د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې ستا به ياد وي كه نه؟

هدايت الله حميدي 23.04.2008 23:55
ګرانه! آيا تا ته به هغه شپې ورځې په ياد وي چې كله خوره وره فضا ټوله پيكه وه، انساني ارزښتونه له ياده وتلي وو، بشريت د جاهليت په لاس كې د نانځكې په شان ستړى او ستومانه هاخوا ديخوا ناكراره وو، چا به لات ته سرټيټاوه، چا منات او چا عزي ته، چا به لمر ته خداى وايه او چا سپوږمۍ ته،څوك به له تيارو ويريده او چا به د ستورو تعظيم كاوه، په چا باندې به قيصر غوبلې كولې او څوك د پاپ او برهمن تر ميچنه لاندې اوړه كيدل.
ستا به په ياد وي چې ټوله نړۍ په تورو تيارو كې پټه وه، په هر ځاى كې وحشت او بربريت خپور وو. چيرته شرك او بت پالنې منګولې ښخې كړې وې او چيرته بيا د جګړو ميدان ګرم و. په مصر، بابل، نينوا، هندوستان او يونان كې چې كوم تمدن او پرمختګ موجود وو د هغوى ډيوې هم مړې شوې وې، په روم او ايران كې د تمدنونو د ځليدو سره سره پاچايان خدايان ګرځيدلي وو. له رعيت څخه د څارويو په شان كار اخيستل كيده، په عربو كې هم هر لوري ته د جګړو او تالان بازار ګرم وو، د نړۍ په گوټ گوټ كې د شيطان حكومت چليده او انسانانو په تيارو كې شپې تيرولې، هره خوا توره تياره وه او د هيلې او اسرې هيڅ څرك نه تر سترګو كيده .
ياديږي دې چې په همدې كړكيچنو حالاتو كې د عربو له وچې دښتې څخه، د هغو ريګونو له مينځه ، د حق چيغه او د نړۍ د خلاصون ناره راپورته شوه، هغه ناره چې ويل يې :
قولوا لااله الا الله تفلحوا
هغه چيغه چې ويل يې :
يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاکُم مِن ذَکَرٍ وَأُنثَي‏ وَجَعَلْنَاکُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَکْرَمَکُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاکُمْ
ستا به ياد وي چې كله دې دغه انګازه غوږ ته راورسيده نو په زغرده د وويل :
رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِياً يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّکُمْ فَآمَنَّا
بيا دې د خلكو د خبرو باك نه درلود چې څه وايي، ځكه تا حق پيژندلى، بيا د حق په لار كې د هر څه زغمل درته آسان وو، ځكه تا اوس خپل ورك شوي گوهر بيا موندلي وو، هغه ګوهر چې تا ورپسې له فارس نه تر شامه او بيا د عربو تر دښتو پورې اوږده مزلونه كړي وو، اوس تا ته دا ډير آسانه وه چې په ټكنده غرمه كې د عربو په سرو ريګونو كې په لوڅ بدن پريوځي او په بدن باندې د درندو كاڼو وزن وګالې خو پام چې د احد احد ... ترانه دې آرامه نه شې .اوس ته دې ته تيار وې چې خپل مور او پلار دې د اسلام د لومنيو شهيدانو په نامه خپل بادار ته ډالۍ كړې .
اوس دا له تانه هيڅ د حيرانتيا كار نه وو چې په سرو سكروټو باندې پړمخ پريوځې او په خپلو وينو او زوو سره دا اور ګل كړې تر څو د ايمان اور په زړه كې بل وساتي ، تا اوس د ايمان خوند څكلى وؤ،
په هغه شپو ورځو كې چې په چا باندې به د مسلمانيدو شك وشو نو بيا به يې بدن خپل نه ؤ، خو ته څومره په دې مينه كې ډوب وې چې نه يوازې دا چې ايمان د راووړ بلكه نيغ د كعبې لوري ته لاړې او په لوړ آواز د اعلان وكړ چې
اشهد ان لا اله الا الله و ان محمد رسول الله
پدې سره دې څومره وهل وخوړل تر څو د حضرت عباس په منځګړيتوب خوشي شوې، خو سبا ته دغو كلمو ستا په زړه كې بياځلي اور بل كړ تا همغه څه وكړل چې پرون دې كړي وو اوهمغه څه درسره وشول چې پرون دې ليدلي وو.
