د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محمود سعيد
29.09.2011

یو ځل بیا سلامونه!
یاره څپاند صیب فکر کوم تاسې د دې بحث پوره پایله را وایسته!

[quote:e71fb779bc]زه به يو سوړ اوسېلی وباسم او بيا ټولو درنو ،موافقو(لګکيو)،مخالفو(ډيره کيو) ته سلامونه وړاندې کړم٠
زماپه بې وزنه شعر کې،زما پراند پرچا شخصي تېری ندی شوی،خو که داسې انګېرلی شي دپتوال صيب نه بښنه غواړم٠

دمرحوم ډاکټر نجيب پخواني مرستيال او د شوری نظار سره په ټړاو کې يوه
کودتاچي ،دده په اړه داسې ليکلي:
اقتباس:

دانتر جُ بٌ الله از جوا ىُ طُاق زةردشت ه تحي يٌگر پرتوام ش اٌشى ةود، اه در ا صُا دُهشتى
ه احترال ةه حلوق ةظر طخص تٌ اشتث اِئى داطت، چ اِ هُه ه گِال غهدن دارو ر اًشت غ وٍ ىٌ خد اٌة
اطلاغاة دهىتى ةر خلاف ادغا هاو خص اٍ هُ ػٌا دُ ،ًَ ةح ثٌ هو اٌ صٌُت صد قً در ران تحلق كا وُم،
كا وُ تٌُ ه ةرخورد ا صُا ىُ ةا رٌدل لُض ةارزو ا فًا وٍُدن اشت. ا دانتر جُ بٌ الله ةود نه ةا درک ه
تحلق طػار غٌز شرد، كيب گرل هدشتام پاک، ه هٍارام خودرا ةه غاى تٌر اشيوب ه ط وٌن ا صُا ىُ نار
ه تٌارزن تظو قً، ترغ بٌ ه ترة تٌ وٍُد. ا رٌهز پانى هجدام ه صداكت هط دِهشتا هُ ه رٍز اٌم ه اًرام
دانتر جُ بٌ الله زةا زُد غال ه خاص طدن اشت .

زه به يوه خبره ياشعار علاوه کړم چې ژوندۍ دې وي ولسواکي،که نه نو زه څوک او ته څوک چې داسې غټې غټې تبصرئ په ليکه کړو[/quote:e71fb779bc]

دې ته کوم لرغونپوه راولو چې معنی ېې کړي.
لرغونی لاروی صیب چیرې ېې؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ګونګ بحث ګونګه پایله.


پتوال
29.09.2011

[quote:bbfac22f49]زه به يو سوړ اوسېلی وباسم او بيا ټولو درنو ،موافقو(لګکيو)،مخالفو(ډيره کيو) ته سلامونه وړاندې کړم٠ [/quote:bbfac22f49]

څپاند صيب له edit نه مو مننه !
د لږکيو په استازيتوب دې غوړ سلام ته وعليکم السلام وايم ، ځکه زه چې په اسلام ، ولسواکۍ او ملت پالنې ټينګار کوم نو
ته لا ښه پوهېږې چې په ليکونکو کې دغسې کسان ډير کم يا په نشت حساب دي چې درېواړه ستر ارزښتونه سره په يوه وحدت کې غواړي
او په يوۀ هم صرف نظر نه کوي ، لهذا په ليکونکو کې داسې کسان تر ټولو لږ او لږترين لږکی جوړوي !
ولې په ولس کې که ددوی اندتوګه واورېدل شي باوري يم چې تر ټولو ډير ډيرکی به د همدوی په برخه وي !
خو تر هغې پورې دريواړه ډلې له ولسواکانو او ملت پالانو نيولې تر اوسني مذهبيونو پورې ټول ددوی په وړاندې اوبه خړوي اوکبونه به نيسي :
ځکه غربي ليبرال ولسواکان هم اسلام او هم ملتپالنه نه غواړي ،
ملتپالان بيا په ولسواکۍ په تيره اسلام کې ډېر ضعيف دی
مذهبيون خو نه ولسواکي او نه ملت پالنه مني ، نو ته قضاوت وکړه چې کومه ډله به حاضره شي چې دريواړه ومني ؟؟؟؟؟

دا صرف افغان ولس دی چې ددريواړو وحدت مني او منلی يې شي او که چاه پوه کړل چې د ملت اسلام او ولسواکۍ نجات هم په همدې کې دی نو
ملاتړ يې بيا راشه که يې ګورې !
پاتې شوه ستاسې داخبره چې :

[quote:bbfac22f49]لارښود هغه شو چې سر په وطن ورکړي
.......................................نه وتلې د بالښت لاندی ساګۍ ده [/quote:bbfac22f49]
د يو ۀ وطندوښمنه ګوډاګې ګوند ملحد مشر که په وطن هم سر ورکړي د يوۀ غيور خپلواک مسلمان ملت لار ښود کېدای نشي او نه ورته
شهيد ويل کېدای شي،
په تېره هغه ګوډاګيانو ته چې د بالښت لاندې ساه ورکوي ، هيڅکله د لار ښود نوم ورکول سم کار نه دی ! ددوی ياد بود او نايادبود ورځې لمانځل
له شهيدانو ډک غيور او قهرمان افغان ملت سره جفا ده !
[quote:bbfac22f49]کمونست وو که کاپر وو خو افغان وو
....................................نه هغه چې ISI ته ئي لکۍ ه[/quote:bbfac22f49]

نو څپاند صيب منم چې د ISI والا افغان نه دی ، خوپدې کې څه وايې :

[color=blue:bbfac22f49]کمونست وو که کاپر وو خو افغان وو
....................................نه هغه چې KGB ته ئي لکۍ د ه ؟؟؟؟؟؟[/color:bbfac22f49]

څوک چې ملت اسلام او ولسواکي دريواړه غواړي ، هغوی په اړينه توګه دغه درې ډلې هم ردوي او د ملت ، اسلام او ولسواکۍ دوښمنان يې بولي :
دKGB , CIA او ISI تاليڅټي ! دا بايد فورمول وګڼل شي چې په دوی کې له دوو سره دوښمني له دريم سره دوستۍ ته اجازه نه ورکوي ،
افغان بايد د دريواړو سره نه پخلاکېدونکی دوښمني ولري ، ځکه چې دوی هم درېواړه د افغانانو سرسخت دوښمنان دي !
آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

والسلام


ډاکتر څپاند
30.09.2011

[quote:8ad0e7f8dd]ډاکټر صاحب څپاند ته یوه ښه مشوره ورکوم،،، که غواړې نجیب ګاو وځلوې،،، نو راشه د کرزي تر خوا د افغانستان اشغال په پښو ودوروی،، مشروعیت ورکړی،،، تر څو روسي وحشي یرغل او د دوی لاسپوڅي هم وکولای شي خپل وحشیانه اعمال او وطن پلورنه توجیه کړای شي،،،،، تاسو ډېره اشتباه کوی چې په نجیب ګاو ویاړی،،، په نجیب ګاو ویاړل د هغه په ظلمونو ویاړ دی،،، په نجیب ګاو ویاړل،،، د روسانو په اشغال ویاړل دی،،،، په نجیب ګاو ویاړ د سل هاوو زرو مسلمانانو په مظلومانه شهادت باندې خوښي څرګندول دي،،،، همدې ځوان دې په زندانونو کې داسې ځوانان صرف د مسلمانی په جرم،، تر شکنجو لاندې شهیدان کړي چې په پوهه، ځوانی، کورنی، وطندوستی او هر څه کې تر نجیب ډېر ډېر لوړ وو،،،، دا خو بحثخونه ده،،، خو دا ښه په یاد کې ساته چې د افغانانو سره په مخامخ خبرو کې داسې جرات کله هم ونکړې،،، چې خدای مکړه هیڅ به هم نشي در پاته،،، [/quote:8ad0e7f8dd]

