د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دظلم اواستبداد په زېږونکوڅنګه باور وشي

محمد نقیب 21.05.2008 01:35
زه په هغه کیڼ اړخي او ښی اړخی د ډیموکراسۍ او یا د اسلام په ټیکه دار او دعوه جلاب که استاذ، نابغه اوپروفیسر وی یا که ملا ، مولوی او یا پیر وی څنګه باور وکړم چې غیران له ایمان او قران څخه لوړ ګڼي. فکر ،سوچ، اطاعت او عبادت یې د پیسو لپاره وی . انسانیت، ا سلامیت او افغانیت د وسیلې په ډول کاروی، او د دین په کړو د اخرت پرځای په دې دنیا مادی انعام او اجر یې له خلکو غواړي . دمادیا تو په خاطر ظلم او نارواوو ته سر ټیټه وی . دی بیا پخپله استبداد، فساد او جنایت زیږه وی. د وطن او اسلام د لاری د شهیدانو د وینو او ارمانو د پلورلو سربیره د هغوی د وږو، تږو، لوڅو او بی کورو کنډو او یتیمانو انځورونه چاپوی، نړیوالو ته یې ښیئ روپۍ پرې راټوله وی . ځانو له یې هوایې شرکتونه، هټۍ، سرایونه، بلډ نګونه او ماڼۍ په کور دننه او بهر رانیولی .
هغه مشر یاچار واکي ته چې د وطن خپلواکي د ولس حیا او عزت پلورل ورته هنر، کمال ښکاري پرې عادت وی، له همدی لارې یې معینت، وزارت .......ولکه کړی وی له هغو نه د وطن لپاره د پرمختګ او ترقیاتې کار ، او ولس ته د هوسا او بسیا ژوند د جوړیدو تمه ترې په کار ده؟
هغه واکمن چې صلاحیت منی، مسولیت او مکلفیت نه، مکافات د ځان رښت ګڼی او مجازات دملت . هستي مستي اوخنداوې پر ځان پیرزوکوی ، لوږه ، تنده او ژړاګانې پر خپل رایت لوره وی . د فرعون او شداد له لارویانو سره یې څه توپیر کیداشی ؟
هغه واکمن چې د ملي پوځ توره د وطن د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارمانو د تر سره کولو پرځای د خپل د تخت د مودې د اوږده ولو لپاره اوچتوي او د سبا پر ځای د نن فکر کوی . هغه ژوي ته ورته ندی چې د بل حیوان د ژوند په بیه خپل ژوند تمویله وی ؟
کوم حاکم چې د خواري کښ او زیار کښ را یت د لاس په تڼاکو، کرلي ، رېبلي او پاک کړي حاصل ترې ولجه کوی. هغه څاروي ته ورته نده چې د جلګو او ورشو پرځای پر شنه کرونده ورغورځي ؟
هغه چا چې د اسلام د ټیکه دار ۍ، د دیموکراسۍ علمبردار ۍ او ملت پالنې بیرغ په وچلي ځړولی وی . اوله همدی لارې دولتي مقام او څوکۍ ته رسېدلی وی . بهرنی اشغالګر یې د دوی ترمخ مسلمان، انسان او د ژبني ورور، په کور یې ورننوزي ، میرمنه یې بې ستره کوی، ځوان او بډا نه د ټولې کورنې په مخ کې جامې ترې باسی لاسونه یې تر شا ور تړي او په سر یې توره کڅوړه را کشه وې . دبګرام یا ګوانتانامو کپس کې یې اچوی . که چیری د ځان ژغورنې په هیله څه هڅه وکړی لومړی یې په ډزو سوري سوری کوی بیا یې د لاندي پسه په شان په اور الې یي . دا ډول نندار چي چارواکي د دوزخ د ناظمانو په شان ندی ؟
په سر دې میخ راټکوهه، په تبر دې پښه را ماته کړه، لاس دې په اره را غوڅ کړ، نو (ناف ) دې په امبور راویسته پدې ګناه چې ولی دې د ورور وژنی، هیواد پلورنې او اسلام شرمه ونې مخه نیسم. اوهم ولی پخپله ژبه ګړیږم.
