ده
او ایبټ اباد یی ددی لپاره انتخاب کړ چی غربیان په دی ښه پوهیږی چی القاعده صرف په نظامی جنګ کی نشی ماتولای ددوی په نظر دنظامی جنګ په ځنګ کی باید القاعده ایدیالوژیکی ماتی وخوری تر څو چی القاعده ایډیالوژیکی ماته نه وی خوړلی نو له منځه وړل یی امکان نلری
په همدی خاطر غربیان دالقاعدی سره ایدیالوژیکی هم جنګیږی او غیر مستقیم یی دا تبلیغات اچولی دی چی القاعده یا دهغه استخباراتو لخواجوړه شوی او تمویل کیږی یا ددغه استخباراتو لخوا جوړه شوی او تمویل کیږی تر څو عام خلګ دا فکر وکړی چی دا استخباراتی جنګ ده نه دحق او باطل جنګ
په همدی خاطر یی دپاکسیتان یو نظامی ښار انتخاب کړ چی تر څو پدی شکل دالقاعدی اود پاکستان د استخباراتو ارتباط سره ثبوت کړی او القاعده په ایډیالوژیکی جنګ کی ماته کړی


پتوال
13.09.2011

سلامونه او نېکې هيلې !

دروند ورور عبد الله خانه تاسو د ايبټ آباد په اړه ليکلي :
[quote:627e7c22fe]په همدی خاطر یی دپاکسیتان یو نظامی ښار انتخاب کړ چی تر څو پدی شکل دالقاعدی اود پاکستان د استخباراتو ارتباط سره ثبوت کړی او القاعده په ایډیالوژیکی جنګ کی ماته کړی
[/quote:627e7c22fe]
که اسامه ٦ کاله پخوا مړ شوی ، نو دا دآسامه فاميل د لور په شمول يې په نظامي ځای ايبټ آباد کې څه کول ؟؟؟؟؟

سربېره په دې پاکستان څنګه په ايبټ آباد کې د اسامه په موجوديت او وژلو يا نيولو اعتراف وکړ ، که اسامه مړ يا ژوندی نيول يې ISI ته
نه وای ښودلي پاکستان به څنګه په ايبټ آباد کې د اسامه په هستوګنه ، نيولو او وژلواعتراف کړی وای ؟؟؟؟؟؟
آيا پاکستان دنيا ته ځان شرماوۀ او لويديزوال دوستان يې پر ځان بدګمانه کول ؟؟؟؟ له پاکستان څخه خو پرتوږ ووتو ، د څه له پاره ؟؟؟؟؟
د پاکستان ټرررر د ترکي سياستوال په پرررررر هم نه پټيږي، که نه پاکستان به دغه سياستوال شل ځلې پاکستان ته دعوت کړی او په تلويزيونو کې به يې
تر آخره پورې پرې حقايق بيا کړي وای .
پاکستان خو صرف ځان په شودګانو کې وواهه او وې ويل چې مونږ په ايبټ آباد کې د اسامه له هستوګنې څخه صرف خبر نه وو، نور خويې هلته د اسامه په موجوديت او نيولو (وژلو) انکار نه کاوۀ !!!!!
سر بېره په دې القاعدې د الظواهري په خوله د اسامه وژل په ايبټ آباد کې له کافي ځنډ وروسته تاييد کړل، آيا ظواهري هم د امريکا د بري
او پاکستان د مختورۍ له پاره دروغ ويل ؟؟؟؟؟؟؟؟
نه!و داسې نه ده، دا ټرررر دومره ستر نړيوال ټرررر دی چې د يو ترکي سياستوال د خيالپلو په پرررررر نه پټيږي !

