د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاباس چکچکې پر وکړئ!

حبيب الله غمخور 15.05.2008 18:04

بزک بزک نمر، جو  لغمان ميرسد

دروان کال داپريل پر ۱۳ نېټه دجمهوري رياست دارگ دماڼی په يوتالار کي دافغان بزگرو اودولت د يوشمير لوړپوړو چاواکوپه گډون غونډه جوړه شوې وه .
ويل کيږي پدې غونډه کې چې دپاريس کنفرانس ته داماده گۍ لپاره له بزگروسره دمشورې نوم ورکړه شوی و ، دافغانستان ديو شمير ولايتونو دبزگرواستازو گډون  درلود.
له ولس سره مشوره هر څومره  چي وی ډير ښه کاردی ،مگر هر کار خپل وخت اوزمان لري  .زه دانه وايم چي دپاريس دکنفرانس  دجوړېدو په درشل کي له افغانانو اوله هغه جملې له بزگرو سره مشوره بې وخته ده .
سوال دادی چې دافغانستان په اړوند دالومړی کنفرانس ندی چي جوړېږي ،په توکيو،برلين ،لندن ،بن   او رومانياکي ورته کنفرانسونه جوړ شوه ،خو هغو کنفرانسو ته دخلکو دنظرياتو او وړانديزونودراټولولو لپاره کومه غونډه جوړ نشوه . هر ځل چې  نړيوال کنفرانس جوړ شوی دئ بېله دېنه چې دنظردخاوندانوسره مشوره وشی جمهوررييس دولتي لوړپوړو کسانوپه ملگرتياپه هغه کي برخه اخيستې ده .
که دانرخونه لوړ شوی نه واي اوامنيت له دومره جدی گواښ سره مخامخ شوی نه واي  اودخلکو چيغي آسمان  پورته شوي نه واي فکر نه کوم چې داځل دي هم له بزگرو ياکښته گروسره مشوره شوې واي  .سوال دادی چي ولی يوازي دبزگروسره مشوره کيږي ؟ دپاريس دکنفرانس اجندا دافغانستان دبزگروسره دمالي مرستو څېړلو مسله نده، بلکه  دافغانستان سره دنورو مالي مرستو اودورکړه شوو مالي مرستودلگښت پر اړخونواوپه افغا نستان کي دکوکنارو دکښت دکمېدومسله اودامنيت دراوستو لاري چاري سنجول د پرمختگونو،ستونزو،د ادارې نظام  پياوړتيا اواداری فسادڅخه خلاصون ئې اجندا ده ،البته نور مسايل چي په هغو دعوامو خلکو خبرېدل اړين ندي هم ممکن پدې غونډه کي مطرح  شي . که په  رښتيا له افغانانو سره دمشورې خبره مطرح اواړينه وه ،چې تل اړينه ده بايد زموږ دټولنې دټولو قشرونو له استازو سره يوه پراخه  مشورتی غونډه  جوړه  شوی واي اوپه افغانستان کي دپخوانيومرستو دلگښت دشيوې اونوو مرستو دغوښتنو اوپه کومو برخو ياسکتورونوکي دهغوي دمصرف پر ډول خبري اومشوري شي واي ،چي متاسفانه داکار ونشو . زما په باور داددې  لپاره چې دخلکو قهر اوغوسه راټيټه شوې وي  يوه فرمايشي درې ورځنۍ  غونډه دخلکو اونړيوالو دغولونو لپاره راوبلل شوه ،تر څو دپاريس په کنفرانس کي دنړيوالو په وړاندي  څرگنده کړی چې ددوي سره ولسی ملاتړ شته اودوي دافغان ولس وړاندېزونه له ځان سره راوړي دي .
متاسفانه زموږ دولت  دمسايلو داساسي حل لاري خپله هم نه لټوي  اوبيادخلکو دغولېدولپاره کله کله پر هغوهيوادوهم انتقاد کوو چې له تنخوا نيولې ټول توکی دهغوي په پيسو رانيسی  اودهغوي تر پوځی حمايي لاندي حکومت پر مخ بيايي .
