د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی کال اوزړې غميزي

حبيب الله غمخور 20.03.2008 18:23

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي 
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي
بينوا

درنو هيوادوالو نوی کال مو نيکمرغه

دنوی کال  راتگ اوپيل ته په ټوله نړۍ کښي خلک هوسيږي  ځکه  هر څوک دنوو ارزوگانو دپوره کېدو اونو پلانودپلي کېدوفکرونه په سرکي پالي . په ټوله نړۍ کې نوی کال په خاصو اوشانداره مراسمو سره لمانځل کيږي ،زموږ په هيوادکښي هم تر ديرشوکلو وړاندي  لويواووړودنوی کال راتگ ته په زياته خوښۍ ځانگړي تيارۍ نيولې،چا ((هفت ميوه ))اوچادنوي کال دشپې  لپاره دخپلي کورنی  غړوته  اوه رنگه خواړه برابرول ،او ځينو بياددنووکاليوپه اوغوستلوسره دښار واټونوته دتلو اودنوی کال يانوروز په ميله کې برخه اخيستني  ته تياری نيول . هري خوا خوښۍ او خوشحالۍ وې ، په افغانستان کي دنوی کال يانوروز دميلې  دود اوعنعنه لرغونی تاريخ لري  ،دا ورځ دهيوادپه مختلفو سيمو کښي په مختلفو مراسيمو اوبڼو لمانځل کيږي .

دنوی کال لومړی ورځ  (نوروز) په ايران،ترکيه ،سوريه ،تاجکستان  ،ازبکستان ،قرغيزستان ،قزاقستان ، ازربايجان ،دعراق په کردستان اويوشمير نوروهيوادوکي هم  لمانځل کيږي . هلته هم ددې ورځي دياداو دخوښۍ مراسم يودبل سره توپير لري . 

دادرې لسيزي کېږي چي افغانانوهغه دکال دلومړی ورځی يانوروز خوښۍ هيري کړې دي کومي چي پخواوې. که څه هم افغان ولس داقتصادي پلوه غريب  وخو دا تاريخي عنعنه ئې په ډيرو ښکلو اوله خوښيو ډکومحفلونو په جوړولوسره لمانځل او راتلونکی ته اميدوار وه ،هرچابه ويل خداي دي دانوي کال پرموږ نيکمرغه کړی، يابه ئې ويل اميدواريو چې نوی کال نوی خوښۍ له ځان سره راوړی ،هرچادنوي کال لپاره نوي پلانونه درلوده .

مگر متاسفانه اوس دادی زموږ هيواد وال سږ کال داوم ځل لپاره نوی کال ته پداسي شرايطواو حالاتوکښي انتظار باسي چي زړې ستونزي  اوپرابلمونه غرونه غرونه پرخپل ځاي پاته دي ،دټولنيز اواقتصادي ژوند دناخوالو او بدمرغيو  دروندپيټۍ ئې لا تر اوسه  ملا ورماتوي . له بدمرغه (( ۳۰))کاله کيږي چې دافغان ولس لپاره داورځ هم دنورو ورځو پشان  يوه معمولي دغمونواوکړاونوسره مل ورځ وي،پدې ورځ هم دډيروپه کورنوکښي دغم لمڅۍ غوړېدلی وي، داسي ښکاري چي له دې هيوادنه خوښيو ډير پخوا اوزياتي مودې له پاره کډه کړېده .

دبهرنيانوپه راتگ سره چي ځانونه ئې دسولي ،دموکراسی اوترقی پيغام راوړونکی بلل دافغان ولس ورځ ئې نيکمرغه نکړه بلکه بدمرغی ئې هره ورځ دکاله (کور) دروازه ورټکوی .

افغان ولس انتظار درلودچې امريکا او اروپایي ټولنه به ددوي ملک ته سوله ،دموکراسی ،ټولنيزعدالت او اقتصادي ښېرازي  له ځان سره راوړی ،خوپدې خبر نه وه چې هغوي افغانستان  ته په سيمه کي دخپلو گټوپه خاطر له ځان سره دنوو پلانواونووسياليودپلي کېدو طرحی راوړي . افغانان ځکه داسي نا اميده شوی دي چې دنږدې اوو کلو په تيرېدوسره نه طالبان وځپل شول  اونه هم دنړيوال تروريستی سازمان لاسونه زموږ دهيوادوالو له ستوني څخه لنډ سول . دهري ورځی په تيرېدوسره سوله له خطر اوجد گواښ سره مخامخ کيږي په کليو اوښارو کي افغانان ځانونه بې امانه احساسوي . همدا دليل دی اوس يوځل بيا هغه کسان چې پيسې لري له هيوادنه پښې باسی ، اونور په ډير پرېشانه حالت کي دنوروناخوالوپه انتظار شپې اوورځی سباکوی ،ځکه بهرته  دفرار لاراو اقتصادی  توان نلري  .

درسمی رسنيودراپورونوله مخی په افغانستان کي په تيرو شپږوکلوکي نږدې ((۴۰)) ميليارډه ډالره مصرف سوی دي ،مگر افغان ولس ئي د((۴۰)) لکو ډالروپه اندازه گټه هم نده لېدلې ،يعني داچي داټول پيسې دبيا جوړونې اوانجو گانو تر نام لاندي ورکی شوې دعامو خلکوپه ژوند کي هيڅ کوم مثبت اوښتون ونه ليدل شو. همدا اوس دبيکاری کچه دتيرکا په تناسب  لوړه ده ،دکابل اوهيوادپه نورولويو ښاروکې  دښځېنه،ماشومانو او سپين ږېروخيرات غوښتونکو شمير مخ پر ډيرېدودی ،دنړيوالو بشري سازمانوداحصائيې  له مخی  نږدې درې ميليونه وگړي دخوراک هيڅ شۍ نلري،افغانستان دنړی دتر ټولوشاته پاته هيوادو له جملې نه شمېرل کيږي .

د ملگرو ملتونو دبشري پر مختگ وروستى رپوټ د افغانستان په پر مختگ کې ښه والى ښيي خو زياتوي چې لاهم ٧٠په سلوکي افغانان په ډيرې بې وزلۍ کې ژوند کوي . رپوټ وايي چې ژر ترژره باېد خلکو ته کارونه پيدا شي . دبېکاری کچه ډيره لوړه ده ،ځکه دافغانانو زيات شمير دکرهڼې په برخه کي کارکوي  ډير لږ ئې په صنعتي ساحه کښي مصروفيت لري ، له دې امله دکال په ورستيو شپږو مياشتو کي دبيکارانو شمير ((۸۷،۵)) په سلوکي  وي اوپه  عادي حالت  کي  ((۷،۲))  ميليونه هغه کسان  چي دکارتوان لري بيکار پاته وي .