همدا ته وې چې كله د اسلام په لاره كې دې يوه سترگه ټپې شوه نو سمدلاسه دې وويل: د حق په لاره كې د بلې سترګې قربانۍ ته هم تيار يم .
همدا ته وې چې د غوړيو خوټيدونكې ديګ ته چې ستا د كبابولو لپاره تيار شوى ؤ په ژړا شوې! پام چې لدې امله د ونه ژړل چې ته به په دې اور كې وريت شې او هډوكي به دې په څو شيبو كې له غوښو څخه بيل شي، بلكه تا ژړل چې كاشكې الله درله د ويښتانو د شمير په اندازه ساګانې دركړې واى او تا يوه په بله پسې پدې توګه د محبوب د خوښولو او د هغه د رضا د لاس ته راوړلو لپاره ډالۍ كولاى شواى .
هو ! دا ټولې ستا د ژوند خاطرې دي .
گرانه ! اوس دې ځان وپيژانده ؟ ته هسې خام سړى نه يې، خپل تاريخ در په ياد كړه، دا هر څه ستا د تير ژوند د زرينو كارنامو كوچنى برخې وې، دا ستا هغه ميړانې وې چې د سلمان، بلال، عمار، عثمان بن مظعون، او عبدالله بن حذافه په څيرو كې تاريخ ثبت كړې دي .
ته چې دا رنګه ورورزل شوې نو بيا د دې ستر امانت په ارزښت او د هغې د حق په ادا كولو هم يوازې ته پوهيدلې. بيا تا ته د نړى په ګوټ ګوټ كې ګڼ شمير مظلوم ملتونه سترګې په لاره وو تر څو يې د اديانو له ظلم او ستم څخه د اسلام عدل ته او د بنده كانو له بنده ګۍ څخه د الله بنده ګۍ ته راوباسې.همدا ته وې چې پدې پوه شوې چې دا عزت څنگه ستا په برخه شوى دى او د احسان منونكي انسان په توګه د شعار دا ؤ چې :
نحن قوم اعزنا الله بالاسلام ، مهما ابتغينا العزت في غيره اذلنا الله .
(موږ ته الله تعالى په اسلام باندې عزت راكړى دى، هر كله چې عزت پرته له اسلام څخه په بل څه كې وپلټو نو الله به مو ذليل كړي.)
كله دې چې دا ډول • ټينګ ايمان • پخه اراده او • دوامدار عمل سره يو ځاى كړل نو بيا به د وريځو ته هم ويل چې: هر چيرې چې وريږې، ووريږه ! حاصل به دې حتما ما ته راځي.
خو افسوس ګرانه چې نن دې ځان هير كړى دى او خپل تاريخ دې شا ته پرې ايښى دى.
نن بيا نړۍ تاته سترګې په لار ده، نن بيا همغه جاهليت په نړى حاكم دى، بيا د انسان ارزښت تر پښو لاندې شوى دى او انسان د مادي مزدور ګرځول شوى دى، انسان د حيوان په څير ژوند كوي او نور هيڅ هدف او مرام نلري، نن بيا شيطان په نوي څيره په نړى باندې واكمني كوي خو د دې علاج ستا پر غاړه دې.
ددې جاهليت سره مقابله د چا مسؤليت دى ؟ دا يواځې او يواځې ستا دنده او ستا په واك كې دى. ځكه ته هغه پيغام لرې چې په هغه وخت كې دې نړۍ ته نجات وركړى ؤ . د امام مالك خبره په غوږ كې ونيسه چې ويلي يې وو:
(د دې امت پاى پرته له هغه څيز نه نشي جوړيداى چې پيل يې پرې جوړ شوى ؤ )
نو په الله دې ايمان ټينګ كړه او په پخه اراده د عمل ډګر ته راووځه .
خپل شعار بيرته را ژوندى كړه چې:
نحن قوم اعزنا اللله بالاسلام ، مهما ابتغينا العزت في غيره اذلنا الله ،
الله ستا سره دى او راتلونكى ستا ده .
انشا الله
وما ذلك علي الله بعزيز