نور د اسامه له دولت څخه ټوله نړۍ خبره وه، خو مرد تاريخ جوړېدل په دولت نه کيږي ، ولې له آسامه څخه بېشکه يو مرد تاريخ جوړ شو ،
يواځې د يو پاکستاني ايجنټ په توګه يې دپاکستان له پاره افغانستان فتح نکړ ، که نه د قايد اعظم نه هم د پاکستان له پاره لوی قايد جوړېدۀ ،
چې پر ځای يې ددې لقب په تمعه اوس هم مشر ملا صيب په کمين کې کينولی دی .

د ايديالوژيک شکست طرحه دې هم موجه نه ده، القاعده د ISI په غړيتوب اوپاکوستانيان د القاعدې په غړيتوب وياړي ، شکست يواځې
سياسي دی او هغه صرف پاکوستاني سياستوالو ته متوجه دی نه القاعدې يا د پاکستان افراطي مذهبي ډلو ته !
القاعده هم يوه افراطي مذهبي ډله ده او ISI يې د طالب مشرانو په شمول په خپل ضدِ افغاني مدار څرخوي ، پښتانه طالبان پرې د مرګ خولې ته دېکه کوي
څو پښتون قام پرې لر او بر داسې ضعيف کړي چې له پښتونستان
سر بېره افغانستان هم له پنجابي تسلط څخه ونشي ساتلای ! د القاعدې رسالت په سيمه کې صرف په پنجابي رسالت اووښتی او هغه د پښتنو له تباهۍ پرته بل شی نه دی !


pattang
14.09.2011

عبدالله خانه په قلم دې برکت ژوندی اوسې !


محمود سعيد
14.09.2011

یو ځل بیا سلامونه!
عبدالله خان صیب د املايي تیروتنو تر څنګ مو په خبرو کې هم لوړې ژورې شته:
تاسې لیکلي:
(پتوال صاحب جاسوسی دما او تا غوندی غریبو خلکو کارده ، داسامه غوندی په جهانی سطحه شتمن او نامداره خلګ جاسوسی نکوی)

زه به د اسامه د جاسوسۍ په اړه څه نه وایم، ځکه پوره باور مې نشته چې هغه څوک وو او څه کول ېې غوښتل؟
خو که چیرې د امریکا جاسوس وای نو پر القاعده او نورو لویدیځ ضد ډلو د باور کمولو لپاره همدومره بس وه چې د هغه اړیکې ېې رسوا کړې وای...
د جاسوستوب لپاره غریبي او شتمني اړینه نه ده، کیدای شي ځینې کسان تر شتمنۍ پیدا کولو لوړې موخې ولري.
انسان یوازې د هغه څه په لټه کې وي چې نه ېې لري.
بیا مو لیکلي:
(او بیا امریکایانو دی منطقی ته دراتګ هیڅ ضرورت نه لاره
ځکه چی انګلیسانو خو په نظامی زور سره تقریبا ټوله نړی نیولی وه ، او پخپله خوښه یی بغیر له کومه جنګه پریښوده
که دوی چیری غوښتلای چی جهان په نظامی زور سره ونیسی نو بیا یی پریښودو ته څه ضرورت وو ،
دوی نه غواړی چی جهان په نظامی زور سره ونیسی ځکه چی دا یو جنجالی کار ده)

دا ارزونه مو څنګه وکړه چې امریکایانو دې سیمې ته د راتګ هیڅ اړتیا نه درلوده؟
پر چین، هند، ایران او روسیې په شان هیوادونو باندې د سیاسي، وټیز(اقتصادي) او هر اړخیز اغیز لپاره له افغانستان پرته کومه بله داسې سیمه راپه ګوته کولای شئ؟
د انګلیس په اړه مو تحلیل بیخي خندوونکی دی...
انګریز یوازې په افغانستان کې له پنځوسو زرو ډیر پوځیان وبایلل، هغوی په خپله خوښه نه بلکې د سیمې د خپلواکۍ غوښتونکو ولسونو پاڅونونو او مقاومت اړ کړل چې میدان پریږدي.
نظامي یا پوځي زور کارول هم یوه اړتیا ده، کیدای شي د افغانستان په اړه د هغوی مخکتنه غلطه وي او اوس دلته په راتګ پښیمانه وي، خو په نورو ډیرو سیمو کې ېې د جګړې د یو اړخ په نیولو سره ښې ګټې تر لاسه کړې دي، ښه بیلګه ېې همدا اوس د لیبیا د تیلو پر زیرمو خیټه اچول دي.
بیا مو لیکلي:
(او دی وایی چی هغه ماته یو ځل زنګ وواهه چی زه نیول شوی یم او اوس په پاکستان کی یم)
دا خبره مو بیخي بل ډول ده، امریکایانو یا پاکستانیانو څنګه هغه ته د ټلیفون آسانیتا ورکړه او که دا هم شوي وي نو دا ترکی ښايي له ایمن الظواهري څخه هم اسامه بن لادن او القاعدې ته د باور وړ وي!!!


