د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو"هو" او "نه" او د بندو دروازو سياست

هلال سمسور 24.03.2008 12:55
كله چې طالبانو د هېواد په سويل كې سر راپورته كړ او بيا د هېواد شمالي وروستيو ګوټونو پورې ورسېدل، د هغوى ډېرى سياستونو او تګلارو نوې بڼه درلوده، په لومړي ځل د حكومت كولو، ولس او نړيوالې ټولنې سره مخامخ شول، چې هر چا ترې د ځانګړي چلند غوښتنه كوله، طالبانو هم په خپل وارسره هر څه ته مټ وركړى ؤ، خو په سياست كې يې له سره تر پايه له "هو" څخه "نه" ډېر ول او يا په بله وينا هغوى د بندو دروزاو سياست ته ډېره مخه كوله. دغه سياست طالبان له ډېرو ستونزو سره مخ كړل او په زغرده ويلاى شو چې همدغه د "نه" ټكي د طالبانو د راپرځېدو لامل شو. د "نه" سياست به په ډېرو ځايونو كې غوره وي، خو موږ چې ورته ګورو سياستوال په ډېرو ځايونو كې په غوڅ ډول د "هو" او "نه"  له ټكي څخه ځان ساتي، نه غواړي، چې د يو شي په اړه غوڅه فيصله وكړي، بلكي هر وخت خپل هو او نه په ډېرو دلايلو كې نغاړي، چې په دې سره هغوى بند هم نه راځي. هر څوك وايي چې سياست وروستى حرف نلري، خو طالبان مخكې حرف نلري بلكې تل همدغه وروستى حرف يې را نيولى وي. د طالبانو د سياست "هو" او "نه" ډېر په زغرده ول او په سياست كې يې د"نه" پله درنه وه، رسنيو او ژورناليستانو ته به ښكاره وي، چې د طالبانو يوه د "هو" كلمه به ډېره ژر په ټولو رسنيو كې خوره شوه، د ساري په توګه د طالبانو د راپرځېدو راهيسې طالبان تل په دې ټكي ټينګار كوي چې "نه" موږ له دې حكومت سره تر هغه خبرې نه كوو ترڅو بهرنيان ونه وځي. خو تېر كال يو ځل د طالبانو د وياند له خولې دا خبره را ووتله، چې "هو" كه زموږ امنيت تامين شي موږ خبرو ته چمتو يو. دا خبره ډېره په بيړه د هرې رسنۍ په خوله كې پرېوته او تر ډېره په رسنيو كې منعكس كېده. كه د طالبانو دحكومت له پيله د بندو دروازو ته ځير شو، نو ځينې بېلګې يې په لاندې ډول يادولاى شو:
كله چې طالبان پر كندهار واكمن شول لومړى "نه" يې د ښځينه ښوونځيو پر وړاندې ؤ، چې ترپايه يې په يوه او بل دليل په دې اړه خپل دريځ بدل نكړ.
ددې ترڅنګ د ډېرو ګوندونو سره د تفاهم سياست يې هم په "نه" ولاړ ؤ او كله چې پر كابل واكمن شول
د ايران د پرانېستي سپارت دروازې يې ور بندې كړې ويل يې "نه" په كابل كې تاسې هسې جاوسوسي كوئ.
په كابل او د هېواد په نورو ولايتونو كې يې پر ټلوېزوني خپرونو بنديز ولګاو او ويل يې چې "نه" تلوېزون حرام دى او په وروستيو كې يې يوازې د الجزيره عربي تلويزون ته اجازه وركړه.
په تعليمي نصاب كې يې پر انځور بنديز ولګاوه او دليل يې دا ؤ، چې "نه" انځور په اسلام كې سخت حرام دى.
په كابل كې يې په حكومتي ادارو كې پر ښځينه كارمندانو بنديز ولګاوه استدلال يې كاوه، چې "نه" په دې سره د نارينه وو او ښځو ترمنځ اختلاط راځي او اختلاط خو په اسلام كې ناروا دى او كه ښځې وايي، چې په دې سره موږ اولادونو ته نفقه ګټو، طالبانو ورته ويل چې بس خپل معاش مو په كور واخلئ او د هغوى د كار په اړه يې خپل د "نه" سياست هماغسې "نه" وساته.
له مخاليفيونو سره د تفاهم په اړه د طالبانو سياست ډېر څرګند و، ويل يې وسلې پر ځمكه كېږدئ او د امارت حكم ته غاړه كېږدئ.
نړيوالې ټولنې ته هم د طالبانو ځواب تل پر "نه" ولاړ و، همدا لامل و، چې د نورو هېوادونو په څېر يې له نړيوالې ټولنې سره خپل ديپلوماتيك روابط برابر نه شو كړاى. د نړيوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د هغوى د شپږ كلن حضور په اوږدو كې همدغه د "هو"  او "نه"  پر سر ناندرۍ روانې وې. څو ځله يې د ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو دروازې هم وربندې كړې، ورته ويل يې دا له احسان څخه ډكه مرسته ته مو په كار نه ده.
د باميانو د بوتانو په موضوع كې هم نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له طالبانو څخه هيله وكړه چې دا بوتان دې نه ورانوي او په دې اړه يې يوه ډله مسلمان علماء د واسطې په توګه را واستول خو بيا هم د طالبانو د "نه"سياست "هو" نه شو او هماغه ؤ چې بوتان يې رانسكور كړل.
د موجوده حكومت په راتلو سره يو ځل بيا طالبان اړ شول، چې د خپل سياست په اړه د "هو" او"نه" فيصله وكړي، خپل سياست يې ددې حكومت له پيله تردې مله په هماغه "نه" ولاړ دى. يانې تر هغه خبرو ته حاضر نه يو چي بهرنيان شړل شوي نه وي.
په دې وروستيو كې طالبانو يو ځل بيا د"نه" سياست نوې بېلګه وړاندې كړه، هغه دا چې ټولو مخابراتي كمپنيو ته يې ګواښ وكړ، چې د لمازديګر له پنځو د سهار تر اوو پورې به خپلې شبكې بندې ساتي او كه چا سرغړونه وكړه، غوږ به يې تاو شي، هماغه ؤ چې ددې خبرې په تاييد يې د مخابراتي كمپنيو ځينې پايې هم والوزولې.