د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اداري فساد که دسرطان ناروغي

سیدعثمان سنجش 19.04.2008 15:19
اداري فسا د د افغانستان په دولتي ادارو کښې د سرطان د ناعلاجه مرض حيثت اختيار کړى دى چې مخنيوى يي افغان حکومت لپاره ډير مشکل شوي دى .
نن سبا په رسنيو کښې په افغانستان کښې د اداري فساد او د هغې په وړاندې دمبارزي خبري يوځل بيا تودي شوي دي ، لوئى څارنوال صاحب ديوې خوا څخه د اداري فساد په وړاندې دخپلې کاميابيو خبري کوي او دبلې خوا څخه د افغان حکومت په ځينو وزيرانو، واليانو او د ملي شورا پر ځينو استازو تور ولگوي چې له ځينو قانون ماتوونکو ملاتړ کوي .لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وايي له همدې امله يې تېرکال د لاسته راوړنو په پرتله د قانون د تطبيق پر وړاندې خنډونه خورا ډير وو.
ښاغلي ثابت صاحب ملت ته د حساب ورکونې د دويمې ورځې په غونډه کې دا ومنله چې دى د ملي پوځ په ځينو جنرالانو، سيمه ايزو قومندانانو، د ملي شورا په ځينو استازو او واليانو د قانون د پلي کولو په برخه کې پاتې راغلى دى . نوموړي د ځينو نورو لاسته راوړنو ترڅنگ په تېر يوه کال کې د لس گونو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د اختلاس د پيښو د مخنيوي خبره هم ياده کړه چې په تور يې د ده په وينا په لسگونو کسان نيول شوي دي .( بى بى سى پښتو ويب پاڼه )
په خواشيني سره بايد وويل شي چې تراوسه پورې دهغه کسانو په وړاندې چې په اداري فساد اخته دي دلوي څارنوالې فيصلي عملې بڼه نه ده غوره کړي ، د افغانستان خلک ددې منتظره دي ترڅو دهغو کسانو څيري په علني محاکمه کښې وګوري کوم چې په اداري فساد مرتکب شوي او د لوي څارنوالې لخوا د هغوي په دوسيو باندې محاکمه چليدلې وي ، دا ټولې خبري يواځي او يواځي دخلکو په و ړاندې يو ډرامه ده ځکه چې قانون او قانون شکنه کسان دحکومت لړپوړي کسان دي او تراوسه پورې د محاکمې فيصلو ته غاړه نه ږدي ، د افغانستان قانون يواځي په غريبو خلکو او په هغوخلکو تطبيق کيږي کوم چې سياسي او نظامي قدرت نلري نور ټول هغه کسان چې په ميلونونو روپو اختلاص کښې لاس لري د هغې په وړاندې هرڅه پټ ساتل کيږي ، دغه وجه ده چې نن افغانستان په بين المللې سطحه کښې داداري فساد په وجه سره دده حيثت او مقام ته لوى تاوان رسيدلې دى اود دنيا ټول خلک نن دافغانستان حکومت ته درشوت او خيانت په وجه سر په ښه سترګه نه ګوري . ددې خبري ښه ثبوت دعزت الله واصفي او لوي څارنوال عبدالجبار ثابت په خبرکښې ښه مشاهده کيږي .
دافغانستان د بډو او اداري فساد پر وړاندې د خپلواکې ادارې مشر عزت الله واصفي وايي چې بډو او اداري فساد ټولې حکومتي ادارې لاندي کړي . او په افغانستان کې يې د قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه راپورته کړي دي . ښاغلي واصفي د حساب ورکونې د بهير په نهمه ورځ وويل چې دغې پديدې په حکومت باندې د خلکو باور کم کړى او د وسله والو مخالفينو فعاليتونو ته يې لاره اواره کړې ده . د بډو او اداري فساد په وړاندې د مبارزې مشر په دې برخه کې د کورنيو ستونزو تر څنگ ځيني بهرني لاملونه په ځانگړي توگه د نړيوالې مافيا لاسوهنه په هيواد کې د اداري فساد د ډېرېدو لامله وباله .
