د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز پيغام

17.05.2008 00:15

که کوټه پېښوردی زموږ کوردی
که کابل که کندهار دی زموږ  ورور دی
هر غاصب چې پکې خنډ اچول غواړي
که  دلر دی که  دبر دی مخ يې توردی

دمغز او قلم دهستونکي لوي څښتن  په نامه !
دهلمندڅپانده سينددرنې مشاعرې  پياوړوگډونکونکو!

تر هر څه وړاندي په زرهاوو کيلو متره ليرو پرتو او پرديسو افغانانو سلامونه او نيکي هيلي  تاسو ددغي پر تميني غونډي درنو او دقدر وړ فرهنگيانو او فرهنگپالو ته په افغاني مينه وړاندي کوو.

زموږ دټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي ستاسوسره  پدغه فرهنگي ستره غونډه کي ځان شريک بولي،دلوي اوبخښونکي خداي له دربارنه تاسو ټولو ته په دغه  ملي اوفرهنگي کاروکښي دسترو برياليتوبونوهيله کوو .

درنواوپياوړو دوستانواوفرهنگپالو!

په زياته خوښۍ موخبر تر لاسه کړ چې دهلمند ولايت دمقام اودهمدې ولايت داطلاعات اوكلتور رياست اوميشتو فرهنگيانو په ابتکار دلښکرگاه په ښکلي ښارکي دهلمند څپانده سيند په نوم يوه پراخه اودرنه مشاعره جوړېږي .

ډيرخوښ شوچې زموږدهيوادپه لرغونی اوتاريخي وياړلي ولايت  هلمنددلښکر گاه په ښکلي ښارکښي يوځل بيا دهيواد اوسيمې دفرهنگی بڼ گلان سره راټولېږي اودد رنې مشاعرې په طرڅ کي دخپل زړه دردونه ،له گران افغانستان ا افغان ولس سره بې سارې مينه دشعر او ادبی انځورونوپه ژبه له تاسو درنو گډون کونکوسره شريکوی   .

که څه هم موږ له تاسودرنو هيوادوالونه په زرهاو کيلومتر ليري پراته يواودمهاجرت  په طلايي قفص  کي له هيوادنۍ ميني اومحبت نه ليري ژوندکوو،خويوڅه چې موږتل سره نږدې کوي هغه افغانيت اوله افغان ولس سره پاکه اوصادقانه مينه ده. موږ ستاسودرنوفرهنگيانواوفرهنگپالو ددې پرځاي اونيک کارڅخه  دزړه په مينه ستاينه  اوملاتړکوو .

پدې حساسواوباريکوشرايطوکې چې زموږ ولس په ځانگړې توگه دهلمند زورېدلي خلک له هرې خوا تر سياسي ،پوځی ،اقتصادي اوټولنيزوفشارولاندي شپې اوورځی سباکوي ،هرې خوا لوږه اوتنده زموږ دغيرتی ولس دکور دروازه ورټکوی دداسي فرهنگی غونډو جوړېدل نه دهېردونکی ارزښت لرلوتر څنگ دلومړی، دوهمې اودريمې تاريخي جگړودشهامتونواوله خپل هيوادسره دميوندي ملالي  دانساني ميني اومحبت يادراژوندی کوی .دا مشاعره ددې ښکارندويه ده چې افغان مېړنۍ ولس دژوند هيڅ ډول کړوانه نشي  خاموشه کولاي ،شاعر یې شعر لولې اوبنايي کورجوړوي .

موږ ټول په بهرکي اوسېدونکی افغانان دافغانستان پوځی ،سياسي ،فرهنگی اوټولنيز حالات له نږدې نه څارو،هر سهاروختی چي له خوبه راپورته کيږو داتشويش  راسره وی چې نن به بياپه هلمندکي پر غيرتی ولس څه تيرېږي ؟

دلوي څښتن تعلا دربارته  ستاسو سره يوځاي لاس  پورته کوو اودعاکوو چي اي لويه خدايه! موږ ته هدايت وکړې ،له تر تيرو گناهونو راتير شې ،نوردې غېرتی اوزورېدلی ولس ته عفه وکړه اوله دې زورونکی حالت نه ئې په خپل فضل اوکرم سره خلاص کړه . ډير وزورېدو،نورموپه سترگوکي اوښکي که دهلمند څپانده رود هم وو وچې شوې .

درنو هيوادوالو!

تر څوبه زموږ مور،پلار،خور ،لور،ورېنداري اوزوي دپرديو دسياسي حوسونوقرباني وي ،ترڅوبايد پردې غيرتی ولس له مځکي او آسمان څخه مرگوني گزارونه روان وي . راشي پردې سره سلاح  شوچې وينه په وينه نه پاکېږي ،دښمني په دښمنۍ  په  دوستي  نه بدلېږي . خداي تعلا عقل ددې لپاره راکړئ چې دښو اوبدو فرق وکړو. نور هيوادونه آسمانوته پورته کېږي همسايگان مو يو په بل پسې اټوم بمونه  آزمويي ،نو موږ ولي دښونځيو دروازې وتړو،خپل ماشوم موچي ښوونځۍ ته روان دي اوښوونکۍ ئې چې دپلارحثيت لري پدې گناه وژل کيږي  چي تعليم زده کوی .

موږ پدې باوريوچې له افغانی دود اوعنعنې څخه په استفادې سره کولاي شودجرگې اومرکې پر کمبله په اسلامی اوافغاني روحيه يودبل اواز سره واورو،يواوبل ته گيلې سره وکړو،ملامت ئې کړو اووئې بخښو. دسولي اوملي پخلاينې لاره پيدا کول زموږ اوستاسو ايمانی اووجداني دنده ده .

زموږ اوستاسو اولنو څومره پر ځاي ويلي دي :

که ماويل چې ته يي اوتاويل چي ته يي  هم به زه يم هم به ته يي

که تاويل چې زه يم اوماويل چي زه يم  نه به ته يي اونه به زه يم

درنو دوستانو!

تاسو دمشاعرې  لپاره ډير ښکلۍ نوم ټاکلی دی .اوبه دلوي څښتن هغه نعمت دی چې په برکت ئې په الا هي حکمت سره هرڅه راژوندي کيږي . لوي څښتن اوبه نه يوازي  دانسانانو اوحيوانانو دژوندی ساتلو وسيله گرڅولې بلکه په طبعت کښي ټول شيان اوبوته اړتيالري،که اوبه نه وی ژوند ناشونۍ دی . همدااوبه ټول بشريت  ته دسولی اوژوند پيغام له ځان سره راوړی ،هيله موداده چې دادرنه اوپرتمينه مشاعره دهلمند ولايت غيرتی خلکو اوټول افغان ولس ته دسولی اوملي تفاهم پيغام اوسي .
عفه غواړوپه نه شناخت کښې بېله دېنه چې ستاسوددرنې مشاعرې  په پروگرام  اوپاليسۍ پوه شو په جرأت سره موخپل نظر درسره شريک کړ. هيله مند يو چې دادرنه مشاعره په خوښئ اوبری سره پاي ته ورسېږي  .
موږدلته په سوېډن کښي ستاسوپه خدمت کښي يو .
موږ پداسي حال کښي چې ددې درنې مشاعرې دجوړونکو اوکوربانه دغه نيک اوپرځاي اقدام ته دقدرپه سترگه گورودلوي څښتن څخه تاسواوټول  افغان ربړېدلي ولس ته دښېرازه اوبسياژوند هيله کوو.

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور