ټول افغان مقالې
راکټونه پر اوږو، له ګولیو ډکې ګردنۍ پر غاړو او تر ملا یې د کارتوسو کمربندونه راتاو کړي ول . ځینې د موټر په باډۍ کې سپاره، ټوپک یې د موټر د سېټ پر سر اېښوولې او هره خوا یې داسې په ځېر څارله لکه امریکایان چې وي او له مجاهېدینو ډارېږي . کله چې کوڅو ته راورسېدل، له موټرو کښته شول او داسې روان ول لکه په واده کې چې په ورا روان وي . کټ مټ د ورا په څېر په دغه وسلوالو کې نه یوازې ځوانان، بلکې سپین ږیري او ژڼي هم ول . دغه وسلوال هر ګوره نه امریکایان ول او نه د کوم بل لوېدیځ ملک سرتېري، بلکې په پښتونخوا کې هغه قومي ملېشې، چې د طالبانو پر ضد یې ټوپک پورته کړي ول .
ریچارد چارلز البرت هالبروک د ۱۹۴۱ کال د اپریل پر ۲۴ د نیویارک په ښار کې زیږیدلی او یو امریکایي څانګیز (مسلکي) دیپلومات، د ټلویزیوني مجلو پخوانی خپروونکی، لیکوال، د بیلابیلو امریکایي بانکي، سیاسي او ټولنیزو کلپونو او سازمانونو غړی دئ.
پرون مې چې كله سهاروختي دټول افغان ويب پاڼه پرانيستله ، سمدلاسه مې دګران اوقدرمن ورورمحمدحماس په قلم دخپلې ليكنې ، ليكل شوی ځواب ولوست ، دهغه په لوستلوسخت خوشحاله شوم ځكه چې اوس داسې شرايط برابرشوي چې يوكس پرته لدې چې دخپل مخالف كس نظردټوپك پواسطه ردكړي ، دقلم پواسطه يې ردوي خولدې ټولوسره سره بياهم پكې داسي ټكي ترسترګوكيږي چې دهغوله مخې دګران اوقدرمن ورورحوصله اوپوهه له ورايه معلوميږي چې زه نه غواړم دنوموړي ورورپدغودواړوصفتونودلته توضيحات وركړم ، يواځې غواړم دوروردليكنې په هغوبرخوباندې يوڅه وليكم چې هغه دحزب اسلامي په اړوندزماپه قضاوت پورې اړه لري .
کابل بانک د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ د ښو اړیکو په اساس په کپیټلالیزم یا پانګوال سیستم ولاړ دی. دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې څیړنیز راپور دی چې په دې وروستیوکې یې خپور کړی او له جګ پوړو افغان چارواکو سره یې د بانک پټې معاملې په ډاګه کړي دي.
((دمارچ داتمي نړيوالي ورځي په ياد يوڅو يادوني))
دكب ۱۵ مه دهېواد دسړو سيمو دنوي ښوونيز كال دپيل ورځ وه دنورو كلونو په څېر سږ كال هم افغان ولسمشر حامدكرزى دارګ دماڼۍ څو مترۍ كې پرتې اماني لېسې ته ورغى او دنوي ښوونيز كال دپرانستلو په تشريفاتي مراسمو كې يې برخه واخسته . حامد كرزي دتېرو كلنو په څېرسږ كال هم داماني ليسې دزنګ په كړنګولو نوى ښوونيز كال پرانست .
