د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اروپا کې دکلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلامیه!

په اروپا کې دافغانستان دکلتوري ټولنو ګډه جرګه 17.05.2008 01:26

په هیواد کي د خبري رسنېو په حواله، د افغانستان اسلامي دولت د یوه برخه بهرنیو موسسو او په تیره د ګاونډي حکومتونو په مالي لګښت ،غواړي په افغانستان کي د وګړو سرشمیرنه په روان کال کښي تر سره کړي ، چه د اصل په توګه یې نه یوازې پلوي کوو بلکې زموږ په اند سرشمیرنه په هیواد کې د بیارغاوني او پرمختګ په برخه کې پوره ونډه او اغیزه لري،مګر له بده مرغه په هیواد کې د روان ناوړه امنیتي ،اقتصادي او سیاسي حالاتو ته په پام دغي انساني او حقوقي موخې ته رسېدل نه ېوازې ناشوني دي ،بلکې ناکامې او ناوړه پایلې به ېې زموږ اولس له یو بل ناورین سره مخامخ کړي،ځکه اولس ته د خیر او ګټې په نامه هغوی ته زیان رسول اود ګاونډیو خیرنې هیلې پوره کول زموږ له نظره نه یوازې ستونزې نه هواروي ،بلکې د سرشمیرنې په نامه پرته له فزیکي مخامختیاڅخه په معنوي لحاظ یو لوی اکثریت تر خاورو لاندې کول دي. .

د هیواد په تقریبا ۱۲ ولایتونو کې د امنیت نشتوالی ، په حکومت کې د اداري فساد شتون ، ګډوډي او د سرشمیرنې د فني او مسلکي ټیم نشتوالی ، زموږ د خلکو له لورې د ښه ګاونډیتوب د نیت په لرلو سره سره له بده مرغه ګاونډي حګومتونو په همیشنې توګه زموږپه هیواد کې خپلې خیرنې هلېې پاللي،بی امنیتیوته یې لمن وهلي او زموږ د خلکوتر مینځ یې د ژبنیو او مذهبي دښمنیو د زړېو د کرلو او پاللو تر څنګ زموږ داولس په سرشمیرنې کې د ګاونډیو حکومتونو لویه ونډه او لاس دئ چې نه یوازې د سرشمیرنې شفافیت،عدالت او باور ته لوی زیان رسوي ،بلکې د سرشمیرنې دپروسې په اړه دګاونډي حکومت تلوسه او بسپنه ددوی د ناوړه هیلو په وړاندې زموږ شک په باور بدلوي .

پداسې حال کې چې د امنیت د نشتوالې له امله ، یوه برخه ولایتونو ، ولسوالیو او کلیوته پوځیان د شوبلو سره دورتلو امکانات نه لري ،نو د سرشمیرني بې وسه کارکونکي به په څه ډول هغه سرشمیرنه تر سره کړي ،چې د حکومت له لوري په لاره اچول شوي او مالي لګښت یې پردي ورکوي. د اټکل پر بنسټ سرشمیرنه د افغانستان په شان وروسته پاتې هیوادونو کې نه یوازې بې اغیزې ده بلکې د کومو موخو دپاره چې سر شمیرنه اجرا کیږی په هیڅ صورت نشي ترلاس کیدای ،نر او ښځه، ووړ او زوړ، لوستي او نا لوستي د هوا نه د عکسونود اټکل پر بنیاد هیڅ شوني نه دي. .

پورته ستونزو ته په پام ،په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه او په اروپا کې میشت ټول افغان فرهنګیان د افغانستان له جمهور ریس ، د نړیوالې ټولنې ، او له ټولې بشري او خیریه ټولنو څخه هیله کوو تر څو دغه د سرشمیرنې پروژه په هیواد کې دیو ډاډمن امنیت او حالاتو تر ښه کیدو وځڼډوي که نه دغه سرشمیرنه ،نه یوازې زموږ بلکې په هیواد کې د ننه دلوی اکثریت دپاره دتایید او باور وړ نه ده . که چیري د افغانستان د مطلق اکثریت د غوښتونو ضد بیا هم دغه سرشمیرنه تر سره کیږي ، موږ به یی په خپلو لیکنو ،غوښتنو،مرکو او خپل فرهنګ کې ، دخلکود سرشمیرنې په نامه نه ، بلکې دسرغوڅونې د پروژې په نامه یاده اوخپلو راتلونکوته به یی هم په همدغه نامه ولیږدوو.

په درناوي

په اروپا کې دافغانستان دکلتوري ټولنو ګډه جرګه

فرانکفورت - جرمني