ډاکتر څپاند
14.09.2011

محمود سعيد صيب سلامونه،
داسې برېښي چې دبيچاره عبدالله خان تنخوا دې قطع کړه :D
ده به ISIته لاپي کړې وي چې په ټول افغان کې دتيرويستو لپاره د ساده اوصادقو وګړو
کمې نشته،زه هو زه عبدالله خان ئي درته سموم :lol: :lol: :lol:

مګر ستا اودپتوال پشان درنو افغانانو داسي غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي دي
چې اوس دپتنګ لالا شاډبی ئي هم په مېدان کې ټينګولی نشي٠ :mrgreen:  


عتیق الله
15.09.2011

سلام!
د عبدالله جان په نامه کوم چا ليکلي:
[quote:aa3377c53e]جهان جهانی شوی او نړی اوس بدله شوی او ته پتوال صاحب لا تر اوسه د فیل په غوږ کی ویده یی په جهان کی د تمدونونو جنګ روان دی ، په نړی کی دنفوس دډیریدو او دتخنیکی پرمختګ له کبله ممالک دکلتور تاریخ او دین په توپیر سره په ډلو ویشل شوی ، او یوه ډله ممالک دبلی ډلی ممالکو سره په جنګ اخته دی [/quote:aa3377c53e]
دا د يو امريکايی نظر دی چې تر دې وروسته به د تمدنونو جګړه وي او دوی د همدې لپاره کار کوي.

خو دای ایس ای طالبان او تمدن، واواواواواواوواواواواواواواو
نه سره جوړېيږي


pattang
15.09.2011

لېونيه !
دعبدالله خان په مقصد پوه شوې يې !
هغه دامريکې ددې چټلې ايديالوږي
اوکړنلارې داسې خالف دی لکه نور ټول اصلي مسلمانان ٠ داچې صليبيان خپلې
حملې دتيرور او دکلتورونو دجنګ په نامه حقوقي کوي دا اول ځل نده !
په وسطي پېړويو کې صليبي جنګونه ولې دڅه لپاره ! په ١٨ پېړۍ کې صليبي
مستعميرې تر ١٩ پېړۍ پورې او اوس دا نورې پلمې ٠! دوی دې هرې ډرتې ولي
مونږ په پ خپل شريعت او کلتور کلک ولاړ يو، دوی هر غول چې خوري مونږ کار
نه ورسره لرو٠

[quote:ba0b808126="عتیق الله"]سلام!
د عبدالله جان په نامه کوم چا ليکلي:
[quote:ba0b808126]جهان جهانی شوی او نړی اوس بدله شوی او ته پتوال صاحب لا تر اوسه د فیل په غوږ کی ویده یی په جهان کی د تمدونونو جنګ روان دی ، په نړی کی دنفوس دډیریدو او دتخنیکی پرمختګ له کبله ممالک دکلتور تاریخ او دین په توپیر سره په ډلو ویشل شوی ، او یوه ډله ممالک دبلی ډلی ممالکو سره په جنګ اخته دی [/quote:ba0b808126]
دا د يو امريکايی نظر دی چې تر دې وروسته به د تمدنونو جګړه وي او دوی د همدې لپاره کار کوي.

