د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د باکیفیته معارف په نامه ملي او سراسري مشاعره

صبانشراتي مرکز 12.04.2008 20:50
له نیکه مرغه زمونږ سوځیدلی او هیرهیواد ا فغانستان، د نړۍ د۱۰۰هیوادونو په ډله کې، د باکیفیته ښوونې او روزنې د نړیوال کمپاین غړیتوب په روان ۲۰۰۸کال کې تر لاسه کړ. «په نړۍ کې د ستر لوست» کمپاین، د ښوونې او روزنې د ودې په چاره کې د اړوندو سازمانونو(سی.ایچ.ای- دی.ایچ.اس.ای- اس.ام.او او ای.ام.ام.سی) لخوا د اپریل له ۲۱مې تر ۲۸مې (دغوایی له دویمې تر نهمې) په لاره اچول کیږي.
دغه سازمانونه د«په نړۍ کې د سترلوست» په ویاړ، د باکیفیته معارف په نامه، ملی او سراسري مشاعره، د یوې ازادې او ملي سیالۍ په بڼه جوړوي.
د شعرونو کتنه او ارزونه د استازانو او فرهنګیانو د یوې ډلې لخوا ترسره کیږي.
ترټولو غوره موضوعی شعرونو او نظمونوته جایزې ورکول کیږي.
ترټولو غوره لس شعرونه ددغه کمپاین په لویه غونډه کې د ویناوالو لخوا لوستل کیږي.
ټول شعرونه په یوه جلا ټولګه کې چاپیږي.
مینه وال او علاقمندان دې د(باکیفیته معارف او د بیوزلۍ د ورکولو)پرموضوع خپل لیکلي شعرونه او نظمونه او دغه راز خپل ادرسونه او د تیلیفون شمېرې د غوایی د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې پدغو پتو راولیږي:
۱- دریمه کارته، سورپل، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سړک، ښي لاس ته لومړۍ کوڅه، (۴۷)لمبرکور د صبانشراتی مرکز د فرهنګ دیپارتمنت.
۲ـ پست بکس (۴۷۵)شمیره.
۳- ایمیلونه:
ahilamanghaznawi@yahoo.com mbil:0799866286
anwarwafa6@yahoo.com 0799403869 -0799576762-0700217012