ښاغلی کرزی  پخپلوخبروکي  دهميش په ډول  پداسي لهجه  اوبڼه چي گويادخلکو احساسات راوپارېږي  داتعنه ورکول چي زه نور ټوک يادروېزه (خيرات ) نشم راټولولاي دري مياشتي مي لکړ ه پلاس دهرچادروازه وټکول چا څه راکړ اوچابياراته وويل  په وطن کي په پېخرمځکه او اوبه  لرې اوبيازموږ نه خيرات غواړې ؟
زما په اند که ئې داخبره کړې وي  نودايې ښه ورته ويلي دي .فکر کوم نړيواله ټولنه اويادهغه جملې يو شمير هيوادونه نورستړی شول ،همدوي وه چي دامريکاپه هدايت یی اوسنی دولتي چارواکي له يوې اوبلي خوا راپيداکړه افغانستان ته یې راوستلو وروسته ئي پر دولتي څوکيونصب کړل ، دموقتی ادارې څخه  نيولي بياتراوسه ئي ددوي څخه بېدرېغه ملاتړ کړی دئ ،يعنی په حقيقت کي داپر ولس يوه تپل شوې اداره ده ،داهغې نندارې ته ورته ده  چي لوبغاړي ئي  تل له ځانو سره دخلکو ملاتړ تمثيلوي ،خوپه عمل کښي بيا هغسي نده . پردولتی اداره ځکه نه ږغېږم چي دافغان ليکوالو پلاس کي دټولو قلمونو رنگونونه ددوي څخه دشکايت اوپه فساد کې دډوبېدودبرملاکېدو په اړوند وچ شوی دي ،ياپه بله اصطلاح دې دولتی  چارواکو اوس دهر ډول گوت څنډنواوشکايتونوپه وړاندي معافيت حاصل کړی دي ،غوږونه ئي کاڼه اوسترگی ئي ړندې دي .
پدې غونډه کي دښاغلي کرزی موخه دامعلومېده چې دغونډی برخوال پدې متيقين کړ ي چې دکوکنارو کرل ښه کارندی اوموږ بايد نوري غلې دانې  وکرو،ان تر دې  کچی چې تجارت ورباندي وکړو. داډيره ښه خبره ده مگر زموږ په هيوادکي هر څه تر لکۍ نيول کيږي او يوازي دخبروپهلوانان  دی  .
رابه شودجرگې دبرخه والو ارزنې ته :
دغونډي داجندا داله مخی  گويادغونډی برخوال  دهقانان وه ،مگر ښه به داواي چې ويل شوی واي دځمکو دخاوندانو سره غونده جوړه شوې وه ځکه دابزگر نه وه  . په هر حال کله چي به ښاغلي کرزی ږغ وکړ چي د کندهار،زابل،بادغيس ،بدخشان ،مزار شريف ،ننگرهار،سمنگان  يا پکتيانه څوک راغلي دي؟ داهره ډله چي به پورته کېده دوه درې نفره به وه اوله بلي خوا دوي دقومونو مشرانو،دځمکی خاوندانو او يابزگروته  چي په رښتيا سره پر مځکه کارکوي ورته نه برېښېدل داسي معلومېده هغه کسان ئې راټول کړی کوم چې دخپلو دعوو اويانوروکارو لپاره کابل ښارته راغلي وه ،البته يوشميرکسان چي دغونډی په لومړيو څوکوکي ناست وه له کاليونه ئې دا معلومېده چې دهمدې کابل اوياد شما لي  ځينو ولاياتو څخه له دولت سره په همېشنی  تړاوکې خلک دي . په رښتياسره  بزگر دې ډول غونډي ته منطقأ نه را غوښتل کيږي ځکه بزگرخوارکۍ څه کولاي شي هغه دکال له پيل څخه دخپلي کورنۍ لپاره ديوې گولې  وچي ډوډۍ په خاطر دځمکي له خاوندسره گرو وي ،دادځمکي خاوند دي چې بزگرته وايي کوم شی وکره اوبزگربايد هغه وکری  .
  دکرزی صاحب  مشاورينو هغه ته مشوره ورکړې  وه چې پخوانيو دولتي مشرانودخلکودنېکو احساساتو په راپارولوسره کولاي شول يوه ملي ستونزه حل کړی ،خو هغوي خپله پدي نه پوهېږي چې په کومواوڅه ډول خبرو کېداي شي دافغانان احساسات  راوپارول شی .پخوانيومشرانو که داکار کاوه نو خلکوته ئې يوڅه  گټه هم رسېدل اومشرانوته ئي په درنه سترگه کتل ،اوس خوداشپږنيم  کاله  داتکرار خبري او وعدې ورکول کيږي ځکه دخلکو احساسات نه پارېږي اونه هم داخبري پردوي  کوم تاثير کوي . ترټولو مهمه لاداچي پخوانيو دولتي مشرانو هيڅ  وخت په لويو غونډو کې دقومونو پر مشرانو اويادولايتونوداوسېدونکو پر استازو داډول ږغ  ندی کړی اونه ئي دماشومانو غوندي هڅولي دي چې ،واوا،پلاني ولايت  کوکنار ندي کرلي چکچکی ورباندي وکړي ،شاباس چي کوکنار موندي کرلې . مشرانو ته که دامشران وه اودنظر ورکولو کوم صلاحيت ئي درلود داډول شاباسۍ نه ويل کيږي  اونه پدې ډول چکچکې ورباندي کېږی ،داددولتی ډيپلوماسی هيڅ ډول رويش سره سرنه خوری .زه پدي باوريم چي دمشرانو خلکوسره داډول برخورد ددوي شخصيت دماشومانه برخورد تر سيوري  لاندي راولي  .