ښاغلي واصفي صاحب د افغانستان لويه څارنوالۍ او نورې قضايي ادارې په فساد او د قانون له سرغړوونکو سره په همکاري تورنې کړې په داسې حال کې چې افغان وزيرانو د حساب ورکونې په بهير کې له ادارې فساد څخه سر ټکاوو د بډو او اداري فساد په وړاندې د مبارزې مشر عزت الله واصفي هم په پراخ او گواښوونکي ډول د اداري فساد د شتون خبره کوي او لويه څارنوالي او نورې قضايي ادارې يې په فساد تورنې کړې . \'\' فساد خپل اوج ته رسېدلى، ايا دا رښتيا ده هو فساد نه بلکې وحشت روان دى . کله چې د حکومت لوړپوړي ادراې زه نه غواړم په ځانگړي توگه د کورنيو چارو وزارت په اړه څه ووايم ځکه په څه ويلو نه ارزي، بايد بنسټ يې وايستل شي او په کورنيو چارو وزارت کې يو نوى بهير پيل شي . کله چې د حکومت لوړپوړې ادارې لويه څارنوالي او قضا دا ډول د مفسدينو او د قانون سرغړوونکو په خدمت کې وي په پايله کې خلک اړ دي چې وحشت او ځانوژنې ته مخه وکړي. د ښاغلي واصفي په وينا د اداري فساد له امله د وسله والو مخالفيونو فعاليتونه ډېر شوي او د بيارغونې د پروژو او په هېواد کې د امن او سولې په وړاندې يې ستر خنډونه راپورته کړي دي. ښاغلي واصفي په حکومت باندې د ناقانونه وسله والو ډلو اغېز، د حکومتي عوايدو ټيټه کچه، د دولتې کارکوونکو په حقونو کې تبعيض، د حساب ورکونې د يو روڼ سيستم نشتوالى او د خوراکي توکو لوړ قيمتونه د اداري فساد د ډېرېدو د سترو لاملونو په توگه ياد کړل . د بډو او اداري فساد په وړاندې د مبارزې مشر ټينگار وکړ چې نړيواله مافيا د حکومت په لوړپوړو چارواکو د اغېز له لارې غواړي په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسيږي. ( بى بى سى پښتو ويب پاڼه )
اوس سوال پيدا کيږي چې دافغانستان خلک د چا په خبرو باور وکړي ايا دلوي څارنول خبره درسته ده او که د واصفي ؟ د افغانستان خلک په دې خبره ډير زيات مايوسه دي چې د دوې ستونزي بۀ کومه اداره رفع کړي د واصفي صاحب د وينا په اساس که چيرې په يو هيوادکې قضايه ارګان پخپله په رشوت کښې ککړ وي نو ايا دافغانستان د خلکود حقوقو څخه به کومه اداره دفاع وکړي ؟ ايا دافغانستان خلک کومې اداري ته خپل فرياد ورسوي ؟ په يو هيوادکښې چې حکومتي اداري په فسادکښې ډوب وئ ، قضايي اداره په فسادکښې ډوب وي ، اننظاميه په فسادکښې ډوب وي ايا په داسې هيوادکښې به څوک دژوند تيرولو موقع ترلاسه کړي ؟ ايا يو داسې حکومت ته چې دخپل هيواد خلکو لپاره يې حدقل د٥ کالوپه موده کسې دفساد خلاصون په موخه يوکس هم دقانون منګلوته نه وي سپارلې کامياب حکومت ويلې شو ؟ نه خير ځکه چې داسې حکومتونه ته يوناکام حکومت ويل کيږي ، زما په اند سره د اداري فساد په وړاندې خبري او مرکي فقط يو فيشني حيثت غوره کړي او په عملې توګه په دې لاره کښې قدم نه ايښودل کيږي ددې په خاطر چې په واقعي ډول سره ددې وژونکي بيماري په وړاندې عملې ګامونه واخيستل شي لاندې وړانديزونه لرم :
1. ترټولو مخکې بايد ددې کار لپاره حکومت بايد قضايي ادارې د ناپاکو کسانو څخه پاک کړي شي اوداسې وطن دوست اوپاک کسان چې واقعاان دافغانانو په وړاندې خپل ځان دقانون دتطبيق په خاطر مکلف ګڼي توظيف کړاي شي .
