د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملا صاحب که پنډت صاحب ؟

سید نجیب الله سادات 10.05.2008 14:58
په اوسني دور کې خو که په کور کې هر څومره سیاست مدار ووسې، که څومره خفه ووسې ، که درسره مهمه خبره وي او یا هم غواړې په کومی مهمی موضوع باندې مشوره وکړې د کور دغړو له خوا درته اجازه درکول کیږي خو په یو شرط چې د هندي سریالونو وخت نه وي که د سریالو په وخت کې دې د چا سره خبرې وکړې او یا دې په چا غږوکړ ځا ن ته دې کار وکاته تر سبا هغه وخته چی بیا د ډرامې وخت راشي او هغه د تېرې برخې لنډیر وګوري او تا معاف کړي .
الله دی مونږ ته د نیکو هدایت وکړي چې په هر کار کې اصراف کوو زمونږ شخصي تلویزیونونو چی یو وار د درامو مزه ولیدله نو په دې فکر کې شول چی اوس خو د مادي لاسته راوړنې ښه زیرمه ومندله او ددې تر څنګ به شهرت ته هم ورسیږو خېر که زمونږ نوي ځوانان په میاشت کی درې څلور ځله طلاق ته وهڅیدل خېر دی په یو کور کی د یو ورور سره واده کولو او د هغی نه د طلاق اخیستلو اود بل ورور سره د واده نظریه ورته پیداشوه خو چی زمونږ هغه د چا خبره ساعت تېر شي.
څه موده وړاندې په یو ه مجلس کې ناست وم نو خبره په همدې ډرامو راغله یو سړي راته کیسه وکړه چی زما زوی دجومات څخه وخته راغی ما ورته وویل چې هلکه ولې دومره وخته راغلی زوی مې وویل چی پنډت صیب نه و راغلی ! تاسو خپله دې خبرې ته فکر وکړئ چې په دومره وخت کې زمونږ ملا صیب په پنډت صیب بدل شو نو خدای خبر چې نور به څه کیږي .
ولې زمونر سیریالونه خلک په نورو هیوادونو کې ونه ګوري ولې مونږ د اسلام مقدس دین ،خپل کلتور او فرهنگ خلکو ته ونه پیژنو چې د خلکو په دومره دیره پیمانه خپل ځان ته ور وپیژنو .
ددې په هيله چې زمونږ د هيواد په تلویزویونونو کې داسې خپرونې وي چې زمونږ د دين او فرهنګ سره برابرې وي ..