رابه شودېته چي ولي کوکنار کرل کيږي او څوک ئي کري ؟
دکوکنارودکرلوليوال دوې  ډولي خلک دی :
۱ /  اړ او خوار بزگر  چې  اوس بېله دکوکنارو کرلونه دکورنۍ اړتياوي دغنموپه کرلوځکه نشي  پوره کولای چي دفراغت په وخت  کي اويادده دکورنۍ دبل غړي لپاره بل کوم کارنشته  . ټول همدا يوه کښت اودکښت حاصيلا توته سترگی په لاردی  .
۲ / دکوکنارو اوهيروئينو سوداگر  : دکوکنارو اوهېروئينو سوداگر دي چي بزگر اړباسي تر څوکوکنار وکری . سره له دې چې له بزگرنه دهغه برخه په ډيروناچيزه پيسو رانيول کيږي اوټوله گټه ئې سوداگرته رسېږي  . اوس په افغانستان کي دکوکنارو کرکيله دکورنيو اوبهرنيو مافياپلاس کښي ده ،هغوي پرېکړه کوی چي څه وکړی .
دولتي چارواکي اوپه سر کښي ښاغلی کرز صاحب پدې ښه پوهېږي چې دکوکناروکاروبار څوک کوی  اوکه لږ نورهم پسي علاوه کړو ددې دولت بهرنی پلويان هم پدې پوهېږي چې څوک داکوکنارکري اوهيروئېن ئي دخرڅلاوکومو بازارته وړاندي کوی  .
دوې هفتې وړاندي مي له يوې راډيونه واورېدل چې کوم امريکايي افسر يابل کوم شخص ويلې وه، بلې موږ ئي وينو چي په هلمند اوکندهارکي کوکنار کرل کيږي ،خوموږ سترگي پر پټوو ځکه دوي بل کوم عايد نلري  کله چې سوله راغله بيابه دستونزه حل کړو،اوداسي نوری خبري ... .
جالبه داهم ده چې ددولتي چارواکو لخوا دکوکناروپر خلاف تبليغات او مبارزه  هغه وخت زور واخلی  کله چې دکوکنارو دنېښ وهلويعنی حاصل دراټولېدو وخت راورسېږي . په هغه وخت کې نو دهغه بېچارکوکنارماتېږي کوم چي  له دولتی چارواکوسره ئي معامله نه وي کړې  .سږکال خومي لادانوي هم واورېدل چې  په هلمند کي دولتي پوليسو هم دطالبانو غوندي دتارياکو عشر ټولاوه . گوری  شپږ کاله تيرشول اوپه مليونوډالر دکونار دکرلو پر خلاف مبارزې په نامه  له بهرنيوهيوادونه تر لاسه شول ،مگر دتارياکو اوهېروئينو توليد ددي پر ځاي چي کم شي ډير شو،دبېلگې په توگه په ۲۰۰۷ کال کي دتارياکوتوليد (( ۸۳۰۰ )) ټنه ته ورسيد ياپه بل عبارت داڅلورم کال دی چي افغانستان  دتارياکو اوهيروئينودتوليد په برخه کي په ټوله نړۍ کي لومړۍ مقام ترلاسه کوی . داچي همدا دهيروئينو په پيسو په کابل اونوروښاروکي آسمان خراشه تعميرونه  جوړېږي  اوياکله ناکله  ناخوښه کسانوته غاښونه چيچل کيږی  ټولوته څرگنده خبره  ده اوس ئي دبحث وخت ندی .
داډير اوږد بحث دی چي دکوکناروکرکيله څنگه ورکېږي اودرواج ريښې ئي چيري دي اوڅنگه بايد وچي شي ، خويوخبره لنډه اولمرغوندی څرگنده ده چې له ښاغلي کرزی  صاحب څخه نيولې بياتر وروستی دولتي مامور پوري ددې ناوړه  بوټي دورکېدوپه چاره ټول پوهېږي،اوپدې هم ټول پوهېږي چي تر اوسه پوري ددې بوټی دور کېدوداساسي لاري چاري دپلي کيدولپاره دولت اودهغوي بهرنیو پلويانوولی کومه ملي طرح نده پلې کړې ؟
کرزی صاحب وايي :  نور ديوه کرنيز هېواد د ولسمشر په توگه نه شي کولاى د خوراکي توکو لپاره نړيوالو ته لاسونه اوږده کړي . ‌ BBC
سوال داپيدا کږ ي چي تاسو ديوه کرنيز هيوا دمشرپه توگه پدي شپږکاله کوم داسي کارترسره کړ چي هغه دي په افغانستان کي دزراعت  اومالداری په گټه تمام شوی وي  ؟تر څو تاسو مجبورنشئ دډوډۍ لپاره نړيوالوته لاس اوږ دکړی .