که چيرې دکرزي اداره د اشغالګرو دشتون نه بغیر،او يا دطالب حکومت دپاکستاني افسرانو ترکنترول نه بهر دې ١-٢-٣ کلونولپاره دوام وکړلی شي او
دمرحوم ډاکتر دحکومت پشان ،پداسې حال کې چی روسانو خپل کومکونه قطع
اوچټلستان د حرامستان او غرب په شمول دهغه مخالفينو ته بيسارې مرستې ورکولې،بيا هم په دموکراتيکه فضا کې دولتمداري وکړي،نو ستا سو دفرمايش
پر بنسټ به زما خوارکي دملاتړ نه برخورداره شي٠

ستاسو دبل اتهام په هکله بايد وليکم چې نه يواځې دا چې ډاکتر پخپله اراده چا
ته ضرر ندی رسولی،بلک هغو دولتي کارمندانو ته ئي سخته حتی داعدام جزا ورکړې،هغو چې بې محکمې څوک وژلي ول (رهنورد دبلخ دحزبي کميټې منشي
يو مثال)٠
تاسو چې اتهام واردوۍ،مثال او شواهد بايد وړاندې کړۍ نه داچې دچلستان،BBC او CNN راډويو ګانو هوائي تبليغات پروپاګنډ٠
هو په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي،په مخامخ جګړو کې چې چا خپل ژوند له لاسه ورکړی،په هغې دډاکتر ګناه نشته٠


پتوال
30.09.2011

سلامونه !
څپاند صيب د جمهوري رياست دوره يې پرېږده د KGB د افغاني څانګې د رياست ارتقايي دوره يې راونيسه !

اول يواځې همدا وظيفه او نوم يې څومره د شرم ، ملي خيانت او شوروي له ګوډاګيت او ضد افغانيت نه ډک ماموريت دی :
دKGB د افغاني څانګي (= خاد) رئيس (!!!)
داچې ګوندي رقيبان يې وژلي صرف ددې ثبوت دی چې ولس دوښمنه سياسي ليوان او داړه ماران په خپلو منځو کې هم سره خوري
او بده نه ده چې يو څو ولس دوښمنه په دې توګه هم کم شي ! تنظيمي جنګونه يې هم لا ښه مثال دی . د شوروي جنرالانو د اعترافاتو په کتابونو کې
ډير ه ژر وموندلی شې چې يواځې په کندهار کې تر دشت ليلی بدتره پيښه
د نجيب په امر رامنځته شوه او په زرګونو تسليم کړی شوي مجاهدين د نجيب په مخامخ جنايي کوماندو له تيغه تيرکړی شول ! دا جنګ نه و ، په جنګ کې
نيول شوي پښتانه مجاهدين وو !
شورويانو ددې وژنې مسوليت نه مانه او ډډه يې ترې کوله ، خو نجيب خپله وفاداري پرې مسکو ته ثابتوله ! په همدغسې سلګونو
او زرګونو غټو او وړو ظلمونودغه د ملت قاتل جمهوري رياست ته هم رسيدلی و .
که د هر جنايي قتل په بدل کې نجيب يو ځل اعدام شي نو
ته فکر وکړه چې په يوه عادلانه محاکمه کې به څو زره وارې اعدام شوی وای .
افغانان چې دده د عدلانه محاکمې غږ پورته کوي
لومړی هدف يې همدا دی، دويم هدف يې بيا د ISI او د هغې د ګوډاګيو د لښکر د پټو خيانتونو افشا کول دي !
څپاند صيب تر څو چې سړی ملي موقف ونه نيسي د حقيقت منلو ته نشي چمتو کېدای ! تر څو چې سړی ولسواکي و نه مني اجتماعي عدالت نشي پلی کولی او تر څو چې افغان د اسلام له سپېڅلتيا څخه برخمن نه وي
په هره چټلۍ کې به ککړ وي ! افغان دريواړو ته اړتيا لري او ددې لوړو اصولو له وحدت پرته نشي کولای چې له دې دېرش کلنو ه ړندو تيندکونو
او جناياتو څخه په سياست کې ځانونه وژغوري ! د طالب، مجاهد، کمونست
يا نورو ډلو ټپلو همدغه نيمګړتيا ده چې د سياسي قدرت وړتيا
او مشروعيت نشي تر لاسه کولای !

تر کومه چې له روسانو څخه د نجيب د حکومت د استقلاليت موضوع ده ، نو هغه واقعيت نه لري، د روسانو له وتلو څخه وروسته ورسره
همدغسې ژمنې شوې وې لکه اوس چې د کابل له حکومت سره يې امريکا کوي ، خوکله چې ترې يلڅين لاس واخيست او درباني او مسعود سره
يې تار جوړ کړ آن خپل پرچميان ور پسې راپاڅېدل دستمي مسعود له پاره يې پرې کودتا وکړه او د ملل متحد پروګرامونه يې ټول ګډوډ او ور شنډ کړل .
نو دده استقلاليت چيرې و او څو ساعته يې دوام وکړ ؟؟؟؟
او داچې څوک وايي نجيب مسلمان و نۀ کمونست ، نه خاديست ، نه ملحد او نه عام وژونکی قاتل نو د هغه وجدان پخپله هم ، که لري يې ،
په دې ادعا باور نه لري، صرف په عوامفريبۍ سره لمر په په ګوته پټول غواړي او بس !


ډاکتر څپاند
30.09.2011

محترم پتوال صيب،
ددې ډول بحثونو لپا ره دڅوکتابونو ليکل هم کفايت نشي کولې،خو ديوه پخواني واکدار پر کړو وړو خلک قضاوت کوي او دادی دملت دقضاوت يوه
نمونه:

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2011/09/110928_k01_najib_killing_annivarsary.shtml

[img]http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2011/09/110928_k01_najib_killing_annivarsary.shtml[/img]


Sangar Watan
01.10.2011

دلته خو د احمدشاه مسعود عکسونه هم شته؟


پتوال
01.10.2011

په دغه شکل چې نجيب اعدام شو هېڅوک پرې نه دی خوښ شوی، هر څوک پرې خفه شوی ، خو دا د نجيب د کړو وړو استازيتوب نه، بلکې د ISI اوطالبانو
د وحشت او بر بريت نمايندګي کوي !
که هيټلر، فرانکو، پينوشې، پُلپُت ، ستالين هم وای بايد اول بېطرفانه محاکمه او
بيا اعدام شوی وای ، دا د اسلام ، بشر او عدالت غوښتنه ده !
په بېطرفه عادلانه آزاده ملي اسلامي محاکمه کې د استاد رباني په شمول په دې ټولو جاني جنګسالارانو او د خلق او پرچم مشرانو د اعدام حکم کيږي
او ملت به پرې اتڼ کوي ، نو په يو کمونست، ملحد ، خونخوار ، ګوډاګي نجيب چې د کی جي بي د مشر اندروپوف د لاس اله وه
او د شوروي له خوا د هيواد په اشغال کې يې له کارمل وروسته دويمه درجه رول لوبولی دی څنګه به نه کيږي ؟؟؟؟؟؟
هغه تاثر او ويره چې کابل ته د شوروي عسکرو په داخلېدو ښودلې ده آيا له دغه تصويرونو څخه زر چنده زياته نه وه ؟؟؟؟؟
او پايله يې د ټول افغا ولس پاڅون او لس کلن جهاد نشو ؟؟؟؟ ولې د نجيب په اعدام خو چا يوه مظاهره ګۍ هم ونکړه !!!!!
[color=blue:1aae7f499c]دا ټول حقايق به هغه څوک نه ويني چې د(( ثمّ ُ ُ بُکم ُ ُ عُمیُ ُ )) د حکم لاندې په عقلي نيمګړتيا او ناروغتيا اخته وي !
والسلام ![/color:1aae7f499c]


