د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( سرطان او د چاپيريال راډيواکټيويټي ) کتاب چاپ شو

26.04.2008 14:21
(( سرطان او د چاپيريال راډيو اکټيويټي )) د هغه کتاب نوم دی چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان د هستوي څيړنو مرکز پخواني مشر  پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزي لخوا د نړيوالو معيارونو له مخې د افغان زده کوونکو لپاره ليکل شوی دی .  ښاغلي سلطانزي د دغه کتاب په ٤٠٠ مخونو کې د سرطان د ناروغۍ لاملونو برسيره نور ډېر طبي او فيزيکي ښوونيز معلومات وړاندې کړي دي.  ښاغلی سلطانزی وايي چې په راتلونکي کې به نور ډېر داسې کتابونه وليکي.
د دې کتاب ٧٠ جلده د افغانستان  ٧ پوهنتونونو ته ليږل شوي دي.  په افغانستان کې د المان سفارت د دې کتاب هرکلی کړی دی او يوه کاپي يې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت ته هم ليږلې ده. که اړتيا وه نو سفارت به دغه کتاب يو ځل بيا په لوړو معيارو هم  چاپ کړي.
Cancer and Environmental Radioactivity