د دې شعرونو شاعر
زما عمر د لسو كلونو وْ. د 1334 كال د لړم څلورمه نېټه وه چې هم د جمعې له مباركې ورځې سره سمه وه او هم د 1375 هـ . ق كال د ربيع الاول له دوولسمې يعنې د ميلادالنبي (صلى الله عليه وسلم) له نېكمرغه ورځې سره، كابل راډيو خاصه ميلادي خپرونه درلوده او همدا وخت د يوه ځوان شاعر له خوا د "نوراني ستوري" تر عنوان لاندې دا نعتيه كلام واورول شو:

لرې اندېښنه د ليارې وېره له كاروانه شوه
ستا له نوره ډكه قافله چې راروانه شوه
ورځ د خوشحالۍ وه ښكته پورته ځغلېدو نسيم
زېرى د خوښۍ به پر ګلشن چې تېرېدو نسيم
حال ته د خوارانو، بېكسانو رسېدو نسيم
وړاندې وروسته، ښكته پورته ځكه چورلېدو نسيم
لاړه غداري د غدارانو كوډۍ ورانه شوه
ستا له نوره ډكه قافله چې را روانه شوه

نوې هنګامه وه، د مكې مرغان خوشحاله وو
ستا له ډېرې مينې، محبت څخه پر كاله وو
ستوريو سترګكونه شروع كړي د عرش خوا له وو
زېري د خوښۍ په رسېدو هر بېنوا له وو
پورته تر وږمۍ د ټول عرب له خاندانه شوه
ستا له نوره ډكه قافله چې راروانه شوه

راغلو اعتدال او مساوات درسره سم نبي
چا اېښى، تا كېښوده په عرش، كرسي قدم نبي
خيرالانبياء يې ستا امت خيرالامم نبي
اې بشير، نذير، صاحب د تاج او د كرم نبي
وركه خونريزي، جادوګري هم له دنيا نه شوه
ستا له نوره ډكه قافله چې راروانه شوه

ښې لوړې ماڼۍ تخت د كسرى په لړزېدلو شو
لاړ فرعونيت او فرعونان په ړنګېدلو شو
حق چې دې ښكاره كړو باطل دين په وركېدلو شو
ورك شو عداوت د عدالت غوټۍ خندانه شوه
ستا له نوره ډكه قافله چې راروانه شوه

شعر ډېر اوږد وْ خو ډېر خوږ او پر ما يې ژور اغېز وكړ او دروند تاثير؛ او له همدې امله مې پنځه شپې وروسته چې يوه ميلادي خپرونه لاس ته راغله او دا شعر پكې وْ نو دا پورتنۍ برخه مې يې د خپل "مشق" په كتابچه كې ترې نقل كړه، لوسته مې او بيا بيا مې لوسته او له نېكه مرغه د مشق دا كتابچه مې اوس هم راسره ده او تاسو درنو لوستونكو ته مې هم ترې د دې خواږه نعت څو كړۍ در ورسولې.
- د دې نعتيه شعر شاعر څوك وْ؟
- امان الله سېلاب!
او له همدې ورځې نه زه د سېلاب له نامه سره آشنا شوم او له همدې ورځې نه مې شعر په ذهن كې غزونې وكړې او پر كاغذ باندې مې د خپلو ګوډو ماتو شعرونو ليكل پيل كړل او په دې توګه مې "د شعر خوښېدنې ذوق" "دشعر وينې ذوق" ته وروغځېد او دا دى تر ننه د شعر په تمرين بوخت پاتې شوم.
بيا داسې وخت هم راورسېد چې له سېلاب صاحب سره مې وليدل، پېژندګلوي مو سره وشوه او په راډيو كې به مو ګډې مشاعرې سره كولې او صحبتونه او مركې. او بيا داسې وخت هم راغى چې دا مسلمان او هېواد پال شاعر خلقيانو زندان ته واچاوه او بيا...
هو بيا د تل له پاره موږ نه بېل شو:
چې تودې به پرې زموږ مشاعرې وي
بېل شول هغه اديبان او شاعران

