په فراه کې د عناب ګل مشاعره
12.05.2008 17:58زړه ته راتیرو ملګرو د ادب او کلتور مینه والو
نیکي هیلي او سلامونه مې ومنئ
دا یو څرګند حقیقت دی چې د افغان ادب پال ولس همیشه کوښښ کړی دی چې خپل کلتور او ادب پرمخ بوځي که څه هم په دې لاره کې يې زیاتې ستونزي هم ګاللي دي خو آرام نه دي پاتې شوي . د نورو کلتوري هڅو تر څنګ په ځینو ولایتونوکې دودیزی او کلنۍ مشاعرې جوړیږي لکه د نارنج ګل مشاعره په ننګرهارکې ، د انارګل مشاعره په کندهارکې او نښتر په پکتیاکې او نور...
نو د دې لړۍ پر بنسټ فراهي ځوانانو او د خپل کلتور او ادب مینانو هوډ کړی چې د (عناب ګل ) تر سرلیک لاندې یوه مشاعره په فراه ولایت کې جوړه کړي . د یادولووړ ده چې دا دوهم ځل دی چې په فراه ولایت کې داسې یو مشاعره جوړيږي او کافي تجربه او کوم ځانګړي مالي مرستندویان او ملاتړي نشته ، نو ستاسو ګرانو ملګرو څخه په ډیره مینه هیله کیږي چې دسخاوت څخه کار واخلي او خپل وړاندیزونه، تجربي اوتخنیکي مشوري زمونږي څخه ونه سپموئ .
هغه شاعران او لیکوالان چې غواړي په دغه مشاعره کې ګډون وکړي، فراهي ځوانانو ته به يې ویاړ
بخښلي وي . ستاسو قدم زموږ لیمه
ښه په ډاډه زړګي راځی ملګرو
سترګي په خپلو بڼو نه درنیږي
ځای : د فراه ولایت
وخت : د ۱۳۸۷ کال د غوايي د میاشتي ۲۹ نيټه د یکشنبه ورځ
د نورور معلوماتو لپاره په لاندي پته اړیکه ونیسي
محمد اسحاق شیوانی
شمیره: 0799556770
بريښنالیک: hemat_shiwani@yahoo.com