د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آفاق ديارلسمه ګڼه چاپ شوه

02.05.2008 01:30

دامتيار څښتن : م.ا.توحيديار
مسوول مدير : مجيب الرحمان انګار
دناپېيلې هر اړخيزې خپرونې آفاق نوې ګڼه ( دويم خپرنيز کال،لومړۍ،پرله پسې ديارلسمه، ثور ۱۳۸۷/ می ۲۰۰۸) په ښه صحافت او رنګه پښتۍ په ۴۸ مخونو کې چاپ شوې.
دپښتۍ په لومړي مخ دپښتونخوا په ايالتي اسامبله کې د عوامي نېشنل ګوند دغړې آغلې شګفته ملک انځور ليدل کېږي چې  دسيمې په روانو حالاتو ورسره تفصيلي مرکه شوې.
دتل پشان دمنځ  څلور مخونه په رنګه آرټ پېپر چاپ شوي، چې په لومړنيو دوو مخونو کې په کونړ کې په لومړي ځل د ترسره شوې دکونړ سيند مشاعرې په اړه دښاغلي نعمت الله کرياب په زړه پورې او معلوماتي ليکنه او په دوو نورو هغو کې د آغلې شګفته ملک مرکه چاپ شوې.
په نورو پاڼو کې دښاغليو قدوسي سلېمانخېل،عبدالهادي حيران،ذ. شفق،زمه وال،اخونزاده ساپي، صالح محمد صالح،ظفر کريمي،نذير احمد سهار،عثمان منصور انصاري،شريف بهاند،حميدالله محمد شاه او نورو درنو ليکوالو په زړه پورې سياسي،علمي، ادبي او هر اړخيزې ليکنې چاپ شوې.
آفاق » ستا خبرې دسندرو سرنامې دي » تر سرليک لاندې غزلې او په بله پاڼه کې د ماشومانو لپاره يوه کيسه هم چاپ کړې.
مينه وال يې له دغو پتو ترلاسه کولای شي :
کابل : دانش کتاب پلورنځی،دپخته فروشۍ کوڅه.
کندهار : دسید احمد قانع کتاب پلورنځی.
جلال اباد : مجيد مومند کتاب پلورنځی.
خوست :.......
پېښور : يونيورسټي بک ايجنسي او هر اخبار پلورنځی.
دبرېښناليک پته :  afaq_no1@yahoo.com