د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفراه د عناب ګل کلنۍ مشاعرې ته پيغام

حبيب الله غمخور 19.05.2008 20:35

اورپرې بل ؤ له پخوانه خواوس سکورشو
دنيستی غږئې په درست جهان کي خپورشو
ټول دمرگ اوبدبختی فريادفريادشو
خوږوطن می،دې خواږه ولس ته گورشو

دلوي څښتن  په نامه !
دعناب ګل کلنۍمشاعرې درنوگډون والو!
په ډيره خوښۍ مو خبر تر لاسه کړ چې دگران اوجگړه ځپلي افغانستان په يوبل تاريخي ولايت فراه کې ددې سيمې ځوانانو اوغيرتي شازلمو هوډکړی دټولوسياسي اوټولنيزو ناخوالوتر څنگ يوه  درنه مشاعره جوړه اودهغې په ترڅ  کي دهيواد او ولس سره خپله توده اوڅپانده مينه څرگنده کړی .
موږ پداسي حال کي چي ستاسو پدې فرهنگی او وطني کاروياړو له سويډن څخه داسېدونکو افغانانو سلامونه اونيکي هيلي  تاسو ددې  درنې مشاعرې  دقدروړ گډون  کونکو فرهنگيانو او فرهنگپالو ته په افغاني مينه وړاندي کوو.
غواړوڅرگنده کړو چي زموږ دټولني مشر تابه جرگه اوغړي ستاسوسره  پدغه لويه  فرهنگي غونډه کي ځان شريک بولي،دلوي څښتن څخه  تاسو ټولو ته په دغه ملي اوفرهنگي کاروکښي دسترو برياليتوبونوهيله کوو .
دعناب گل درنې مشاعرې گډون کونکو!
که دافغان فرهنگپال ولس دټولنيز ژوند تاريخ زرينی پاڼې راواړوو نودابه راته څرگنده شي چې دې ولس تل دخپل کلتور،ادبي لاسته روړنو، دوداودستور دژوندي ساتلواوپياوړتياپه لاره کښې زيار ايستۍ دی . مشاعره هم دافغان ولس يو تاريخي  او فرهنگی دود دۍ، په مختلفو وختوکښي په مختلفو بڼوترسره شوې ده . افغانان په ټول بشريت کي يوازنۍ ولس دی  چي دجگړې پرميدان سندري وايي اوډهلوخلک دجگړې ميدان ته هڅوی . هغوي توره پلاس ددښمن دماتې اوسرغوڅولو په خاطر منډي وهلې اوورسره يوځاي ئي  حماسي شعرونه زمزمه کول ،ښه اونه هيرېدونکې بېلگه ئې اغلې ملالۍ ده چې دميوند دجگړې پر شازلمو ئي زغ  کاوه :
که  په ميوندکي شهيد نشوې
خدايږولاليه  بې ننگۍ ته دي ساتينه
دادئ اوس هم زموږ ولس دپردو اوپه ځانگړې توگه دگاونډيانو دکرغېړنو لاس وهنوله امله ترديرش کاله  زياتي  مودې دخپل مينځی سياليواو اختلاف داورپه لمبو کې سوځی ،ښکلي اودجنت پشان وطن مو په سوځېدلي ډاگ بدل شو،هرې خوا دځانمرگی بريدنواوياله بهرنه ددموکراسی دراستنېدونکو دړندوغونډاروله امله  زموږ ماشومان ،لوي او واړه په سرو وينو کي لمبېږي اوژوند لاسه ورکوی  . مگربل پلوته زموږ غيرتی اوپر وطن مين ځوانان اوپېغلي بيادهيوادپه گوټ گوټ کې دمشاعرو اوادبی غونډو په جوړيدوسره خپل ولس ملي وحدت اوله هيوادسره مينی اومحبت ته رابولي  .
له بلي خوا،نه پوهېږو چي دکومي گناه له امله زموږ  پر کړېدلي ولس لوي څښتن هم داسي په قهر شوی چې دخپل رحمت اوبه يعني بارانونه ئي  هم پرې نه لورېږي ،ځکه نوزموږ غيرتی مور اړه شوېده چې ديوې گولې مړئ په خاطر خپل  دزړ په وينو روزل شوی ماشوم وپلوري تر څو دواړه ژوندي پاته شي .
درنو فرهنگيانو اوفرهنگپالو !