نږ دې اوه کاله پوره کيږي خو تر اوسه لاهم دوي ته ددولتی چارواکو اوله بهرنه راغلو ميلمنولخوادروښانه راتلونکی وعدي ورکول کيږ ي ،مگرنه پوهيږوچي کله به دا توره شپه سباه  اورڼاشي ؟ ولس ته دورکړه شو وعدو دپلي کېدوبېلگې ډيري لږ ليدل کيږي ،تراوسه لاسوله او امنيت خوب اوخيال دی ،دکار،تعليم ،تحصيل اوژوندلپاره ارام اومطمين شرايط نشته ،خلک له بې امنۍ اوغريبۍ سره لاس په گرېوان دي .

افغانان  ددولتي چارواکو او په ځانگړې توگه له ښاغلي کرزي نه  په کلکه غوښتنه لري هغه وعدي چي يې دټولټاکنو پروخت دافغان ولس سره کړي وې يوپه يو سرته ورسوي، اونور افغان ولس دسبا په اميد په زړه بوږنونکو حالاتوکي دغوړووعدو په ورکولو سره په انتظار کي ونه ساتي .

زه دا نه  وايم چي هيڅ کار ندۍ شوۍ ولي که دقيق فکر وشې پدغو شرايطو کښي چي بهرني زبرځواکونه د اوسنې حاکميت اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرزې  څخه د ميلياردو ډالروپه لگښت  اوپوځی ځواک ملاتړکوي هغه کارونه چي بايد شوی واي متاسفانه يانه دي شوي اويا ډيرکم تر سره سوی دي .

پدې څوکلونوپه ځانگړې توگه په ((  ۱۳۸۶ ))  کال کښې ښاغلي کرزی او يو شمير دولتي چارواکې په سياسي مسايلو اوسياليو دومره  مصروف وه چي نورهرڅه  ځيني هير شوی وه، دددوي تر منځ سياسي سياليو بازار هم ډير تود دۍ .سياست يوازي دسياسي واک دتر لاسه کولو اوساتلو لپاره گټور ندی ،که  دولس غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شې په هغه صورت کې  ولس له حاکميت نه مخ اړوي اوپه هيوادکې عمومې ټولنيزه  ناانډولي او انارشي رامنځته کيږي ،خلک دحاکميت په مقابل کښې بغاوت اوقيامونه شروع کوي ،تير کال دهيواد په مختلفو ولايتو کښې مظاهري او اعتصابونه  ددې خبري څرگندي بيلگې دي .

پر ځاي به وي  چي په راتلونکي کال کې دپخوانې کال په پرتله زيات کارونه تر سره شي ،بايد جدی کوښښ وشې تر څودپخوانيو منفي  کارو دتکرارمخه ونيول شي .

که ښاغلی کرزی اوددوي بهرنی پلويان په رښتياسره غواړي افغان ولس دتيروکلوله ستونزو اوغميزو څخه نجات ومومي دلاندنيو ټکوته پاملرنه اړينه برېښي :

۱ /  دسولی اوامنيت  راوستلو په برخه کي  :

له يويې خوا هره ورځ دبې وسلې کېدواعلانونه کيږي او بل پلوته د افغانانو او بهرنيانو د وژلو،چاودونو او بريدونو خبرونه يو په بل پسې خپريږي  . هره ورځ  ددولت په مقابل کي دهيواد په گوټ گوټ کي غلچکۍ او پارتيزاني  بريدونه، په ښارو اوهغو ځايو کي چي دخلکو گڼه گوڼه وي ځان مرگي بريد ونه تر سره کيږي ؟ يوشمير ولسوالی ددولت دمخالفينو پلاس کي دي  اوياپه زيات شمير سيمو کښي خلک دخپلو ستونزو دحل  لپاره طالبانوته مراجعه کوي .

ټولو ته دسوال خبره ده  چي ولې لا تر اوسه  جنگسالاران او دنشه يي توکو لوبغاړي کولاي  شي په محلاتو کې د نظامي  واک په لرلوسره دهيواد امنيت اودخلکو سوله  ايز ژوند له  تهديد او گواښ سره مخامخ کړي  ؟

تر اوسه لا سپکه او درنده وسله دوسلوالو گروپونو،تنظيمو اوگوندونو په واک او اختيارکي شته چي دبي مسؤليتو کسانو سره  ددغه دوسلو شته والې د ټول هيواد  امنيتې حالت له بهران سره مخامخ کړئ دی .

په هيواد کې دا اوسنۍ نا ارامۍ چور اوچپاول په څرگند ډول دهغو لخوا تر سره کيږي چي هم يې په دولتي لوړو څوکيو  يې ډډه لگولې او هم خپل محلي قوماندانانوته دافغان ولس دچور او چپاول امرونه ورکوې . دتنظيمو مشران اومحلي قوماندانان  دا کار ددې لپاره کوي ترڅوددولتی څوکۍ نه دگوښه کېدو په وخت کي  ښاغلي کرزي او بهرنيانو ته څرگنده کړي که ما ته په دولت کي غوښن مقام رانکړۍ ،نو تاسي يې وينۍ چي څه پېښېږي ؟ اودا په ډاگه وايي دا زه يم چي نسبي ارامی مي راوستلې ده.دښاغلي فهيم ،دوستم ،سياف ،محقيق ،قانوني ،اومسعوددپاته کسانو اخطارونه اوڅرگندونې ئې ښې بېلگې دي .

حقيقت  دادۍ  چي داسي اشخاص له ډير پخوادافغان ولس لپاره بېگانه وه،مگر دوي دوسلو اوبهرنيانوپه مټ پر ملت ځان تپلۍ دي .  ترڅوله يوه سره بېله استثنا څخه وسله ټوله نشي  ،قانون حاکم نشي په هيواد کي مطمين امنيت او سوله نشي ټينگېداي . ترڅوډاډمن سوله ايز حالت رامنځته نشي په افغانستان کي هيڅوک  داخلي  اوکه بهرني سرمايداران دي پانگي اچونې ته زړه نه ښه کوي . داڅو لکسی  مغازې اورستورانتونه د ارزښتناکه پانگي اچوني بېلگه نشي بلل کيداي . په کرهڼيزه اوصنعتي برخه کي دغښتلي اوبنيادی پانگي اچونې پرته دمملکت اقتصادي پر مختگ ناشونۍ کاردۍ . په سياسي ډگر کي دښاغلي کرزی لخوادغه بېځايه مصلحتونوسياست  ته چي پايلي يې دملت اوهيواد دراتلو نکی په گټه ندي خاتمه ورکول دخلکو اساسي غوښتنه ده . دجنگسالارو اوهغوڅخه ملاتړ چې دلستوڼي دمارانو حيثيت لري اوپېژندل سوی څېرې دي دهيوادراتونکی پرمختگ ،سولي اودموکراسی ته جدي گواښ دي .       

داندېښنې وړ خبره داده چي په افغانستان کي  تر ((۶۱))زرو زيات بهرنۍ پوځ چي په مدرنو وسلو سمبال دی ولي نشي کولاي  پدې وړوکی هيواد کي سوله تامين کړی ؟  ولي امريکا ،انگلستان او اروپايي ټولنه پر پاکستان  اوهمدا ډول ايران باندي دټولو امکاناتوپه لرلوسره فشار نه راوړي ترڅوپه افغانستان کي دلاس وهنو څخه لاس واخلي ؟ جالبه ده په تير کال کښي دپورته ياسوو هيوادو پوځی او دولتي مشرتابه له يوه سره ولي دپوځی ستونزو اوطالبانو سره په جگړه کې دمشکلا تواوجگړې ددوام خبري کولې ؟دبېلگې په توگه دامريکا دبهرنيوچارووزيرې کاندوليزارائيس دبريتانيا دبهرني چارو وزير ديويدملي بند سره د فبروري پر اومه افغانستان ته ناببره سفرپه وخت کي له ولسمشرکرزي سره له خبرو ورو سته په يوه خبري غونډه کې اعتراف وکړچې دا اوږده جګړه ده اوکارلابشپړشوى نه دى .

دبلي خوا دملگرو ملتو سازمان  ۲۰۰۷ کال تر ټولو تيرو کلو په وينه لړلۍ کال بللۍ دی. دملگروملتود څېړنيز رپوټ له مخي په ۲۰۰۱ م کال کي  دطالبانو درژيم تر ړنگېدو وروسته ۲۰۰۷ کال تر ټولو په وينو لړلۍ کال و. دفرانسې دخبري اژانس دپورته  ياد سوی رپوټ پر بنياد وايي ((تنها د۲۰۰۷ کال په لومړيو شږو مياشتو کي ((۷۷)) ځانمرگی بريدونه وسول چي دا دتير ۲۰۰۶ کال په پرتله دوه برابره اود۲۰۰۵ کال په پرتله  ((۲۶))  ځله زيات وه . دراپورونو له مخي دروان کال په ورستيو مياشتو کي دځانمرگی بريدونو شمير ((۱۴۰)) ته ورسېد ه چي تر ټولو خونړئ يې دبغلان په ولايت کي وه چې هلته ((۸۰)) تنه دهغه جملې  نه  ((۵۹)) يوازي دښونځۍ شاگردانو خپل ژوند دلاس ورکړ.  د ۲۰۰۸ کال دفبروري په مياشت کي دکندهار ځانمرگی بريد چې تر سلوزياتو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ ددې کال تر ټولوستره خونړی پېښه وه .

تير کال دبهرنيو ((۶۱)) زرو پوځيانوڅخه چي زيات يي امريکايان دي  (( ۱۲۰ )) تنه له منځه ولاړ ل . اوپه همدغو بريدونو کي ((۷۰۰)) تنه  افغاني پولسو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی . په گزارش کي راغلي دطالبانو دحاکميت تر ړنگېدو وروسته  دميليارډو ډالرو مرستو اومصرف سره  بيا هم پدې هيوادکي دبياجوړونې کار له ستونزو اومخالفت سره مخ دی ،مثلأ تير کال ((۴۱)) تنه دبشری مرستو دسازمانو کارمندان له منځه ولاړل .

په پښتو کي يو متل دی وايي (( کونډي هم ژاړي رنډي هم ،هغه چې پرون يې راودکړی په ناورين ژاړي )) زموږ بې دفاع خلک اوهغه ولس چې دا ديرش کاله دجگړې په اورکي کړېږي اوس له بهرنيانو څخه پوښتنه کوي ،تاسو دڅه لپاره راغلي واست؟ اوهغه وعده چې موکړې وه ،يعني داچي هميشنۍ سول به ټينگه کړی اودبياجوړونې کارونه به تر سره کړی متاسفانه يوه مو هم تر سره نکړ ه دليل ئې څه دی ؟څه موده وړاندي کله چي دامريکا ددفاع وزير دخوست ولايت په سفر تللۍ و ه هلته قومی مشرانو هغه ته وويل دا تاسو ياست چي دجگړې اورمو بل کړئ دي که تاسو ونه غواړی دلته به څوک ټک هم ونکړي ،داچي داخبره به تر کومه ځايه حقيقت ولري دابله خبره ده ،مگر يوڅه دپا ملرنې وړده هغه دا که  چيري امريکا اودهغوي پلويان  په رښتياسره وغواړي سوله راسي پسله ۲۴ ساعت به په ټول افغانستان کي يو فير هم ونسی .

موږ دې ټکی حيران کړی يو چي دوي تر موږ زيات شکايت لري ،داهغه پېچلۍ سياست اوسياسي لوبه ده چې زمو ږ نه يې هم دکلاوې سر ورکړۍ دی .

دټولو افغانانو غوښتنه او وړانديز دادۍ چي په راتلونکي کال کښي  دافغانستان په کورنيو چاروکې له پولوها خوا دمداخله گرو لاسونه بايد لنډ شې .  پاکستاني او ايراني چارواکي  له يوې خوا پخپلوتبليغاتو کښې په افغانستان کي دسولي دټينگښت له بهير سره  د ملا تړ خبرې کوې ، اودبلي خوا وسله وال کسان دترهگری لپاره زموږ  هيواد ته رالېږي  پدې صورت  کي څنگه کيداي شي دادوه مخې دوستي دافغانانولپاره د منلو وړوي ؟ داچې نوري لاسو هنې کوی هغه به داوس لپاره پر خپل ځاي پرېږدو. دا وسلوال  کسان  اوحرفوي سړي  وژونکي  همدا اوس  له پاکستان او ايران  څخه وسلې تر لاسه کوي اوهلته روزل کيږي امريکا ،انگلستان او اروپايي ټولنه بايد دخپلو سياسي اقتصادي اوپوځی امکاناتوپه لرلوسره پردغو اونورو هيوادو باندي چي غواړي په افغانستان کې سوله او امنيت له گواښ سره مخامخ کي فشار راوړی اوله هغوي نه په کلکه وغوښتل شي ترڅو په افغانستان کي دهر ډول لاس وهنې اومداخلې نه لاس په سرشي .  

