ولسمشر غني ویلي کومو کسانو چې د انترکانتیننتل هوټل د برید په تړاو په خپلو دندو کې غفلت کړې وي، سزا به ورکړل شي. ولسمشر غني نن د کابینې غونډې ته وویل چې د دې برید د حقایقو د موندلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی چې ډیر ژر به یې موندنې له ولس سره شریکې شي.