دغه ډول کړنې خو په ۱۵ مه پېړۍ کې د هسپانی د کلیساوومشر لوی پادري زیمنس د اندلس له مسلمانانو سره کړی وی . تاسو خوبه د هغو پیروان نه یاست ؟
دا د دېرشو کالو جګړه ځبلی، کړیدلی د بهرنیو ښکیلاک ګرو او د کورنیو غدارانو په ناورینو کې د راګیر ولس هستي او شتمني خو کنډواله کورونه، لوږه، تنده او اوښکې دی . د ټولنیز ژوند کچه یې دصفر نه هم ټیټه ده. لیکن بیا هم کورنیو او بهرنیو سړي خوړونکو د ښکار نښه ګرځولي. ایا د داسی کسانو حالت دهغه ځناورو نه بد ترندی چې د وچو هډوکو لپاره له ښکاريانو سره مله و ي ؟
ولسمشر او د کابینې ځنې غړي ولس ته د ځانو د ریښتنیو او پاکو کسانو د ښو ولو په خاطر وایې : والیان، رئسان، وزیران .........دولتي څوکیو، نه د دوکان په څیر کار اخلي. قانون په کی پلوري. د کلیو اوبانډو اوسیدونکي د مجاهد قوماندان د لاسه راته ژاړي چې کور یې رانه نیولی، ځمکه یې رانه نیولې، سوداګر او پانګوال ته وایې رو پۍ راکړه کنه د طالب او القائدې په تور دې نیسم.
د ښار جوړه ولو وزیر پسې راغبرګ شی . وایې د کرزي صایب دحکومت د پیل نه تر اوسه درې عشاریه یو میلون جریبه ځمکه غضب شوی، دا اوس هم هره ورځ له زرو تر یونیم زر جریبه ځمکه په غیری قانوني ډول لاندی کېږي کسان یې ښکاره او څرګند دی . جهادي قوماندانان، والیان، دپارلمان غړي او وزیران دی.
د سوداګرۍ وزیر یې پرې زیاته وی . په دولت کې لوړ پوړي کسان پانګوال یرغمل کوی دپنځه لکه تر یو میلون ډالرو په بدل کې یې خوشی کوی. نوځکه څوک پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوی. ته به وایې چې داکسان د ولس په امر او لاسلیک مقرر شوی وی؟ د پښتو متل دی وایې: چې غوښه خرابه شي نو مالګه به ورواچوی او که مالګه خرابه شی څه به ورواچوی ؟ د خبري رسنیو د سر خبر د دې چارواکو د عدل،انصاف د مینې، انساني او اخلا قی کړو وړو په هکله وی . نن په تخار ولایت کې پخواني جهادي قوماندان یو ه ۱۳ کلنه ماشومه جلکۍ بدلمنه کړه، د سرپل په ولایت کې تېره اونۍ په ملي شورا کې د دې ولایت د یو تن استازي زوی او د هغه درې تنو ملګرو په ګډه ورته تیر ی پر لس کلنۍ جلکۍ کړی وه، په کندهار ولایت کې پولیس صایبانو له ۴۱ کلن پلار او له ۱۲ کلن زوی سره یې لواطت کړی . د ژمي په سړوکې د هرات اوکندوز په ولایتو کې خلکو خپل اولادونه په ۵۰ ډالرو وپلورل . د خوست په ولایت کې یو تن د لوږې د لاسه ځان وژنه وکړه . د هر انسان ریښتنې پیژندنه د هغه کړنه یې کوی . ایا په داسې حاکمانو کې به یوه ذره انساني ضمیر، اسلامي عاطفه او افغاني ننګ او حیا موجوده وی چې دا ډول کړنې کوی اوچوپه خوله ورته ناست وی ؟
خدای خبر دی چې د شاشجاع، کارمل او مسعود ارواح به ترکومه ژوندۍ وی، دغه د عزت او خپلواکۍ پلورلو لړۍ به تر کومه روانه وی. د افغانانو د وینو تویه ولو او د وطن د کنډواله کولو په بیه دا مریي جاسوسان او غداران به ِپه حکومتی څوکیو چوخ وی، ظلم تېري، فساد او جنایتونه به زېږه وی.
الهی! زموږ خو پرې وسه نه رسیږی د فرعون او قارون په شان یې تباه او برباد کړی . آمین یا رب ا لعلمین .