دافغانستان په کورنيو چاروکي دليري اونږدې گاونډيانو دهر ډول پوځی مداخلودبندېدو پر خلاف  تر هر څه وړاندي دملگرو ملتودامنيت شورا تر نظارت اومشری لاندي دنړيوال کنفرانس راوغوښتل اړينه برېښي ،ددې کنفرانس په طرڅ  کي له ټولو هغوهيوادونه چې په ډول دډولونودافغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي ،دهر نوع مداخلې او دخالت دبنديدونړيوال تظمين واخيستل شي .ټول لاس وهونکي هيوادونه په ځانگړي توگه پاکستان او ايران پدي وپوهول سي چې دافغانستان پرخلاف دترورستانو روزل ، وسلوال کول او افغانستان ته راليږل به دا هيوادنه له نړيوالي ټولنې څخه ليري اوددوي به د نړيوال غبرگون  سره مخامخ  سی .

بل اساسی لامل چې سوله ئې ټکنۍ کړېده هغه دبهرنيو ځواکونو پرخپل سر عمليات اودعملياتو په وخت کې دافغانانو دود اودستورته سپکاوۍ اودبېگناه کسانو وژل دی . دايوه تاريخي خبره ده  اوټولو پرې پوهېږي  ،چې که دي دافغان  دروازه په لغته ووهل  اودا افغان ژوندي پاته سونو هغه به هرو مروخپل غچ په هر ډول اوقيمت چې کيږي اخلي .

په موږ افغانانو کې په هر قوم اوژبه چي ږغېږ و يومنلی متل دی وايو (( سرتر وطن جار اوطن تر ناموس )) زموږ دغيرتي ملت ناموس ته دبهرنيانولخوا دپوځی عملاتو په درشل کي په سپکه  سترگه کتل کيږي ،ځکه نو هغه پر حقه دا سوال  کوی تاسو دعامو وگړودزورولو او سپکاوی لپاره راغلی ياست اوکه دترهگرو له منځه وړوته ؟ بهرنيان بايددې ټکی ته متوجه شي چې دپوځی عملياتوپر وخت اودښارونوپه واټوکښي  دافغانانوله سپکاوی اوبې ځايه زورونې څخه لاس واخلي اودنيمو شپو په ړندو غونډارو زموږ خويندي او ماشومان پرطالبانو باندي دحملې په پلمه  دژوند له نعمته محرو مول به ددوي تر حمايي لاندي دولت اوملت تر منځ واټن دومره سره  ليري کړي چې بيابه یې رالنډول ستونزمن وي . پدې هم پوهېږو چې طالبان دخپلو هڅونکو په هدايت  دخرپ اوترپ عمليات په کليو اوبانډو کي تر سره کوي  ،بهرنيان اودولتی ځواکونه مجبور دي دطالبانوپر خلاف عملياتوپه همدې کلي او بانډه کي  تر سره کړي چي هرو مروملکي وگړوته تلفات اوړی .دسالم عقل خاوندان  پدي ناوړه تاکتيک ښه پوهېږي ،خو دبهرنيو ځواکونوڅخه هيل کوی چي په عملياتو کي دملکی وگړو ژوند ته جدي پاملرنه وکی ،اودبلې خو زموږ هيوادوال بايد پدې پوه وی چې ددوي  دوژلو اوکورورانۍ اساسی لامل  همدا ددولت مخالفين دی چي له پاکستان اواران څخه حمايه کيږي ،دوي ته داسي امر کيږي چي غلچکی بريدونه په کليو کښي تر سره کړی تر څودملکی وگړودتلفات او تاوان  ورسېږي اونړيوال جنجالونه راپورته کړي .

که دبهرنيو پوځي ځواکونو کړنې د ۲۰۰۷ کال په څېر وی دا نوی کال به دافغانانو اوبهرنيانو لپاره دتير کال په پرتله تر ټولوپه وينو لړلۍ کال وی ، په هغه صورت کي به ددې وژنو او زورونو مسوليت به دافغانی اوبهرنی چارواکو پر غاړ وي .

دايساف او ناټو ټول ټال ۶۱  زره په مډرنو وسلوبارسربازان په افغانستان کي دي،مگر دملگرو ملتو سازمان وياند وايي نږدې ۸۰ ولسواليوته موږ مرستي نشي رسولاي او (( ۱۸)) ولايته دنا ارامو سيموپه نامه ددوي په نقشه کې په گوته شوی دي . اوس موږنه پوهېږو هغه دامريکا دڅارگرۍ ادادري دمشر رپورټ  چي دافغانستان حکومت يوه ضعيفه اداره ده اوپه ټول افغانستان کي يوازي  پر ((۳۰)) په سلو کي خاوره باندي حاکميت لري ومنو اوکه داچي ښاغلی کرزی وايي زه پر ټول هيواد حاکميت لرم . مگر عام ولس بيا وايي دا حکومت حتا په مرکزونوکي هم يوازي  دورځی حاکميت لري شپه دغلو اودولت دمخالفينوده . دا هم اورېدل کيږي چي دهيواد په زياتو سيموکي بهرني ځواکونه له طالبانوسره جگړه نه کوي اويوازي په خپلو قشلو کي پر ځان گزمې کوي  . دوي دليل داراوړي  چي گويادبياجوړونې لپاره راغلي دي، ښه به داوي  چي دوي  دPRT    پر موسسو اوکا رمندانو گزمه کونکی اودهغوي ساتونکي وبولو،نه داچې په افغانستان کي دسولي له مخالفينوسره جگړه پرمخ  بيايي اوياهغوي له پښوغورځوي .

له بلې خوا همدا اوس افغانستان دامريکا ، انگلستان ،ناټواوپه سيمه کي  دپرتو قدرتمنو هيوادو لکه  روسيه ،چين ، ايران  اوهند دستراتيژيکوسياليو په ميدان بدليږي ،ددوي تر منځ دافغانستان په اړوند مناسبات يود بل تهديد اويوبل ته دگوت څنډنې حالاتو په لور درومي  ،چي دابه هم په افغانستان کي دسولي پروسې ته زيات زيان ورسوی  . يوازي خپلواکه ،اوغښتلې  اودقيقي ديپلوماسی  چې متاسفانه موږ له هغې نه محروم  يو کولاي شول  زموږ دهيوادلړزانده حالت ته  ئې له سره دپيل سوی سړې جگړې اوستراتيژيکو سياليو له شمال نه نجات ورکړي واي.