2. په هر ولايت کښې بايد دنظارت کميټه موجوده وي چې دخلکو د ورځيني کارونو داجراکيدو جريان په ادارو ګښې ترنظارت لاندې ونيسي اوهيوادوالو ته دغه اداره بايد د تلويزون له لارې معرفي شي ، خلکو ته بايد وويل شي چې که څوک د چا څخه بډي غواړي او يا يې کارونه دمشکل سره مواجې کوي نو دغې کميټي ته دې مراجعه وکړي ددې کميټي دکار ځاى بايد ډير ښکاره وي اوهرڅوک بايد هغې ته په ازادانه شکل سره رسيدګي وکړي ددې ادارې دتيلفون لمبر دې ټولو هيوادوالوته ابلاغ شي .
3. دنظارت په کميټه کښې بايد د ولايت د مقام نماينده او دهرې سيمې د قضايي مسول، دپوليس او اردو نماينده ګډون و لرې بايد د هغه دولتي مامورينو په وړاندې چې دخلکوکارونوکې خلل اچوي او يا دپيسو غوښتنه کوي سمدستي دې اجراعات وکړي او هغه دې ددې کاره څخه برطرف کړي اورسينو دلاري دې خلکوته معرفي کړي ترڅو دنوردعبرت درس وګرځي اودحکومت په کارونو باندې دخلکو باور پيدا شي .
4. حکومت دې کوشش وکړي ترڅو د ټولو مامورينو دتنخوا او معيشت په هکله توجوو کړي ځکه دمامورينو اقتصادي مسله هم په دې مرض کښې لوي لاس لوبولې شي .
5. په هر ولايت کښې دې دحکومت د مامورينوسره تربيتي کارونه وشي ترڅو هغوي په معنوي لحاظ سره په دې پوه شي چې ترکومه پورې بۀ دافغانستان خلک په دې ستونزه کښې عمرتيروي او د قانون حاکميت اوتحفظ څخه بې برخي وي . په دې کارسره به دحکومت او خلکو په مينځ کښې نژدي والې راشي اوهغه خليګاه چې دحکومت دخراب کارکردګي په وجه سره پيداشوي ډک کړاي شي .
6. په ولايتونوکې دې د خلکواو دولايت دکارکوونکيو خصوصاان د ولايت دوالې ، امينه قوماندان ، څارنوال ، امينت مسولين ، او نورداسې مسولې ادارې بايد د خلکو په وړاندې د خپل ددفتر د روازې بندي ونه ساتي او خلکو ته دې دا موقع ورکړي ترڅو خلک په ازاده توګه وشي کړي د هغوي دفتر ته د خپلو مشکلاتو لپاره مراجعه وکړي بدبختانه چې اوس په ولاياتونوکې داسې حالت دې کوم چې يو عادي هيوادوال نشي کولې په مياشتو مياشتو کښې د ولايت لوړپوړي چارواکې وګورې دغه عمل دخلکو اوحکومت دلري والې سبب ګرځيدلې دى
7. دافغانستان جمهورې رياست بايد ددې مسلې په هکله دوامداره معلومات ترلاسه کړي اوپه دې باره کې دې دهرولايت دمسولينوڅخه رپورټ واخلې هرڅه بايد دملت په وړاندې په رښتياسره وويل شي ترڅو دخلکواعتماد بحال شي .
