د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او تاجکستان يو هېواد!!

ګهيځ 09.04.2008 10:32

پرون په کابل کې ولسمشر حامد کرزي د ناټو د بخارست غونډې د پرېکړو او افغانستان د لاسته راوړنو په اړه يوې خبري غونډې ته وينا کوله. د خبريالانو له منځه د بي بي سي يوې ښځينه خبريالې، په شخصي افغاني ټلويزيونونو کې د سريالونو د بندښت په اړه پوښتنه وکړه، چې دغو بنديزونو په رسنيزو کړيو کې د بيان د ازادۍ په اړه خورا اندېښنې زېږولې دي. کرزي په ځواب کې وويل: (( ترڅو، چې زه پر دې څوکۍ وم، د بيان ازادي به په هيڅ توګه نه محدوديږي، خو زموږ ټلويزيونونه او خپرونې بايد خپلې خپرونې له افغاني کولتور سره عيارې کړي. زه چې له خپلې کورنۍ سره ټلويزيون ګورم، داسې چينل به ګورم، چې ويې کتلاى شم)). کرزي وروسته وويل: (( تاسې ورشئ په پاکستان کې کوم چينل افغاني (پښتو يا دري) سندرې خپروي، يو خيبر کله کله پښتو افغاني سندرې ږدي، چې د خپلو پاکستانيانو لپاره دي او اړتيا يې ده. يا په يوه دري خپرونه کې دري سندره ږدي، په اېران ، په ازبکستان په هند کې کوم ټلويزيون زموږ سندرې خپروي؟ په تاجکستان کې، هو تاجکستان زموږ سندرې خپروي او موږ د هغوى خپروو، تاجکستان او افغانستان يو هېواد دى....)).

يوه سياسي شخصيت او بيا دکرزي په څېر جګپوړي چارواکي ته د يوې ډيپلوماتيکې ژبې اړتيا ده، نه د احساساتي او په خوشبينيو ولاړې ژبې. د کرزي په تېر پنځه کلن سياسي پېر کې دا دده تر ټولو ستره ژبنۍ تېروتنه ده، چې دوه هېوادونه سره يو ګڼي، په داسې حال کې، چې په تاريخي لحاظ افغانان له تاجکستان سره د (( يوه هېواد)) په توګه ګډ اړيکي او تاريخي رېښې نه لري. کرزي په خپلې دې ژبنۍ تېروتنې سره د دوو خپلواکو هېوادونو استقلال تر پوښتنې لاندې راوست. تاجکستان حق لري، د کرزي ددغې ژبنۍ تېروتنې پر وړاندې غبرګون وښيي او د خپل استقلال او خپلواکۍ ښکارندويي وکړي.
ولسمشر حامد کرزى په داسې حال کې، د تاجکستان او افغانستان د (( يو هېواد)) ادعا کوي، چې د يوه هېواد ( افغانستان) ستره برخه ( لر پښتانه) پاکستانيان ګڼي او خيبر ټلويزيون، چې کومې پښتو سندرې خپروي، هغه هم د پاکستانيانو لپاره ښيي. دغسې دريځ به له دې پرته بله څه مانا وښندي، چې د کرزي دا دومره خوشبينۍ همغه د درې ګوني پارسي ژبي مثلث له برکته دي، چې په نږدې راتلونکې به يې همدغه پښتون ولسمشر پر موږ راتپي. د تاجکستان په اړه د افغان چارواکو خوشبينۍ ورځ په ورځ ډېريږي او دا خوشبينۍ د تهران او دوشنبې له امتيازونو پرته شونې نه برېښې. د فارسي ژبي چينل جوړاوى ددوى د ((پارسي ژبي مثلث)) لومړنى ګام دى، چې ښايي کرزى به يې په راتلونکو ټاکنو کې د خپل انتخاباتي کمپاين په ګټه وکاروي. تر ټولو بده او خواشينوونکې لا دا، چې له دغه چينل نه به پښتو خپرونې هم کيږي. دا، چې دا پښتو به موږ ته څوک خپروي او څنګه به يې خپروي ، تراوسه مالومه نه ده، خو دا د پښتنو پر خولو د برغولي اېښودل دي، چې نور يې د (( پارسي ژبي مثلث او ټلويزيوني شبکې)) پرخلاف غږ پورته نشي. ښاغلى کرزى د افغانستان په ملي ټلويزيون کې موږ ته پښتو نه خپروي او يا په اوړو کې د مالګې په انډول ده، نو د تاجکستان او اېران په کنټرول کې د جوړېدونکي ټلويزيون له لارې به څه ١٩ شل کړي؟ ايا دا به يو ځل بيا پر پښتو د ملنډې وهلو په مانا نه وي؟
ښاغلى کرزى که هرڅو خپله دغه خبره توجيه کړي، تېروتنه يې بېرته نه راګرځي، ځکه دا له يوې خوشبينۍ او تمې سرچينه اخلي او که نه موږ د تاجکستان په پرتله له نورو ګاونډيو هېوادونو سره ښه اړيکي لرو او بيا خو د هغو پر وړاندې هم دغسې يوه خوشبيني په کاروه. ولسمشر بايد د خپلې دې ډيپلوماټيکې او سياسي تېروتنې په اړه سپيناوى وکړي او يا له دواړو ملتونو بښنه وغواړي.