د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبنديانو ګنډلې شونډې اود چارواکيو تېرې تورې

محمدحسن حقيار 12.05.2008 19:57

له يوې اونۍ څخه ډېر وخت وشو چې دکندهار په مرکزي زندان کې زندانيانو کلک اعتصاب پيل کړى ، خپلې شونډې يې ګنډلي او حکومت ته يې خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي . زندانيان وايي چې چارواکي ورسره ناسم چلند کوي، بې ځايه يې وهي او شکنجه کوي يې ، دوسيې يې پروخت نه کتل کېږي ، ډېروخت بې برخليکه پراته وي .دمدافع وکيل ټاکلو حق نه ورکول کېږي ،چارواکي يې په دوسيو کې لاسوهنه کوي، بې ځايه توهين او تحقيرکېږي ، ځينو ته يې اورول شوې سزا ددوى دجرم له حجم څخه ډېره لوړه او درنه بولي او ...
لکه وړاندې مو چې وويل دې زندانيانو له څو ورځو راهيسې داحتجاج په ډول خپلې شونډې په ستنو ګنډلې دي او دبشر دحقوقو دراپور له مخې ددې ليکنې ترمهاله ددې اعتصاب کوونکيو زندانيانو له ډلې څخه له ٧٠ څخه دډېرو روغتيايي حالت دډېرې اندېښنې وړ دى، بېړنۍ درملنې او پوښتنې ګروېږنې ته اړتيا لري او که دااعتصاب په همدې بڼه دوام وکړي نو ښايي چې د زندانيانو حالت نور هم خراب او يو بشري ناورين رامنځته شي.

دبشر دحقوقو اداره او ژورنالستان وايي چې چارواکي ان ددوى استازو ته هم اجازه نه ورکوي چې ددې زندانيانو حالت له نږدې وګوري او ستونزې يې نړيوالو ته ورسوي ځکه چې بيا ددوى له جناياتو او بې کفايتۍ څخه پرده پورته کېږي .
يواځې بنديان او دهغوى دکورنۍ غړي ددې ستونزو دشتون دعوه نه کوي ، بلکې دبشر دحقوقو ادارې او ځينې لوړپوړي دولتي چارواکي هم دبنديانو داستونزې تائيدوي او بېړنۍ حل يې غواړي .
دالومړى ځل ندى چې په افغانستان کې دې په کوم زندان کې اعتصاب وشي او بنديان دې خپل غږ لوړ کړي ، بلکې تر دې وړاندې هم څو څو ځله دکابل په ګډون دهېواد په اکثرو زندانونو کې بنديان دې ډول اعتصابونو ته اړوېستل شوي چې ډېر يې په خشونت او دبنديانو په وژنه پاى ته رسېدلى دي چې حکومت هم پرې ظاهراًاندېښنه ښودلې اود نړيوال ذهنيت دتېروېستلو لپاره يې ورته دکميسيون جوړولو اعلان هم کړى خو بيا دبل هر کميسيون په څېر ددې کميسيون دکار پيله هم ورکه اوله څو ورځو وروسته هرڅه هېر شي.
دا خو ښکاره خبر ده چې هرهېواد عدليه ، مقننه، قضايه او اجرايه قوه لري ، په هره ټولنه کې مجرمين او زندانونه وي ، هرچېرې محکمه ، څارنوالي ، مجرم ، مخالفت او زندان وي نوپوښتنه داده چې ولې يواځې په افغانستان کې هروخت دارسوايۍ وي، ولې په دومره لويه کچه او پراخه پيمانه اعتصابونه يواځې دلته کېږي.، ولې هروخت يواځې د افغانستان په زندانونو کې له زندانيانو سره وسلې موندل کېږي ، هلته خوآن دپايوازانو مخصوص غړي هم تالاشي کېږي .نو داشيان څوک زندان ته رسوي . ؟
ولې يواځې دافغانستان له زندانونو څخه هروخت په اصطلاح خطرناک بنديان په تېښته بريالي کېږي، ولې دافغانستان په زندانونوکې نشه يي توکي پلورل کېږي،ولې له ډېرو خطرناکو بنديانو سره ګرځنده ټيليفون او جارحه وسله وي .

