د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شپږو كلونو په ترڅ كې: د طالبانو لاسته راوړنې او بايلنې

وحيد اغاز 08.04.2008 22:57
يانې كله چې په افغانستان كې دغه (۴ګونې ډلې+د بن تړون= د نوي شكلي دولت جوړيدل) فورموله رامنځته شوه، القاعده او طالبان رانسكور شول، ترى تم شول او صحنه امريكا ته خلاصه شوه، ورسره جوخت د يوه لوى ګواښ په توګه دغه(طالبان+القاعده+ حكمتيار= ددولت لپاره يو ګواښونكى مخالف)فورموله راوزيږيده، دغه فورمولې كه اول خاپوړي كول، خو د شپږو كلونو په جريان كې ښه راګړندى شوه، او ددغه دواړو فورمولو ترمنځ جګړه ښه په درز روانه وه، په دې ترڅ كې هرې فورمولې لاسته راونې او بايلنې درلودې، چې لاندې په همدې اړه بحث راڅرخوو:
۱- ددولت لاسته راوړنې، دطالبانواود هغوى د متحدينو بايلنې:
لومړى خو ددولت لپاره لويه لاسته راوړنه دا وه چې صحنه يې له خپلو مخالفينو كه په هره بيه وه، پاكه كړه، ورپسې په هماغه كال لويه لاسته راوړنه داوه چې كرزي ځان د اروزګان ولايت كې د طالبانو له منګولو وژغوره، له هغه وروسته د طالبانو دغه مشران او مهم غړي لكه تير كال په هلمند كې تر ملادادالله، ملااختر محمدعثماني( د ملاعمر باوري سړى او مشاور چې لومړى يې طالبانو مړينه نه منله)، سيف الرحمن منصور په اغلب ګمان(دغه اوازې هغه وخت زور واخيست چې په شاهي كوټ كې جګړه ودريده، لامل يې دا په ګوته شو چې ملاسيف الرحمان منصور له منځه تللى دى)، ملانيك محمد، ملاعبدالله او نور سيمه ييز مشران او جنګي قوماندانان چې په دې ليكنه د ټولو راوړل ناشوني دي، وژل شوي دي.
ډيرى مشران يې لكه ملاوكيل احمد متوكل، ملاعبدالسلام ضعيف(پاكستان په امريكا وپلوره)، ملاعبدالحكيم مجاهد(په امريكا كې د طالبانو استازى)، ملافاضل(د شمالي خطونو قوماندان او سترجنرال)، ملانورالله، ملاعبيدالله، ملامنصور دادالله(د دادالله ورور او ځاى ناستى)، عبدالحق وثيق (د استخباراتو معين)، ترابي (دعدلې وزير)، ملانقيب چې وتښتيد او ورځې وړاندې بيا ونيول شو، جهانګيروال (د ملاعمر مالي او باوري سړى)، وياند ډاكټر حنيف، استاد ياسر او نور سيمه ييز مشران يې د باګرام او ګوانتانامو په زندانونو كې بنديان او ياهم له دولت سره نظر بند دي. د يادونې وړده چې په يادوشويو كسانو كې لكه ملامنصور دادالله، عبيدالله، جهانګير، عبدالسلام ضعيف او ترابي د پاكستاني ځواكونو له لوري نيول شوي او له ضعيف پرته دا نور اوس هم دپاكستاني زندانونو ميلمانه دي.
ډيرى مشران لكه مولوي ارسلا، ملاخاكسار (د طالبانو كورنيو چارو وزارت معين)، د راديوټلويزيون وياند ملااسحاق نظامي، ملاراكټي او د موسى كلا نوى ولسوال ملاعبدالسلام يې له ليكو راګوښه او له دولت سره يو ځاى او په خوله شوي او ددوى په ضد يې هم څرګندونې كړي دي.
په يادوشويو كسانو كې ملاعثماني، دادالله او عبيدالله دطالبانو دملا د تير په شان و چې په له منځه تګ يا نيولو سره يې د طالبانو د ملاتير ښه ډنګر، كمزورى او نرى شو.
پردې سربيره په ټوليزه توګه دشمال په جنګي كلا كې ددوى د ماتې پرمهال د دوستم د ځواكونو له لوري پرې ښې چپه ميچنې تاو شوې، لكه ترخې مندكې دومره يې ووژل، اټكلي شميره يې ۳۰ زرو كسانو ته رسيده، او لويديزوالو هم دا د بشر په حقونو يو بربنډ تيرى بللى دى.