م . ق
01.10.2011

سوال دا دی چې نجیب ولې مجاهدینو نه وژلو چې دومره موده یې ساتلی وو حالانکه د نجیب ټول جنګ خو د مجاهدینو سره شوی وو، تالیبان خو په هغه وخت کې زیږیدلي هم نه وو او نه یې جهاد کړی وو نو بیا یې د نجیب سره دومره دښمني په څه وه چې د اصلي دښمنانو یعنې مجاهدینو نه یې هم ورسره ډیره دښمني وه؟؟؟؟؟خو خبره داده چې د دوي ورسره دښمني نه وه بلکه د دوي د بادار ورسره دښمني وه او دوي خو د خپل بادار وفادار غلامان وو نو د هغوي حکم یې په سر سترګو تعمیل کړو.
په هر صورت محاکمه او اعدام خو یې یو لازمي امر وو خو نه د ایی ایس ایی په امر ځکه چې د ایی ایس ایی په امر د یو افغان مچ وژل هم د زغملو وړ نه دی دا د افغانانو کار وو.
مړه خو تالیبانو کوم یو کار سم کړی دی چې مونږ یې ذکر وکړو خو لکه د مردارې د کارغانو غوندې هره الوتنه او هره کښیناستنه یې مرداري ده.

مرګ په یهودو، صلیبیانو، پنجابیانو او د هغوي په لاسپوڅو ګوډاګیانو تورو کارغانو.


ډاکتر څپاند
01.10.2011

[quote:3b7b61a8a8]هغه تاثر او ويره چې کابل ته د شوروي عسکرو په داخلېدو ښودلې ده آيا له دغه تصويرونو څخه زر چنده زياته نه وه ؟؟؟؟؟
او پايله يې د ټول افغا ولس پاڅون او لس کلن جهاد نشو ؟؟؟؟[/quote:3b7b61a8a8]

تاسو خبرې دارتباط نه بغير شاربئ :D
دلته دروسانو دتګ راتګ بحث ندی،
نوبيا چې تاسو ئې شوق کړی دی،نو بايد هير نکړئ چې نن دادی لس کاله شول
چې افغا نستان غربيانو در ته اشغال کړی،چيری دي ستا مظاهره چيان؟؟
يو ياد سياسي شخصيت را په ګوته کړه چې په علني ډول اشغال ته اشغال ووائي اومحکوم ئي کړي؟ (دحکمتيار مثال به نه يادوې!)
ډير ښه پوهيړې چې غوا توره پې ئي سپينې٠

[quote:3b7b61a8a8]ولې د نجيب په اعدام خو چا يوه مظاهره ګۍ هم ونکړه[/quote:3b7b61a8a8]

دطالب په حکومت کې دمظاهرې کول ،ظالمه ودېخندولم :o :o :o
[quote:3b7b61a8a8]
، نو په يو کمونست، ملحد ، خونخوار ، ګوډاګي نجيب چې د کی جي بي د مشر اندروپوف د لاس اله وه
او د شوروي له خوا د هيواد په اشغال کې يې له کارمل وروسته دويمه درجه رول لوبولی دی څنګه به نه کيږي ؟؟؟؟؟؟ [/quote:3b7b61a8a8]

پتوال صيب داسې پر خوارکي مرحوم په غصه ئي لکه شهنواز تڼی!
دهغه سره خو به تاسو يو ځی په سفارت کې خپله وظيفه له لاسه نه وي ورکړې؟؟ :D

تر کارمل روسته سروري،ګلابزوی،کشتمند،پنجشېری،زیری،نور،اوداسې نور
په ليکه کې ولاړ ول٠

٣٢ کلن ډاکتر نجيب لا دليکې په منځني موقعيت کې هم نه وو٠خو د ډاکتر
استعداد کارمل ته معلوم وو او هغه ته ئي د استخباراتو وظيفه ورکړه،هغه دنده
چې ستا يارانو ترې ډيران جوړ کړې وو،دISI او CIA سره مقابله!
اوس بايد درته جوته شوې وي چې ISI ولې دهغه په وژلو کې تادي وکړه٠


پتوال
01.10.2011

[quote:2b29b7ce1e="مبارز قرآني"]سوال دا دی چې نجیب ولې مجاهدینو نه وژلو چې دومره موده یې ساتلی وو حالانکه د نجیب ټول جنګ خو د مجاهدینو سره شوی وو، تالیبان خو په هغه وخت کې زیږیدلي هم نه وو او نه یې جهاد کړی وو نو بیا یې د نجیب سره دومره دښمني په څه وه چې د اصلي دښمنانو یعنې مجاهدینو نه یې هم ورسره ډیره دښمني وه؟؟؟؟؟خو خبره داده چې د دوي ورسره دښمني نه وه بلکه د دوي د بادار ورسره دښمني وه او دوي خو د خپل بادار وفادار غلامان وو نو د هغوي حکم یې په سر سترګو تعمیل کړو.
په هر صورت محاکمه او اعدام خو یې یو لازمي امر وو خو نه د ایی ایس ایی په امر ځکه چې د ایی ایس ایی په امر د یو افغان مچ وژل هم د زغملو وړ نه دی دا د افغانانو کار وو.
مړه خو تالیبانو کوم یو کار سم کړی دی چې مونږ یې ذکر وکړو خو لکه د مردارې د کارغانو غوندې هره الوتنه او هره کښیناستنه یې مرداري ده.

مرګ په یهودو، صلیبیانو، پنجابیانو او د هغوي په لاسپوڅو ګوډاګیانو تورو کارغانو.[/quote:2b29b7ce1e]
مبارز قرآني صيب سل په سلو کې منطقي او په تاريخي واقعيت ولاړ دلايل مو وړاندې کړي دي !
د پرديو غلامي ددوی مخه د هر سم او اصولي عمل په لوري بنده کړې وه :
طالبانو ادعاکوله چې دمجاهدينو په ليکو کې د شوروي پر ضد
يې جهاد کړی دی، خو کله چې قدرت ته ورسېدل د شوروي په وړاندې به خړي متي کېدل ، خو د امريکا پر ضد، چې دافغاني جهاد ښه بېدرېغه ملاتړ يې
کاوه سخت شعارونه او دوښمنانه چلند پيل کړ چې پايله يې
د ٢٠١١ د سپتمبر پيښه او د دوی د رژيم راپرځېدل شول ! دا ولې ؟ دا ځکه چې دوی د خپلو تور سونټو پنجابي بادار انو او القاعدې له امر
پرته حرکت نشو کولی ! او پنجابيانو غوښتل دوی له نړۍ څخه ګوښي کړي ، څو ددوی له لاس ونشي وتلای . سر بېره په دې دا تر ډيره حده پورې
له هماغه اول څخه د امريکې او پاکوستان ګډ پلان هم و چې پوځي مداخلې ته پرې پلمه راپيدا کړي ،خو پاکوستان له اوږود مهاله شتون څخه څبر نه و
او فکر يې کاوه چې دا به صرف يوه لنډ مهاله پوځي مداخله وي ، څو يواځې القاعده وځپي نور به قدرت ژر بيرته د همدوی بړيڅو ته سپاري ! په هر صورت
پاکوستان په طالبانو داسې لوبې او غوبلونه وکړل چې د بشر په تاريخ ساری نه لري آن د داچې امريکايي جټ الوتکې د پاکوستان له هوايي ډګرونو څخه
طالبان بمپارد کړل ، خو دوی د غلامانو په توګه له خپل بادار څخه يو تشه ګيله قدرې هم ونشوه کړای !
تر دې سخته غلامي او باداري هم د بشر په سياسي تاريخ کې جوړه نه لري !