ښاغلى امان الله سېلاب د نصرالله خان زوى، د عبدالغفور خان لمسى او په خټه ساپى پښتون دى، دى د 1312 لمريز كال په وږي كې د ننګرهار د كامې په غازي كلي كې زېږېدلى وْ. لومړنۍ زده كړې يې د كامې د اخوند كلي له ښوونځي څخه پيل شوې او په 1325 ل كال كې يې په اعلى درجه برى ليك ترې واخيست. بيا يې شپږ كاله په خصوصي توګه د فقه، اصول، تفسير، حديث، صرف، نحو، بديع، بيان، قافيې، حكمت او منطق كتابونه ولوستل. ښاغلي سېلاب په 1331 كال كې د كابل د قاضيانو مدرسې په دوهم ټولګي كې شامل شو او بيا له دريم ټولګي نه د كابل عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ، په 1336 ل كال يې د دې مدرسې اعلى برى ليك تر لاسه كړ او بيا يې د عدليې په وزارت، د ترانسپورټ په رياست، د قبايلو په مستقل رياست او په راډيو افغانستان كې رسمي ماموريتونه وكړل.
ښاغلى سېلاب څپاند شعري استعداد درلود او په شعر كې يې ديني، ملي او عشقي موضوعات خوندي شوي وو:

"كر د ګلو كړه چې سيمه دې ګلزار شي"
هسې نه چې بلبلان درنه آّزار شي
د همت مټې راونغاړه لاليه!
د غفلت په خوب به تېر درنه بهار شي
دا موړې، شاړې بنجرې به ګلان شي
كه تېره ستا د همت توره، تسپار شي
نن شېبه، شېبه د كار او ستا د زيار ده
دا زما رښتيا وينا به دې په كار شي
د وطن ليلا ته داسې سينګار جوړ كړه
چې كشمېر ګوته پر غاښ په حيرت بار شي
نندارچيان به دې را درومي نندارو له
نازولې ښاپيرۍ به درنه زار شي
قام پرست، وطن پرست، حسن پرست شه
چې د ژوند شېبه، شېبه دې افتخار شي
هغه ځوان بس د سر تاج دى د ځوانانو
چې د قام مينه كې هر څه ته تيار شي
چې د قام او د وطن له مينې ډك وي
بس هغه سر په سرونو كې سردار شي
كه د قام او د وطن مينه سور اور وي
هم دې وريت زما ګوګل په دې انګار شي
د وطن مينه كې هر كړاو زغممه
خداى دې نه كا چې بې ده مې زړه قرار شي
د سېلاب له پاره دومره فخر بس دى
چې د قام د مينانو جم كې شمار شي
26/01/1348