په څومره پيمانه چې طالبان له منځه لاړل، هغومره القاعده او نورې ددولت مخالفې ډلې نه دي شوې، د القاعده له ډلې نه په كمه پيمانه ددوى مشران لكه څو ورځې وړاندې په وزيرستان كې د ابوليث اللبي، شيخ خالد او نور وژل شوي دي. ددې ډلې هم ځينې غړي بنديان دي لكه څو ورځې وړاندې د اسامه افغان ژباړن ملاعبدالرحيم او نورو نيول كيدل.
له افغانستان نه اخوا ددې ډلې(القاعده) مهم مشران لكه ابومصعب الزرقاوي او د ايران لپاره د دې ډلې مشر، نيول شوي او وژل شوي دي.خو په دې سربيره د طالبانو د ماتې په مهال د دوستم د ځواكونو له لوري عرب وګړي هم په بوجيو بوجيو له منځه لاړل چې ددې ډلې لپاره د كمزورۍ يوه ښه دليل بلل كيدلاى شي.
د حكمتيار ډلې نه تر اوسه څوك وژلي او نه چا دوى وژلي دي، يوازې ددولت د په مخالفه ليكه كې ولاړ او ددولت مخالفت ته دوام وركوي.
۲- دطالبانو اود هغوى د متحدينو لاسته راوړنې او ددولت بايلنې:
يادې شوې ډلې چې ددولت لوى او ګواښونكى دښمن بلل كيږي، دوى هم تر ډيره بريده لاسته راوړنې درلودې.
ددولت ځينې ملاتړي او پلويان يې لكه عبدالحق، ملاخاكسار، خاركيزوال، حكيم تڼيوال، د هلمند والي مرستيال او د پارلمان يو وكيل چې ددوى د واكمنۍ په مهال والي و، وژلي دي.
ددولت له متحدينو نه حاجي عبدالقدير، ډاكټر عبدالرحمان او ځينې نور هم ووژل شول، چې وژونكي يې دكيميابوټو غوندې ورك شول، خو د دولت د كمزورۍ كې يې رغنده رول درلود.
لوى او ډير وژونكي ځانمرګي بريدونه لكه د كابل قوماندانۍ په مخ كې د پوليسو د اكاډمې په موټر ځانمرګى بريد، چې خورا زياته مرګژوبله يې درلوده، په بهارستان كې په ملي اردوځانمرګى بريد چې ۳۰ كسه يې ووژل، په ډيك چيني ناكام بريد چې ۲۰ كسه يې ووژل( كه څه هم مطلوب ته ونه رسيد خو يو د خطر زنګ يې بللى شو)، څو ورځې وړاندې د كندهار ولايت په ميله كې ځانمرګى بريد چې د ۱۰۰ تنو په شاوخوا كې مرګ ژوبله درلوده او د بغلان ولايت د قندو په فابريكه كې ځانمرګى بريد چې د ښوونځي زيات شمير ماشومان او د ولسي جرګې ۶ غړي پكې له منځه لاړل، شوي دي خو ددو اخرينيو بريدونو(د كندهار د ميلې او د بغلان د قندو بريدونو) پړه طالبانو په غاړه نه ده اخستې.
په يادوشويو سربيره د فرهنګ په وزير په كندهار كې ځانمرګى بريد چې روغ ترې ووت او د اجمل نقشبندي وژل هم د يادونې وړ دي.
په غزني ولايت كې د ۲۱ كوريايانو تښتول او په رڼا ورځ په غزني ولايت كې د طالبانو له لوري مطبوعاتي كنفرانس وركول، په پلازمينه كابل كې په سرينا هوټل بريد، دڅو مياشتو لپاره د موسى كلا ولسوالۍ نيول، له څرخي پله څخه د ملانقيب تيښته، د ايټاليوي ژورناليست په وړاندې د طالبانو د ۵جګپوړيو كسانو(ملامنصوردادالله، استادياسر او لطف الله حكيمي او نورو) له بنده خوشي كول، هغه پيښې وې چې ددولت اب پكې تر ښه ډيره پيكه شو.
په دې علاوه كه پاكستان ملامنصور دادالله بيرته ونيو خو په بدله كې يې سفير وتښتول شو چې تر اوسه لانجه ناحل او بې پايلې پاتې ده.
كه پورتنۍ ارزونې ته ځير شو، ددولت تله يوڅه درنه وي ، خو دوى اوس بيا د نوي كال په رادبره كيدوسره د ګرمو جګړو خبر وركړى دى. كه هرڅو اوس د طالبانو داستوګنې ځاى غرونه او رغونه دي او صحنه دولت ته خلاصه ده، خو دولت ته دومره خسارات ور اړول هم ددوى لپاره لويه لاسته راوړنه بللاى شو.