د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو جهادي ادب كې يوه بله زياتونه، د يرموك قهرمانان

25.03.2008 13:48

د پښتو جهادي ادب كې يوه بله زياتونه، د يرموك قهرمانان

 د يرموك قهرمانان د هغو شازلميو د سرخندنو داستان دى، چې د ختيځ او لوديځ زبرځواكونو ته يې نه هېرېدونكې ماتې وركړه. او دا يې په زبات ورسوله، چې دوي د فتحه شويو هېوادونو ته د ولكې ټينګولو، ګډوډۍ جوړولو نه بلكه د انساني كرامت د پرځاى كونې، هوساينې او نېكمرغۍ استازيتوب كاوه.

 د يرموك قهرمانان (ابطال يرموك) د اسلامي نړۍ د ستر ليكوال او ناول ليكونكي ارواښاد استاد علي احمد باكثير شاهكارو ليكنو او ناولونو څخه يو ناول دى، چې په څه باندې ۸۰ مخونو كې په انځوريز ډول ليكل شو ې، او د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون د فلسفې او عقيدې د اېم فېل ( ماسټرۍ څخه پورته) دوره زده كړيال جنيدالله ظهير لخوا په روانه پښتو ژباړل شوې او د كابل پوهتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي ښوونكي پوهندوى ډاكټر محمداجان حقپال لخوا پرې سريزه ليكل شوې.