هو! همدا د وطن او ملت مينه وه چې محترم سېلاب صاحب د ملحدو خلقيانو له وطنفروشانه كودتا نه وروسته آّرام كښېنناست او له دې بې دينۍ او هېواد پلورنې سره يې د ډله ييزې مبارزې او جهاد له پاره هلې ځلې پيل كړې.
د خلقيانو له وحشيانه كودتا نه يوازې دوولس ورځې وروسته ما او ښاغلي زلمي هېوادمل د يوه آزاد مصروفيت په خاطر په پروان مېنه كې امان كتاب پلورنځى پرانيستو زموږ له دوكان نه يوه كوڅه ور ها خوا سېلاب صاحب په يوه اپارتمان كې په كرايه اوسېده او زما د دوكان پر سر د محراب كوچي د كولمو د تجارت دفتر وْ، په دې دفتر كې د محمد ظريف په نامه يوه سړي د منشي په توګه كار كاوه، دا سړى د پرچم د غړي بارق شفيعي ناسكه ورور وْ خو د ده غوندې كمونست نه وْ ملي نظر او ښه احساس يې درلود، دې دفتر ته به سېلاب صاحب هم راته، عبدالوكيل صداقت به هم راته، نور كسان يې را معلوم نه دي، دوى به د محراب كوچي په ګډون غونډې كولې او له خلقيانو سره د يوې متشكلې مبارزې په فكر كې وو، محمد ظريف ماته هم څو ځلې وويل چې كله كله پاس وروخېژم خو ما له يوې خوا دا ټول كسان نه پېژندل او باور مې نه شو پرې كولاى و له بلې خوا له شهيد عزيزالرحمن الفت، مبارز ورور محمد حسن اولسمل او ځينې نورو كسانو سره په يوه ځانګړي مبارزوي حلقه كې چې د خلقيانو په مقابل كې مو د دوامدارې مبارزې او جهاد سوګند سره پورته كړى وْ، شامل وم؛ خو سېلاب صاحب به چې له غونډې نه خلاص شو، زما دوكان ته به يې هم سر راننويست او په بېړني ډول به مو يو څه د زړه دردونه سره شريك كړل.
تر څه مو دې وروسته نه سېلاب صاحب وليدل شو او نه صداقت صاحب او څه وخت وروسته خبر شوم چې صداقت صاحب پېښور ته تللى او د ده له وتو سره سم خلقيانو ته د دې شبكې پته لګېدلې او سېلاب صاحب او محراب كوچى يې نيولي دي.
كمونيستانو سېلاب صاحب ځكه د زندان مېلمه كړ چې هغه په اّزادۍ مين وْ او په دې لاره كې قربانۍ ته چمتو:


اوچت دې تل نښان وي په جهان د آزادۍ
برباد دې همېشه وي غليمان د آزادۍ
ژوندى به څه وي هغه چې يې واك اختيار د بل وي
دا شان عمرونه زار شه له يو آن د آزادۍ
دنيا ورته سرښكته په تعظيم وي تر قيامته
كوم قام چې سر او مال كاندي قربان د آزادۍ
په سر او مال ډيل نه دي د آّزاد ژوندون له پاره
له څېر مې پتنګان دي افغانان د آزادۍ
وطنه ستا په مينه تل تيار زلمي ايثار ته
سېلاب لكه بلبل دى غزلخوان د آزادۍ

د سېلاب صاحب د نيولو په اړه د ده تر څنګ اوسېدونكي ګاونډي ښاغلي عبدالهادي هاند وويل: د 1357 كال د ليندۍ د پنځلسمې نېټه په شپه د شپې تر بنديز وروسته د خلقيانو يوه وسله واله ډله راغله، سېلاب په كوټه كې نه وْ، دوى يې د كوټې قلف مات كړ؛ كتابونه كاغذونه او سامانونه يې وپلټل او څه يې چې خوښېدل د ده د ياداشتونو او كتابونو په شمول يې له ځانه سره يوړل؛ دى په دې شپه بل ځاى وْ.
له پيښې نه خبر نه وْ او سهار چې خپلې كوټې ته روان وْ او غوښتل يې چې وظيفې ته د تګ له پاره تيارى ونيسي موظفو كسانو ونيو، د دهمزنګ زندان ته يې ورساوه او د آزادۍ دا مين د آزادۍ غوښتنې په جرم د زندان مېلمه شو:


بشر ته چې نسيم راووړ پيغام د آزادۍ
اوچت شول ملتونه په هر ګام د آزادۍ
افغان سر په تلي وړي تل په نام د آزادۍ

افغان تل مست په مينه محبت د آزادۍ
له هر څه ورته غوره دى دولت د آزادۍ
د ژوند په لوړو ځوړو چې برى مومي ځي وړاندې
همدا يې ګڼه نخښه، بركت د آّزادۍ

اوچت دې وي توغونه په جهان د آزادۍ
بشر دې پاتې نه شي په ارمان د آزادۍ
تر څو چې دا دنيا وي نو اوچت دي په دنيا وي
بيرغ په دې نړۍ كې د افغان د آزادۍ