که څه هم اقتصاد زما مسلک ندی  دافغانی اوبهرنيو هيوادو اقتصادپوهانو له ليکنو څخه دومره پوهېږم چې په افغانستان کي له غربۍ پرمخ تللي نړی څخه راکاپي شوی دازادبازارپه نوم اقتصادي سياست پلی کيږي ځکه ئې پايلي دادی چې اوس خلک عادي خواړه اوياداسي توکي نلري چې خېټه پرې مړه کړی اوپه هيواد کي نږدې درې ميليونه وگړی په ورځ کې يوځل  ددې لپاره چي ژوندی پاته خپله گېډه په کوم شي ډکوي  داچې خپل دزړه ټوټه (اولاد) پلوری داخبره خو آن عرش عظيم هم په لړزه راولي  . اړينه خو داوه چې دافغانستان اقتصادي اوټولنيزو شرايطوته ورته هيوادولکه  دمرکزي اسيا، افريقايي اومنځنی ختيځ   دځينوهيوادو له تجربونه گټه اخيستل شوي واي . کوم عقل داومني په ((۳۰ کلن ))کورنی  اوبهرنی ناوړي کړکېچ  اوسياليو کښي راښکېل ويجاړ هيوادکې چي هيڅ ډول اقتصادي بيس اوبنيادنلري دآزاد بازار خبره کيږي .تاسو وينۍ چي  دزراعت په اړوندخو ئې  خپله ښاغلی کرزی وايي پر ټپه ولاړ دی، دتجارت په برخه کي ويلاي شوزموږ هيواديوازي دگاونډ يو هيوادو دبې گټي توکو دخرڅلاو بازاردی ،کومي وړې توليدی پروژې چې په لومړی سرکي جوړي شوې  هغه دهمدې ازادبازار دناولی شعاراواقتصادی سياليوقرباني شوې . موږ په بهرکي دپلورلوکوم شۍ نلرو،دڅو تختې غاليو اوياټغرو په پيسو وطن نه آبادېږي ،صنعت مودآزادبازارترشعارلاندي له خاوروسره خاوري شو،هغه څو وړې فابريکې چی له پخوانه را پاته وې دقدرت پر خاوندانو وپلورل شوې داچي هغوي به پرې  څه کوی دادهغوي کاردي  اوځيني ئې بيازنگووخوړې اوتعميرونه ئې په خرابه بدل شول . پدې شپږ کاله يوه داسي فابريکه جوړه نشول چې توليد ولري اوخلک پکښي کار وکړی ،ترمځکي لاندي شتمنی خودمحلي واکدارانوپلاس کې ده څنگه چي ئي زړه غواړي هغسی ئي راباسي اوپلوري ئې  .
ددې لپاره چې زموږ دولس اقتصادی اوټولنيزي ستونزي په اساسي نشکل حل شوی وي اړينه برېی چې دولت دزراعت  ،مالداری  ،صنعت ، ځمکني اوهوايي ترانسپورټ ،تجارت ،نفت اوگاز اونورواقتصادي برخو کې له همدې مرسته شويو پيسونه په استفادې سره ملي سرمايگزاری وکړی ،دافغانستان  اقتصادي اوټولنيزي ستونزی دافغانستان په اوسنيو شرايطوکښي دازاد بازار داقتصادي سياست  په پلي کېدو نه حل کېږي .اونه هم پدې درويزه غوندي راټولی شوی ماليې باندي ټول دولتی کاروبار پر مخ بيول کېداي شي .
يوه نوې وياله ،بند اوزراعتي پروژه پدې  شپږ کاله نده جوړه شوې .کله چې دولتي چارواکي دسلگونوزره ډالرو په لگښت  دپروژودپلي کيدو اوږدراپور ورکوی نوهلته سړۍ گوري چې دوي که کوم کوچنۍ پلچک جوړ کړې وي ،يائې پر څومتره مځکه شگې اچولي وي اويائي له ريگو ډکي څوبوجۍ درودغاړي ته دسيل دمخنيوی په خاطر اچولي وي دوي ورته پروژه وايي .  همدلته مي يوه خبره راپياد شول ،دوې هفتې وړاندي مي له کومي راډيو واورېده اوکه مي چيري ولوستل چې دکابل ښار په منځ کي تيرشوی سيند دسيلابونو دمخنيوی په خاطر دپلچرخی په سيمه کي د((۶۰ )) ميليونوافغانيوکه ډالر و ه په ارزښت  له ريگو ډکی شوی بوجۍ دروديوې او بلي غاړي ته اچول شوی دي . تاسو خپله قضاوت وکړی  په دومره پيسو دايمي کانکرېټی ديوال جوړېداي شو، مگر چارواکو لوټه په اوبوکي کښېښودل اوپر تيرشول .