pattang
01.10.2011

تف لانت په د اسې محکمه !

http://www.youtube.com/user/habibhosseini

http://www.youtube.com/watch?v=QV89UAVjxMQ


۰
02.10.2011

السلام علیکم ورحمةالله
د پتوال صیب او مبارزقرآني صیب اکثره سره یوه خبره وي او کله ناکله بیا یو دبل تأید هم کوي که ووایم چي دواړه راته یو سړی ښکاري خو بیا به خبره بل چیرته لاړه شي .
په هرتقدیر د ډاکټر نجیب وژل ډیر ښه کار وو او کاش چي مخکي د مجاهدینو په وخت کي په مرګ محکوم اووژل شوي واي خو دا چي مجاهدین چا او څرنګه مجبور کړي وو چي ډاکټر نجیب چي د افغانانستان د لویو جنایتکارانو نه لوي او سرخیل جاني وو ولي په مرګ محکوم نه کړ دا له ټولو اهم سوال دی.
ګوره خبري به سپیني کوو مجاهدینو هم په خپل اخري دور کي ډیر جنایات وکړل چي په اول سر کي يي جنایتونه لږکم وو.
ډیر بیګناه خلک يي په دي نوم ووژل چي دا افغان ملتی دی اګر چي په اسلام کي د افغان ملتي وژل اوهر هغه چا وژل چي د کمونستانو په شان ملحد او زندیق نه وي حرام دي.
په افغانستان کي زښت زیاد جنایتونه وشوه اولګیا دي کیږي [الله جل جلاله دي نور په خپل علم او حکمت او قدرت سره امن او سوکالي راولي] خو ددي ټولو بدبختیو او جنایتونو رواد او مسببان همدا ناولي کمونستان وو چي د KGB په امر به يي هرمسلمان چي هغه به کمونست نه وو رانیوه او واژه به يي او ډیر يي پداسي مرموز مرګ ووژل چي هغه مرګونه يي هم علني اعلان نه شو او نه يي چا مړي ولیده او یا يي ښخ کړل.
یو سړي به يي تش پدي نوم او جرم راونیوه چي دا اخواني دي نور به بیا چا نه لیده چي څه شو خو د افغانستان د ازادۍ نه روسته معلومه شوه چي هغوي ټول له یوه مخي شهیدان شويدي.
که یو سړي اخواني وي که افغان ملتي وي که کمونست وي او که کوم بل حزب وي نو اسلام خو کي خو دحزبونه بیخي شته نه حرام دي خو په نړیوال قانون کي د حزبونو جوړول جایز او یو بل نشي وژلی البتة همدومره ظلم يي کافي وو چي به حکومت کي ځاي ورنکړي نوريي دوژلو او بندي کولو اربړولوهڅ حق نه وو اوس هغه څوک چي ستوني يي پړسولي او واي چي دډاکټر نجیت مرګ جایز نه وو او یا بي محکمي مرګ يي جایز نه وو او چا وژلي او چا وژلی نو دا ولي نه واي چي هغه په لکونو بي ګناه مسلمان افغانان چي دوي بي محکمي ژوندي یا مړه ترخاورو لاندي کړه په کوم اسلامي یا بین المللي قانون جایز وو .
دا جایز او نا جایز اوس نجیب ته پیدا شوه که نه دا نور هم مور راوړي انسانان .افغانان او مسلمانان وو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
بیا ورپسي د مجاهدینو په نوم د ISI اربکیانو هم ډیر بي دریغه او بي رحمه وژني وکړي الله يي اوس په دنیا کي هم سزا وکوي او چاته يي ورکړه اوپه اخرت کي خو يي تاسو به هغه درباني صیب لیک[تمثیلي لیک] لوستي وي همداسي به ورسره کیږي.
نو مقصد مي دادی چي په افغانستان کي دمرګ او ظلم اول تهداب دي کمونستانو ایخي دي نو پدي اساس وایم چي دا کمونستان له یوي مخي ټول د وژلو دي [خیر که زمونږ د ټول افغان لیکوالان هم راکم شي] ځکه چي دوي ډیر بي رحمه او بي وجدانه او د انسانیت ضد خلک وو الله دي تل برباد او نیست لري.

یوه خبره چي ډیره اړینه ده او زه يي په اکثرو ځایونو کي کوم هغه داده چي باید په لیکلو کي سپکه اوسپوره جمله ونه کارول شي او نه چاته بد القاب وکارول شي ځکه پدي سره بیا لوستونکي تنګیږي او ټوله لیکنه هسي چټیات ګڼي هیله ده چي ملګري خفه نشي.

مومندافغان


پتوال
02.10.2011

په ټوله کې خو مومند صيب تاسې هم په منطقي مجبوريت همغه د مبارز قرآني او زما ليکنه تاييد کړې ده ، صرف د مننې ټکی به دې نه وي کارولی،
خو زه مجبور يم چې له تانه هم مننه وکړم ! له تا پرته به پل هيڅوک هم دا بدګوماني نه کوي چې ګنې زه او قرآني صيب يو نفر يو . زه به ووياړم چې د قراني صيب
غوندې ديني علم او معلومات ولرم او يا د هغه پشان کمپوتري
پوهه مې درلودای . سره له دې چې نوموړی ښايي دکم عمر له امله دومره تجربه نه ونه لري لکه زه، خواو باور وکړه کوم منطقي ځواک
او ذکاوت چې نوموړی يې لري زه يې نه لرم ، نو که خدای کول څو چې زما د عمر او تجربې ته رسيږي يو رهبر به ترې جوړ شوی وي انشاالله .
نو هېڅ يې نه پېژنم ، خو په خپل منطقي ځواک او شنونکي استعداد چې حقيقت ژر درکوي راباندې ګران او قدرمن دی او بس !
او داچې تاسو د افغان ملت او نورو گڼ شمير شهيدانو ته په حق ګوته نيولې ده د زړه له کومي يې تاييدوم ، خو مسله مو سمه نه ده اخيستې :
څوک چې آن د نجيب غوندې يو جنايت کار خو جمهور رئيس له پاره د محاکمې پلوی کوي نو دا معنی لري چې :

١- د يو رئيس جمهور د محاکمه اسان کا ر نه دی، که تر سره شي نو د هر تورن محاکمې ته لار پرانيستل کيږي
٢- د رئيس جمهور له محاکمې سره ډير نور جنايتونه راسپړل کيږي چې دوښمنانو يې کړي وي
٣- له حاکم نظام څخه مشروعيت غواړي او نامشروع قدرت ته رسيدلي پخپله دمحاکمې وړ وي !

