د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دانش خپرندويې ټولنې دخواشينۍ پيغام

26.04.2008 10:50

په ډيره خواشينۍ  د افغانستان  راډيو تلويزيون د نوميالۍ لوبغاړې ، فرهنګپالې او درنې پښتنې اغلې ستوری منګل دځوانې لور له ناڅاپي مړينې خبر شوو.

                                    انالله وانا اليه راجعون

موږ په دغه درانه غم كې ځانونه برابر شريك ګڼو،ارواښادې ته دلوى څښتن  له درباره په جنت الفردوس كې لوړ مقام او درنې كورنۍ ته يې دصبر غوښتنه كوو.

الله دې داسې غم نه دركوي چې دا درنه هېر شي.

اسدالله دانش ساپى

د دانش خپرندويې ټولنې مشر