د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مينې لېونيان په کاڼو ولي!

زلمى نړيوال 09.04.2008 22:45

ليک: ثاديه قاسم شاه
 ژباړه: زلمى نړيوال

د مارچ د يودېرشمې نېټې توره شپه وه چې شانو او دولت خان د کوزې پښتونخوا د مومندو ايجنسۍ په سيمه کې د هغې تش په نوم "محکمې" لخوا د مرګ په جزا محکوم شول کومه چې د طالبانو په نامه اسلامي بنسټپالانو لخوا د ټوپک په زور جوړه شوې وه. دغه دواړه د مينې لېونيان له "محکمې" وړاندې د طالبانو د ټوپکمارانو لخوا تښتول شوي وه او بيا په يو داسې ځاى کې په کاڼو وويشتل شول چې يواځې هم دوى ورته ټوپکې په لاس ولاړ وه.

د ټوپکمارو د دغې بنسټپالې ډلې يو وياند بيا ډېر په وياړ سره مطبوعاتو ته تليفونونه هم وکړل او د خپل جرم اعلان يې وکړ. د سيمې حکومتي انتظاميې ورپسې په خپلو څرګندونو کې وويل چې شانو او دولت خان په کاڼو نه دي ويشتل شوي بلکې په ډزو ويشتل شوي دي. په دې بيان سره انتظاميې هم د مسوليت څخه ځان خلاص کړ او داسې يې وګڼله چې ګوندې دغه دوه د مينې لېونيان که د کاڼو په ځاى په ډزو ويشتل شوي وي نو بيا خېر دى، هيڅ خبره نه ده.

قانوني ماهران وايي چې دا د غېرت په نامه د بې غېرتۍ د پېښو څخه يوه نادره پېښه ده ځکه چې ټوپکمارو د شانو د کورنۍ په وېنا دوى دواړه لومړى وتښتول او بيا يې ووژل. دا په دې چې د پښتنو په دې قبايلي ټولنه کې که کومه جلۍ په خپله خوښه واده يا ژوند وکړي نو د کورنۍ غړي يې د وژلو ارزومن وي. دغه کورنۍ د جلۍ دا کار د خپل ځان لپاره "بې غېرتي" ګڼي او پوليسو ته په دې اړه خبر نه ورکوي. د ټولنې افراد هم په دې ظلم چوپه خوله پاتې کېږي او دغسې يو لوى جرم پټ پاتې شي.

ثمينه اپريدۍ – چې د پښتنو په ټولنه کې د ښځو په وضعه تحقيق کوي – وايي "ستونځه اصلاً زمونږ په کولتور کې ده ځکه چې دلته سړي خپل عزت او غېرت هم په ښځې پورې تړلى دى. که د کورنۍ يو غړى پوه شي چې د کورنۍ يوه جلۍ يې په خپله خوښه ژوند تېرول غواړي نو په هغې د ټولې کورنۍ د بې عزته کولو تور لګوي."

ثمينه زياتوي "په پښتنه ټولنه کې ښځو ته يو څه درناوى او عزت ورکړل شوى دى خو د دې په بدل کې ترې د خپل ژوند په اړه په خپله د پرېکړې حق اخيستل شوى دى."

کورنۍ د ياغي مينانو پر ضد د بې عزتۍ دا کست ان تر کلونو کلونو پورې په زړه کې ساتي ځکه چې وايي دوى د کورنۍ د "اصولو" او "اخلاقو" څخه سرغړونه کړې ده.

د اهاميم بانو په نامه يوه افغانه جلۍ د ٢٠٠٦ کال د مۍ په لسمه نېټه خپلو ورونو افغانستان ته وتښتوله او هلته يې ووژله. د هغې جرم دا و چې دوه ويشت کاله وړاندې يې د يو سړي سره په خپله خوښه واده کړى و. دواړو ښځې خاوند ښه خوشاله ژوند تېراوه، خو د جلۍ ورونو د هغوى خوشالي نه شوه زغملى، اخر يې هغوى پېدا کړل او خپله خور يې د غېرت په نامه ووژله.

د وژل شوې جلۍ اوښى د دې پېښې عيني شاهد و خو هغه وروسته د ډېرو پېسو په اخيستلو سره خپل لومړنى بيان بدل کړ. په دې توګه د جلۍ ورونو دوه ويشت کاله وړاندې د خپلې خور په وژلو سره خپل غېرت په ځاى کړ، خو عجبه خبره دا ده چې د خپل اصلي دښمن د ورور سره په روغه جوړه کولو يې هيڅ شرم احساس نه کړ.

د غېرت په نامه د ښځو د وژلو د دې روايت د مخنيوي لپاره په ٢٠٠٤ کال کې د "جنايي قانون" په نامه يوه مهمه ماده جوړه شوه. په دې قانون کې راغلي چې د غېرت په نامه يا د غېرت په وجه د چا وژل جرم دى. خو په داسې پېښو کې تراوسه پورې هيچا ته جزا نده ورکړل شوې ځکه چې کورنۍ د دې ډول قضيو پلوي نه کوي.

د ښځو د يوې ادارې لخوا د راټولو شويو معلوماتو ترمخه- چې د بېلابېلو ورځپاڼو څخه يې راټول کړي دي- د ٢٠٠٧ کال د جنورۍ د اولسمې نېټې څخه د ٢٠٠٨ د جنورۍ د اتمې نېټې پورې په کوزه پښتونخوا کې ٤٤ ښځې تښتول شوې دي، ١٧٥ وژل شوې دي، ١٥ باندې جنسي تېرى شوى دى، ٢ په بدل کې ورکړل شوې دي، ١٠ وهل شوې دي، ٢٣ ځانونه وژلي دي، ٤ د غېرت په نامه وژل شوې دي، ١٨ ټپيانې شوې دي، ٢ په بدو کې ورکړل شوې دي، ٢ د کورنيو جګړو ښکار شوې دي او ٦ سوځول شوې دي.

د غېرت په نامه د قتل په شا يو عجيب ذهنيت پروت دى. د غېرت غوښتنه خو دا ده چې د کورنۍ غړي بايد د هغې جلۍ يا ښځې د پرېکړې او سوچ درناوى وکړي کومه چې دومره صلاحيت استعداد لري چې د خپل ژوند د ښه او بد لپاره سوچ کولاى شي او د خپل ژوند په اړه په خپله خوښه پرېکړه کولاى شي.  خو د دې په ځاى د کورنۍ غړي د هغې وژلو ته اقدام کوي او دې کار ته بيا د غېرت نوم هم ورکوي. د دې ظلم د مخنيوي لپاره په ټولنيز نظام کې يو سخت قانون ته اړتيا ده.