په ختيز زون كې د نشه يي توكو پرضد دمبارزې مشورتي ټيم خبرتيا
11.05.2008 12:37د ننګرهار په ولايت د نشه يي توكو پرضد د مبارزې مشورتي ټيم (CNAT) په پام کې لري چې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نورې شعري سيالۍ هم جوړې کړي د ننګرهار ولايت اړوند ټولو شاعرانو وروڼو ته خبر ورکول کېږي چې كه غواړي په دې شعري سيالۍ كې برخه واخلي خپل شعرونه دې دثور مياشتې تر 30مې پورې د ننګرهار ملي راډيو تلويزيون نشراتو مديريت ته وسپاري.
ښو شعرونو ته جايزې په نظر كې نېول شوي دي.
د نورو معلوماتو لپاره لاندې ګرځنده شمېرو ته زنګ ووهئ، او يا هم خپل شعرونه په لاندې برېښنا ليك استولى شئ.
په درنښت
د نشه يي توكو پرضد دمبارزې مشورتي ټيم (CNAT)
0700604466
0774866211