چي  هير مې نشي  پدغه حالت چي په هر ي خواافغانان اونړيوال دنا امنيو په هکله څرگندونې کوي ، زموږ دمملکت جمهور رییس ښاغلی کرزی په ۲۰۰۶ کال  دلندن په کنفرانس کي چې دبرتانيې دلومړي وزير توني بلير او د م م ملتونو دسر منشي کوفي عنان تر رياست لاندې به جوړشوی و، ددې لپاره چي نړيوالو ته ښکار کړي پر ټول هيواد يې واک چلېږي  دکنفرانس گډون کونکو ته وعده ورکړېده چي دراتلونکی ۱۳۸۷ کال په شپږو مياشتو کي به عمومی سرشمېرنه کوی . سره لدې  چې پدې ټول پوهېږي ددې سرشمېرنې پايلي به څه وي؟ اوپدې هم پوره پوهيږي  چي دامسله  په افغانستان کي سياسي اوملي ارزښت لري ،اوس چې دکابل دارگ شاته امنيت نشته  جمهوررييس  بهرنيان ساتي،ځينو کسان اوډلي خپلوکرغېړنو موخوته درسېدو په خاطر دايران اويو شمير نورو هيوادو په هڅونه  غواړي نيمگړې سرشمېرنې ته ښاغلی کرزی نور هم تشويق کړی ،داکه نارواپايلي ئې  چانه منلې په دوي پوري اړه نلري هغوي به نړوالوته ملامت ورپېژندل کيږي . زه پدې پوره باورلرم داکاردافغان ولس ديو والي  اوافغانستان کي دثبات راوستلوپه گټه ندی. ،مگر ټول ئې گورو چي ښاغلي کرزی يوځل بيادخپل نام اونښان په خاطر دټول افغان ولس سره ملي جفاته ملاتړلې ده  اوداملک دملي نفاق دجگړې داورلمبوته ورټېل وهۍ .

۲ / دښووني اوروزنې په برخه کي 

بيسوادي هغه  توره بلا ده چي زموږ هيوادوال یې دا څو سوه کاله دجهالت اوبدبختۍ په حالت کې ساتلي دي ،موږ نشو کولاي له نړيوالوحتا دگاونډيانوسره دعلم ، تخنيک او صنعت په  سياليو کي سيالی وکړو،خو مظاهرواولاريونوته موښه هڅولاي سي . له بلي خوا بهرنيو وطن دښمنه ځواکونو زموږ د نالوستوکسانوله پاکو احساساتو نه د مذهب  اوعقيدې په نامه ناوړه استفاده کړی ، هميشه يې دهيواد خدمتگار دکفر او ملحد په نامه رټلي ،ښوونځۍ اوښوونکی يې پرې وژلي ،دعلم اومعرفت نه ئې لري ساتلي دي تر څوددوي  له نوکری  نه خلاص نشی .

دغې ملې غميزي ته دپاي د ټکي ايښودلو پخاطر پرځاي  به واي که دبيسوادۍ دله منځه وړلو پرخلاف  ملي او اسلامي جهاد اعلان شوۍ واي ،خو اوس هم نا وخته ندۍ بايد په راتلونکي کال کښې د اړونده وزارتونو لخواپه افغانستان کي دبېسوادی دله منځه وړلولپاره دټولو ملي اونړيوالو مادي اومالي مرستو او امکاناتو څخه پراخه استفاده وشي . ټول  افغانان وهڅول شي چي انجوني او هلکان ښوونځۍ ته وليږي .دمعارف حالت بايد دسمونتيا په لور پرمخ ولاړشي ،تر هرڅه دمخه دښوونځيو دعادي ودانيوجوړول ، شاگردانوته دميز چوکۍ ،کتاب اونورودرسی توکوبرابرول ،دښوونکو لپاره لوږړه تنخوا ټاکل ،دهيواد ځوان نسل ته بيله کوم امتياز څخه په داخل اوبهر کي دعالي اومسلکی تحصيلاتو دامکاناتوبرابرول به زموږد هيواددملي کدرونو په روزلواو دبيسوادۍ په له منځه وړلو کې تاريخي رول  او ارزښت ولوبوی . کيداشي د ښوونځيو دودانيو دجوړو لواونورودرسی توکو لپاره په محلاتوکي دشتمنو کسانواو په بهرکي دخيريه موسسو اوافغانانو د مالي  مرستو راجلبولو اوداوطلبانه کارو دعنعني نه پراخه استفاده وشي .

دا اړينه اوضروری  خبره ده چي ټولوماشومانوته ددوي په مورنۍ ژبه دتعليم امکانات  پيداسي ،دنړيوالو سازمانو دشمير له مخی همدا تير کال  پنځنيم ميليونه ماشومان  چي عمر ئې تر اوو (۷)) کلوپورته دی دتعليم نه محروم پاته شوئ دي .دلته ټولو هيودوالوته مراجعه کوم چي که غواړئ دپرديو له غلامی نه خلاص اوسو اوهيواو مو اباد اوهيوادوال مو ښېرازه ژوند ولري  يوازي دوشيانوته اړتيا شته هغه تعليم اوسوله . په زور اوباټو وهلو هي کار نه کيږي  .