که ئي رالنډه کړو داسي معلومېږي چې دافغانستان دولتي چارواکي فکرکو ي په پار يس کي  دنړيوالي ټولنې غوالنگه ده اودوی کټوی وراخيستی دي چي وئي لوشی ،مگردالوشول شوی شيدي به بياهم دهمدغو اموخته اولاس بروکسانوددسترخوان خواړه وی  . دخيرات  پيسي که پدې ډول مصرف شي چي همدا اوس مصرفيږي په افغانستان کي به هيڅ ډول  ټولنيز اواقتصادي مثبت تغير رانشي ،همدابه ئي زراعت اوهمدابه ئي تجارت اوصناعت وي .
کرزی صاحب خو خوشحاله ښکاېده چې داځل په پاريس کي بيايود ۲۶ ميليارده ډالرو سپين چک لاسته ورځی  اوپدې غونډه کې ئې  وويل چې داپيسې به دافغانستان  د آبادئ لپاره لگېږي ،دده په وينا((۲،۵ ))ميليارډه ډالره دکرهڼې ،((۱۰))ميليارده ډالره داوبو لگولواوبرېښناپه چارو اوداپاته پيسې دبياودانۍ په برخه کي مصرفيږي،مگر اوس ولس دهيچا په خبره باورنه کوی اوپدې  پوهېږي چې دادحاکميت ددوهم ځل لاسته راوستو(انتخاباتي کمپاين)لپاره  يوبل مالي اومادي چانس دی ! وبه ئې گوروکه دا اداره وه يوبل کنفرانس به هم جوړ سي دا((۵۱)) ميليارډه ډالره به ورک شی دولت به ئې پر دونر هيوادواو انجوگانو تاوانوی اوبهرنيان  به وايي وروره موږ تاسو ته پيسې درکړې اوس حساب راکړئ چې پسې څه شوې ؟خودحساب اوکتاب سړی به ورک وی  .تاسو خپله فکر وکړی داسي يودولت چې خپله جمهوررييس ئي وایې : '' اوس هم په افغانستان کې داسې کورنۍ شته چې خوندي نه دي، اوس هم داسې سيمې شته چې افغان حکومت د دې توان نه لري چې له زورواکانو نه پوښتنه وکړي او د دغو سرغړونو مخه ونيسي او يا هغوى ته سزا ورکړي. اوس هم په دغۀ هېواد کې داسې کسان شته چې قانون تر پښو لاندې کوي. زۀ طالبان او ترهگر نه يادوم، زۀ نور خلک يادوم. اوس هم داسې خلک شته چې د وسلې، پيسې او سياسي ځواک په کارولو سره دا امکانات هم لري چې د افغانستان د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي. دهغۀ څۀ په برخه کې چې افغان حکومت پاتې راغلى هغه د افغانستان د خلکو د بشري حقونو خونديتوب دى.'' BBC
ياهغه دولت چي دبشري حقوقو نړيوال سازمان اوملگروملتونه ئي پدې گرم بولي چي : افغان دولت بشري حقونه نشي خوندي کولى . BBC
ښاغلی قانونی  چي دپارلمان رييس دي وايي چې  :رئیس شورای ملی کشور آقای محمد یونس قانونی میگوید که دولت افغانستان فاقد یک استراتیژی ملی است ودرصورت عدم تغییرات بنیادی درکشور، آینده افغانستان نگران کننده است .شبکه اطلاع رساني افغان
اولوي څارنوال ئې  بياپه ډاگه دامنی چې محکمې ته  دزورواکانو درابللو اوله هغوي نه دسوال کولوتوان نلري . دبېلگې په توگه داپريل پر ۱۵مه دبې بي سي دخبر له مخي  چي ليکی : د افغانستان لوى څارنوال په ځانگړې توگه د چا نوم وا نه خيست خو ويويل د افغانستان د ولسي جرگې ٢٢ استازي په بيلابيلو جرمونو تورن دي . ښاغلي ثابت يوې خبري غونډې ته وويل د ولسي جرگې ځينې استازي په وژنو، اختلاس جنسي تېريو او په ناقانونه توگه د مځکو په ولکه کولو تورن پېژندل شوي دي . نوموړي زياته کړه که څه هم د ولسي جرگې له اړوندو چارواکو يې غوښتي چې تورن استازي دې د پوښتنو گروېږنو لپاره څارنوالۍ ته واستوي خو تر اوسه د ده په وينا پر دغې غوښتنې چا غوږ نه دى گرولى . BBC
داڅرگندونې ددې روښانه بېلگه ده چي دولت شوړېدلی اوهر سړی هغه دچاخبره پاچادی ،ځکه نړيوال دافغا نستان سره په مرستو کې له احتياط نه کار اخلی اوپوښتنه کوی چې پيسې څه شوې اوپه کوموبرخو کي مصرفيږي؟ 
ښاغلي کرزی خپله وويل چي  نړيوالي ټولنې موږ ته ۲۵ ميليارډوډالرو مرستو وعده  پخواراکړې ده ،سره له دې چې نړيوالي احصائيې بياداشميره زياته ښکاره کوي وایی تر اوسه په افغانستان کي نږ دې ۳۹،۵ ميليارډه ډالره لگېدلی دي ،خوپه هر حال که دا ۲۵ ميليارډه ډالره ومنواودهغو نيمايي دولت تر لاسه کړي ا وسي اويادانجوگانو لخوا لگېدلي وي پايله ئې داده چې :
۱ / دافغانستان زراعتی سيستم له پخوانه ويجاړ شو. دهلمند او ارغنداب ،ننگر هار ،نبد کمال خان ،سلمااو نورو پروژوباندي پدې شپږ کاله يو غيران ندی مصرف شوی . په ډيرو ولايتو کښي دهغه جملې د ننگرهار ولايت په زراعتي مځکوکي تعمرونه  جوړېږي  اوداتعميرونه هم دواکدارو اوپخوانيوقوماندانانو اودتنظيمو دمشرانو لخواجوړېږي  اوپه گران قيمت پر پيسه لرونکو پلورل کيږي . داپروسه  په هلمند،هرات ،کندهار اود افغا نستان   په يوشمير شمالي ولاياتو کي  هم روانه ده .ددې پايله داشوه چي زراعتي دولتی مځکي په ارزانه قيمت دحاکمانولخوا ترلاسه کيږي اوپه گران قمت پلورل کيږي هغه چې پدې سيمو کي غريب وه تر هغه ئې لاژوند خراب  اوبې کوره شواوهغه چي يوعادي قوماندان اوپه تنظيم پوري تړلی سړۍ واو اوس هم يوڅونفره له ډاره گويادهغه ملاتړی دي تر سږموپه ډالروکي لوبی کوي  .
۲ / په افغانستان کي په زرهاو جريبه دولتي مځکه شته هغه بايد خړبه اوپر لږمکو ووېشل شوي واي چي متاسفانه دولت پدې هکله هيڅ ډول پلان نلري اونه هم غواړي چې دولتي مځکه کرونگروته وړيا ورکړی ،همدا ډول دافغانستان په زياتو سيموکي کاريزونه دي ،نه دکاريزودپاکولو اوژورولو لپاره کار شوی اونه ژورڅاگان ددې لپاره چي دځمکی له تل نه اوبه راوباسي اودکرهڼي چاري پرې سمبال کي  ايستل شوی دي فکر نه کوم چي په رالونکی وختو کښي دي هم داکار تر سره شي . په افغانستان دکښت لپاره دولتي دومره مساعده مځکه شته  که هغه تر اوبو لاندي شي  اويادژورڅاگانودکيندلو پوسيله خړوبي شي په ټول هيوادکي  به يونفر هم بېله مځکي پاته نشي ،دابه هغه وخت وی چې ووايو اوس کولاي شوخپل زراعتی محصولات په بهرنيو بازارو کي وپلورو . افغان کروندگر له حکومته غواړي چې دوى ته اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سرې،تراکتورونه  سړې خونې او د حاصلاتو د راټولولو او کرلو لپاره نوې ټکنالوژي او د اوبولگولوسيستم برابر شي او د افغانستان دوديزه کرنه په عصري  بدله شي . خودولت داکار ددي لپاره نه کوي چې ددوي شعار صنعتي  اوزراعتي سرامايدار زېږېده اوبې ساري حمايه ده،چې نوم ئي ورباندي د آزاد بازارسياست ايښۍ دئ .
 ۳ / دولت مکلفيت لري  په هيوادکي دخوراکي موادودکمښت دمخنوی اواقتصادي بنياددتقوېې په خاطر زراعتي فارمونه ولري  . اوبزگروته د اصلاح شوی تخمونودورکولو تر څنگ هغوي  بايد دولتي اوندو اداروتر همېشنۍ حمايې  اوپاملرني لاندي وي  .
۴ / دولت مکفيت درلود چي دمځکواوباغونودحاصيلاتو لپاره ئې کورنۍ اوبهرنۍ بازار پيداکړی واي مگر داکار یې ونکړ پايله داشول په شمالي کي انگور،په مزار شريف اوقندوزکي خټکی اوهندوانې وراسته شول ،په وردگوکي مڼې اونوري ميوې په درختو پور وچي اوياورستې شوې ،په کندهار،روزگان ،هلمند ،زابل اولوگر کې همدا ډول حالت و.  مگرپدې دسترگو ليدلي حال  کي  بياهم کرزی صاحب وايي  کوکنار مه کری .
