په پيښور کې د ارواښاد کبير ستوري يادغونډه
25.04.2008 00:13پښتو عالمي کانګرس د پښتو ژبې نومیالي او منلي لیکوال، شاعر، اديب،ژورنالست او څيړونکي ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په يا دیوې درنې غونډې تابیا کړې ده.
غونډه به په پېښور پریس کلب کې په 27.04.2008 نېټه د اتوار (يکشنبی) په ورځ د مازيګر په دريو بجو شروع کيږي.
په غونډې کې به د ارواښاد ستوري په اړه تاثرات، مقالې او نظمونه اورول کيږي او د غونډې لومړۍ برخه به په ازاده مشاعره سرته رسيږي.
د غونډې په دويمه برخه کې به د ټنګ ټکور (پښتو موسيقۍ) پروګرام وي.
دپښتو عالمي کانګرس له تاسو ښاغلو ټولو درنو پښتنو، ليكوالانو، پوهانو، اديبانو، شاعرانو او او د ستوري مينه والو نه د زړه له كومي هيله کوي، چې په خپل ګډون سره د ارواښاد ستوري روح خوشحاله کړۍ.
په درناوی
پښتو عالمی کانګرس ، پېښور/ پښتونخوا
د غونډی د ځای پته او نيټه :
نيټه : 2008 ع کال د اپريل د مياشتی اوويشتمه 27 April 2008 د اتوار (يکشنبی) ورځ
وخت : د مازيګر دری بجی
ځای : پېښور پریس کلب، پېښور/ پښتونخوا