د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي دفاع وزارت په خپرونو نقد

نثار« مستیار » 20.05.2008 02:11

( دملي دفاع وزارت د کاري کړنو د ۱۳۸۶ وم کال د رپوټ په ژباړې څو اړینې څرګندونې )

د روان کال د وري په لومړۍ او دوهمه نېټه په پارلمان کې د کاري اړیکو په خاطر دوې ګڼې د نوموړي اثر په لاس راغلې،چې په لوستلو یې د ملي دفاع وزارت د کړنو او مثبو اجرأتو څخه سړی خوشحالېږي . خو څه چې د ډیر آفسوس او زورېدنې وړ دي هغه د ګذارش د پښتو متن د ژباړې غلطۍ،د ارقاموټکر او تېروتنې،ناسمې جمله بندۍ،ټکی په ټکی ترجمه،د پښتو یاګانو نه کارول دځینو مشکلو کلمو نه ترجمه کول،دلیک نښو غلط استعمال او نوردي .چې له بېلګو سره به راوړل شي . څرنګه چې د ګذارش څخه هم څرګندېږي د دولت زیاته بودیجه په ملي دفاع وزارت کې مصرفېږي تر اوسه اوه شپېته زره منسوبین لري او روان کال کې نوولس زره نور هم په لوړمعاش جذبېږي په باور سره ویلای شو چې په دې منسوبینو کې تکړه لیکوالان،شاعران او ژورنالېستان شته دي چې ځینی یې په لس ګونو چاپی اثار هم لري چې کم ترکمه خو د یو متن په ژباړې برلاسی لري . دا ترجمه چې محترم محمد شاه کټوازي کړې ده کیدای شوه چې یو ځل بیا چا ته ښودل شوې وای یا دیوڅه لګښت په بدل کې ترجمه یا کتل شوې وای لدې پیکه والي او تحقیر څخه به خلاصه وای . په دري متن کې د ځینو نا اشنا کلمو لکه شماره ګان . . . او نورو پرته مشکل نه شته له دواړو متنونو څخه داسې څرګندېږي چې پښتو متن له دري څخه ترجمه شوی وي ځکه غلطۍ یوازې په پښتو متن کې ډیرې دي اوس به د دې خبرو د زبات له پاره په لنډه توګه په ګروپ وار شکل د څو بېلګو یاد دونه وشي
( الف ) د املأ یې غلطیو برخه :
نن چې د ساینس او تکنالوژۍ عصر دی،انسان څه چی آن کمپیوتر او انترنېت هم املأ یې غلطۍ په اټومات ډول سمولای سي . دلته د کتاب د څو پاڼو غټې غلطۍ یوازې د نمونې له پاره راوړل کېږي :
ــ ۹ ام مخ ۴مه کرښه متمرکز کزشویدی؛ که (یاګانې) په پام کی ونیول شي جمله هېڅ مانا نه ورکوي صحیح یې ده ( راڅرخي )
ــ ۱۱ ام مخ ۱۰مه کرښه وضع الجیشونو؛ دري کلمه له پښتوسره جمع کول په « نو ــ ګان » مانا نه ورکوي غوره یې ده ( هستوګنځی )
ــ ۱۱ ام مخ ۱۹مه کرښه مخکی وړی دی؛ د بې ساه شي له پاره کارول کېږي . صحیح یې ده ( پر مخ وړل شوي دي ) .
ــ ۱۲ ام مخ ۲۳مه کرښه GCMB؛ دامحفف توری مانا شوي هم نه دي صحیح یې ده ( JCMB )
ــ ۱۳ ام مخ ۹مه کرښه واړه ضابطان؛ د اوسمهال د غوښتنې خلافه اصطلاح کارول شوې ده صحیح یي ده ( بریدملان ) .
ــ ۱۴ ام مخ ۲۲مه کرښه په ټولو کچوکې؛ د معیاراو اندازې مانا ورکوي نه دسطحې صحیح یې ده ( پوړو(
ــ ۱۵ ام مخ ۵ مه کرښه لسانس؛ په مقابل دري متن کې یې صحیح ده ( لیسانس )
ــ۵ ۱ ام مخ ۹مه کرښه . . .؛ دا غټه تیرونه ده د ارقامو مجموعه ورکه ده ( ۱۱۶۸)
ــ ۱۷ ام مخ اوله کرښه ساحوی قول اردوګان؛ لکه با درنګ ګان کارول شوی صحیح یې ده ( قول اردوګانې)
ــ ۱۹ ام مخ اوله کرښه ۱۰ ټولګی ته جذب شول؛ هیڅ مانا نه ورکوي صحیح یي ده ( لسم ټولګي ته جذب شول )
ــ ۱۹ ام مخ ۵ مه کرښه او ۴بلوکه یی؛ ۴ بلوکه مانا نه لري صحیح یي ده ( څلورو یا ۴وو بلوکونو ) .
