د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

او په غم دې تر لحده څوڅو ځلي!

سمیع الله (امیني) 16.04.2008 23:27
او په غم دې تر لحده څوڅو ځلي!
هره لار ده رانه ورکه بې مزله مې مزل دی
عالمیانو لاره کوم ده محبت مې او ځل دی
لاس یې پر سر نیولی وو.داسې ښکاریده چې نه غواړي څوک یې وویني. او یا څوک یې ونه ویني.نورو به داسې انگیرله چې ګواکې د سر په درد اخته ده... خو زه پوهیدم چې نه غواړي غمجنه څېره یې ووینم! او د اوښکو نه ډکو سترګو سره ماته مخامخ شي. چې زه وارخطا شم ، له ځایه پاڅم او ویې پوښتم چې ولې؟...
زه د هغو سترګو د لیدو په تمه مخامخ ناست وم.چې زما نړۍ،هیلې، اروزوگانې... او ژوند! په کې نغښتې وه،هو ژوند مې په کې نغښتې وه.
خو چا زه پوه کړی وی! چې نه غواړي ما وویني. په سترګو کې حال ووایي . په سترګو سلام وکړي. گیلې او جنګونه... وکړي.
نا چاره مې په ډیره ناهیلۍ او عاجزۍ آسمان ته لاسونه پورته کړل او دا سوي خبرې مې له زړه ووتلې... چا دا زما نړۍ ، هیلی... راورانې کړلې؟ او ولې؟؟؟
د خدایه مې دا وپوښتل چې ای! د زړونو با خبره خدایه ج! دا ښکلي دې ولې پیدا کول ؟... بیا دې دومره نازک او ښیښیې زړه څله ورکاوه؟ چې په تش کتو مات او زرې زرې شي. او وینې د څاڅکو په شان له سترګو وغورځوي چې ټوله نړۍ پرې خبره شي. ټوله نړۍ !ټوله نړۍ!!
نا څاپه دې ولې له پامه وغورځیدم. زه خو ستا په ساګانو ژوندی وم. ته خو پوهیږی چې زه صرف ستا په ساګانو ژوندی وم.ژوندی. ستا په قدمونو روانیدم. پر مخ تلم! تا سره. یوازې او یوازې تا سره!!!
په خندیدو دې له خوشالیه تر عرشه رسیدم او په غم دې تر لحده څوڅو ځلي...!
اې! زما هستی،اې! زما د ژوند سببه،اې ریښتنې مینې او اې د خوشالیو پرښتی!!! سترګې دې ولې رانه واړولې؟ ولې؟! او ولې دې شا شوه راته...؟؟؟!!!
ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړی دی!
ما په یو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی!