د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا غوره غل غوره پوليس دى ؟

انديښمن څاڅى 20.05.2008 02:04
په دې ورستيو کې د غوره پوليس د ټاکلو لپاره يوه لړۍ پيل شوې وه چې ، د همدې لړۍ له مخې د هيواد هر وګړي کولاى شول چې د خپلو تيلفونونو له لارې په خپل نظر د هيواد غوره پوليس وټاکي په دې لړۍ کې څلور تنه پوليس نومول شوي ، دا لړۍ روانه وه او ددې څلور کسانو څخه دوو تنو يې تر نورو زياتې رايې اخيستې وې چې يو يې د افغانستان د پوليسو وتلې او پيژندل شوې څيره ښاغلى جنرال عليشاه پکتيا وال وو او دوهم جنرال باباجان چې ګومان کوم ښاغلى باباجان هم هغه څوک دى چې د کابل هر وګړى يې پيژني ، په هر ډول داسې انګيرل کيده چې عليشاه پکتياوال به د غوره پوليس په توګه وټاکل شي ددې لپاره چې په تيرو څو کالونو کې پکتياوال ډير د پام وړ کارونه او لاس ته راوړنې درلودې داسې ويل کيږي چې که اوس مهال د کابل په ښار کې څوک په آرامه خوب کولاى شي نو لامل يې دا دى چې پکتياوال خوب نه کوي او په دې هلو ځلو کې دى د جرم او جنايت مخه ونيسي ، د غلا مخه ونيسي، او د ژوند او مال ساتنه وکړي . د ښاغلي پکتياوال د زيار او هلوځلو له امله دا دى په دې ښارکې يو سوداګر کولاى شي چې خپل کار پر مخ پوزي او دې ته ورته نور ډير کارونه چې که مونږ ځير شو نو ليدلاى يې شو ، خو له بده مرغه داسې ونه شول او د عليشاه پکتياوال پر ځاى جنرال باباجان د غوره پوليس په توګه وټاکل شو په داسې حال کې چې باباجان هغه څوک وو چې د کورنيو جګړو په دوران کې يې د خلکو په وينو لاسونه ولامبول ، د خلکو کورنه يې لوټ کړل ، د خلکو کورنه يې غصب کړل ، د خلکو مالونه يې چور او چپاول کړل پر خلکو يې تيرى وکړ او ددې ټولو خبرو لپاره ډيرې ښې بيلګې هم شته او زه کومان کوم چې د کابل ښاريانو څخه به هيڅ کله هم هير نه شي او يوه لويه بيګه يې د شهيده ناهيده ده چې د همدې جنرال د افرادو د تيري څخه د خلاصون په مخه يې ځان د شپږم پوړ څخه لاندې راګذار کړ ، د خلکو د مالونو د چور او جپاول په برخه کې خو يې د هغه دوران د ګيلم جم نوم راخپل کړ نو اوس پوښتنه دا ده چې زمونږ خلک خو ړانده شوي نه دي ؟ چې خپل غوره پوليس دا سې يو څوک ټاکي چې هغه دا پورتني جرمونه يا خو خپله کړي او يا يې هم زمينه ورته برابره کړې ؟ او که د رايو دا لړى عادلانه نه وه ؟ نو که مونږ خپلې ټولنې ته مراجع وکړو نو دا ټولنه هيڅ کله هم داسې څوک د خپل غوره پوليس په توګه نه ټاکي چې له امله يې دوى زيان ليدلاى او ستونزې يې ګاللي دي نو که ددغو پوښتنو په اصلي ځواب پسې وګرځو نوځواب دا دى چې ددې لړۍ د رايو اچونې په بهير کې درغلي شوې ده او ځينو ملهيدو کړيو پکښې برخه درلودلې هغو کړيو چې د پکتياوال د ريښتينوالۍ او زړورتوب له امله نه شي کولاى په آزاده توګه غلا ، قتل ، د نشه يي توکو قاچاق او دې ته ورته نور جرمونه تر سره کړي . زه د ځينو دقيقو معالوماتو له مخې بايد ووايم چې يوازې د باباجان لپاره درويشت زره (٢٣٠٠) سيم کارتونه اخيستل شوي دي او داسيم کارتونه چا اخيستي دي او ولې يې اخستي دي . او موخه يې څه ده دا تاسو ټولو ته معالومه ده ، د پکتياوال د دفتر او نورو سرچينو د معالوماتو له مخې يوازې د اريبا مخابراتي شرکت له لارې ښاغلي پکتياوال ته (٢٣٠٠٠) رايې ورکړل شوي دي دا هغه معالومات دي چې د اريبا مخابراتي شرکت د پکتياوال دفتر ته ورکړي دي مګر د روشن مخابراتي شرکت څخه د کراتو ،کراتو غوښتنې سره ،سره هم دا معالومات د ښاغلي پکتياوال دفتر ته نه دي وړاندې شوي، د رايو د ليست د نه ورکولو لامل څه دى ؟ او ولې د روشن مخابراتي شرکت دا معالومات د عليشاه پکتياوال دفتر نه وړاندې کوي آيا داسې خو نه ده چې د خپلې درغلۍ څخه ويره لري او غواړي په دې ډول يې پټه کړي تر څو ملت ته ښکاره نه شي ؟ نو زما په ګمان که نوموړى شرکت هر څومره کوښښ هم وکړي خپله دا درغلي به پټه نه کړاى شي .
زموږ په ټولنه کې دا سې نا دودې ډيرې شوي او کيږي هر کله چې ټول ټاکنې شوي نو ددې خوار ملت په احساساتو او نظر لوبې شوي دي خو دا به تر کومه همدا ډول روان وي چې کله يو غل تر ولسي چرګې لار پيدا کوي او کله هم کوم غل د غوره پوليس په توګه ټاکل کيږي او دا ټاپه پرې وهي چې نوموړي ته همدې ملت رايه ورکړي ما وړاندې هم وويل او بيا هم وايم چې دا ټولنه په هيڅ ډول هم د ټولنې او خلکو ګنهګاران نشي بخښلى او د غوره پوليس په توګه خو د منلو خبره لا ډيره لرې خبره ده که ريښتيا هم د ټولنې او د ملت د غوښتنې خبره وي نو دا ټولنه غوره پوليس هغه څوک مني چې د جنرال عليشاه پکتياوال په شان د کار، زړه ورتوب ، صداقت اوريښتينولۍ ځانګړتياوو ولري نه د بابا جان په څير چې د غلا، قتل ، چوراو چپاول په برخه کې پوره لاس رسى لري .
او بايد ووايم هيڅ وخت . (غوره غل غوره پوليس نه شي کيداى )