ما هم لکه د عبدالله مسعود ورور په څېر چې کله سهار پښتو وېبپاڼې کتلې نو په ټول افغان کې مې د ( دوستداران وطن د چلوونکو د پام وړ ) په سرليک سترګې ولګيدې . ماته په زړه پورې و،چې وېې لولم. دغه ليکنه مې ولوستله او د سيد عبدالله مسعود څېره، عقيده، تربګني، ناپيلتوب، له حزب اسلامي سره د ده عناد او د نوموړې ډلې پر وړاندې له انصاف او حقيقيت نه لرې څرګندونې راته سمې ونه برېښدې او دا يادونه هم کوم چې زه د دوستداران وطن له
اوس خودغه دافغانستان جګړه اوپه هغې پورې تړلې ګنې سياسې پيښې هغه څه دي چې نږدې ټول افغانان دخپلې كاري ورځې يوه برخه دهغې سپړلواوڅيړلوته بيلوي ترڅومعلومه كړي چې په هيوادكې يې څه تيريږي ....؟ زه هم كله چې سهاروختي دفترته لاړشم نومخكې لدې چې خپل ورځيني دفتري كارونه پيل كړم دنيم ساعت لپاره پښتوويب پاڼې ګورم ترڅوووينم چې په تيروڅلورويشت ساعتونوكې په هيوادكې څه تيرشوي .....؟ نن مې هم چې دمعمول په څيرخپل كمپيوټرروښانه كړ دطالبانوداسلامي امارت درسمي ويب پاڼې ( الامارة ) اودښاغلي حكمتيار داسلامي ګوند
انسان يوټولنيزمخلوق دی ښځه اونارينه د دوومخالفوجنسونوپه توګه دګډژوند دغوره کولولپاره د نکاح په نوم تړاوسره دکورنۍ اوټولنې د جوړښت په لاره کې لومړنی ګام پورته کوي. ښځه اونارينه دټؤلنې په جوړښت کې يو شان رول لري، واده روحي او جسمي اړتياده اويوه اوبل ته ارامښت اوسکون ورپه برخه کوي . د اسلام په سپيڅلي دين کې ښځې ته لوړ ارزښت ورکړل شوی په داسې حال کې چې په لويديځه نړۍ کې ښځه يوازې د انساني غريزې دکابوکولو او مصرفي توکوپه شان کارول کيږي. دښځودازادۍاوديموکراسۍ په نوم له ښځې هرډول ناروا اوناسمه ګټه اخيستل يوه سمه اواصولي چاره ګڼي خوپه اسلام کې ښځه اونارينه خپل ځانګړی مقام اوارزښت لري چې داسلام له نظره ښځه نيمايي ايمان ګڼل شوی ځکه انسان له ناوړه کارونو څخه خوندي کيږي .
سلامونه اونيكي هيلي دتول افغان دويب پاني چلوونكو درنواوكړيدلوهيوادوالوته وړاندي كوم زه غواړم دهغه بي غيرته يهوديانوله كړنوچي دشپي په مهال يي زمونږپه بي ګناه هيوادوالوترسره كوي درنوهيوادوالوته ځه وليكم اوباوروكړي چي هرځه چي ليكم هغه حقيقت ليكم. زه دوردګوولايت دبندچك دولسوالي يواوسيدونكي يم اودوردګوولايت كه څه هم چي دمركزكابل په 25 كيلومتري كي پروت دي مګرداسي سيمي لري چي ډيري ليري دي چي دچك ولسوالي هم ليري اودغرونوپه مابين كي پرته يوه ولسوالي ده خلك يي زياتره مسافراوپه نوروولايتونوكي مزدوري كوي په نوموړي ولسوالي كي يوه دولسوالي په سطحه شفاخانه ده چي دشيرخاني دشفاخاني په نامه مشهوره ده چي دولسوالي ټول ناروغان نوموړي ولسوالي ته راوړل كيږي اوتريوي اندازي پوري يي علاج هم كيږي .
