د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی صاحب ! ايا اغا ماماهم په دې فرمان کي شامل دی ؟

رنګين احمدزی 16.05.2008 00:18

لومړۍ برخه

له دوو ورځو راهيسې افغان رسنۍ د ولسمشر کرزي په حواله يو خبر خپروي، چې ولسمشر پکې د خپل دفتر (جمهوري رياست) او کورنۍ (کرزيانو) له نامه نه د ناوړې ګټې اخيستونکو په اړه صادر کړى دى، د فرمان له مخې هيچا ته دا اجازه نه ورکول کېږي، چې له پورتنيو نومونو څخه شخصي او غير قانوني استفاده وکړي.

دا خو پر خپل ځاى ډېره ښه خبره ده، خو دا چې ولې دومره ناوخته؟ يوازې به په دې اکتفا وکړم، چې ټولټاکنې (انتخابات) را روان دي.

په کندهار کې خو چې له پورتني امتياز نه تر ټولو بده استفاده کوي، هغه د جلالتماب ولسمشر ورور دى.

دلته چې هرې دولتي ادارې ته څوک ورشي حتماً به په لوړو پوسټونو کې يو او دوه داسې کسان ومومي، چې د کرزي صاحب کشرى ورور احمدولي خان به په کورني نامه (آغاماما) بولي.

دا نو د کندهاريانو طالع ده، چې يو ځل د کوکو آغا (ګل آغا شيرزي) او اوس د آغاماما د کورنۍ له لاسه کړېږي.

په دې کسانو کې يې څوک اهل او څوک داسې نا اهله وي، چې که پر پاسپورټ يې د آغاماما ويزه نه وي، ولاکه يې څوک د پياده په توګه لا مقرر کړي، خو د آغاماما په فرمان که رياست نه وي، د مديريت ترلاسه کول خو ورته دومره آسان د‌ى، چې ته به وايې د پلار او نيکه حق يې دى.

په دې کسانو کې يې اکثره ډېر کم عمره او بې تجربې ځوانان دي، چې نه يې د سواد کچه د دې مقام وړ وي او نه هم اداري قوانين مراعتوي، ځينې ځوانان خو يې لا د اخلاقي فساد بګراونډ هم لري.

او تر ټولو خطرناکه لا دا چې ځينې يې په داسې تعليمي ادارو کې درولي، چې د بد اخلاقيو له امله يې د زرګونو معصومو زده کوونکو راتلونکې خرابېږي.

زما د پورتنيو ادعاوو د زبات لپاره يوزاې د کندهار د ښوونې او روزنې د رياست په چوکاټ کې د درو (٣) داسې کسانو مثال وړاندې کوم، چې هم په اخلاقي فساد تورن دي او هم د آغاماما لاس پر پروت دى.

څنګه چي له دغسي ترخو او نا ويلو پېښو څخه د پردې پورته کول يوازي دملي او کلتوري ګټو ساتلو په موخه او د مسولو چارواکو د سرخلاصي په نيت کېږي نو له دې امله په دې ليکنه کي د نومونو له څرګندولو ډډه کوم .

د کندهار د ښوونې او روزنې په رياست کې يو لړ رتبه ځوان چې له ډېر پخوا نه د اخلاقي فساد سابقه لري او په تېرو پارلماني انتخاباتو کې يې ځان هم کانديد کړى و، له خپلې دندې او د آغاماما له زور نه د خپل يوه بل بد اخلاقه ورور په دفاع کې ډېره بده استفاده کوي.

دا ځوان چې د دوى د ادارې د کارکوونکو په وينا خپله هم هيڅ اداري اصول نه مراعتوي، څوک ورته د څه ويلو جرئت ځکه نشي کولاى، چې احمدولي خان (آغاماما) يې پر سر ولاړ دى.

پورتني کس يوه ورځ د دفتر د حاضرۍ پاڼه په داسې حال کې د ښوونې او روزنې د رئيس مخې ته څيري او هغه ته يې سپکې سپورې وويلې، چې نوموړى يې پکې څو ورځې غير حاضر نيولى و.

د دې ښاغلي ورور چې يو وخت د کندهار د ميرويس ليسې او وروسته د کاکاسيداحمد ليسې او اوس بيا د کومې بلې ليسې مدير ټاکل شوى دى، په هره ليسه کې د خپل واک او په اداره کې د خپل مشر ورور او آغاماما په زور د ښوونځيو د معصومو زده کوونکو په سرنوشت لوبې کوي،دا ځوان په يوه او بل نامه د زده کوونکو په ځورونو او آن پر هغوى باندې په جنسي تېريو تورن دى.

نوموړى کس د زده کوونکو د شکايتونو له امله له يوې ليسې څخه بلې ته او له هغې څخه بلې ته تغير او تبديل کېږې، خو دا چې د آغاماما ((عزيز)) دى، نو ځکه له عدلي تعقيب نه خلاص دى.

دريېم مثال مې هم د احمدشاه بابا په ليسه کې يو بل ځوان دى، چې مخکې يې فټبال هم کاوه او اوس ويل کېږي چې د ملي امنيت په رياست کې د آغاماما باوري کس دى.

دې سړي د احمدشاه بابا په ليسه کې د متعلمۍ پر وخت داسې کارونه کول چې تا به ويل د دې ليسې مدير دى.

پر دې ځوان چې هم د آغاماما لاس پروت دى، د متعلمۍ پر وخت يې په ليسه کې له خپل دوق سره سم آن د استادانو د ټاکلو او ليري کولو واک درلود.

دغه ځوان د خپل هغه بد اخلاقه معلم په قضيه کې ښکېل و، چې له احمدشاه بابا ليسې نه د ښوونې او روزنې د پخواني رئيس له خوا د اخلاقي فساد په جرم کومې بلې ته تبديل شو. د پخواني رئيس حيات الله رفيقي صاحب په خوله دې يې خداى کوي، چې ويل يې په دې قضيه کې آغاماما خپله څو ځله په تلېفون کې د دې مفسد استاد د نه بدلېدو غوښتنه ځني کړې وه.

اوس نو کرزى صاحب دا راته ووايه چې آغاماما (احمدولي خان) هم په دې فرمان کي شامل دى که څنګه ؟

نوربيا