ښاغلې کرزی صاحب !  دغه شنه گلفی چي له ننگرهانه راوړل کيږي اوتاسوته ئې درپخوی تاسو پوښتنه کړې چې داله کومه شول اوياپه نوروسيمو کي هم کرل کېداي شي اوکنه ؟ً که کرل کېداي شي دزراعت له وزيرصاحب  نه مو بېله  غونډی پوښتنه کړې ده چي هغوي ددې شنې گلفۍ دکښت په رواجولوکي څومره کارکړی دی . يوعادي سړئ په غونډه کي نارې وهي چې دولت دي مرسته راسر ه وکړی موږ  دکوکنارو دکښت مخه نيسو خودهغه سوال ته څوک جواب نه وايي اونه ئي خبره اوری  .
دهلمند په ولايت کي پندانه (کالکه ) کرل کېده،اوس ئي کښت په ټپه ولاړدی داځکه چې دولت دازادبازار په نامه زيار باسي دهلمند دپختې اوغوړيودتوليد فابريکه پدې نامه چي توليد نه کوي پر يونازولي وپلوری ،دهلمند دسنگ رخام فابريکه هم دهمدې سرنويشت انتظار باسی ،داچې دنغلو،سوربي ،ماهيپر ،بندونه کوم حالت لری ،او يادکجکی بندڅخه ولي لازمه استفاده نه کېږي دخپل وزير صاحب  نه پوښتنه وکړی  .اوس په شمال کي دکودبرق فابريکه هم  دخپل نوی څښتن  لار څاری اوهمداسي دافغانستان ټولي صنعتی پروژې .
۵ / نړۍ ځکه بايد ستاسو سره مرسته ونکړی چي افغانستان دخپلو اوسېدونکو لپاره دزراعت پوره  مڅکه او اوبه لري ،مگر دولتي چارواکي دهغوي  څخه دسالمي استفادې  په منظور سالم پلان نلري . که رښتيا سره ووايو،زموږدولتي چارواکي دخپل ولس سره دوه مخی سياست چلوی ،دبېلگې په توگه همدا نن ورځ  چي  مامقاله ليکل  دايران  اوپاکستان په اړه دوه خبره واورېدل هغه داچي ،دبهرنيوچارو وزارت  دايران  دسفارت يوکارمند اظهارکړی وچي هغوي ته دايران پر پوله دافغانانو دبېگناه وژنې په هکله خپله ديپلوماتيکي خواشينی څرگنده کړی ،اوبل ځاي بيادازادي راديوپه يوه خبري ناسته کي  يوښاغلي وويل چې موږ له ايران  اوپاکستان سره ډير ښه اودوستانه اړېکي لرو،ايران تر ۴۰۰ ميلينو ډالروزياته مرسته زموږ سره کړې ده،خو دفراه والي اوقوماندان  بيا بېچارگان چيغی وهی  چې ايران زموږپه کورنيو چاروکي مداخله کوی اوددولت مخالفينوته وسلې ورکوی ،داچي پاکستان  دنوي حکومت په شتون کي هغه دچاخبره زموږدهيواد په اړوند تر پخوانۍ  (( کفن  کښ))  هم ظالم  اومکاردی داخوپر خپل ځاي پرېږده .
ښاغلی کرزی اونوردولتي جگپوړي چارواکي ولس ته عجيبی اوغريبی وعدې ورکوی اويوه هم نه عملي کوی . اوس دادی ورته وایی صبر وکړی دپاريس غوالوشواوډيري پيسې به راوړو هر څه به ښه شي خوزه پدي باور يم چي همدا اش اوهمدا کاسه به وی ،وايي آزموده را ازمودن خطاست  .
موږ دازبکستان ،ترکمنستان  او ايران څخه برېښنا رانيسواوترکابله ئي رارسوو،داچي دبرېښنا لين څومره قيمت لري ،اوپه دغه واټن کې څومره انرژي ضايع کېږي پدې مسلکی کسان ډير ښه پوهېږي .