له يوې څه مودې راهیسې په رسنیو کې پر دې روان دی، چې افغان حکومت غواړي پر غیر اخلاقي ویب پاڼو بندیز ولګوي. خبر په زړه پورې و، چې دواړه منفي او مثبت غبرګونونه یې له ځانه سره درلودل. پر غیر اخلاقي ویب پاڼو او چینلونو باندې بندیز لګول ډیر پر ځای او مناسب ګام دی، خو پوښتنه دا ده چې حکومت به په دې برخه کې تر کومه حده بریالی وي؟ یاده دې وی، چې پر غیر اخلاقي ویب پاڼو باندې د بندیز لګولو په برخه کې د نړۍ یو شمیر هیوادونه لکه چین، ایران، پاکستان او داسې نور پاتې راغلي دي، دا کار به د افغانستان په څیر د یوه جنګ ځپلې هیواد لپاره تر کومه بریده شوني وي؟
د طالبانو له راپرځولو سره د نړيوالې ټولنې لخوا خورا ډېرې ژمنې وشوې او د ژوند په هر ډګر کې د مرستو يو لوی بهير پيل شو. دغو تعهداتو او مرستو په پيل کې افغانان خورا امیدواره کړي ول، چې ګواکې دوی به وکړی شي د نړۍ د متمدنو ملتونو په مرسته، چې په افغانستان کې حضور لري، په سيمه کې د يو ښه نوم او وقار څښتنان شي. خو له بده مرغه په ټولنه او حکومت د پخوانيو جنګسالارانو، اقتصادي مافياګانو، د مخدره موادو د چاقابرانو او جنايتکارانو د قبضې او د مرستو د انسجام په برخه کې د نړيوالو بې غوري او نړيوال فساد ددې باعث شول، چې ددغو مرستو اکثريت برخه ضايع او يا په غير موثره توګه وکارول شي.
په امريکا کي د نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د امريکا د خورا مهمو او مشهورو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي ، لکه څنګه چي په تېره برخه کي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په هکله په اجمالي توګه څه وليکل سوه ، دغه درې سره ورځپاڼي په ټوله امريکا کي د يهودانو د تبليغاتي لويو شرکتو تر سيطرې لاندي دي او ددې هيواد پر دولت، د هغه پر
د افغانستان ټول ملت ته د لمر په شان څرګنده ده چې په هیواد کې د نا امنی اصلی لامل څه، دی د پاکستان بد نامه داره( ISI) په هیڅ شکل نه غواړی چې په دې هیواد کې سوله راشی او دا هیواد ودان شی، په پاکستان کې که سل ځله هم حکومتونه او چار واکی ادل بدل شی د آی اس آی پالیسی به په خپل ځای پاتې وی، اصلآ په پاکستان کې دوه موازی حکومتونه شتون لری چی یو یې ملکی حکومت دی او ددې هیواد د داخلی او بیرونی تګلارې په ټاکلو کې هیڅ واک نلری او بل یې د آی آس آی حکومت دی چې خورا پیاوړی او ددې هیواد لپاره داخلی او خارجی پالیسی ټاکی چې د افغانستان د روانې لوبی اصلی لوبغاړی هم ددې اداری چارواکی دی او متاسفانه چی امریکا او اروپا تر اوسه پورې پدې ندی توانیدلی چې دا اداره د افغانستان په شمول نورو هیوادونو کې د خپلو ورانکاره او تخریبی فعالیتونه څخه منع کړی،
( تير ، اوس او راتلونکی )په اسلامي نړۍ کې د صليبي جنګ اصطلاح ديره استعماليږي ، خو دمسلمانانو اکثريت نه پوهيږي چې صليبي جنګ ولي ، او څه ډول پيل شو ؟ دا د ۱۰۹۵م کال پيښه ده ، د هغه وخت پاپ اربن دويم يوه بيانيه ورکړلۀ ، او په بيانيه کې يې وويل : اسلام يو شيطاني مذهب دي ، او د دې مذهب پيروان د يو شيطاني مذهب پيروان
په امريكاكې خپرېدونكې معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست په دې وروستيوكې افغانانوته له توهين څه يوډك خبرخپوركړى دى،دې ورځپاڼې ليكلي چې امريكاغواړي دهلمندپه وروستۍ جګړه كې زيان ليدلو اشخاصوته تاوان وركړي ،واشنګټن پوست دجنرال هكس په نوم ديوامريكايي نظامي قوماندان له خولې ليكلي چې دوى غواړي دهلمندپه روانه جګړه كې ددوى دځواكونو لخوا دهر بې ګناه ملګي وژل شوي كورنۍ ته هغه كه لوى وي اوكه كوچنى له ۱۵۰۰څخه تر۲۵۰۰ډالر،هرټپي ته دټپ د ژوروالي له مخې له ۶۰۰څخه تر ۱۵۰۰ډالر،دهرله منځه تللي موټرپه بدل كې له ۵۰۰نه تر۱۵۰۰ډالر،ځمكوته درسېدلوپه زيانونو په بدل كې بزګرانوته له ۵۰نه تر۲۵۰ډالرتاوان وركړي.