ستاسو سره دزړه خواله ډير دردونکی اوزورونکی دي نه غواړو نن يوځل بيادورځنيزو ناخوالوپه يادولوسره  ستاسود ښکلې اوپرتميني مشاعرې دخوښی  فضا بدله کړو،دلوي خداي له دربارنه ددې غوښتونکی يو چې  زموږ پر جگړه ځپلي  ولس باندي داتوره اوتياره شپه  ډير ژردسولي لمر په خپلو زرينو وړانگوسره رڼاکړی .
پر ځاي به وی ددې درنې مشاعرې دابتکار کوونکو(نوښتگرو)اوهغوڅخه چې ددې درنې مشاعرې  په جوړيدوکښې زموږ دباتوره شاه زلمو،دهغوسره چې يوځل بياغواړي دفراه ولايت ددې تاريخې سيمي  اوتمدنودټاټونی برم اودبدبه دخپلو وطندارانو اوټولوهيوادوالوپه  زړنوکي راژوندی کړي  مالي اومادي مرسته کړېده اويايي له ليري ځايونه پدې مشاعره کښي دگډون لپاره تشريف راوړی  په افغانی مينه اودرناوي هغوي ته دکورودانی په ويلو سره پدې لارکي دغو غيرتی زلموفرهنگيانو ته لازياتوبرياوغوښتنه وکړو.
داسي فرهنگی غونډی چې رېښه ئي تر يوه حده له ښکلي ننگرهار دنارنج گل دميلې اومشاعرې څخه راپيل شوې ده ددې لامل شی چې له يوې خوا به مو دځوانو اوپخو يعني سپين  ږيرو شاعرانو او اديبانودرناوی کړی وي اوله بلې خوابه داسي غونډي دستونزودحل دلارودلټون په موخه اويودبل دزړه په حال دخبرېدوډيره ښه پلمه وي .
موږ پدې پوره باورلروکه همدا دمشاعرو،فرهنگی او ادبي غونډو دجوړېدو دود تر ټول افغانستان پوري وغځېري اوفرهنگی فعاليتونه دځوانانومنځ ته لارپيداکړ ي ،زموږ دهيواد داوسنيو ناخوالوپه ورکېدوکښي به لويه مرسته وکړی . حتمی نده چي دکوم گل په نامه مشاعره جوړه شي موږ دومره تاريخي او وياړلې نه پېژندل شوی ادبي اوتاريخې څېرې لروچي دهمداسي مشاعرو اودابی غونډوپه جوړېدو سره کيداي شي له يوې خوا دهغوي نوم  راژوندی شي اوله بلې خوا زموږ راتلونکی نسل دخپل هيوادپه تاريخ پوه شی .
درنو هيوادوالو!
تر څوبه موږ دپرديو دسياسي اواقتصادی هوسونوقرباني اوسو،ترکومه  به  پردې  غيرتی ولس له مځکي او آسمان څخه مرگوني گزارونه  روان وي؟ راشی دخپل هيوادجوړېدو اودې ملک ته دسولي راوستولپاره له خپل منلوعنعنو يعني جرگواومرکو له لاري دې راپېښی ناخوالي ته دپاي ټکی کښېږدو. زموږ گانډی  هيوادونه آسما نوته پورته کېږي  يو په بل پسې  مډرن ملکی او پوځی راکټوهواته توغوی ،خپل ځوانان  (هلکان او انجو نی )بهرته دتحصيل لپاره استوی ،خو موږ دښونځيو دروازو وتړلو سوځولو،دشاگرد اوښوونکۍ وژلوته هڅوی .
موږ پدې  پوره ډاډمن يوچې له افغانی دود اودستور څخه په استفادې سره کولاي شودپه افغانی دود دجرگې پر کمبله يودبل خبری سره واورودسولي اوملي پخلاينې لاره پيدا کړو .
دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکزمشرتابه جرگه  پداسي حال کښي چې يوځل بيا ددې درنې مشاعرې دجوړو نکو اوکوربه دغه نيک اوپرځاي  کار ته دقدرپه سترگه گورودلوي څښتن  له دربارنه  تاسواوټول  افغان  زوېدلي  ولس ته دښېرازه اوهوساژوند هيله کوو.

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبب الله غمخور