دپخوانيو بندودبيانوي کېدو اوپه نوي تخنيک دسمبالېدو،دکنړپرسند باندي دلوي بند دجوړېدو اودهلمند سيند داوبو رامهار ېدوپروژ باندي  ولي بهرنۍ مالي مرستی نه لگېږي ؟ اودابد لپاره دبرېښنا دکمښت څخه ځان نه خلاصوو؟ که دډيورنډ منحوسه کرښه ظالمانه ده له ايران سره دهلمند داوبودموسی شفيق قرادادهم تر هغه کم ندی  .ايران پر موږ تيل خرڅوی خوموږ دوي ته اوبه چي اوس دتيلو حيثيت لري مفتي ورکوواوهمداډول مودکنړسيندپرېمانه اوبه دپاکستان  په خدمت کښي دی .زموږ دولتي چاواکي نه غواړي ايران اوپاکستان له ځانوخفه کړ ی .که دآموسيند منځ زموږ اوگانډ تر منځ سرحدی کرښه ده نودا پدې معنا چي موږ دآمودسيند له نيمايي اوبوڅخه داستعمال حق لرو،اوس تخنيک دومره پرمخ تللۍ چي په ډيره اسانۍ سره کولاي شوله دغو اوبونه دهيوادپه کرنيزه برخه کي پراخه اوپر ځاي استفاده وکړو،خونه ئې کوو. همدا ډول په افغانستان کي په سلهاوو داسي پروژې شته چې په لږ مصرف سره کېداي شي زموږ اقتصادي اوزراعتي ستونزي حل کړي ،مگر بدمرغی دلته ده چې دولتي چارواکي اوياکه په زرغده وويل شي دولت له ملت نه بېگانه اوچارواکي ئې په افغانستان کي دمصافر وپه دود شپې سباه کوي .
کرزی صاحب په خپلو خبروکي وويل چي موږ تيره ورځ دنړيوالي ټولني داستازوسره دومره چنې ووهلې اوزاری مو ورته وکړئ که قيصه درته وکړم  خداي اوراستی  که  ژوند خوند خوند درکړی  . بلې همدومره چنې وهل شوی اوبهرنيانولمن نيول شوې ده . دځينو معلوماتو له مخي داپريل پر ۱۱ او ۱۲ نېټه دافغانستان ددولتي مشرتابه اونړيوالي ټولنې پر همدي خبره جنجال وچي هغوي ويل درکړه سوی یپسې څه شوې ؟ اوپايله ئي ولي منفي ده؟ اوبله داچي هغوي پر دولتي کارمندانواو ادارودومره اعتبار نلري چي ټول پيسې دهغوي له لاري مصر ف کړی مگر دولتي چارواکوپردې ټينگاردرلود چي ټول پيسې بايد ددوي له لاری په افغانستان کي ولگېږی . ددواړوخوا تر منځ يونيم بنده موافقه تر سره شوېده .مگر په هر حال نړيواله ټولنه دخپلو دومره مصرف شوو پيسوله پايلو څخه راضي نده او غواړي دپيسوپر لگښت  دکنټرول  يودقيق ميکانيزم رامنځته کړ ي .
افغانا ن هيڅ وخت نه غواړي دخيرات اومينت ډوډۍ وخوری ،متاسفانه اوسني دولتی چارواکي دوي دېته اړباسی چې دادمينت پېټۍ پر اوږو يوسی  . که په هيواد کي دهيوادوالو لپاره کټورکارواي  ،توليد موجودواي اوخلکو پيسې گټلاي دادلوږي ستونزه به هيڅکله نه واي  رامنځته شوې .
تاسوخپله قضاوت وکړئ يودولت چي خپلوڅو زرومامورينوته  دکوپون دورکول څخه عاجز وي  له هغه دولت نه دکومومرستواوکارو طمع کېداي شي ؟ پارلمان دولتي مامورينوته دکوپون دورکړي دقانون مسوده له ودلت نه غواړي په مقابل کي دآزاد بازار پلوی دمالې وزير صاحب  وايي دآزادبازار په شرايطوکي  دولت مامورينوته دکوپون دورکړې توان نلري  .
پردې به  ئې ختم کړو چې دپاريس  په کنفرانس کي به وعده شوی پيسې هم  کومه عملي اوڅرگنده  پايله اوگټه ونلر ي تر هغوچي دولت په افغانستان کي دزراعت ،مالداری ،صنعت  اوتجارت  په برخه کښي معين  پلان  اودهغه دپلې کېدو لپاره عملي طرحه ونلري . په بهرنيومرستو دمصرفي توکوپه رانيولوسره دافغان ولس اقتصادي ستونزی په اساسی ډول نشي حل کېداي .همدا به لوږه وی اوهمدا بيکاری اودکوکناروکښتونه . داچي دکورنۍ جگړې اوبېگناه انسانانو وژنودپروسې پايلي به څه وي  لاتر اوسه نه معلومېږی  .
ممکن بهرنيان دماتي نه خوړلو له ډارنه دمرستی کچه تر ا((۵۱)) ميليارده  ډالرو پوري اوچته کړی اوداگوياسنجول  شوې  مرسته ومنی ،خودورکړې وخت به ئې لږ اوږدکړی . مگرکه همدا اقتصادي سياست ،چوراوچپاول وی ،دولتي اداره په فساد کي همدومره غرقه اود هيرو ئينوکاروبار چالان وی ، دبهرنيانو په مرسته ددولتي څوکيوپر سر سياسي سيالي په همدې خرپ رواني وي،خداي د پر دې کړېدلي ولس  خپل رحم  اوکرم  وکړی  . ومن الله توفيق