هو! سېلاب د اّزادۍ په جرم زندان ته ولاړ خو هلته يې هم اراده له لاسه ورنه كړه، د مبارزې احساس يې كمزورى نه شو او په زندان كې يې د بنديانو د روحي او عقيدوي پياوړتيا له پاره هغوى ذكر، ورد او د قرآن كريم تلاوت ته رابلل، ده په دې زندان كې پوره پنځه مياشتې له ښاغلي محمد حسن اولسمل سره يو ځاى تېرې كړې او نوموړي ښاغلي په خپله يوه خاطره كې د ده د زندان شپې او مصروفيت داسې بيانوي:
د تحقيق د جريان په سختو شپو ورځو كې زه او خداى بخښلى ملي شاعر امان الله سېلاب سره يو ځاى وو، دا ډېرې سختې شپې ورځې وې، دومره سختې شپې ورځې وې چې ژبه يې له ويلو او قلم يې له ليكلو عاجز دي، راز راز شكنجې او د وهلو ټكولو مختلفې مرحلې راباندې تيرې شوې او څومره چې فكر كولى شئ هغومره ظلم راباندې د انسان په جامه كې د لېوانو له خوا وشو... په هغه ډله كې چې د دهمزنګ قلعهء جديد پرې د دوهم ځل له پاره افتتاح شوه، سېلاب صاحب هم زموږ سره ملګرى وْ او پنځه مياشتې مو په داسې حال كې سره يو ځاى تېرې كړې چې د بيرون دنيا سره مو په كلي صورت رابطه قطع وه او زموږ فاميلونه په دې نه پوهېدل چې موږ چېرې يو؟ په دې پنځو مياشتو كې موږ د غاړې كالي نه درلودل او په هغه دريشيو كې وو چې د نيول كيدو په ورځ مو اغوستې وې، يوازې سېلاب صاحب كالي درلودل، ځكه چې هغه يې د لارې نه نيولى وه... سره له دې چې سېلاب صاحب هم د نورو زندانيانو په څېر پوره شكنجه شوى وْ او د دهمزنګ ناوړه او غير انساني شرايط لا د شكنجې نه هم پسې بتر وو خو سېلاب صاحب په دغو ټولو ناوړه حالاتو كې خپله حوصله، افغاني شهامت او همت له لاسه نه وو وركړي او د زندان د تورو شپو ورځو استقبال يې په ورين تندي او د خندا نه په ډكه خوله كاوه. خداى بخښلي سېلاب به ډېر ختمونه كول، په زندان كې قراّن شريف نه پيدا كېده نو هره شپه به موږ ته د سېلاب صاحب له خوا په تقسيم سره د يو لك كرته "يافتاح" وظيفه راكول كېدله، يعني ځينو به دوه زره كرته او ځينې نورو به پنځه سوه كرته "يافتاح" ويل، پنځه مياشتې وروسته يې ترې موږ د پلڅرخي زندان ته بوتلو او سېلاب صاحب د يو شمېر نورو زندانيانو سره هلته پاتې شو".

سېلاب صاحب له دې قربانۍ سره خپله هغه دعوه رښتيا كوله چې له خپل زندان نه يې 23 كاله مخكې د دارالعلوم په دوره كې كړې وه:

زه ستا د غېږې خوندورې شيبې
قسم دې كله هېرولې شمه
وطنه ستا دا دنګې هسكې څوكې
كله پردو ته پرېښودلى شمه
ستا په لمن كې د پردو حكمونه
وطنه زه كله زغملى شمه
كه مې پرې مال عيال شي واړه تباه
پردي واكدار كله منلى شمه

