په ۱۹۱۷ کال کې د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته فلسطین د متفقو ملتونو سازمان د پریکړې له مخې د بریتانیا تر واک لاندې راغی. فلسطین ته د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د نړۍ له بېلابېلو سیمو د یهودانو ورتګ چې لا له وړاندې پيل شوی و، لا پسې چټک شو. د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۴ کلونو ترمنځ، بیت المقدس ښار په چټکۍ پراخ شو، د یهودو او عربانو ترمنځ له نښتو سره سره ددغه ښار د وګړو شمېر زیات شو. په ۱۹۳۶ کال کې د بریتانویانو پرضد پاڅون او په ټول فلسطین کې کار بندیز وشو. زموږ همکار سمیع الله موسي دغه تاریخ ته لنډه کتنه کړې ده.