او نور .... نو که دا ټول پر ځای کيږي ستاسې او نور ولس پوښتنې هم ور سره حل کيږي ، ولې برعکس يې واکمنان د ريا له پاره هم يوه وړه قضيه
لکه د يو کاتب رشوت په قضايي سزا رسوي ، خو د مدير رئيس او وزير جنايات پټ ساتل کيږي !
سپکه سپوره هغه چاته کول چې حکومتي قدرت ته رسېدلی او يايې له تنظيمي قدرت څخه ناوړه ګټه اخيستې وي پر ځای او د هر چا حق دی !
خو څوک چې د قضی په سپېڅلي مسند ناست وي او په رشوت او خيانت تورن شوی نه وي احترام يې واجب دی !


۰
02.10.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي پتوال صیب دا چي زه ستاسو اومره استعداد پوهه اوذکاوت نه لرم دامنم خو بیا زما عمده مشکل دا هم دی چي زه همدا ټول افغان کي په لیکلو عادت شوم دي نه مخکي مي چیرته لیکل نه وو کړي .
یو خو مي مکتب ترپنځم ټولګي پوري ویلي او بیا چي زمونږ دچپرهار ولسوالۍ ووهل شوه نو مکتب هم بند شو او بیا تر یوه کال روسته مهاجر شوم او دیني سبقونه مي ویلي نو په دیني چارو کي تریو حده پوري کار کولی شم خو دا لیکل بیا دمیرزاي پوري اړه لري چي زه يي نشم کولاي نو یوه خبره چي کله پیل کړم ایسته رانه ګډه وډه شي نو دا تاسو چي خبري کړي زه يي تأیدوم او مننه کوم الله دي وکړي چي فکر مو سره یو شي ما ته خو کله هغه ګل پاچاالفت صیب شعر رایاد شی چي واي.
مادخپل فکر محرم په دنیا نه موند +++ نا اشنا فکرو سره راغلم دنیا ته
او افغان ملتیانو او نورو ګوندو باره کي وایم چي په خطاء دي زه يي دریځ او تګ لاره نه تأیدوم په ځینو مواردو کي [په ټولو کي نه] داسلام سره په ټکر کي هم دي خو بیا هم کافر ندي مسلمانان دي او زمونږ خپل افغانان دي او وژل يي په اسلام کي حرام دي دا یو اسلامي مسله ده زما رایه نده .
او پاتي شوه دکمونستانو خبره نو که چیري يي دا جنایات هم نه واي کړي بیا هم هغوي په ملحدینو او زندیقانو کي راځي چي اسلامي حکومت بایو د دریي ورځو مهلت نه روسته هغوي که اسلام ته رجوع ونکړي قتل يي کړي.
او چي بیا داسي جنایتونه يي کړي نو دخپل جنایت په اندازه باید مجازات شي.
خو دا چي ولي تنظیمونو معاف کړه بغیر ددي نه چي د ځوریدلو او شهیدانو یتیمانو څخه رایه واخلي معاف يي کړل دا ځکه چي هغه ستاسو خبره په خپل جنایت ډاریدل ځکه چي ددوي جنایتونه هم له هغوي کم نه وو.
او د قرآني نه ډاریږم هم چي راته غصه نشي نو رښتیا هم که چیرته قرآني صیب له تاسو جلا بیل سړي يي او وي به هم چي تاسو وویل زه هغه نه بیل یم نو استعداد خو يي منم خو دا ډیره تنده او وچه کلکه لهجه يي راته خوند نه راکوي که لږ شانته نرم شي اوبل دا چي دا القاب لکه طالبانو ته تالی بان ویل هم د اخلاقو اوسلیقي نه مخالف کار دی .
الله دي زمونږ ټول افغانان ورونه حق ته قایل او ورباندي عاملین کړي آمین
مومندافغان


پتوال
02.10.2011

[quote:f1c62937e1]تاسو خبرې دارتباط نه بغير شاربئ [/quote:f1c62937e1]
څپانده صيب ، تاسو ۀغه تصويرون چې د نجيب پلوه پرچميانو ډلې د نجيب له پاره، شورای نظار د مسود له پاره او جمعتيانو د رباني د ياد له پاره
ځړولي وو ، د کآبل ښاريانو د تآثر (شايد د نجيب په مرګ؟) انځورونه هم ليدل کيږي ، نو ځکه مې د ښاريانو هغه انديښنه او تآثر درته راياد کړ چې
د شورويانو په راتګ تردې زر ځله زيات د کابل خلکو وښوده او د حوت په ٣ يې د شوروي د عسکرو په وړاندې چې پوځې حالت يې تر طالبانو
شل ځله زيات شديد و هم مظاهرې او هم په تش لاس بريدونه وکړل . د ناهيد خاطره خو د هيچا هيره نه ده !
نجيب که په ښکاره د سروري ،ګلابزوی اوکشتمند سره سيالي نشوه کولی، خو د KGB سره په پټو ارتباطاتو په نيولو کې د کارمل مرستې ته
لا هماغه وخت چې د ايران په سفارت وګومارل شو ورودانګل، او افغانستان ته هم له ايران څخه نه، بلکې له مسکو څخه راستون شو .
دۀ همدغه وخت کارمل او انروپوف ته خپل استعداد ښودلی و اوصرف کارمل نه ، بلکې اندروپوف د څاد په رياست ټاکلی و !

سربېره په دې په تيرو ليکنو کې ما کارمل او خلقيان ډير ټکولي ، په تيره د نجيب په مقابل کې مې د تڼي مردار خور کودتا زياته غندلې ده ،
د داود خان پر ضد د ثور کودتا مې جنايت او شش جدي ملي خيانت او جنايت بللی دی ، د جهادي تنظيمونو ظلمونه او د هغوی پاکوستاني ګوډاګيتوب
او بيا دطالبانود مشرتابه تړاو له ISI تر ننه پورم غندم ، نو څوک نشي کولی چې ددوی تر منځ د لږ يا زيات فرق په ښوولو سره ددوی جنايتونه
زما يا افغان مظلوم ولس له تنقيدونو څخه وژغوري ! هېڅ افغان ، خو په تيره پښتنو ته نه و پکار چې د مسکو يو ګوډاګی ګوند جوړ کړي ،
همدارنګه هېڅ افغان ، خو په تيره پښتنو ته نه و په کار چې د پاکوستان ګوډاګی تنظيمونه او يا د طالبانو په څير د ISI په مشرۍ
يوغورځنګ رامنځته کړي ، که داخيانت داود خان د پرچم په جوړولو، که تره کي د خلقيانو په جوړولو ، که د تنظيمونو
پښتنو مشرانو د تنظيمونو په جوړولو او که ملا عمر اخن د طالب غورځنګ په رامنځته کولو.... که هرپښتون تر سره کړی وي په نهايي
نتيجه کې يې خپل قام ، ملت ، د افغاني مظلوميت
تاريخ ته او خدای او رسول ته يې مخ تور دی لکه له بلې خوا چې د کرزي په مشرۍ د شمالي اتلاف مخ د امريکايانو په ګوډاګيتوب
ټول تاريخ ته تور او ککړ دی !
[quote:f1c62937e1]يو ياد سياسي شخصيت را په ګوته کړه چې په علني ډول اشغال ته اشغال ووائي اومحکوم ئي کړي؟ (دحکمتيار مثال به نه يادوې!)
ډير ښه پوهيړې چې غوا توره پې ئي سپينې٠ [/quote:f1c62937e1]
ملاعمر يې ورته نه يواځې وايي بلکې پر ضد يې جنګيږي هم، حقاني همدارنګه ، او حکمتيار پرې دپاسه ، که حکمتيار سياسې شخصيت بولې نو
ملا عمر او حقاني به هم بولې !
که مطلب دې د کابل حکومت پلوه سياسيون وي، نو په غلامانو کې خو د شوروي بړيسو هم که خلقي و که پر چمي چا ورته اشغال ونه وايه !

