د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوست كې ايرانى جاسوس نيول شوى

قادرشاه 09.05.2008 02:59
تيره ورځ د خوست ولايت پوليسو په دې ولايت كې د يوه ايراني طبعه له نيولو څخه خبر وركړ چې په وينا يې د ايران استخبارتي كړيو ته جاسوسي كوله .
پوليسو وويل چې نوموړى يې  د خوست په اسمعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ كې د خلكو د همكارۍ په ترڅ كې نيولى دى.
د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل چې په لومړيو كې نوموړي د ليوني تمثيل كاوه خو د ډاكټرانو له كتنې وروسته دې پايلې ته ورسيدل چې نيول شوى كس روغ دى او هيڅ ډول روحي او دماغي ستونزه نه لري.
كه څه هم په وار وار امريكا او بريتانيا ايران په افغانستان كې له مخالفينو سره په همكارئ ، د وسلو په برابرولو او د افغان دولت په دننه كې د بيلابيلو ستونزو په راپيدا كولو تورن كړى خو دا هغه تورنه دي چې ايراني چارواكو په سختو الفاظو رد كړي دي ، او افغان دولت ځينو سياسي نزاكتونو ته پام سره ځان ناګاره اچولى.
په خوست ولايت كې په داسې حال كې ايرانى طبعه د جاسوسۍ په تور نيول كيږي چې د هيواد په شمالي سيمو كې وار دمخه څوځلې داسې كسان نيول شوي چې د ايران استخبارتي كړيو ته يې د افغانستان په دننه كې كار كاوه.
دغه نيول شوى تن وايي چې په ۱۳۵۱ هـ ل كار د ايران په شيراز كې زيږدلى او سلبعلي رزمي نوميږي.
رزمي خبريالانو ته وويل چې دى له خپلو ملګرو سره شاوخوا شپاړس ورځې وړاندې افغانستان ته راغلى چې لومړى زابل او ورسته خوست ولايت ته را ورسيده. د رزمي په وينا چې دى د هغې څلويښت كسيزې ډلې ملګرى ول چې دا مهال د افغانستان په بيلا بيلو سيمو كې خواره شوي دي.
د خوست ولايت پوليس وايي چې نيول شوى ايرانى ډير كله له زياتو خبرو څخه ډ ډه كوي خو دا يې منلي چې د ايران د دولت له خوا په افغانستان كې د ځينو مهمو مالومات د راغونډولو لپاره په دنده ګمارل شوى و.
د دې ولايت د پوليسو وياند سمونوال وزير بادشاه په وينا نوموړى خوست ولايت ته لس ورځې وړاندې داخل شوى و او هڅه يې كوله چې د خوست د بيلا بيلو سيمو په تيره نظامي مركزونو كوركي او جغرافيه وي انځورنه واخلي .
نيول شوى ايرانى وايي چې د پلان له مخې دى چين او بيا به خپل هيواد ايران ته ستون شي .
له څه مودې راپديخوا په افغانستان كې د ايران لاسوهنې بربنډې شوى دي چې يو په بله پسې د رسنيو له لارې خپريږي ، په خوست ولايت كې د ايراني جاسوس له نيول كيدو سره سم د افغانستان په هرات ولايت كې داسې وسلې او مهمات ونيول شول چې پرې د ايران ساخت او نښانې لگيدلې وې.
د تاند ديوه رپوټ مطابق نوموړې وسلې د هرات او ايران ګډې پولې ته څيرمه نيول شوې چې شاوخوا دريو ټنو ته رسيږي.
نوموړې سرچينې د هرات د پوله ساتو ځواكونو د قوماندان له خولې ليكلي چې ښايي دا وسلې به نوې افغانستان ته د ورانكاره اعمالو لپاره را ړول شوي وي.
په دې وروستيو كې يو ځل بيا د امريكا متحده ايالتو چارواكو ويلي ول چې ايران په افغانستان او ځينو نور سيمو كې له القاعده او ترهګرو سره مرستې كوي همدارنګه بريتانيا هم په وار وار ايران له وسلوالو مخالفينو سره په مرستو تورن كړى دى.
له ايران پرته پاكستان بيا له هغه هيوادونو څخه شمارل كيږي چې افغان دولت يې په اړه  په پرلپسې توګه انديښنه ښكاره كړي.
تيره ورځ يو ځل بيا د خوست په تڼيو ولسوالۍ كې يو تن هغه مهال د دې ولايت د پوليسو لخوا ونيول شو چې غوښتل يې په ځينو دولتي تاسيساتو ، افغان او خارجي ځواكونو باندې بريدونه وكړي.
د وزيربادشاه په وينا دغه كس ويلي دي چې څو ورځې وړاندې له يويشتو كسانو سره خوست ولايت ته راغلو ترڅو په وينا يې د افغان دولت په وړاندې له خپلو ملګرو سره يوځاى وسلواله مبارزه وكړي.
دغه نيول شوى پاكستان چې خپل نوم عرفان ښيي وايي چې د خپلو ملګرو سره يوځاى له كراچۍ څخه لومړۍ ميرانشاه او بيا خوست ته راغلم ، د عرفان په وينا له ده سره يوويشت كسان نور هم ملګري و خو ده لاره غلته كړه  او په تڼيو ولسوالۍ كې د پوليسو لخوا ونيول شو.
عرفان چې د خوست د پوليسو لخوا نيول شوى وايي چې ده ته په ميرانشاه كې د ملاسنګين لخوا وسلې او مهمات وكړل شول.
څه موده وړاندې افغان او خارجي ځواكونو ادعا كړې وه چې ګواكې ملاسنګين يې په يوه هوايي بريد كې وژلى دى.
له بله پلوه د خوست ولايت صبري او يعقوبي  هغه نا ارمه ولسوالي ده چې د مركز څخه نيږدې ديرش كيلو ميتره ليرې په شمال ختيزه كې پرته ، په دې ولسوالۍ كې دسختو نا امنيو له امله دولتي چارواكو هم خپلو پاليسو ته بدلون وركړى او د څه مودې راپديخوا ددې ولسوالې ټولې ادارې چارې د ولايت په مركز كې ترسره كيږي، په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ كې هم ډيرى داسې ماينونه ليدل شوى چې په ايران كې جوړ شوى دي، ځينې عام وګړي وايي چې پخوا په دې ولسوالۍ دومره قوي چاودنې چې زياته مرګ ژوبله دې واړه وي نه رامنځ ته كيدې خو اوس هر ځل چاودنه دومره زوره وره وي چې زياته مرګ ژوبله اړوي او غږ يې تر ليرې سيمو اوريدل كيږي.
په خوست ولايت كې ځيني دولتي چارواكي كې هم په دې باور دي چې ښايي په نوموړې ولسوالۍ كې اوسني ماينونه د ايران ساخت وي ځكه دا سي ماينونه چې دومره ډير زيان دې واړوي پخوا په خوست كې نه وو تر سترګو شوي.
خوست ولايت چې د افغانستان په جنوب ختيز كې پروت ولايت وخت نا وخت پكې د چاودنو او بريدونو شاهد وي ، په دې ولايت كې پخوا هم څو ځله د پاكستان څخه را اوړيدلي وسلوال نيول شوي و ، خو دا لومړى ځل دى چى په دې ولايت كې يو ايرانى طبعه د جاسوسۍ په تور نيول كيږي.
په خوست كې د نورو هيوادونو په پرتله امريكايي ځواكونه ډير ميشت دي ،  له كومو سره چې د ايران دولت اړيكې خړې پړې  دي او په دې وروستيو امريكا هم په ايران باندې خپلو تورونو ته زور وركړى.