دعالي اومسلکی تحصيلاتوپه برخه کې دژبو انډول ته جدی پاملرنه اړينه مسله  ده . له بدمرغه تر اوسه پدې شپږ وکلونو کي دجنوبي اويوشمير مرکزی  ولاياتو ځوانان  پدې خاطر چې دليسې په دوره کې ېې نه مسلکی ښوونکی اونه هم دتدريس  مساعد شرايط لرل ،نسي کولاي دکابل ،ننگرهار،هرات  يامزار دتعليمی  موسسودسويي په کچه جوړسوی کانکور په ازمونيه کي  بريالۍ شي  ،اړينه ده چې دکانکور سوالونه تر هغه وخته چي دټولو شاگردانو لپاره دتعليم ورته شرايط برابريږي اسانتياپه نظر کي ونيول شي . همدا ډول زموږ دمعلوماتو له مخې  بهرنيو تحصيلي موسسوته ځوانان  دفاميلی اوتنظيمی اړيکوپر بنياد لېږل سوی دي ،هلته ملي اومنطقوي تر کيب په نظر کي ندی نيول سوی .دا ډول دميرېزی برخورد به په راتلونکې کښي نوري ټولنيزي ستونزي راوزېږ وی  . دابايد هير نشي چي همدا اوس په سرحدي اومرکزي ولاياتو کي زيات ماشومان  په ښوونځيو کي ددرسو ويلو هيڅ ډول شرايط اوامکانات نلري  اونه هم چاودې مسلې ته پاملرنه کړې ده ،په يخنی اوددوبی سوڅېدونکی لمر کښي دا زلمی او ماشومان  پر وچ ډاگ ناست وي  يادځينو چارواکوپه ويناپه خيمو کښې درس وايي . کاشکی چې دچارواکو نازولی هم له بهرنه هلته تللی واي اوددغو افغان ماشومانوسره یې حتا يوکال يوځاي درس ويلاي واي بيابه ورته پته گېدلې واي چي ستونزه شته اوکنه .

۳ / په اقتصادي  برخه کي

په هيواد کې د صنعتي پراختيا سياست پلي کول به هيواد له اقتصادي  او ټولنيز نا انډول  توب نه وساتي او په ټول هيواد کې به دکارپه دپيداکېدوسره کيداي سي  له هيوادنه بهر دمهاجرتونو مخه و نيول سي . دغه له پخوا را پاتي مامول ته چې صنعتي فابريکي اواقتصادي پروژې يوازي د هيواد په څو لويو او مشهورو ښارو کې جوړيږي دپاي ټکۍ کښيښودل شې . دسرحدی اومرکزي ولاياتو دخلکو دژوند ناوړه اقتصادي حالت يوازي او يوازي پدغو سيمو کي دصنعتي او رزاعتی لويو،منځنيو او وړو فابريکواوپروژوپه جوړېدوسره ښه کېداي سي  .

دشرمه ډکه خبره داد چي زموږ دولتی حاکميت  دخپل موجوديت په ټول اوه کلن عمرکي يوه داسي فابريکه جوړه نکړه  په کومه کي چي دافغانانو لپاره کار پيداسوی واي ،هغه پخوانۍ وړې فابريکې هم له منځه ولاړې اوياپه پدي نامه چي دولت يې دتنظيم تر عهده نشي وتلاي اوياددولت لپاره گټوري ندي په  دولتي چارواکوپوري تړلو کسانو باندي پلرول کيږي  . داوروستۍ ملي سرمايگزاري چي  دآرياافغانستان الوتنې پر شرکت شوې وه داسي اورېدل کيږي چي  هغه هم پر يو چاخرڅه کړی . سره لدې چې په ټوله نړۍ کښي داسي هيواد نشته چي هلته ملي سرمايه گزاري  ياملي صنايع اوشتمني  ونلري ،خصوصی پانگوال  نشی کولاي په ملي  کچه  داقتصای اوټولنيزوچارودسرته رسېدواوپر مخ بيولوجوگه شی . دبېکاری پدغه  حالت اوشرايطو کي  زموږ هيوادوال مجبور دي چي بهرته پنا يوسی اوهلته په لږ وپيسوډير زورونکي اوملاماتونکی  کارونه وکړي .

افغانستان يوازي دبهرنيانو دمحصولاتو دخرڅلاو په بازار بدلېدل به لويه اقتصادي تير وتنه وي ،بهرني هيوادونه بايد وهڅول شي چي دلويو او وړ فابريکو په جوړ ولو اوطبعي زيرموپه  راسپړلوسره دافغان ولس اقتصادي ستونزي دهميش لپاره حل اوددوي لپاره دکارځايونه پيداشي .

د ملگرو ملتونو د بشري پر مختگ وروستى رپوټ د افغانستان په پر مختگ کې ښه والى ښيي خو زياتوي چې لاهم ٧٠% افغانان په ډيرې بې وزلۍ کې ژوند کوي . رپوټ وايي چې ژر ترژره باېد خلکو ته کارونه پيدا شي . ځکه دافغانانو زيات شمير دکرهڼې په برخه کي کار کوي  ډير لږ  په صنعتي ساحه کښي له دې امله دکال په ورستيو شپږو مياشتو کي دبيکاانو شمير ((۸۷،۵)) په سلوکي  وي اوپ عادي وختو کي همدا اوس زموږ  ((۷،۲))  هغه کسان  چي دکارتوان لري بيکار پاته دي

دصنعت او تجارت دپر مخ تگ لپاره دلويو لاره جوړول حتمي کاردۍ ،مگر تر اوسه ډير زيات داسې ولايتونه شته چې دچارواکو هير دي . دډيرو ولسواليو اومرکزتر منځ اړېکي دلږ واورو اوياباران په اورېدوسره په هفتو هفتو پرېکيږي.

۴ / کرهڼېزي چاري

افغانستان يو زراعتي هيواد دۍ اکثريت محصولات يې دزراعت او مالدارۍ له لاري لاسته راځي  متاسفانه تر اوسه د زراعت ماشينيزه کولو ته کومه دولتي توجه نده شوې او موږ کرهڼيزتوليد لاتر اوسه دفيوډالي مناسباتود لمړنيو مرحلو په دود پر مخ روان دی . لازمه ده چي دولت  دزراعت او مالدارۍ حالت ښه والي او پرمختگ ته زياته اوجدی پاملرنه وکړی . په تيروکونوکي دزراعت اومالداری په رخه يوازي ۲۵۰  ميليونه سرمايگزاري کړېده ،څنگه کيداي شي دهغه هيواد زراعتي چاي چي  ۹۸په سلومحصولات  یې  له همدې لاري پوره کيږي پدغولږو پيشو سره پر پښو ودرېږي  ؟؟؟

ددې لپاره چي کروندگر دکوکنارو له کرلوڅخه لاس واخلې دبزگروسره دهغو بوټو دنيالگيو او تخمونو په برابرولو کې بېلا عوضه اويا اوږدمهاله پور  په توگه مرسته کوم چې محصولات يې په گرانه بيه پلورل کيږي دحکومت له لومړنيو دندوڅخه شمېرل کيږي .

