د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان د خپلواکۍ او نجات تاريخ

په برتانيه کې داوسيدونکو افغانانو ټولنه 06.05.2008 00:16
په برتانيه کې داوسيدونکو افغانانو ټولنه
لندن ـ ويسټ اکټون
دافغانستان د خپلواکۍ اونجات دريښتيني تاريخ په اړه علمي کنفرانس
دافغانستان د خپلواکۍ او نجات تاريخ
د هیواد د خپلواکۍ او نجات د جګړو د تاريخ په اړه يو ډير مستند او مؤثق کتاب دی ، دغه کتاب د پياوړي مجاهد او نامتو مبارز ارواښاد جرنيل يار محمد خان وزيری د خاطراتو ټولګه ده
دنوموړي کتاب په اړه او د هيواد ريښتيني تاريخ درابر سيره کولو د هڅو په توګه د ښاغلي ډاکټر ببري ګل ( وزير) لخوا په برټش لايبررۍ کې څيړني سرته رسيدلي.
په دې اړه د ښاغلي ډاکټر ببري ګل (وزير ) لخوا د مۍ په شلمه نيټه د ورځی په دري بجود افغان سوسايټي په تالار کی يو علمي کنفرانس وړاندي کيږي .
له ټولو هيوادوالو ، پوهانو ، فرهنګيانو او دافغانستان د ريښتيني تاريخ د مينه والو څخه هيله کيږي چی په دې علمي کنفرانس کې ګډون وکړي .
په درنښت
سيدجان کارواني
په برتانيا کې داوسيدونکو افغانانو د ټولنې مشر
پته او وخت : دمۍ شلمه نيټه دماسپښين دري بجي (2008)
ويسټ اکټون په لندن کی د اوسيدونکو افغانانو ټولنه
ټیليفون : ۰۲۰۸۹۹۳۸۱۶۸
Address
Churchill Gardens
West Acton
London W3 0JN
TEL: 020 8993 212