غاټول ، نرگس ، شپون ، پسرلى
06.05.2008 18:14ادبي ټوټه:
غاټول ، نرگس ، شپون ، پسرلى
د قدرت پېرزو وشوه؛ شنکي سر را اوچت کړ، غاټول له مستۍ په کړس کړس وخندل ، تور بورا يې د لونگين په څېر په سينه زنگېده . لاله د زړه داغونه او پرهرونه دنرگس پر سترگکونو ټکور ول ، زرکو او سيسيو د جرس مستو نغمو ته څانگونه وهل اود ناوې په څېر يې په سرو منگلو بدرگه کولو. رمو پسې روانې شپونکۍ د شپانه د شپېلۍ غږ ته؛ د غرونو پر بخملي لمن د ځوانۍ په گلورينه فضا کښې لستوڼي او څڼې اچولې او دمينې دنياگۍ يې گرمه کړې وه . هو... د مينې دنياگۍ يې گرمه کړې وه.
هر ساکښ د ښکلا پر ثنا بوخت ول او د ښکلا پالوونکي ، ساتونکي او هڅوونکي ته يې له وياړه ډکې سجدې د گلانو پر سرو او شنو پاڼو ايښي او د کائناتو دپالونکي ځواکمنۍ ته حيران شوي دي .
بلبل هم د اغزو پر تېرو څوکو غلبېل غلبېل گوگل دغوټۍ د غوړېدو په هيله د گل څانگه نيولې وه او د گل غوړېدو ته يې سترگې څلور کړې وې . کله يې يو او کله يې بل اغزى له سينې وتلو او په ډېره بې پروا يۍ يې هرڅه ته غاړه ايښې وه ، خپل ژوند يې دغوټۍ په منجورۍ کښې تېرکړ او د زړه د تسل لپاره يې د همدې دربار طوافونه کول .لکه حاجيان صاحبان، چې د بيت الله شريف د طواف ليوال وي؛ داسې بوراگان هم د گل پر طواف د عمرونو تنده ماتوي . گل ورته د شبنم پر سپينو او رڼو اوښکو هرکلى ويلو او پخپلو نرمو او نازکو شونډو يې ښکلولو او د سهار د نسيم په تازه هوا کښې يې د ځوانۍ او مستۍ رازونه سره گډول . هو! د ځوانۍ رازونه يې سره شريکول.
زاڼو خپل صفونه برابر کړل او په مينه يې خپلې دنگې غړۍ د نذرانې او شکرانې د ادا کولو لپاره را اوږدې کړې او يوه ښکلې نازولې مسته او پخپل حسن مغروره د گودر او منگي په راز او نياز پوهه نيمزاله يې د امامت لپاره غوره کړه. تکبير يې وويلو او نازولې د زاڼو دامامت لپاره دکائناتو د پالونکي په مخ کښې خپل سره لاسونه اوږو ته پورته کړل او په ښکلې او خوږه ژبه يې د بوډۍ د ټال او د لوړو چينارونو تر سيوري لاندې د يخو او سپينو اوبود شور تر څنگ د سهار په خړه د حضرت يعقوب عليه السلام د تسبحاتو دانگازو په څېر هيليو پرې چتر جوړ کړى و او د ذکر له شوقه يې هر څه په مخکې بېخوده پراته ول . دوى د ياحىُ يا قيوم د تسبحاتو پر ويلو تور اوربل پر ځمکه ايښى، د پسرلي ستاينه او د قدرت ثناء يې کوله ....
مستو پېغلو د مستو اوربلونو لپاره د نرگس، غاټول او د گلاب گلونو پسې د گلشنو نو پولې ومنجولې ، بې پروا زلميان ورته په لار و، پټو او د پولو په سرونو کښې خپل د مينې له درده بې خبره زړونه وغوړول او د پسرلي په مسته فضا کښې مستو پېغلو د بې پروا زلميانو له زړونوخپلو سترگو او اننگو ته د مينې او خواخوږۍ رنگونه ورکړل او زخمي زخمي زړونه يې زخمي، زخمي د پولو په سرونو کښې بې پټۍ او بې مرهمه او بې خوده د ماتو بنگړيو نندارې ته پرېښودل او پخپل حسن مغرورو مستو، مستو نيمزالو په مسته هوا کښې پر ډېرو زخمونو مالگې ودوړولې او د ډېرو زلميانو زړونه يې د خپلو تورو اوږدو بادامي سترگو د غشو په څېر بڼو کښې ټومبلې له ځان سره يوړول او تشې پنجرې يې د پولو پر سر د شبنم او شمعې په څېر ژړېدو او سوځېدو ته پرېښودل او دپسرلي هرکلې يې داسې وکړ:
ښـــــــــکلي ناڅــــــــــي د کوتر مست غـــــومبر ته ته دربار د لوى سخي ته په خير راغلې
غوټۍ شونډې کړې راخلاصې خوله يې ورکړه په ناز وايي سرور زي ته په خير راغلې
د سرلوړي او شملور افغانستان د سرلوړۍ په هيله.