8. د افغانستان حکومت بايد په کابينه کښې د وزيرانوسره په جرعت سره دغه مسله مطرح کړي چې بايد په خپلو وزارتونوکښې داختلاص او رشوت مخه ونيسي اوکه چيرې کوم وزيردا کارنه شي کولې نودخپلې دندي نه دي مستعفي شي ، زما په فکر سره که يو وزير وغواړي ډيره اساني سره کولې شي دخپلې اداري څخه فساد ختم کړئ په دې شرط چې پخپله وزيرصاحب پکښې سهيم نه وي . وزارتو نه هم کولې شي ددې کارد مخنيوي لپاره دخلکوداعتماد دپيداکولو په موخه په هروزارت کې دپورتني پشنهاده په اساس يوه کميټه جوړه کړي ترڅو درشوت غوښتونکو او دبيورکراتو کسانو په وړاندې کلک ګامونه واخلې ترڅو د خلکو روزمره کارونه په اساني سره په اداروکې ترسره شي .
9. دافغانستان حکومت ترهغه وخته پورې چې دفساد ککړکسان په ښکاره سره محاکمه نه کړي او دافغانستان خلکوته يې درسنيو په وړاندې د محاکمي جريان ونه ښايې ددې مخنيوي ممکن نه دى اونه هم خلک دموجوده حکومت په کارګردګي مطين کيږي . که چيرې دغه لړي جريان وکړي نودخلکو اعتمادبه په حکومت ژوندي شي کوم چې اوس حکومت له لاسه وړکړي دى
10. امنيتي اداري لکه دفاع وزارت ، پوليس ، امنيت دولتي ، بايد دخپلو کسانوسره تربيتي کارونه وکړي اوهغوي ته داپرورش ورکړي چې دخلکوخدمتګاردي نه بادار ، او دهيوادوالو حيثت اومقام ته دې احترام وکړي ، دوي بايد په دې پوه شي چې يوپوليس او يا عسکر فقط دهيواد او هيوادوالو دهوساژوندپه خاطر شپه او ورځ بيداره دي مګر بدبختانه چې دغه تربيتي کارډير ضيعف دى چې دهغې ښې بيلګي دهيوادپه سرحدي ځايونو ، او دتالاشي په وخت کښې ښه مشاهده کيږي دمثال په ډول ( که چيرې دبهر څخه يوهيواد وال ډير په مينه سره خپل هيواد ته راشي نوپه سرحدى سيموکښې دداسې عساکروسره مخامخ کيږي چې دخپل راتګ نه پښيمانه شي اودخپل هيواد نه يې زړه تورشي اودوباره د راتګ جرعت نه کوي داځکه چې دغه هيواد وال په خارج کښې دپوليسو دښه نظام سره اشنا شوي دي اود خپل هيوادڅخه هم داسې اميدلري .
11. بايد د حکومت دادارو په وړاندې تشريک مساعي ايجاد شي نه داچې يوه اداره بله اداره په فساد متهم کوي اودخلکواعتمادپه ټولو ادارو ورځ په ورځ له مينځه ځي .
12. يوځل بيا په جدي ډول سره وايم چې په مقرري کښې وطن پرستي لوى معيار دى ترڅو پورې چې وطن پرسته عناصر په اداروکښې ونه ګمارل شي دغه لړي له مينځه نه ځي
13. په تعيناتو کښې بايد دذهني ګيرايي نه کار وانه خيستل شي ، دتنظيمي خصوصياتو، خپلوي ، او زورګويي په معيارباندې مقرري ونه شي نور په دې هيواد کښې دا خبره نه منل کيږي چې دا څوک دى او دکوم تنظيم څخه دى فقط دکار معيار ، لياقت ، تجربه ، او وطنپرستي دکار بهترين معياردى چې بدبختانه تراوسه پورې دغه اصول په نظرکښې نه نيول کيږي فقط په خبرو کښې ددې مسلې يادونه کيږي نه په عمل کې .
په دې هيله چې دافغانستان حکومت دخپلو هيوادوالو غوښتني په نظرکې ونيسي او نور ددې نه جوړيدونکي مرض په وړاندي په کلک عزم اوعملې شکل سره کار مخکي بوځي نه په تشو خبرو .نوردې ددې ملت په حال رحم وکړي او دغه ملت دې د زور واکانو دظلم او ستم څخه خلاص کړي .