ددولت لخوا دهيواد کروندگرو دژوند حالت ته هيڅ پاملرنه ددې لام گرځېدلې ده چي  ټول بزگر دژوند داړينو اړتياو درفع کيدوپه خاطر دکوکناروکرلوته مخه وکړي،دکوکنارو دکرکيلې سره دمبارزې لپاره دبهرنيو هيوادو په مليونو ډالرو مرستو پايله تراوسه چاته معلومه نشوه .کوکنار کم نه بلکي دهر کال په تيرېدو سره ئې دتوليداندازه زياتيږي ،دټولو تبليغاتو سره په تير ۲۰۰۷ کال کښ يو ځل بيا د((۸۲۰۰)  ټنه تارياکوپه توليد سره افغانستان دنړۍ تر ټولو لوي توليد کونکی هيواد اعلان شو.

دهيروئينو دسوداگروسره مبارزه زموږ دهيوادلپاره حياتي ارزښت لري ،دغه مافيا اوس  په يوه دولتي مافيابدله سوې  اوپه افغانستان کي دجنگی ډلودجنگی وسايلو او وسلودرانيولو يوه له اساسي  مالي چينو څخه همدا کوکنار شمېرل کيږي ،دانه يوازي دنړيوالو لپاره خطرناکه اوژونکی  توکۍ دی ،بلکي دافغان ولس لپاره هم ناوړه پايلي لري ،زه دانه وايم چي زموږ دکړېدلي ولس نږدې دوه ميليونه کسان پدې وژونکی توکي اخته دی ،اوياداچي په ايران اوپاکستان  کي افغان زلموته دکارپه مقابل کي هيروئين ورکول کيږي .

په راتلونکي کال  کښي به فرانسه  ۱۸،۷ ميليونه ډالره دکرهڼي له وزارت سره مرسته وکړی البته دا يوازي فرانسه نده چې پد هکله له افغانستان سره مرستی کوي نوروهيوادوهم په ميليونومرستی کړې دي ،هيله مو داده چي دامرسته دنورو مرستوپشان شخصی جيبو اوځانگړو حسابوته ونه لېږل سي ، يوڅه له افغان بزگر سره شريکي شی  .

دټولو مالي اومادي امکاناتو څخه په معقولي استفادې سره کيداي شي زموږ کروندگر دکوکنارو دبديل توکو کښت ته تشويق سي . مگر  متاسفانه تر اوسه دکوکنارو اوهيروئينو سره دمبارزي په خاطر دافغانستان دحکومت په سياست اوپاليسۍ هيڅوک نه پوهېږي . داگنگوسې تر اوسه چوپ ندی چې دهيروئينوپه سوداگری اودکوکناروپه کرلو کي دولتی جگپوړي چارواکي اوبهرنيان لاس لري ،که دالاسونه لنډ نشي موږبه نه يوازي داچي يوه دانه غله به ونلروبلکه هيوادبه مودکوکنارو دکرلواو استعمال  جونگړه وي  .

۵ / داداري  فسادپه برخه کي

په دولتي اداروکې فساد،رشوت ،اختلاص ،خپل  سرۍ قانونی بڼۀ غوره کړېده . داسي دولتي اداره نشته چي هلته دي اداري فساد،رشوت اوله مراجعينوسره ناوړه چلندنه کيږي  . دهمدې ليکنې دليکلو پر وخت  د آريانا تلوزيون  په خبری سرويس کي دکورنيوچارو لخواديوې جوړي شوی  غونډی  راپور تاژ خپور سوپه کومه کي چي ددغه وزارت مرستيال  خبري کولې،هغه هم  په خپل وزارت کي درشوت اخيستلو څخه سرټکاوه اوپه ځانگړې توگه یې وويل چي زموږ  پاسپور ټونه په بازار کي پلورل کيږي ،کمېشن کاران  شته ،هغوي دهمدې کابل دښارپه کوڅو کي هم گرځی او. . .،کله چي  پوليس اوڅانوالي اوعدلی ارگانونه په اداري فساد ککړه وی دنوروبه څه حال وی  .ښه ئې ويلي :  گر کفر زکعبه خيزد  کجاماند مسلمانی .

په گروپ ، تنظيم  ، يوشميردولتي سياسی ډلو اودولتی چارواکو پوري تړلې کسان بېله دېنه چي مسلکی پوهه اوکاری وړتيا ولري په دولتي  لوړوڅوکيو کي  په کارگمارل کيږي . دښځو سره سپک اونا وړه برخورد، ددولتي مقام نه په استفادې سره دبې دفاع خلکو شتمنۍترلاسه کول  يو معمولي کړنه گرځيدلې ده . همدا نن دمارچ پر ۱۴ دبلخ څارنوال اعلان وکړ چې په بلخ ولايت کي ((  ۱۹)) زره جريبه دولتی ځمکه دزورواکانو اومحلي قوناندانانو لخوا غصب شوې ده ، همدا ډول داکار دکابل په ښار اودهيوادپه هر ولايت کي شوۍ دی .دزورخاوندانو نه يوازي دولتي ملکيتونه خپل کړی بلکه دعامو خلکوپر ملکيتونو یې هم صرفه نده کړې ، په ښارو او محلاتوکي دغه محلي او دولتي بانډېتېزم ته بيايو شميرملي حاکميت واي  . څارنوالي ،محاکم اوحقوقی ادارې ورته حالت لري ،هلته رشوت تر بلي هري دوتي ادارې زيات دی ،په زندانو او توقيف خانو کي بيله دينه چي برخه ليک يې ټاکل شوئ وي  په مياشتو او کلنو بنديان ولچک او زولانه پراته دي څوک يې خبر نه اخلي . دځينو په هکله محکمي بيله دينه  چي  متهم  راوغواړي دهغه په غياب کي پر خپل سر پريکړي کوي دغه کاراوس معمول گرځيدلۍ. دبشر دحقوقو ددفاع نړيوال کميسيون اونور نړيوال بشری سازمانونه  پدغو وړو وړوخبر نه خبريږي اوکه خبر هم شي نوعدليه ارگانونه له  هغوبهانو اودلايلو ياپه بله اصطلاح  تورونو ديادو لونه استفاده کوی چي هغوي چوپ پاته شي (په مذهبی تور یې نسی ) .

داچي دولتي څوکۍ اومقامونه په پيسو پلورل کيږي اوياپه اجاره اخيستل کيري دابه پر خپل ځا ي پرېږدو.

