پېش نامه
ښاغلى امان الله "سيلاب" ساپی يو ملي شاعر دى، چې د ملك او ملت د خوشحاليو او سوكاليو په آرزو د وطن د زلميو جذبو ته د خپلو نغمو حرارت وركوي. په آزادۍ دا مئين شاعر د ګردو پښتنو د اتحاد، يووالي او ښې ورځې دپاره په خپلو هلو ځلو د يو روشن فكره په حېث د خپل كردار له عمله پښتو ادب كې د خپل يو مقام خاوند دی.
د ښاغلي سېلاب ټوله شاعري د پښتو، پښتونولۍ، وطن سره د ننګ، پت، غيرت او محكومو ملتونو دپاره د آّزادۍ پېغام دی.
د هغه شاعري يو داسې جام دى چې د فني خوبيو او رنګينو محتاج نه دى. بلكې د مقصديت په درنښت د ژوند او حيات له اوبو ډك دى. ډير كم خلق وي چې د خپل ګفتار سره د ضرورت په وخت كې د كردار فرض هم ترسره كړي او په هغو كې يو سيلاب صافي هم دى. چاچې د ملك او ملت د آّزادۍ د تحفظ په خاطر د روسي جارحيت په مقابل كې د خپل غازيانه كردار په عمل د خپلو وينو په بدل د افغانانو او افغانستان د خپلواكۍ دپاره خپل ملي فرض ادا كړو. او د يو نو بهار په خاطر يې د وطن په خاوره خپله وينه باران كړه.

هميش "خليل"
19 اكتوبر / 1999