"1334 – دارالعلوم"
هو! كله چې رښتيا هم همداسې وشول او كله چې رښتيا هم زموږ په هېواد كې د پرديو حكمونه په چلېدو شول نو سېلاب صاحب هم له مال نه تېر شو او هم له عيال نه او عجيب تصادف دى چې د ده تر نيول كېدو دوه نيمې مياشتې مخكې د ده ورور عبدالستار هم نيول شوى و چې تر ننه ورك دى او بيا په 1363 كال په كامه كې د دوى پر كور روسي الوتكو بمباري وكړه چې مور او پلار يې هم پكې شهيدان شول، د ده د كورنۍ شتمني هم خلقيانو يوړه او د كور شته يې هم د بمونو خوراك شول، بيا له هغه وروسته يې اولادونه له هېواده را مهاجر او د پېښور مسافر شول او په دې اساس يې "ځان" مال او عيال" ټول د آزادۍ په لاره كې وشيندل:
سرمې قربان شه ستا له دنګو – دنګو غرو وطنه!
د شاه زلمو وطنه! افغانستانه!


تا نه لوګى شم ته يادګار د آزادۍ يې زموږ
د خپلواكۍ يې زموږ
د زړګي سره

د هر افغان له پاره روح د نېكبختۍ يې زموږ
د نيكنامۍ يې زموږ
د زړګي سره

تر او تازه اوسې زموږ په وينو سرو وطنه
د شاه زلمو وطنه
افغانستانه!

تانه به زار كړو سر او مال زموږ آرام ته يې
ملي مرام ته يې
پر موږه ګرانه

زموږ د روح د خوشالۍ د ميو جام ته يې
موږ ته پيغام ته يې
پر موږه ګرانه

پر دې لالونه شه لوګى ستا له ايرو وطنه
د شاه زلمو وطنه
افغانستانه!

زموږ له پاره حقيقي ژوندون عزت ته يې!
ثاني جنت ته يې
په دې دنيا كې

زموږه روح، زموږه سا، شان او شوكت ته يې
ننګ او غيرت ته يې
په دې دنيا كې

د زړګي سر د سترګو تور، د سنګرو وطنه
د شاه زلمو وطنه
افغانستانه!

ستا آزادۍ ته افغانان تل انتظار لري
دغه اقرار لري
پښتانه واړه

ستا حريت كې لوى واړه چيغې جار جار لري
پرې افتخار لري
پښتانه واړه

وايي "سېلاب" شم صدقه ستا له ميرو وطنه!
د شاه زلمو وطنه
افغانستانه!

سېلاب صاحب او ورسره ګڼ شمېر نور بنديان د څرخي پله زندان ته نه دي بيول شوي او يقين ته نژدې اټكل دا دى چې ټول به همدلته شهيدان كړى شوي وي او رښتيا هم د شهيد سېلاب او د هيواد د دوه مليونه سر لوړو شهيدانو پاكې وينې وې چې افغانستان يې تر او تازه وساته، د آزادۍ سر منزل ته ورسېده او زموږ دښمن رسوا او شرمېدلى نه يوازې زموږ له خاورې ووت بلكه له نړۍ نه يې كمبله ټوله او په ابدي مرګ محكوم شو:
زه د آزادۍ د لويې لارې قهرمان يمه!
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!
څو وارې وتلى زه له دغه امتحان يمه!
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!

ما د آزادۍ په ډېوه كړي غورځنګونه دي
ما د وطن مينه كې زغملي كړاوونه دي
تل مې تنبولي د زورګيرو قوتونه دي
ډك مې د غيرت له كارنامو نه تاريخونه دي
تل د استعمار له پاره تندر د آسمان يمه!
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!

مينه د وطن زما په وينه كې نڅېږي تل
زړه مې د غيرت ډګر سنګر ته هوسېږي تل
واړه نړيوال زما همت وته ځورېږي تل
دا فخر مې بس دى چې جهان راته پسخېږي تل
شكر چې په دې صفت منلى ټول جهان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!

