د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په المان کې د ارواښاد څمکني فاتحه

افغان کلتوري ټولنې 04.05.2008 15:56
 انا لله و اناالیه راجعـون
 په جرمني كې دافغان ساينس پوهانوټولني اوهمدارازدجرمني په بايرن ايالـت  كې دافغانانو دكولتوري ټولنې اودلويې پكتيا دفرهنگي ټولنې گــډې خبرتياوې
 گرانو هېواد والو!
 تاسو هم خبرياست چې د افغان ولس مختوروغليمانو د غويي دمياشتې په اتمه نېټه ديوجوړشوي پلان له مخې زموږ د لويې پكتياد ولسي شورا له استازوڅخه ښاغلى داودځاځي ټپي اواتل فضل الرحمن څمكني په شهادت ورساوه له همدې وجې پورتنۍ ذكـرشوې ټولني دروان كال دمى دمياشـــتې په لسمه نېټه دگل(شــــنبې) په ورځ د شهيد فضـــل الـــرحمن څمكني فاتحه اخلي،لمړنۍ غبرگې ټولنې به دجرمني په مونشــن ښار كې دتركانوپه لوى جماعت چې،د پازيگ په سيمه كې موقعيت لري او دريمه، د لويې پكتيا فرهنگي ټولنه به دگـرديز په ښاركې فـــاتحه واخلي،موږ دشهيد څمكني صاحب كورنۍ ته له پاك اﷲ څخه جميل صبر، شـــهيدڅمكنــي صاحب ته فردوس جنت اوداود ځاځي ته پوره روغتيــــا غواړو.
 
 يادونـــــــــــــــــــه:
 دمونشن دفاتحې په پاى كې موږ په نظر كې لروچې، د شهيد فضل الرحمن څمكني په ياد يوه تاريخي غونډه دياد شوي جماعت په بل ځانگړي سالون كې ونيسوچې پرېكړې به يې درسينيو له لارې تاسو ته ورسوو، د نوروپوره مالـوماتو لپاره لاندي تيليفونه ستاسو په خدمت كې دي:
 په جرمني كې تيليفوني اړيكې:
 Tel: 0049-1747798984
 Tel: 0049-1734708388
 په لويه پكتيا كې تيليفوني اړيكې:
 Tel: 0093-799394035
 Tel: 0093-799408957
 
 وخت ياد لرئ:
 د روان كال د مى په لسمه نېټه د پازينگ په جماعت كې دماسپښين له دووبجوڅخه تر دريوبجو پورې فاتحه اوله دريو بجو څخه تر څلورو بجو پورې يادغونډه صورت مومي .
 تاسو په لاندې پتــــــــــه تشريف راوړئ:
 Planegger Str.18a 81241 München Pasing