سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د امریکا پوځي چارواکي کوشش کوي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په برید کې د مسکو نقش وڅیړي. د روسیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ تیلفوني خبرې کړي او موافقه یې کړې ده چې د اپریل میاشتې په دولسمه (راتلونکې چهارشنبې) په ورځ په مسکو کې د سوریې په هکله مخامخ خبرې وکړي.
دولتي ځواکونه په څه ډول باید د عملیاتو وروسته ساحه امن وساتي؟ ددی او نورو امنیتي پوښتنو په اړه د سیداحمد احمدي سیاسي او نظامي ارزونه واورئ.
د قندهار امنیتي مقامات وایي په نیش ولسوالۍ کې یي خپلو وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. تفصیل يي د عزیزالله پوپل په راپور کې وګورئ.
زموږ د نننۍ نړۍ دا وخت سرټکي. بشپړه خپرونه لږ وروسته پر یوټیوب او فېسبوک لیدلی شئ.
ستاسو په نظر، آیا د داعش او د دولت ضد نورو وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره له جګړې پرته کومه بله لاره هم شته؟ خپل نظرونه همدلته ولیکئ او موږ به یې په همدغې روانې خپرونې کې ستاسو له نوم سره یو ځاي خپاره کړو. پر دې سربېره د افغانستان، سیمې او نړۍ نور تازه خبرونه د اشنا تلویزیون له لارې وگورئ چې همدا اوس په فیسبوک کې خپریږي:
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.
د سوریې ضد برید امریکا د سې شنبې ورځې له کیمیاوي برید وروسته، د سوریې د پوځ پر یوې اډې برید کړی.
د خيبر پښتونخوا حکومت وايي فډرالي حکومت د قبايلي سيمو د اصلاحاتو په اړه د دوی وړانديزونو ته پام نه کوي. رفعت الله اورکزي د خيبر پښتونخوا له مشر وزير پروېز خټک سره پرې خبرې کړې دي. #قبايلي_سيمې #فاټا #پښتونخوا
د پاکستان قومي اسمبلۍ کې نژدې ټولو سياسي ګوندونو، صوبايي اداره کې د قبايلي سيمو د ورګډولو پر ځينو ټکو نيوکې کړې او ځينو يې دا لا له قبايلو وګړو سره له چل او تېر ايستنې سره برابره چاره بللې ده. رفعت الله اورکزي خپل راپور کې د وړانديزونو او اندېښنو ارزونه کړې ده. #قبايلي-سيمې #فاټا #پښتونخوا
فضا ته د سفر خوب ريښتيا کولو هلې ځلې، له نویو وړتياوو سره د مک نوی کمپيوټر، مرستندويه روباټونه او د ټکنالوژۍ نوې پنځونې مو په کلېک کې راغونډې کړې دي. #کلېک #ټکنالوژي
امريکا وايي د سوريې پر وړاندې ښايي نور پوځی ګامونه پورته او اقتصادي بنديزونه پرې ولګوي، روسيې يې بيا پر توغنديز بريد نیوکې کړې. #سوريه #امريکا #بنديزونه
سختې وچکالۍ په سومالیا کې شاوخوا نیم میلیون خلک بې کوره کړي دي. وچکالۍ د پونتلند اوسیدونکي زیات ځپلي دي. د کورنیو د بېځایه کېدو له امله په ښارونو کې د لازمو اسانتیاوو د نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان یوه وتلې سندر غاړې مژده جمالزاده وايي، د افغانستان له اصلې موسیقۍ سره لوېدېځه موسیقي په ډېرېدونکي ډول ورګډېدونکې ده. اغلې جمالزاده چې د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما په مخکې یې هم سندره ویلې وه، يوه اوونۍ وړاندې دلته لندن ته راغلې وه او حفیظ الله معروف ورسره خبرې کړې دي. #موسيقي
افغان حکومت او ددغه هېواد د عالمانو شورا وایې چې پاکستاني ګوندونه د افغانستان پر وړاندې منفي دریځ لري.
متحده ایالات د روسیې له حکومت غوښتي چې د بشارالاسد د حکومت په وړاندې په خپل موقف کې له احتیاط نه کار واخلي.
«
‹
…
209
210
211
212
213
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more