د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انجنير حکمتيار د وژنې د اوازو موخه څه ده؟

ثنا حليم 08.04.2008 15:37

د سه شنبې په ورځ( د اپريل ٨ نېټه) ځينو خبري رسنيو د افغان دولت ضد د اسلامي گوند د مشر گلبدين حکمتيار د وژني رپوټونه خپاره کړل.
د دغو رسنيو په کتار کې يوه هم د بينوا ويپاڼه وه چې،د نتکۍ په نوم يوتن له کومې ځانگړې او جوتې منبع پرته دغه رپوټ خپور کړى و.
ماته د بينوا ويپاڼې ځيني چارواکو وويل چې، دغه خبره په نورستان کې کومې نا څرگندې دولتي سرچينې بينوا ته کړې ده.
د دې خبر په ليدو حيران دريان شوم چې،څنگه کيداى شي د دولت ضد داسې يو پياوړى او  ځواکمن مشر ووژل شي او دولت دې په اړه چپه خوله پاتې شي.
لکه څنگه چې،زه هم په رسنيز ډگر کې کار کووم نو د ځينو ملگرو په ملتيا وتوانېدم د اسلامي گوند د مشر د وياند هارون زرغون شمېره پيدا کړم او د دې خبر حقيقت ته ځان ورسوم.
که څه هم هارون زرغون ته تر څو ځلې ټيلفون کولو په دې و نه توانيدم چې دياد شوي خبر په اړه نور تازه او کره جزيات ترلاسه کړم،خو نوموړي له ځينو رسنيو سره د خپل مشر په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي.
دغه راز گلبدين ته نژدې يوې بلې باوري سرچينې راته وويل چې، مشر يې ژوندى او اوسمهال د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه چمتوالى نيسي.
زه نه غواړم چې، د دغه خبر د رد يا تاىيد په اړه څه وليکم بلکې غواړم د افغان حکومت له يوې بلې ناکامې هڅې څخه پرده پورته کړم چې، غواړي اوس د گلبدين حکمتيار د وژنې د گنکوسو په خپرېدو د هغو شاوخوا ٣٠ بې گناه افغانانو وژلو ته يوغولونکى او له منطقه لرې دليل پيدا کړي.
 د تيرې يکشنبې په ورځ د نورستان په دواب ولسوالۍ کې افغان ملي پوځ په دې پلمه عمليات ترسره کړل چې،گواکې په دغه سيمه کې د افغان حکومت ترټولو لوى مخالف سړى حکمتيار او د هغه يو بل ملگرى کشمير خان غلي شوي دي.
که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت په دغو عملياتو کې د يوشمېر شکمنو کسانو د وژل کيدو او يوشمير نور چاودېدونکو توکو د نيول کېدو ادعا کوي خو اصلي خبره داسې نه ده.
په کومه سيمه کې چې،افغان ملي اردو عمليات ترسره کړي هلته عام او بي گناه افغانان ميشت ول.
د رپوټونو ترمخه په دغو عملياتو کې د شاوخوا شلو٣٠بي گناه وگړو د شهيد کېدو سربېره د دوى ډېر شمېر کورونه او جوماتونه هم ويجاړ شوي دي.
د دغې خبرې د ثبوت لپاره راځئ چې د بي بي سي له پښتو ويپاڼې څخه د نورستان دوالي تميم نورستاني هغه خبري را واخلو چې،تر عملياتو وروسته يې کړي:
نورستاني وايي:
'' زه دومره خبر يم چې د دواب په شوک کې بمبار شوی . د ملي اردو د کوماندو پوځيان پياده شوي . راپورونه داسې ووچې دلته کشمير خان او حکمتيار راغلي دي، خو په بمبار کې يو شمير کسان شهيدان شوي هم دي .''

که خبره لږه نوره هم پسې وغزوو نو جوته به شي چې،دغه عمليات پر چا ترسره شوي او څوک يې په نښه کړي دي.
د نورستان دوالي مرستيال عبد الحليم بي بي سي ته د ٣٠ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ويلي يې دي چې ټپيان تر اوسه بې درملو پاتې دي .
دى وايي:'' ډېر زياتى شوی ، ٣٠ کسان وژل شوي ، دلته نه طالب و نه بل څوک . يو جومات هم له منځه تللی، ټپيان لا اوس هم په خورا بد حالت کې دي .''
 حقيقت دا دى چې،نه خو دلته گلبدين و ،نه کشمير خان او نه کوم طالب وسله وال ،له دې ښکاري چې،افغان سرتېرو هم د بهرنيو يرغلگرو ځواکونو پر پل قدم کېښود،او د کره او کوټلي مالوماتو پرته يې دغلته عمليات ترسره کړل چې،د لسگونو بي گناه افغانانو د وينو په توېدو،او سلگونو نورو د بې پلاره کېدو په بيه تمام شول.
اوس افغان حکومت غواړي چې د حکمتيار د وژلو د گنکوسو د خپرېدو له لارې خپلې دغه کرغېړنې کړنې ته د اوړو پوزه جوړه کړي او د لسگونو افغانانو وژنې ته يو بې اساسه او بي منطقه دليل ولټوي.
خير که په دې هم د قربانيانو کورنۍ و نه غولېدې نو د افغان حکومت لپاره يوه تر ټولو اسانه او ښه لاره بله هم شته چې، و وايي (بښنه غواړو) چې په دې ډول به د دومره وژل شوو انسانانو د وژنې جبران وشي.
هسې خو هم تر دې وړاندې بهرنيو يرغلگرو ځواکونو د سلگونو نورو بې گناه افغانانو د وژنې جبران د (بښنې) په  ټکي سره چې په انگليسي کې ورته Sorry وايي کړى دى.