د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تولسی لپاره انتخاباتی کمپاین پیل شو

عبدالمتین عمری 20.05.2008 02:10

دغوایی دمیاشتی په (۲۴) نیټه د طلوع تلوزیون په نوښت او زیار سره دهغوی د کاندیدی تولسی لپاره پراخ کمپاین پیل شو ترڅو وکولای شی دتولسی ملاتړی زیات کړی او په راتلونکی کی وکولای شی چه داطلاعاتو اوکلتور وزارت دبندیز لپاره څه دلایل ولری چه ګویاتولسی په افغان اولس کی دومره ملاتړی لری چه دهغه په بندیدو سره به یوشمیر بی بندباره کسان په مظاهرو لاس پوری کړی او خپل حق به له دولت څخه وغواړی .
او دطلوع تلوزیون داکمپاین دیوه لوی اکاډمیک مرکزکابل پوهنتون په مخکی ترسره شو او فکر کیده ټول هغه کسان چه په دی اړه یی خپل نظرونه وړاندی کړل روڼ اندی اوپوه کسان وو او هغوی هم بیلابیل نظرونه درلودل یوشمیر کسانو چه شمیر یی ډیر کم وو دبندیدو غوښتنه کوله او هغوی هم پښتانه وروڼه وو خو یو شمیر نورو کسانو چه دری ژبی خویندی او ورڼه وو په ډیر جر‌ءت سره دهغه دنه بندیدو غوښتنه کوله او ترڅنګ یی داخبره هم کوله چه دا دطلوع تلوزیون او تولسی له خوایوه ډالی ده او ډیر روزنیز اړخونه لری اومونږ له هغی څخه ډیره کټه اخلو دازموږ دنوو ځوانانولپاره ډیر روزنیزی سحنی لری چه هغوی ته دژوندانه غوره لاری چاری ښیی دکورنیواړیکو ښځی اومیړه ترمنځ داړیکو،دټولنیزواړیکواوداسی نوری په زړه پوری برخی لری اوبله یی داخبره کوله چه افغانستان اوهندوستان ګډ کلتوری اوفرهنګی اړیکی لری او مونږ له هغه څخه پنداخلو او دخپل ژوندلاری چاری په هماغه ډول سمبالوو.

اوس دهر بااحساسه افغان سره داپوښتنی پیداکیږی چه:
آیا مونږ داسلام دمبارک دین په خاطر هرڅه له لاسه ورکړی اوکه دکوم بل څیزپه خاطر؟
آیا مونږ یومسلمان ملت یو ؟
آیا مونږ افغانان یو اوکه کوم بل ملت ؟
داښکاره خبره ده چه مونږ یومسلمان ملت یو زمونږ پلرونواونیکونو خپل سرونه داسلام دمبارک دین په لاره کی قربانی کړل او مونږ افغانان یو یو بډایه کلتورلرو اوهیڅ اړتیا نلرو چه دکوم بل هیواد له کلتور اوفرهنګ څخه تقلید وکړو .
زمادرنو ورڼو اوخویندو تاسوښه سوچ وکړی آیا دابه ښه وی چه مونږداسلام دمبارک دین داصولو اواحکاموپیروی وکړو که د(ویرانی) کورنی داصولو.اودابه غوره وی چه مونږ د حضرت محمد(ص) داخلاقو اودهغه دشخصی ژوندانه اوټولنیزواړیکوپیروی وکړو اوکه دمیر اوتولسی داخلاقو اعمالو اوکړو وړو.
داسلام مبارک دین دژوند په ټولوبرخوکی مونږته لارښونه کړی ده هغه که دښځی اومیړه حقوق اوددوی ترمنځ اړیکی دی اوکه ټولنیزی اړیکی او داسی نور

اوس نوترهرڅه دمخه داخبره ضروری ده چه طلوع تلوزیون دافغان اولس استازی توب نشی کولای اونه یی کړی دی طلوع تلوزیون ددی پرځای چه داسلام دمبارک دین اصولو اواحکامو اوافغانی کلتور ته درناوی وکړی هغه ترپښولاندی کوی اوددی پرځای چه افغان اولس ته دورور ولی اوسولی پیغام راړی دهغوی ترمنځ دنفاق،تعصب اوبدبختی توخمونه شیندی اوددی پرځای چه افغان اولس اوځوانانوته کوم روزنیز پروګرام ولری هغوی نورهم دتیاروکندی ته اچوی .
اوس قضاوت ستاسو په لاس چه طلوع تلوزیون یوافغانی چینل دی اوکه ایرانی او تاجکستانی چینل آیا دسولی اویوالی سمبول دی اوکه دبدبختی اونفاق ................. نور خوښه ستاسو تولسی ته رایه ورکوی اودرناوی یی کوی او خپلواسلامی اوافغانی اصولواواحکاموته .