ښاغلي کرزی  د۲۰۰۷ م کال ددسمبر پر اتمه  په کابل کې د بشر حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې سوی غونډه  کي داوروستۍ اعتراف چې حکومت يې د بشر حقونو سرغړوونکو او جنايتکارانو ته د سزا ورکولو توان نه لري

هغه ته دمملکت دلومړی اومسو ل سړی په توگه نجات نشي ورکولاي . څو څو ځله نړيوالو بشري سازمانوددغو زورمندانودمحاکمې ميزته راکشولو وړانديزکړئ يوازنۍ سړئ چې تر اوسه یې جنگسالارو اوپربشري حقوقوباندي دتيری کوونکو څخه دفاع اوملاتړ کړۍ همدا ښاغل جمهور ریېس دۍ . پدغه ډول سياست به هيڅ وخت داملت له دولت نه ددفاع لپاره ونه هڅول سي  اونه به داولس  دخوږې گوله په خوله کړی . پر تيرو انتقاد کول ساده خبر ده ولې داچي همدا اوس دا ملت په اورکښي کړېږي ،له يوې خوا دولتی چارواکوي ،طالبان اوددولت مخالفين  اوبل پلو محلي زورمندانو داغريب  ملت  دومره زورولی دي چي اوس  يوځل بيا دوي هر ډول اوښتون نوی حاکميت منلوته هرکلۍ وايي . خوداچي پر پرونيو انتقادونه کوی اودوي داوسنيو ناخوالواصلي عاملين دي  خپلې چړچې  کوی اوپه بهرکي په پانگه اچونه اوبلډينگونوجوړولو مصروف  دي .

يادهوپ شفردناټو مشر دليتوانياپه پلازمېنه ويلنيوس  د ښار په هغه غونډه کي  چې دناټو د((۲۶)) غړو هيوادو استازو په گډون جوړه شوې وه  زمادپورته خبرو پخلی کوي اوپر افغان دولت باندي دجدی انتقادپه توگه  وايي :  ((اگرحکومت افغانستان اعتماد مردم را جلب مي کرد، کارش آشکارا بهترمي شد))

۶ / مطبوعات ،دبيان اوعقدې  آزادي

په افغانستان کي د مطبوعاتو او سياسي گوندونو قوانين يو په بل پسي تصويب شول . دمطبو عاتو قانون هغسی پلۍ کيږي چي دچارواکواودتنظيمودرهبرانو خوښه  وي .که دچا مقاله او يا کوم ژورنالست راپور ددوي پر طبعت اومزاج برابر نشو څارنوالي هميشه ددوي په خدمت کښي ده . په يوخبره سره ويلاي سوچي تر اوسه زموږ په هيواکي دا ډول ازاديگاني شکلی بڼه لري .قانون  هغه وسله ده چي دزور اوقدرت  څښتنان ئي دملت په مقابل کي څنگه چي ئې غواړي استعمالوي  . دبيان  او عقيدي دآزادۍ پر ضد په هرنامه او هر شکل بنديزلگول له اساسي قانون  خلاف، دبشر پرحقوقو تيرۍ  دديموکراسۍ  او تمدن دپلي کيدو مخ نيوۍ گڼل کيږي ،مگر داپروسه په زياته چټکی سره پر مخ درومی . دمطبوعاتو په اړوند تراوسه دولت ټاکلې اوملي پاليسی نلري ،هر چارواکی ئي پخپله سيمه کي دا سي ډنگوی چې زړه ئې غواړي .دهمدې تشی په  برکت  زموږ د هيوادکلتوری  اومعنوی وياړنې دپردوتر هر اړخيز کلتوری ير غل لاندي شپې سباکوي .

    7 / ټولنيزي چاري

په تيروکلو کي زموږ په هيواد کښي دښځې او ماشوم ژوند ته پاملرنه تنها دشعار په بڼه  شوېده ،هغه ظلم او تيرۍ چي له افغاني ښځو او ماشومانوسره کيږي دنړۍ په تاريخ کې سارۍ نلرې . ځان سوځونه د ماشوم تښتونه اوپلورل ېې لمړنې څرگندي بېلگې دي . پرماشومانو،بې دفاع ښځو اوپېغلودجنسی تيری خبري دشرم وړ دي . په هر قيمت چي کيږي  په راتلونکې کال کښي پخپله ښاغلۍکرزۍ بايدافغانې مور او ماشوم ته ددغه زړه بوږنوونکی حالت نه نجات ورکړي  ،که اړتياوی په قوانينو کې دي  تغير راشي ، د خرافاتو اونامعقولې نارينه سالارۍ اومنځنيوپېړيو ددودله منگولو څخه زموږ خويندې او ميندې خلاصول دچارواکو ملې او اسلامي  دنده ده  .

افغانان  نه وايې  چي دا ټول کارونه دي په يوه ورځ تر سره شوی واي او يادي دا ټول کارونه تنها ولسمشر سرته ورسوي ځکه پوهيږې  دا ديوه سړې لپاره چي هر څومره زيات صلاحيت او وخت  هم ولرې ناشونۍ کار دۍ ،مگر ددغو ملي دندو دسرته رسولو لپاره ولسمشر کولاي شواي نور وگماري اوددې  لپاره یې بايد قانوني بنسټونه جوړکړي واي ،ترڅودمور اوماشوم ژوند له دغه زړ بوږ نونکی حالت نه نجات  موندلۍ واي .

غواړم پدې څو ټکو يې ختم کړم ،هغه داچي پدې بڼۀ دهر بيگانه پوځی ځواک  موجوديت ديو هيواد سياسي استقلال  تر سيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې  پيکه کوې ، افغانانود يو ضرورت  له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان  ته راشی  تر څو ددوي هيواد د طالب چارواکو او القاعدې له منگولوخلاص کړي .اوس چي اوه کاله تيرېږي  د افغانانوملې او وطنې دنده ده چي خپل هيواد پخپله جوړ ،قومي اوسياسي  بي اتفاقيو او دواک پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدې . دا به شرم نه وې چي زموږ وطن  پردې ابادوې ا وپردې مو امنيت ساتي .   

که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی  او پر مختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسی ښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دسولي خبري پيل اوپه جگړه کي ټول ښکېل اړخونه خپل منځی خبرو اومذاکروته راوبولي .

هيله مند يم په نوی کال کښې زموږ  ولس دهيواد د بيا ودانولوپه برخه کې تاريخې برياوي  ولرې  . 

دافغانستان پياوړی اوسرکښ شاعرعبدالوهاب سرتير پرځاي وايي :

که په کابل که په پروان توييږي 
که په هرات که په لغما ن توييږي

نه کوم انگريزنه کوم چنگيزدی هلته
يواځې وينه دافغان توييږي