د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تورې لوخړې

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي 15.04.2008 22:35

د جمعې ورځ وه، په کا بل کې د کور د سراى  په مينځ کې د هغه ګلانوڅنګ ته ناست وم چې تازه يې څوکې راپورته کړې وې ، چې يوه ناڅاپه د هغه جيټ الوتکو غږونه مې تر غوږو شول چې ډيرې ټيټې زموږ د کور پر سر تيرې شوې  د کور ټولو ماشومانو په ډېرې وارخطايۍ په سراى کې يوې او بلې خوا ته په منډوشول ، ما پرې غږ وکړ چې چېرې لاړئ! دوى نارې کړې موږ ډارېږو ! ددغو ماشومانو وېرې ماته خپل ماشوم توب او د هغه وخت يوه داسې خاطره  مې راياده شوه او  زه يې دې ته اړکړم چې قلم را واخلم او د کاغذ پرمخ خپل خاطرات او زاړه يادونه  وليکم .

خو دغه خاطرات او يادونه دومره ترخه وو،  چې د قلم اود کتابچې تر اخيستلو  پورې يې خالي ياد زما سترګې له اوښکو ډکې کړې  .

هغه مهال زموږ د ګران هيواد دروسانو د ګوډاګيانو (خلقيان اوپرچميان ) د حکومت پر ګدۍ  خېټه اچولې وه ، چې د ديموکراتيک حکومت په نوم يي پر خلکو د ټوپک په  زور  ترسره بيرغ لاندې  حکومت کاوه .

په زرګونو سور مخي  ا و شين سترګي روسي پوځيان هم پراته وو ،  د ورګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ دکوهګرد کلي په برکلي کې د خپل کورڅخه  د کاکا ګانو ا ود کاکا د زامنو سره د باقليو د شکولو په موخه  چې له کورڅخه مو مخامخ د سيوري په پټيو کې ښکارېدل ، کرلي وو ، ور روان شو ، په دې کال ښه آبادي وه نوځکه باقلۍ هم موږ ډير کرلي وو دباقليو په شکولو اخته شو چې يوناڅاپه جيټ او چورلکې را پيداشوې او داسې ټيټې راغلې چې کړسهارۍ يي موږ سخت وډار کړلو اوله وېرې مو لاسونه پر غوږونو ونيول او ټيټ شو ، لږه شېبه  تېره  نه وه،  چې د جيټ له غږونو درانده سخت ډارونکي غږونه مو ترغوږو شول ، جيټونو بمونه راوغورځول او ددغو بمونو له امله موږ هم د باقليو په پټيوکې اخوا دېخوا ولولېدو ، د ژړاګانو  غږونه مو تر غوږو شول، او د بمونو او د الوتکو  کړسهار لا نه وو پاى ته رسيدلى چې زموږ پرکورهم  يې بمونه وغورځول ، زه  لا په هوش کې نه وم راغلى او مخ مې له دوړو او خاورنه پا ک نه و،  چې د کور لوري ته مې وکتل ، له کوره مو تورې لوخړې او لوګي ختلې .

په دې وخت کې  همدا جيټ سره له چورلکو ټيټ ګرځېدل  او د کور يوې ا وبلې خوا ته يې بمونه غورځول،  موږ  ټولو دکور په لور منډې کړل او تر نيمايې لارې پورې چې د کوز اَوده (کوز کاريز) سيمې ته ورسېدو، کا کا مو راباندې غږ کړ چې کورته مه ځئ هلته بمباري روانه ده .

موږهمدلته  تم شو او په ګينټو-ګينټو پورې هلته ولاړ وو دلته نورخلک هم وو خو دلته  هم دژړاګانو يوه غوغوا وه اوهيڅ ځمکې ځاي نه راکاوه .

په دې وخت کې الوتکې ورکې شوې، مشرانو ترخپل مينځ وويل چې الوتکې لاړې کورونو ته ځو، خو نورو ويل چې نه ، دلته څو شېبې نورې هم ايساريږو .

زما دومره په ياد دي چې موږ يي پرې نه ښودلو او مشرانو راته ويل چې تاسو همدلته پاتې شئ، هغوى د کورونو په لوري ولاړل .

مشران لاړل اوپه دې وخت کې مو چې کورته وکتل نوله کوره تورې لوخړي اولوګي هم پورته کېدې او خلک هم شاوخا ډير ګرځېدل راګرځېدل .

موږ ورنيږدې شو اودغه خلک چې دنيږدې کليو څخه راغلي ترخپل منځ يې خبرې کولي  ، زموږ د مشر بابا نوم يي ياداوه او ويل يې چې بمباري يوازې د حاجي عبدالغفور پرکور  شوى اودغه نورو کورونوته يي هېڅ زيان نه دى رسولى  .

په دې بمبارۍ کې زموږ د نيکه دوخت کلا چې په هماغه وخت کې يي له سلو کلونونه زيات کالونه کيدل هغه برخه يي چې زموږ کور په کې و،  نړيدلى و اوټولې خونې په کې ړنګې شوې وې شوې وي .

ددې کلا ترڅنګ مو دباغ هغه برخه چې کلي ته نيږدې وه اودبادامو ونې ډيېې په کې وې هم له منځه تللې وه او پردې بل مخ پرته وه .

په دې بمبارۍ کې مې بابا ،عمه سره دوه ماشومانو اوخاوند سره يي شهيدان شوي وو  او د کاکا زوي  مې  (سعود ) چې اوس ځوان دى په هغه کوټه کې دزانګو په مينځ کې  ژوندى پاتې و چې دکوټې درې ديوالونه  چپه اويوديوال پاتې و  چې زانګو يوسر پرې بند و اوهماغې کوټې ترلرګيو لاندې ژوندى پاتې شوى و  .

خلک د هغو شهيدانو پر رايستلو اخته و، کوم چې ترخاورو لاندې دي دلي دکوز کلي څخه هم خلک راغلل  اوموږ  ټول ماشومان يي کوز کلي ته روان کړو اوراته يي ويل چې تاسو لاړ شئ .

 او ترشپې پورې يي ايله ټول شهيدان له خاورو راويستل اوموږ په کو زکلې کې پراته وو اودما خوستن دلمانځه پروخت مو بيا د خلکود خبرو غږ ترغوږو  شو چې ويل يي د شهيدانو جنازه يې هديرې ته يوړه .

دا دى نږدې ٢٤کاله کيږي خو د هماغو ظالمانو دجيټ الوتکو بمباريو بدرنګ غږونه مې له غوږو، نه دي وتلي او کله ناکله اوس هم راباندې ډېر بد تاثير کوي .

اوکله  چې دجيټ الوتکو غږونه اورم نوماته هماغه پخوانۍ بمبارۍ راتر سترګوشي،  نو خداى خبر ، دغه الوتکې چې اوس ګرځي دا به هماغه پخوانۍ روسۍ الوتکي وي او که به  امريکايۍ وي ځکه په جګړو تېرو دريو لسيزو کې خو ټول شيان لمنځه لاړل او اوس خو چې څه شته هغه د امريکايانو دي .

خو په هرصورت هيله مو داده چې په هيواد کې يوه تلپاتې اوخپلواکه سوله رامنځ ته شي  چې نه دجيټ اونه چورلکې غږ او نه هم د بمباريو غړمبهار مو  ترغوږو شي .