ولې يو تن دچرګو دغلا په تور ،يا په فارسي دنه پوهېدو په جرم وژل کېږي خو دتيمور په څېردلسګونو تنوقاتل او مشهور داړه مار ددار له تختې څخه ژغورل کېږي .
ولې يوتن ته چې ديوماين ګرځولوشک پرې شوى شل کاله بند اورېدل کېږي خو بل تن چې دولت يې دخپلومخالفينو مهم قوماندان بولي دډالرو په بدل کې بېرته تر هلمنده روغ رمټ رسول کېږي . دا ټول ددې لپاره چې دلته فيصلې دقانون له مخې نه ، بلکې دډالرو له مخې کېږي .
ښکاره خبر ده چې په دې ټولو کې چارواکي او مسؤولين لاس لري . همدوى په زندان کې تجارت پيل کړى او له همدې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کوي .

موږ له امريکايانوګيله درلوده چې په ګونتانامو، ابوغريب ،بګرام او کندهارکې له زندانيانو سره غير انساني او له بشري کرامته لېرې چلندکوي خواوس وينو چې په خپله خاروره کې مو خپل افغانان ورونه هم دهماغوى پرپل پل ږدي او له بنديانوسره هماغه چلند کوي چې امريکايان او دبشر حقوقو مدافعان !!يې کوي.
هلته که زندانيان لوڅ لپړ شول دلته هم ښځينه بنديانې اميندواره شوې . هلته که سپکوونکى او دانساني کرامت خلاف چلند ورسره کېږي دلته هم تروهلو او ډبولو لاندې وژل کېږي .
داڅووم ځل دى چې بنديان دچارواکيو دظلم او ستم له لاسه اعتصاب ، دشونډو ګنډلواو ان د مرګ منلو ته چمتو کېږي خو حکومت پرې څه ډول چې په کار ده غبرګون نه ښيي.
افغانستان خو جزايي،جنايي ،حقوقي او مدني قوانين لري. محکمې او عدليه لري. دسياسي او جنايي بنديانو حقوق ،د هغوى کټګورۍ له هغوى سره دچلند لارې هرڅه معلوم دي . ولې پرې عمل نه کېږي . ولې حکومت داسې يو چارواکى چې دې ډول تشنجونو ته لار هواروي محاکمه او مجازات نکړ.
اوس چې يوځل بيا دکندهار دمحبس زندانيان راپارېدلي او خپلې خولې يې ګنډلې دي حکومت دې ددې ستونزې دحل لپاره بېړنى ګام واخلي . ددولتي لوړرتبه زړه سواندو او بې پرې چارواکيو، ملګروملتونو، سره صليب او له قومي سپين ږيرو نه دې جوړ پلاوى محبس ته ولېږي ، جريان دې وڅېړي د بنديانو ستونزې دې واوري،او په حل کې دې يې عاجل اقدام وکړي. همداراز داپلاوى بايد هغه چارواکي وپوښتي چې زندانيان يې ان دشونډو ګنډلوته اړوېستي دي .
دشونډو ګنډل ، او دبېهوښۍ ترحالته پر ځان فشارراوستل خو په خوله اسانه ښکاري خو په عمل کې پيا ډېره سخته ده او چې څوک ډېر مجبور نه شي خپلو شونډوپسې دستن او تار رااخېستل اسانه کار ندى.
همداراز داپلاوى بايد يوځلب دټولو بنديانو دوسيې له سره وګوري او هغه بنديان چې دوسيې يې ډېرې درنې نه وي خوشې کړي او نورو بنديانو ته دې دهغوى دحقوقو او له بين المللي قوانينو سره سمې اسانتياوې برابرې کړي.