ــ۲۰ ام مخ ۲۲مه کرښه لخوا؛ دا فعل دی او له اړخه مانا ورکوي نه له طرفه یا پواسطه صحيح یې دی ( له خو )
ــ۲۱تم مخ ۲۱مه کرښه ځواب وينی؛ دلغت دځواب مانا ورکوي نه دفعل يا کړله پاره صحيح یې دی ( ځواب ورکوو )
ــ۲۲ تم مخ ۶مه کرښه ۶۱۱ تنه تپی ؛ ډېره بده مانا لري صحيح یې دی ( ټـپي )
ــ ۲۴تم مخ اوله کرښه له نوی سره اکمال؛ هېڅ مفهوم نه لري صحيح یې ( ؟؟ )
ــ۲۶تم مخ ۵ مه کرښه ۷ تنه فزيکی پیسې؛ لکه د ۱۸۰تنه ټپيانو راغلې صحیح یې دی (۷ ټُنه فزيکي پیسې)
ــ ۲۷تم مخ ۲۱مه کرښه لوی او واړه ډيپوګان؛ لکه اردو والاچې پښتوزده کړې وي صحيح یې دی( لویې او وړې ډیپوګانې)
ــ۲۹تم مخ ۱۵مه کرښه اولسوالی؛ د والي د اولس ماناورکوي صحيح یې ده (ولسوالۍ)
ــ ۴۳تم مخ ۱۳مه کرښه مستقمأ؛ په عربي کې هم معنانه ورکوي صحیح ‎یې دی (مستقيماًیا سیده)
ــ ۵۰ام مخ ۱۱مه کرښه د دال کند؛ کومه مانا نه لري صحيح یې دی ( ؟؟ )
ــ ۵۲ام مخ ۱۱مه کرښه برخ من؛ مانا نه لري صحيح یې دی ( برخمن )
ددې برخې د ارزونې له پاره همدا شل تېروتنې غوره شوې وې.
(ب) نه ترجمه شوي لفظونه يا کلمې :
دې برخه کې له ډېرو خبروتېریدل غوره دي خودومره ويل په کاردي چې دا کلمې ژباړن نه شوې ترجمه کولی ځکه یې دټولې بېخوندۍ سره کټ مټ راوړې دي نودپښتولوستوونکي به څنګه ترې مفهوم واخلي ددغو ويیونو ځینې بېلګې دادي: دڅلورم مخ يوې نه تر لسموکرښو کې؛ ــ مندرجې، ــ تصريح، ــ استناد، مسلطې وضعې،
ــ تحلیل، ــ اقتصاد، ــ تفاهماتو، ــ محدوديتونو، ــ انکشاف .
۲۰ام مخ ۸مه کرښه تــحشـد، ۲۲ تممخ ۹مه کرښه باالفعله حضور، ۲۴ تم مخ ۲۱مه کرښه صعب العلاجه
۳۳ سم مخ ۳يمه کرښه منتـاژ ۴۶تم مخ ۶مه کرښه توشيح اونو چې ژباړه یې اړینه ده.
(ج) دخپل سرو ليک نښوکارول:
پښتو ليک دود تر شلو زياتې ليک نښې يا علامې لري چې هره يوه د کارېدنې خپل وړ ځای لري که په خپل سر يا غلطې وکارول شي سره له دې چې جملې پيکه کوي د کلمو تړون اومعنا هم خرابوي پدې اثرکې یې مهموبرخوکې ځينې غلطې کارېدنې وګورﺉ.
ــ۱۵ام مخ ۷ومه کرښه ( تثبیت رتبه ) ۱۶۷۰ تنه؛ دلته دقوس اړتیا بېخي نه شته .
ــ ۱۸ام مخ ۱۵مه کرښه (کا- ل) په لس ګونو ځايه دا غلطۍ شته ده هېڅ داستعمال مورد او مانا نه لري.
ــ۱۹ام مخ ۱۹،۱۸موکرښو کې ۰۰\\۵۶۶\\۹۴۲\\۱۰ افغانی ده چی ۰۰\\۵۰۰\\۸۲۵\\۹ افغانی یی په ۲۱\\۲۲\\۲۵\\ کودونوکې مصرف شوی دی. پدې بېلونکې نخښې يادانګلیسي په Oblique دعددونو يوځای ارقام په هېڅ وجه نه شي ښودل کېدای صحيح یې په دري متن کې دی.
ــ۲۱تم مخ ۲۵تمه کرښه - دارزګان ګردیز. دلته د دواړو تر منځ (او) او په اخر کې نسبتي دال يا تړونۍ راوړل کېږی.