په هېواد کې د نويو سياسي او ټولنيزو شرايطو په منځته راتګ سره د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره هم نوی قانون جوړ شو . د دغې قانون له مخې هرهغه سياسي ځواک په رسمي توګه راجستر کيدلای شي چې د افغانستان عدليې وزارت ته د اړوندو اسنادو سره يوځای د لږ ترلږه لسو زرو( ۱۰۰۰۰) همفکرانو لست وړاندې کړي . هغه سياسي ګوندونه چې څو کاله مخکې د اوو سوو( ۷۰۰ ) کسانو په غړيتوب سره راجستر شوي وو ، د نوي قانون په بنسټ مکلف دي چې د تذکرو له مخې د لسو زرو غړو نومونه د عدليې وزارت ته وسپاري ، که نه د خپل فعاليت حق به په رسمي توګه له لاسه ورکړي .
څه کم نهه لسیزې کیږي چې شاوخوا پنځه ویشت ملیونه افغانان د افغانستان په نوم د خپل هیواد آزادي لمانځي. پدې څه کمه پیړئ موده کې په ملیونونه افغانان د همدې ورځې د ساتلو په هدف د هیواد قرباني شوي، کیږي او ښایې لاهم دوام ولري. ددی هیواد چې په منځني ډول نیم په نیمه اوسیدونکي یې له سواده محروم او د ژوند په ابتدایي شرایطو او امکاناتو ځان ساتي ، هیڅ کله د پردي تر واک لاندې خاني نه خوښوي. مذهب چې عمدتاً د هیواد نهه نوي وگړي یې مسلمانان دي په کلتوري لوښي کې یې شکل نیولې او هرڅه یې تر همدې دوه گوني عقیدې ، دین او کلتور نه قربان کړي. اکثره کاري قوه ځوانه خو په جگړو کې زیږیدلي ، لوی شوي او مړه شوي دي. ښایې دا سلسله تر لږترلږه دوه نسلونو نوره هم دوام وکړي؟
په تاسف سره څو ورځې وړاندې مې له یوې ټلویزوني شبکې څخه یو خبر واورید چې لا تر اوســه زمــا د ذهن او فکر تارونه تخنوي اوډېرې مایوسۍ راته مخکې مخکې کوي او رنګارنګ پوښتنې یې راسره ملګرې کړي دي هغه دیو پښتون وهل د ډيپلوماتانوله خوا دپښتو ویلو پر جرم . زه نه غواړم پر اړه یې نور وغږیږم ځکه تاسو ټول به له جریانه خبر یاست . خو غواړم یو څوټکي دپښتون قام سره پر نړیواله دوښمنۍ ولیکم .
ټاكل شوې چې د راتلونكي ۱۳۸۹ لمريز كال په لومړيو كې د هېواد د اطلاعاتو او كلتور وزارت لخوا د رسنيو او د هغوى د ستونزو او د حكومت نه پاملرنې په اړه د خبريالانو يوه سراسري غونډه جوړه شي. د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين په وينا په دې غونډه كې به د رسنيو پر ستونزو، د حل لارو او په رسنيو كې د كار معياري كېدو په اړه خبرې وشي.








