د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګرځنده ټيلي فونو په اړه دطالبانو نوي اعلاميه

24.04.2008 15:16

  دموبايل تليفوني شبکوته د فعاليت په ورکړشوي وخت کې د زياتوالي په هکله دافغانستان اسلامي امارت پريکړه
2008-04-24
داچي افغان مجاهد اولس له يوه داسي سرکښ او سرټمبه دښمن سره لاس او ګريوان دی، چې هغه هيڅ ډول ملي او بين المللي اصولوته ځان ژمن او پای بند نه بولي ، نو له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت کله ناکله په خورا پيچلو او ستونزمنو موضوعاتو کې قدم پورته کولوته اړشي .
په همدې سلسله کې اشغالګرو قوتونو د افغانانو د ځپلو لپاره د تليفوني خدماتو څخه له ټولو نړيوالو اصولونه  خلاف د کشف او څارګري کار واخيست .
نوهمداسبب وو چې اسلامي امارت پريکړه وکړه ،د خپلو هيوادوالو او مجاهدينو د حفاظت په خاطر د شپي له مخې د مازديګر د (۵) بجو څخه د سهار تر ( ۷) پوري تليفوني فعاليتونه بند کړي .
د کومي ورځي نه چې دافيصله شوي او د هيواد په ځينو برخو کې عملي شوې ، هيوادوالو او مجاهدينو ښکاره فايده محسوسه کړي ، نو له همدي امله چې دښمن د خپلو استخباراتي وسايلو په مټ د تليفونونو څخه، اکثره تر لمر لويدو وروسته تر لمر ختو پوري استفاده کوي .
داچې شپي لنډي او ورځي اوږدي شوي ، نو  اسلامي امارت هم وخت ورته زيات کړ او کمپنيو ته يې اجازه ورکړه چې نوردي د سهارله ( ۶ ) نيمو ،د مازديګر تر ( ۷ ) بجو پوري په ښارونو او اطرافو کې فعاليت کوي او د شپي له مخې به يې بندوي .
د اسلامي امارت مجاهدين به په راتلونکي کې ددې پريکړي د عملي کولو هوډ کوي او دنه عملي کيدو په صورت کې به مسؤليت د موبايل  کمپیونيو اداروته راجع وي .
د افغانستان اسلامي امارت