خو دای ایس ای طالبان او تمدن، واواواواواواوواواواواواواواو
نه سره جوړېيږي[/quote:ba0b808126]


عبدالله خان
15.09.2011

السلام علیکم
پتوال صاحب
تر نن ورځی دپاکستان حکومت داسامه په اصطلاح د اولادونو عکسونه او نومونه په تلویزیون کی نه دی ښودلی ، او داهم نامعلومه خبره ده چی د اسامه اولادونه او ښځی د باکستان دحکومت سره بندیان دی او که نه
د پاکستان دحکومت خبری د اسامه داولادونو په باره کی هم لکه دامریکایانو د خبرو په څیر بی بنیاده دی ، ځکه چی نه یی په تلویزیون کی ښودلی او نه یی نومونه اخستی دی

او دپاکستان حکومت له امریکا څخه په میلو نونو ډالر اخلی ، نو خا مخا به دامریکا اعلانونه د اسامه دوژل کیدو په باره کی تایدوی
او امریکایانو پخپله ویلی چی پدی عملیاتو باندی دپاکستان حکومت خبر نه وو ، او نه یی برخه پکی اخیستی ده او دپاکستان حکومت هم د امریکا له خولی دا اسامه وژل کیدل تاید کړی دی ،
او بیا دا خبره چی اسامه څو کاله مخکی دمریضی له امله مړ شوی دایران استخباراتو هم تاید کړه
او احمدی نژاد دایران له ملی تلویزیون څخه وویل چی اسامه څو کاله مخکی دمریضی له امله مړ شوی وو

او محمود سعید ته غواړم چی ووایم

چی انګلیسانو دافغانستان دمجاهد ملت څخه دری نظامی ماتی وخوړی ، خو په سیاسی ډګر کی انګلیسانو هیڅکله هم په افغانستان کی ماتی نه ده خوړلی او خپل ټول سیاسی اهداف یی په افغانستان کی عملی کړه
هغه اهداف چی انګلیسانو د نظامی زور په واسطه ونشوای کولای چی دافغانستان په مسلمانو خلکو عملی کړی هغه یی د پنځم ستون یعنی دا په نوم دمعدنی ټولنی په واسطه د امیر دوست محمد خان امیر عبدالرحمن خان امیر حبیب الله خان امیر امان الله خان بچه سقاوو نادرخان ظاهرشاه داود خان کارمل نجیب ربانی او کرزی په وجود کی عملی کړه

او دانګلیسانو په واسطه دټول جهان نیول او بیا ورته په دروغو دازادی د غورځنګونو جوړول او بیرته پریشودل یی او دهند چین ایران او روسیی د سرمایه داری کیدو دپروسی چی څنګه دا ټول هیوادونه د امریکا یاد غرب لخوا کنترولیږی
او پخوانی شوری اتحاد څنګه دیهودانو لخوا جوړ شو او څنګه د غربیانو لخوا کنترولیده دا ټول مخکی ما د پتوال صاحب سره د ( اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) په بحث کی په مفصل ډول تشریح کړی دی مهربانی وکړه هغه بحث ولوله انشاالله ستا دیری پوشتنی به درته ځواب شی
او دا سوال به مو هم حل شی چی ولی انګلیسانو تقریبا ټول جهان ونیو او وروسته یی بغیر له جنګه بیرته پریښود


عتیق الله
15.09.2011

عبدالله خان په رښتيا چی طالب دی
ځکه طالبان هم د سواد مخالف دی
عبدالله خان مدنی ټولنی ته (معدني ټولنه) وایی
هاهاها
[quote:74c9dc3d32]دا په نوم دمعدنی ټولنی په واسطه د امیر دوست محمد خان امیر عبدالرحمن خان امیر حبیب الله خان امیر امان الله خان بچه سقاوو .....[/quote:74c9dc3d32]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more