د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما د خيال شهزادگۍ

صفي الله سرورزى- ننگرهار_ جلال کوټ 30.04.2008 13:54

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
ژېړى مازيگر و؛ نرى نرى باران ورېدو، پر سرک يې  ډېر په  ناز  ناز قدمونه اخيستل. ټگ يې ډېر پر زړه پورې کاوه.  داسې ښکارېده لکه د فردوس جنتي حوره، چې راغلې وي ؛  پر حسن او ښکلا دومره ناز او ادا  ما  د خالق په مخلوق کښې نه وه ليدلې لکه نن، چې دې پر خپل بازاري حسن لرله .  حيران حيران مې ورکتل؛  زړه مې له واکه ووت او له نظره  مې پناه  شوه، خو زما د زړه په تل کښې يې ځانته داسې ځاى جوړ کړ، چې اوس مې هم د سترگو په وړاندې  پر ناز ناز قدم وهي .... ان، چې له سترگو مې خوب وتښتېد؛ خوبولى خوبولى کېدم، په پوره ټينگار به مې سترگې پټې کړې، خو د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر به راته پر سر  ودرېده. کله  به مې ، چې سترگې وغړولې ؛ هغه به نه وه؛ يوبه زه وم، بل به  زما زوړ کټ ....
هوکې! دسبا اذان مې تر غوږ شو،  خو سترگه پټه نه شوه ؛ د هغې د قدمونو ټک ټک او  زرکې ته ورته ټگ مې سترگو سترگو ته کېدو، خو....
 ملاصاحب پسې مې اقتدا وکړه؛  ملا، ممبر، مقتديان ټول راته  نا اشنا نا اشنا ښکارېدل.  لاسونه مې له نامه  لاندې کېښودل؛ فکر مې .... ملا امام سلام وگرځولو؛ دعا وشوه، راووتم ،خو  په يو او دوه  پوه نه شوم . بيا د يادونواو ديدنونو ځاى ته لاړم، ودرېدم. هر څوک او هر څه د هماغې حورې په څېر را تر سترگوشول، خو له ليرې  مې يوه رڼا وليده، له خپل ځايه لږ  ور مخکې شوم او هغه هم رانژدې شوه.ومې ليدل، چې زما دخيال خپله  شهزادگۍ ده . لږ، چې   نوره را لنډه شوه؛  سترگې مې ومښلې، ژر پوه  شوم بېرته لاړم او خپل خوب مې پوره کړ. بيا مې د سهار د لمانځه قضا راوړه  او پر خپلوتر سره شويو کړو وړو ستومانه او پښېمانه شوم . خپل ضمير ملامت کړم؛ ځکه، چې هغه د فردوس  جنتي حوره نه وه ، بلکې دا هغه لوڅه، بې حيا او د اېډز پررنځ اخته مکاره ، تېروتې وه، چې پخپل مکر يې  ډېر ځوانان پر  دې موزي  او نا علاجه رنځ  اخته کړي او ډېر يې د پېغور، کرکې ،يوازيتوب اوله  وحشته ډک  ژوند تېرولو ته نه يواځې اړ کړي ، بلکې  د مرگ کومي ته  يې ورغورځولي هم دي.