سر او مال مې جار دي د وطن له غاړو غرونو نه
خپل اغزي مې خوښ دي د پردي باغ له ګلونو نه
د ازادۍ ژوندون مې ډك دى له خوندونو نه
زړه مې په ټوپونو دى د مينې له موجونو نه
زه د ګران وطن له هر يو كړكي نه قربان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!

شكر خپلواكۍ او ازادۍ ښكلى نعمت لرو
واړه خوږ ژوندون د ورورولۍ او محبت لرو
ټول له څيرمې عشق د ګران وطن ملي ثروت لرو
ننګ لرو، غيرت لرو، همت لرو، طاقت لرو
زه د وطن مينه كې رښتينى پهلوان يمه
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!

دا وطن زانګو د تمدن د عظمتونو دى
هم علمبردار د اّزادى د ملتونو دى
دا ام البلاد د ټول جهان د نهضتونو دى
ډك د اتلانو د بچو له قوتونو دى
زه سېلاب يې لا د لوړ نه لوړ نوم په ارمان يمه!
زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه!

04/03/1356 كابل، پروان مينه

او په دې توګه زموږ شاعر له هغو شاعرانو څخه نه وْ چې د "وانهم يقولون ما لا يفعلون" په لړۍ كې راشي بلكه د "الا الذين امنوا وعملوا الصلحت وذكروا الله ذكراً كثيراً" په صف كې شمېر دي.
د سېلاب صاحب شاعري څپانده او طبيعي شاعري وه، شعر يې د ژوند دايمي مصروفيت وْ، تل يې شعرونه ويل او خصوصاً په ملي ورځو كې به يې د وطن د مينې مستې ترانې غږولې چې د راډيو افغانستان ګڼې ترانې او سندرې د دوى له شعرونو نه جوړې شوې دي.
همدا راز دوى به مطبوعاتي جايزو ته خپلې شعري مجموعې كال په كال سپارلې چې ګڼو شعري مجموعو يې مطبوعاتي جايزې ګټلې دي.
خو د ده د شعر مجموعې د ده په ژوند نه دي نشر شوې، ښكاري چې ده په دې برخه كې هڅه نه وي كړې ځكه ده د خپلو شعري مجموعو پر ځاى داسې شعري مجموعې راغونډې كړې او خپرې كړې چې د ګڼو شاعرانو وينا پكې ده دا مجموعې يا د شعري سكښت له مخې دي لكه "د اجمل په ياد مشاعره" چې د: "ساقي كومه پياله نيمه شراب لرې كه نه؟" د مسرۍ په قافيه او رديف ده، يا يې شعرونه موضوعي پيوستون لري لكه د: "خيبر" مجموعه چې د خيبر په باب ويل شوي شعرونه پكې راغونډ دي.
په هر حال د سېلاب صاحب د شعرونو يوه كوچنۍ مجموعه د ده تر مړينې وروسته په كابل كې د ليكوالو انجمن خپره كړې او نورې شعري مجموعې يې په قلمي توګه له اديبو او ادب دوستو زامنو سره پاتې دي.
اوس د ده خلف الصدق، الله نور سېلاب "پرژوند يې بركت!" اراده كړې چې د ده شعري مجموعې په بېلابېلو ټوكونو كې په ښكلي صحافت او زيات شمېر خپرې او د ده هغو وطنوالو ته چې ده ورسره مينه درلوده وړاندې كړي.
دا مجموعه د همدې لړۍ لومړۍ كړۍ ده چې د سېلاب صاحب د شاعرۍ يوه برخه پكې راغونډه شوې، خداى دې ځوان سېلاب ته توفيق وركړي چې د خپل پلار ټوله معنوي ميراثه تاسو ته ورسوي.
نور نو زه خپلې خبرې ختموم او تاسو د ارواښاد شهيد سېلاب د احساساتو او محسوساتو رنګين ګلبڼ ته رابولم او د شعرونو له رنګ او بوى نه يې خوند او پند واخلئ!

په درنښت
حبيب الله رفيع
كابل، پروان مينه
چونګاښ 1382