د
شهيد سيلاب ساپي د هڅوونكو شعرونو له ننګه ډكه
مجموعه مې ولوستله، زه چې ښه ورته ځير سوم په دغه
مجموعه كې د غيرت ډولونه وهل كېدل او په نارو يې
ناخرڅ سوي پښتانه ځلمي رابلل كېدل چې د ننګ په اتڼ
كې وغورځي او غوړې څوڼي وغورځوي، زموږ د پښتني
قبيلو ځينې ځوانان چې اوس اتڼ كوي رنګه څپوڼي
(دسمالونه) په لاسونو كې غورځي راغورځي او د ښكلا
د ستاينې نارې كوي خو شهيد سيلاب ساپى سپېڅلي
پښتانه ځلمي هغه اتڼ ته رابولي چې د ننګياليو
ځلميو په ښيو لاسونو كې تيرې تورې او په كيڼو
لاسونو كې كلك ډالونه وي، او د لاسونو د خرپولو
(چك چكو) پر ځاى د تېرو تورو او كلكو ډالونو د سره
نښتلو ازانګې يې د درنې پښتونخوا په غيرتمنه فضا
كې شاوخواته خپرېږي او هغه د اتڼ نارې ووايي چې
وينې په رګونو كې په ايشناوراولي او د پښتنو د
يووالي پوړندو (خوږ لڼ) ته د ننګ ببوزې وهي.
زه د ارواښاد سيلاب ساپي دغه له ننګه ډكه شعري
مجموعه د خپرو ورو پښتنو ليه پاره د غيرت چيغه
بولم، ګوندې پښتانه شاه ځلمي دغې د غيرت چيغې ته
لبيك ووايي او دغه د ننګ اتڼ ته په ډېر شوق
راودانګي.
پوهاند رشاد
د 1382 كال د قوس مياشت