د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتيا: اسلام او نيشنليزم

جمال الدين جلال 14.04.2008 21:56

په وروستيو كې افغانان د ژبې پر سر د يو بل په وړاندې درېدلي. كه د توكم او قوم پر بنسټ له يو بل سره جګړه كوو، په دې هېواد كې ټول اوسېدونكي به يو نه يو لورى نيسې او يا به پرې تپل كېږي. پايله به يې شي يوه بله جګړه، چې لامل يې ژبنى او قومي تعصب دى.

انسان طبيعتاً ځان غوښتونكى پيدا شوى او كه خپل تعصبونه كنترول نه كړي، له قومه، ولايت او له ولايته ولسوالۍ، كلي، تربور او آن تر خپلې كورنۍ پورې كېنه او توپيرن چلند را رسېږي. د افغان شېندلي ولس لپاره چې درې لسيزو جګړو يې ملي يووالى سخت زيانمن كړى او تر ټولو مخكې يې ولسي تړون خوړلى يوازېنى حل له اسلام پرته بل څه نه شي كېدى. تاسې وواياست چې بل پر څه بنسټ سره راټولېدى او يو كېدى شو؟

په حديث كې د قوم پر بنسټ تعصب ته جاهليت ويل شوى. د دې جاهليت پر زيانونو باندې د خبرېدلو او له خپل وطن، قوم او سيمې سره د معقولې مينې او پالنې په اړه د پوهاوي د زياتولو لپاره جمعيت اصلاح په كابل كې يو كنفرانس جوړوي.

 

نېټه: د حمل ۲۸مه، چهارشنبه

ګړۍ:د مازيګر څلور بجې

ځاى: خوشال خان، د شاداب ظفر بلاكونو شاته، د اصلاح كوڅه، د جمعيت اصلاح كلتوري او خپرنيزه څانګه، د سيد جمال الدين تالار

 

د لا زياتو معلوماتو لپاره له موږ سره اړيكې ونيسئ:

موبايل:۰۷۸۶۳۳۶۹۶۱

ايمېل: info.assrd@gmail.com