نو څپاند صيب له چا سره چې ملي اسلامي او ولسواکيز معيارونه موجود وي هغه دې يوې ډلې ته هم ښه نشي ويلای ،
نه سروريانو ، تڼيانو ، ترکيانو ، امينيانو ته او نه کارمليانو ، ستميانو ، نه خلق او نه پرچم ته او نه ننيو ټوپک سالارانو ټه ، نه د ISI جهادي تنظيمي او نه يې طالبي ګوډاګي مشرانو ته ملي اسلامي مشران ويلی شي !

[quote:f1c62937e1]اوس بايد درته جوته شوې وي چې ISI ولې دهغه په وژلو کې تادي وکړه٠[/quote:f1c62937e1]
نه يواځې دا ، بلکې د ژنيړ په توافقاتو کې يې د کارمل سره په روښانه توپير د پاکوستان لکۍ هم وروتړله او له همدې کبله يې
د نجيب په وژلو کې تادي وکوړه، خو په دې ټولو د يې د ISI په مقآبل کې له افغان ملت څخه برآت واخيست ، نه د خپل بادار KGB په مقابل
کې له افغان ملت څخه ! او همدا دده د محکومولو عظيم الشانه سرچينه ده !
که يوه سوټه يې پر ځای کړې د وطن لمن يې پرې نه ده لړلې، نو سل سوټې يې بيځايه کړي او ټول وطن او ملت يې پرې لړلی دی!
هو د خپلو سيالو جنايتکارانو( کارمل، امين او تره کي ) نه يو څه ښه و او بس !
[quote:f1c62937e1][/quote:f1c62937e1]
نو که د جنايتکارانو سزا مطرح شي ، بايد هغه واکمنان چې دقدرت په وخت کې يې تر هر بل واکمن زيات (بېګناه) افغانان وژلي شوي ،
زنداني شوي ، وهل شوي او بيکوره شزي وي لومړی اعدام شي، دويمه درجه يې ورپسې او درېمه درجه له دويم وروسته اعدام شي .
يو جاني چې د دولت د يو مامور په توګه جنايات کړي وي خو د رياست جمهوري په وخت کې يې لکه نجيب پيا جنايات نه وي کړي او يا يې
کم کړي وي، د هغه جنايات هم دده پسې او هم دده د واکمن ولسمشر پسې حسابيږي يعنې د نجيب د خاد ددورې جنايات هم د نجيب پسې
او هم د کارمل پسې حسا بيږي . د سروري او امين جنايات د تره کي په وخت کې د تره کي پسې او هم پخپله دامين او سروري پسې حساب دي !
په همدې ډول د تنظيمي مشرانو او قوماندانانو جنايات په دواړو پسې درجيږي !
خو سياسي جنايات لکه د CIA, ISI او KGB سره تړاو يواځې د سياسي مشرتابه پسې ، مثلا د مرکزي کمېټې ، انفلاقي شورا
او سياسي دفتر د غړو او مشر پسې او د هغه نورو په شمول چې عملي برخه يې په کې اخيستې وي ، د تنظيمونو د مشرتابه د غړو او
مشر پسې او د کوېټې د شورا او مشر ملا صيب پسې درج او د شمالي ټلوالې د مشرتابه غړو او کرزي دواړو پسې محاسبه کيږي !
بالکل په نورنبرګ کې د نازيانو د نړيوالې محاکمې په بڼه به د افغانو ملي محاکمه دقيقه پلې کيږي !
له اوسط پوړو چارواکو څخه پورته د هر جنايت د سزا له پاره يو زياتېدونکی ضريب او کښته ترې يو کمېدونکی ضريب لري !
الله دې مونږ تاسې او افغان ولس ته توفيق په برخه کړي چې دغسې محاکمو ته رسيدګي وکړي او د عدالت د ټولو نارمونو په مراعات سره يې
پلې کړي ! هله به معلوم شي چې شهيد څوک دی ! فکر کوم له سخت خاين پرته به بل څوک داسې نه وي چې پرې خوښ نشي ! والسلام


ډاکتر څپاند
02.10.2011

[quote:7920bdb8e5]د شورويانو په راتګ تردې زر ځله زيات د کابل خلکو وښوده او د حوت په ٣ يې د شوروي د عسکرو په وړاندې چې پوځې حالت يې تر طالبانو
شل ځله زيات شديد و هم مظاهرې او هم په تش لاس بريدونه وکړل . د ناهيد خاطره خو د هيچا هيره نه ده ![/quote:7920bdb8e5]

دشورويانو په شتون کې سره ددې چې مظاهرې منع وې خو زه پخپله شاهد يم
چې دکابل پوهنتون زده کونکو په ډيره ازاده فضا کې سياسي بحثونه کول او
په ليليه کې محصلينو BBC او CNN په ازاده توګه اوريدل٠
ډبل عبدالله دطب دپوهنځي دمظاهره چيانو له پيژندل شويو څيرو نه وو مګر تر
پايه چا ورته کاږه هم ونه کتل،داسې سلګونه مثالونه٠

دحوت دريمه دايران او پاکستان په سيخ کومک او د ١٦ جهادي تنظميونو په
سازمان ورکړې شوي مهارت او د BBC او لسګونو نورو راډيو ګانو په پروپاګڼډ سره دروس د احمقانه تجاوز په مقابل کې تر سره شو،تاسو هغ حالت
دطالب دحکومت سره مقايسه کول غواړې????
دطاب خلاف مظاهره د اسلام خلاف مظاهره بريښيده ،که داسې نه وو؟؟؟
نن حتی په اروپا او امريکا کې،څوک دداسې مظاهرئ جرائت نشي کولې!

خو زما دليکنې هدف داوو چې ډاکتر تر مرحوم داودخان روسته واکدارانو په قطارکې،دکرزي په شمول، تر نن ورځې پورې د افغان ملت په مختلفو پرګنو او قومونوکې محبوبتر دی٠دده تصاوير نه يواځې د مسعود دتصاويرو ترڅنګ
په بازار کې شتون لري،بلکه په کورونو او خلکو په زړونو کې هم شته٠
که تاسودهغه په هکله هرڅومره بد رد وليکې زه فکر نه کوم چې دهغه موقف ته
تاوان ورسوي٠که نن کرزی برطرف شي ،صبا ته به ئي يو تصوير په زره بين
کې هم پيدا نکړې(مګر په ارشيف کې :D ).

دناهيد کيسه زما په اند خيالي او غير واقعي بريښي٠ما ددې نوم په ١٩٩٤ کې
دلمړي ځل لپاره ديوه مائويست له خولې واوريد٠

که غواړې چې ملا عمرياحقاني
ته سياسي شخصيت ووائي او هغه دحکمتيار سره پر
تله کړې دا به لويه بي انصافي وي٠
ځينې خلک لا د ملا عمر فزيکي شتون هم نه مني،حتی تاسو هم يو ځل ليکلي ول
چې کرنيل امام دملاعمر ترنوم لاندې په کندهار کې دافغانستان اداره کوله٠

زما په اند،زه او ته د ډاکتر په هکله ديو بل په موقف ښه اشنا يو،همدومره بحث کفايت کوي٠
په خپله کلکه عقيده کې بريالی اوسئ،
ختم
په درناوي


پتوال
02.10.2011

څپاند صيب منم چې د ډاکتر نجيب څخه دواړه خبر يو ، صرف تاسو يې د جمهوريت دوره په پام کې نيسئ او ما يې د خاد د رياست دوره ! فکر کوم ته يې له ما سره بايد د خاد جنايات ومنې او زه يې له تاسره د واکمنۍ ددورې خدمتونه منم !
ک د واکمنۍ په دوره کې يې لومړی دټڼي او نور کودتاچي
خلقي ملګرو يې د حکمتيار سره دده پر ضد کدتا نه وای پيل کړې او بيا يې خپلو و پرچميانو ( کارمليانو ) ورسره خيانت نه وای کړې
دۀ کولای شول په افغانستان کې د ملل متحد د سولې پروګرام پلی کړي او ددې ټولو بدبختيو مخه ونيسي ! هغه آزادي چې دۀ په ډيرو برخو کې
رامنځته کړه د هيرېدو نه ده، لنډه داچې د جمهوريت ددورې شېګڼې يې د خاد دورې
له بديو سره په تله کې وغور ځوو ښېګڼې به يې پرې درنې وخيژي ،
او بر آت به واخلي خو دا دمحاکمې کار دی او محاکمه غوښتل د عدالت له پاره اړينه وي ! ښه داده چې څوک پرې فخر و نکړي او نور جنايتکاران
دده د شېګڼو په نامه خپل جنايتونه پټ نکړي ، له دې کبله يې په نوم ډله جوړول د هيواد والو ستونزې نورې هم ډيروي !
ددې بحث نه وروسته به د پتنګ صيب په وروستۍ ليکنه کې ورکړي دوه لينکونو ته د لوستونکو پام ور وګرځوو چې د امريکايانو د وحشيانه بمباريو
پايلې يې اځور کړي دي او اړونده ولس د ديرې همدردۍ او پيوستون وړ دی !

لينکونه يې دادي :

http://www.youtube.com/user/habibhosseini

http://www.youtube.com/watch?v=QV89UAVjxMQ


م . ق
03.10.2011

مومند صیب دا لاندې ستاسو ملغلرې دي، کوم موجب او باعث دې ته اړ کړﺉ چې داسې دعوی وکړﺉ؟ ایا د خپلو دعوو لپاره ثبوتونه او دلایل لرﺉ او کنه هسې هوایي غونډاري دي او یا هغه غشي دي چې زما په زړه مو وویشتل؟
آفرین پدې بصیرت ، ذکاوت او علمیت.
۱.
[quote:2166c4c1b3]د پتوال صیب او مبارزقرآني صیب اکثره سره یوه خبره وي او کله ناکله بیا یو دبل تأید هم کوي که ووایم چي دواړه راته یو سړی ښکاري خو بیا به خبره بل چیرته لاړه شي[/quote:2166c4c1b3]
۲.
[quote:2166c4c1b3]خو دا ډیره تنده او وچه کلکه لهجه يي راته خوند نه راکوي که لږ شانته نرم شي اوبل دا چي دا القاب لکه طالبانو ته تالی بان ویل هم د اخلاقو اوسلیقي نه مخالف کار دی . [/quote:2166c4c1b3]
صحیح ده کنه اخلاق ا وسلیقه به مونږ د هغه تالیبانو نه زده کړو چې د یو بل په کونه راکټونه منډي او په جنوبي کې یې د قوم لوط عمل خپل کړی دی چې د کوکنارو ټولولو لپاره مزدورۍ ته ورغلو هلکانو ته دعوتونه ورکوي چې مزدوري پریږدﺉ او زمونږ سره صرف د شپې پاتې کیږﺉ نو ډیره غټه مزدورې به درکوو، نو ایا پداسې لوطیانو زه هغه دیني طلباء وشرموم چاته چې ملایکې وزرې غوړوي.
نور باید ددې حماقت څخه لاس واخلو او عقل په کار واچوو.


pattang
03.10.2011

په جنوبي کې په کوم خای کې !!
په جنوبي کې کوکنار نه، چرص کر ل کيږي او طالبانو دملل متحد له غوښتې
سره سم ٦٠% کو کنار کم ک کړل او دايوه پټه خبره هم ندی اسناد وجود لري .
له بلې خوا خو کوکنار کرل دطالبانو کار نوو ،کنار کرل خو دمځکې دخاوندانو
کار دی نه دطالب چې چاته کار ورکړي?? په طالبانو پسې داسې پروپاګنده
يواځې پنجشېري ستميان او د ګلببدين پنجشيري زومان کوي ٠
که لوا طت څوک په طالبانو پورې تړي ،کومو چې دپښتنخوا په مدرسو کې
درسونه وېيلی دي ،نو رپردې صورت کې به دغه دلواطت کلتور بيادهر چړي
او طالب ميراث وي کومو چې هلته يې ديني زدکړې کړې دي .

له ( n-1 ) علماؤ کراموڅخه معذرت غواړم !


۰
04.10.2011

السلام علیکم ورحمةالله
قرآني صیب دا کمال ندی چي یو سړی دي ښه میرزا وي او ښي ښي رنګیني لیکني دي کوي کمال دادی چي یو سړی د بل د ځواب حوصله ولري او په سړه سینه يي واوري ، بیا دا لیکنه و ارزوي چي ایا دا په کومه موخه شوي؟ زما توهین لپاره که نه د اصلاح لپاره !!!
او چي څوک د دومره خبري تحمل او حوصله نه لري نو بیا خو تري د لویو کارونو طمعه بي ځایه ده .
مونږ خو تاسو ځوانانو ته ډیري هیلي درلودي نو چي اوس نه دومره بي حوصلي يي بیا که ځمونږ عمر ته راورسیږئ نوله تاسوبه څه شی جوړشي؟.
خیر په هر تقدیر مونږ دومره نه انګیرله چي تاسو دي يي دومره جیدي او په بده واخلی خو چي داسي ده نو سر له ننه به مونږ ستاسو ښاغلي ملغلري هیڅ ګورو هم نه دا يي تاسو خوښ.

بس ستاسو نه ډییییییییییییییییره بخښنه غواړم چي ستاسو په لیکنه مي څه لیکلي اوس مي معاف کوي اوکنه؟
توبه توبه توبه بیا به داسي نه کوم او که پدي هم نه کیږي نو د پوزي خط هم درته اوباسم .
نور؟


