نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار په درییمه حوزه کې د ماشومانو د مرستې رسونې د یوې بهرنۍ موسسې په دفتر ځانمرګو بریدګرو ډله ییز برید کړی. په پیل کې یو بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او څو تنه نور د دغې موسسې ودانۍ ته ننوتي چې د افغان ځواکونو اوبریدګرو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده. د امریکا اشنا راډیوخبریال ذبیح الله غازي د برید له ځایه دا ویډیو رااستولې ده.