د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شفیق ادبي څیړنځي لخوا مننلیک

اخندزاده ننګ کاموي 27.03.2008 21:52

خوښ یو چې د هیواد ادبي او فرهنگي بهیر او ټولنپروره لیکوالان ددې جوگه شول چې د خپلې خاورې د تیرو نامتو لارښوونکو او د ادب، سیاست او تولنیز چوپړ د ډګر د پیاوړو مخکښانو په یاد سره راټول شي او د هغوې رښتینې څیرې او عملي علمي خدمتونه د خپلې هیواد پالنې د پاک احساس په جامه کښې خپل ځوان نسل او دیرش کاله د خپل تیر تاریخ نه تر ډیره کچه بې خبره اولس ته وړاندې کړي.

د هیواد د وتلي سیاست پوه، قانون دان، لیکوال، شاعر او ځوان صدراعظم شهید محمد موسی شفیق په علمي، سیاسي او ادبي شخصیت د سیمینار جوړول د ننني ادب او فرهنگ د تانده او ځلانده ستورو د روانې دوانې قاقلې د ژوندیو لاسته راوړنو یو بله رښتینې بیلګه ده.

شفیق ادبی څیړنځی ددې سیمینار دجوړونکي پلاوي او ددې غوندې د ټولو برخه والو د زړه د کومي مننه کوي او د ټولو هیواد والو داسې بې لالچه خدمتونو ته نه یواځې د قدر په سترګه ګوری بلکه ځان ورسره ددې لارې په هر زیان کښې مل بولي.


د خپل هیواد د تیر عظمت د بیرته راستنیدو په هیله


په درناوي
اخندزاده ننګ کاموي
د شفیق ادبي څیړنځي مشر
کابل افغانستان
٠٧٩٧١٦٥٠٧٢
society@eikmail.com