م . ق
04.10.2011

[quote:11709da9f3="pattang"]په جنوبي کې په کوم خای کې !!
په جنوبي کې کوکنار نه، چرص کر ل کيږي او طالبانو دملل متحد له غوښتې
سره سم ٦٠% کو کنار کم ک کړل او دايوه پټه خبره هم ندی اسناد وجود لري .
له بلې خوا خو کوکنار کرل دطالبانو کار نوو ،کنار کرل خو دمځکې دخاوندانو
کار دی نه دطالب چې چاته کار ورکړي?? په طالبانو پسې داسې پروپاګنده
يواځې پنجشېري ستميان او د ګلببدين پنجشيري زومان کوي ٠
که لوا طت څوک په طالبانو پورې تړي ،کومو چې دپښتنخوا په مدرسو کې
درسونه وېيلی دي ،نو رپردې صورت کې به دغه دلواطت کلتور بيادهر چړي
او طالب ميراث وي کومو چې هلته يې ديني زدکړې کړې دي .
[/quote:11709da9f3]
په تنګه، بې ننګه،
دکوکنارو او چرسو څخه ټول جنوبي ډک دی، لاړ شه هلمند ته، لاړ شه ارزګان ته، په جرمني کې ناست یې او د ایی ایس ایی په پیسو چرس وهې، ولې دا چرس څه حرام نه دي ؟؟ چې ته وایې چې چرس کرل کیږي او کوکنار نه کرل کیږي، ته خپله چرسي یې ځکه درته چرس ګناه نه ښکاري.
ته وایې چې تالي بانو ۶۰ فیصده کوکنار کم کړي دي نو مطلب داچې کوکنار مخکې ۱۰۰ فيصده وو او اوس ۴۰ فیصده پاتې دي نو بیا ته څنګه وایې چې کوکنار نه کرل کیږي؟؟؟په عقل دې د جهل او غلامۍ پردې راغوړیدلي دي ځکه د خپلو خبرو ترمینځ توپیر نه شې کولی او په هره ګناه سترګې پټوې.
ایا تالي بان ملل متحد مني او یادومره ډپلوماسي پیژني چې د ملل متحد سره خبرې وکړي او یا د هغوي غوښتنې ومني؟؟؟ په تنګ خانه پنجابی لنګ دې پخو نه لرې کړه او د پښتنو پرتوګ واغونده ګنې دا تور او وچ لینګي به دې ټوله نړۍ وګوري، تالي بان د ایی ایس ایی د اجازې پرته ټټۍ ته هم نشي تللاي لا پاتې د ملل متحد سره خبرې،،،،دا خواران د میډیا سره خبرې هم د ایی ایس ایی د لیکل شوي کاغذ له مخې کوي، په یو وخکې کې یې نسوار پراته وي او په بل کې یې چلم نیولی وي، بیابه څنګه د ملل متحد سره خبرې وکړي، فقط لکه څوک چې خر ته ووايي ماسره پدې قرارداد امضاء وکړه.
دا د کوکنارو او لواطت واقعه راته د شینوارو یو کس وکړه چې د کوکنارو راټولو لپاره هلمند ته تللی وو، اوس هم په جلال اباد کې اوسیږي، راشه چې ورسره دې مخامخ کړم، ویل یې چې د ډیرې ویرې له وجې به مو هلکان په خپل مینځ کې څملول ترڅو تالي بان ورپسې د شپې رانشي.
دا د هغه شینواري د خلې خبره ده (د وړکو سخت شوقیان وو، شپه او ورځ به یې وړکي ځان سره ګرځول).
په تنګه، په پښتونخواه کې مدارس په دوه ډوله دي یو هغه مدارس دي چې د دیوبند او حنفیانو سره تعلق لري چې په جوماتونو او کوډلو کې اوسیږي او وظیفې راغونډوي، هر ملایې یو چڼی لري، بل هغه جامعات او معهدونه دي چې په عربي او عصري سیستم جوړ شوي دي، لوکس هاسټلونه او منظم سیسټم لري چې هلته هلکان او غټان سره بیل وي او د کلکې څارنې لاندې نیول کیږي، خپل خاص مواظبین او موظفین لري او ټول کارونه یې د تقسیم اوقات مطابق وي، دومره وخت ورسره نه وي چې حتی د یوبل سره وګوري.
خو د دیوبندیانو په جوماتونو کې ټول هغه د جنوبي خیرن او ناولي چټل چڼی او جټان، لونډان راټول شوي وي او د جنوبي د لواطت کلتور یې د چڼو سره داسې شروع کړی وي چې دغرب نایټ کلبونه به درنه هیرشي.
نو هو ستا خبره صحیح ده چې لواطت د هرچڼي او تالیب میراث دی کوم چې د جنوبي نه راغلي دي او دلته یې پرې نور پښتانه هم عادت کړي دي اوس نو دا پښتانه مجبور دي چې د جنوبي څخه نور چڼي هم راوغواړي، ځاي او پناه ورته ورکړي ځکه پدې کار یې اوس داسې عادت کړي دي چې د چڼو نه بغیر یې ګزاره نه کیږي.


pattang
04.10.2011

بړبنګي صيب !
ماپخوا هم درته ليکلي وو چې زه ستا له شخصيت سره پرابلم لرم ، خو اوس راته
واضح شوه چې ته يو عقده يې خوشې لا پوک سړی يې ، کومه عربي چې ليکې نو
داسې مالوميږي ، لکه دعربو په غوجل کې دې چې ډېر کالونه تېر کړي وي خو
اخلاق /عمل دې هم هغه پخواني دکوڅو عمل او اخلا ق پاتې شوي دي او يواځې
لږ څه عربي دې زدکړې ده٠
ستا اخلاق يوه ديني عالم ته نه پاته کېږي او خوشې دديني عالمانو رنګه بده وې
اود هغوی د حسنه اخلاقو يو جاهل مکروب او دشيڅو پرېن په مرض اخته انسان
يې ,خبرې دې تېرې بېرې ټول درواغ دي که د تلووت دمرض دوايې غواړې زه به
يې در ولېږم !

اوس دې نو زړه ښه خلاص که ! ، داسې شخصيت ته ځواب ورکول په مرداره
کې لرګي وهل دي !


م . ق
04.10.2011

په تنګ یې غټ بې ننـګ یې
ولاړدپنجاب سره په څنګ یې
دښمن د هر پښتـــون یې
چرسي یې ډک د بنګ یې
ګوډی دجهل او کینې یې
په دین کې هم بې رنګ یې
چرس وڅکې لیـــونی شې
هرمسلمان سره په جنګ یې
بېغیرته بېشرمه بې حیایې
نه د ټینګې نه د غورځنګ یې
لاسپوڅی غلام دISI یې
کلدارو ته په طمع په تونګ یې
شراب چې وڅکې بیانشه شې
ګډ د ډول په هر یو ډنګ یې
بنګړي دې اچولي دي هجړایې
دوپړو ګنګورو سره په شرنګ یې
پرتوګ واغونده پښتون شه
شرمیدلی په پنجابي لنګ یې
بیخ دې سپین شو سړی نه شوې
نور ولاړ دوزخ ته په ګړنـګ یې
غول چې وکړې بیا نو تښتې
پرتوګ دې لړلی په هغه درنګ یې
ګوره سم افغان شه مسلمان شه
ګنې ولاکه مې د پړنګ یې


pattang
04.10.2011

[quote:cb37f0d17e][color=darkred:cb37f0d17e]غول چې وکړې [/color:cb37f0d17e]بیا نو تښتې
پرتوګ دې لړلی په هغه درنګ یې
ګوره سم افغان شه مسلمان شه
ګنې ولاکه مې د پړنګ یې[/quote:cb37f0d17e]

داتربيه دې د خپل کورڅخه اخيستې او که دعربو له غوجلې څخه !
جنوبي قند هارته نه وايې !
جنوبي دااوسنيو دپکتيا اوپکتيکا ولايتونوته وا يې اووېل کېدل!


م . ق
05.10.2011

په تنګه، بې ننګه، لاس واخله له ملنګه، خدایګو شکوم درته دا تنګه ،
هو زما دکور تربیه داده چې د ګیدړو بېغرته جاسوسانو او لاسپوڅو غلامانو پرتوګ وویستل شي او غول یې باد باد کړل شي ترڅو بیا دزمریانو خونې ته سر ښکاره نه کړي.
د عربو غوجل هم ستا دپنجاب د هغه مرده ګاو خانو څخه ډیره پاکه او مهذبه ده چې ته پکې پیدا شوی یې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more