ــ۲۴تم مخ ټول ارقام دليک نښو د قانون په اساس ارقام اود( الف ـ با) توري په قوس کې نيول کېږي.
ــ ۲۵تم مخ ۸مه کرښه درول « نصب » غبرګې ليندۍد اقتباس او توجه له پاره دی نه د ماناله پاره.
ــ ۴۳ تم مخ ۸مه کرښه د D.D.R پروګرام چې دلته ټکی هېڅ ځای اومانا نه لري په دري کې سهی وګورﺉ.
ـ ۴۹تم مخ ۲يمه کرښه دملی اردو ۲۰۳- ۲۰۵- ۲۰۷- ۲۰۹ قول اردوګانو سهي یې په دری متن کې سته ده
(د) په ترجمه شووکلموبې باوري:
ځينې کلمې چې ترجمه شوي دي د ژباړې تر شایې د ترجمه شوې کلمې دري معنا هم په قوس کې لیکلې دی دغه کار په ژباړې باندې د ده بې باوري څرګندوي بل دا چې په عینې صفحه کې همدا فارسي لفظ موجود دی بیا راوړل یې د( ... )سړي کار دي نه د یوادیب او ژباړن. بېلګې یې دادي: ټپی ( زخمی )،د رول « نصب » ، غږیز ( صوتی )،سپما ( پس انداز ) ، لیږ دیدنه ( انتقال ) او نور .
( و ) د متن ناسمه جمله بندي :
د دې خبرې دبېلګو راوړل شوني نه دي که څوک په غور سره ګذارش ولولي پرې پوهیږي ، د تذکر له پاره یوازې دکتاب د اخرې مخ څلور کرښې تر ارزونې لا ندې نیول شوي دي ،
ــ ۱۵۲تم مخ له ۱۴مه کرښې وروسته څلورکرښې؛
غواړم یوځل بیا خپلو ګرانو او عزت منو هیواد والوته ډاډ څرګند ګړم چي دملي دفاع وزارت د ټولو منسوبانو او اړوندوارګانونو سره یو ځای د هر ډول هڅو او نه ستړی کیدونکي زیار او همکاري څخه پدي لره کي ځان نه سپموي . ختم
که وروستۍ درې کرښې هم ورسره ولوستل شي هیڅ ډول څرګند مفهوم ترې ددري متن په پر تله نه اخیستل کېږي غواړم باید غواړو ، ډاډ څرګند کړم باید ډاډ ورکړو ترجمه شي د ( او عزت منو ، زیار ، ځان ) کلمی یې له خپلې خېټې زیاتې کړي چې جملې یې بې خونده کړي دي د اصلی متن له مخی که داسې شي څنګه به وي ؟
غواړو یو ځل بيا خپلو ګرانو هېواد والو ته ډاډ ورکړو چې د ملی د فاع وزارت د ټولو منسوبینو او اړونده څانګو سره په ګډه ، هر اړخېزې هڅې او نه ستړکیدونکې مرستې به په دې لاره کې ونه سپمــوي .
( هـ ) دپښتو د « یاګانو » سهي نه کارول :
په پښتو ژبه کې د( یې ) توری په څلور ډوله او پینځو شکلونو د کلمې د توپیر له پاره لیکل کېږي که په یوه کلمه کې پر ځای ونه کارول شي د غوښتنې وړ مانا نه شي رسولی او ځینې وخت ډیره بده مانا ورکوي .
د بېلګی له پاره یوازې د دې اثر د څلرمې پشتۍ پر شعار د « یاګانو » د مانا وو په توپیر رڼا اچول کېږي :
ملي اردو،۱۳۸۷ کال پر دښمن باندی د بر یالیتوب د زیری،کال د دولتی واکمنۍ د ټینګښت او پراختیا او بیا رغونی د بهیر دلا چټکتیا کال بولی .
ــ مــلی ( بده مانا لري البته په پښتو ژبه کې، صحیح یې ملي دی )
ــ باندی ( هېڅ مانا نه لري صحیح یې باندې دی )
ــ زیری ( د ژوندي شي تګ یا زیره راوړونکي ته وايي صحیح یې زېري دی )
ــ دولتی ( د دولت کارمند ته په تصغیر غږ کولو ته وايې صحیح یې دولتي دی )
ــ رغونی ( جوړیدونکي ځای ته ویل کېږي صحیح یې رغونې ده )
ــ بولی ( قومانده ورکوونکي شخص ته ویل کېږي صحیح یې بولي دی )
هیله ده چې د اثر په دوهم چاپ کې دغه لیکنه د وړاندیز په حیث و منل شي نه د انتقاد په توګه . پای