د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ويانا کې د مورنۍ ژبزده کړې په اړه پوهنغونډه

ديپلوم انجينر محمدحکيم اګدري 17.04.2008 01:28

هره ژبه يوه شتمني ده
2008 کال، د يونسکو لخوا د ژبو کال

په پام کې ده چې داځل د مورنيو ژبو د کال په وياړ، تر پاسني سرليک لاندې د اوتريش په پلازمېنه وين (ويانا) کې يوه پوهنغونډه جوړه شي. په نوموړې پوهنغونډه کې به دغه پوهان خپلې ويناوې واوروي:

ويناوال:

ماستره بېتينه روسبخه، يونسکو، د ښوونيزې او پوهنيزې څانګې مشره:
Mag. Bettina Rossbacher (Ö. UNESCO-Kommission)
- د يونسکو لخوا د ژبو کال - د ژبو وده، پالنه او ارزښت

پوهاند ډاکتر رودولف دې سيليا، ويانا پوهنتون، د ژبپوهنې دڅانګې استاد:
Prof. Dr. Rudolf de Cillia (Universität Wien)
- د ټولنيزې ژبپوهنې او ژبزده کړې د څېړنيزو دلايلو پر بنسټ د مورنۍ ژبې د زده کړې اړتيا

ماستره ايلفي فلېک ، د اوتريش د ښوونې او روزنې وزارت:
Mag. Elfie Fleck (BMUKK Wien)
- د مورنۍ ژبې زده کړه
- د اوتريش په ښوونځيو کې له رښتي (حقوقي) او سازماني پلوه د مورنۍ ژبې د زده کړې لپاره شرايط

ښاغلی امين الله دريځ، د ويانا په ښوونځيو کې د پښتو ژبې ښوونکی:
- په کلتوري اړيکو کې د مورنۍ ژبې دنده

په دې توګه، د افغان ولس کلتوري ټولـــنې لخوا په اروپا کې ګردو مېشتو افغانانو، ليکــوالو، څېړنوالو، رسنوالو او د پوهې او فرهنګ ټولو مينه والو ته په درناوي خبر و بلنه ورکول کېږي چې، په دغه ارزښتمنه پوهنغونډه کـــې د خپل رغنده ګــډون وياړ را وبښي .

په درناوي
د ټولنې د مشرتابه جرګه


نېټه: ۱۵/۰٥/ ۲۰۰۸ د مۍ مياشتې پېنځلسمه
مهال: د پنجشنبې ورځ د ماښام شپږ بجې ( ۰۰: ۱۸بجې )
Kolpinghaus, Gentzgasse 27, 1180 Wien ځای: ويانا- اوتريش
Tel.: 0043/ 664 60 806 603 0043- 2732 90 953 afghan_wulas@yahoo.de برېښليک:


يادونه: لکه څنګه چې خبر ياست، تېر کال د «افغان ولس کلتوري ټولنې» په پرله پسې هڅو، د پښتو ژبې د مينه والو په هر اړخيزه مرسته او د اوتریش د ښوونې او روزنې وزارت په پرېکړه د وين په ښوونځيو کې د افغان زده کوونکيو لپاره پښتو ژبزده کړه په رسمي توګه پيل شوه. دا دی، اوس دغه زده کړه پرمخ روانه ده او زده کوونکي په ډېره لېوالتيا برخه په کې اخلي. نوموړې زده کړې هره اونۍ د دوشنبې او جمعې پر ورځو په لاندينيو ښوونځيو کې پرمخ بېول کېږي .
1210 Wien, Mengergasse 33 او 1010 Wien, Neilreichgasse 111
په دې توګه، د زده کوونکيو کورنيو مشرانو ته په درناوي خبروبلنه ورکول کېږي چې د راتلونکي ښوونيز کال لپاره د پښتو ژبزده کړې لپاره د خپلو لوڼوــ زامنو ګډونپاڼې ډکې او د پښتو ژبې ښوونکي ته يې وروسپاري.
هغه کورنۍ چې لاتر اوسه يې د پښتو ژبزده کړې لپاره د لوڼوــ زامنو ګډونپاڼې نه دي تر لاسه کړي او يا لا تر اوسه ناخبره پاتې دي ، هم کړای شي چې په خپل راتګ او د ګډونپاڼو په ډکولو سره له دغه بهير سره همغږي شي.
ګډونپاڼې د پورتنۍ پوهنغونډې پر مهال هم تر لاسه کولای شئ. د نورو مالوماتو لپاره له موږ سره اړېکي ټينګولای شئ.