د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مبارکۍ پيغام

20.03.2008 19:16

په سويډن کې  د نوې هيلې د خپرونې مسئولين د ۱۳۸۷ کال  د راتلو په مناسبت خپلو وطنوالو ته  مبارکي وايي.
درنو دوستانو !
افغان ولس   هر کال  دا ورځ  په خپلو دوديزو  عنعنوي مېلو او خوشحاليو سره لمانځي   د مثال په توګه افغانان  په دې ورځ  په کرهڼيزو کارونو پيل کوي، اوه ډوله مېوې برابروي، د اسونو ځغلول  ( وزلوبې) کوي   نيزه بازي کوي، د نيالګيو کښېنول پيلوي اونور.
په هر نوي کال کې ولسونه  د نوو هيلو او ارمانونو سره خوشحالي کوي . اما په تاسف سره د پېړيو په تېرېدو سره سره بيا هم زموږ ولس د تېرو کلنو په څېر ناهيلي ښکاري دا ځکه چې  د ۲۰۰۱ کال را وروسته ټولې نړۍ  د افغانستان سره بې شمېره مرستې وکړې  اما لا تراوسه زموږ ولس ته ورپاتې ستونځې پخپل حال ور پاته دي.
د ترهګريزو فعاليتونو مخنوی ونه شو، بېکاري ،لوږه رشوت اداري فساد، د مخدره موادو کرل، او قاچاق دوام  لري، د بيا رغونې کار په پڅه روان دی، په سلوکې يوازې شپږ فيصده خلک کله کله د برېښنا درلودونکي وي  . د ښونځيوو سوځول، د بې دفاع خلکو ترور ، د ښځو سره زور زياتی کول د بشر حقوق تر پښو لاندې کول  د مافيايي ډلو فعاليتونه . ټوپکسالاري  په کار کې  يو تعدادد ناا هلو ګمارل  لا موجودي.  ولس په دې نوي کال کې دا هيله او ارزو لري چې  دولتي مسئولين د خلکو په کلکه همکارۍ  د نړيوالو په مرسته  وکولای شي  چې موجوده ستونزې  حل کاندي.
د ولس شعار دادی !
وايي چې موږ سوله غواړو، ټوپکسالاري ختمول غواړو، د بېسوادي له مينځه وړل غواړو، د مخدره موادو توليد او قاچاق ختمول غواړو بېکاري له مينځه وړل غواړو ،او ولس وايي چې هغه وخت د موجوده ستونزې له مينځه تلای شي  چې په کار هغه کسان وګمارل شي چې  پوره رښتينولي ، پاکي،  ولري داسې کسان بايد په کار وګمارل شي چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته وفادار وي .
خو په اخر کې دا هم ور زياتوي چې وعدو ورکول اسان کار دی مګر د عملي کولو لپاره ځانګړي معيارونه
شته . او مسولين بايد خپل ولس ته د هغه وعدو په باب چې دوی ورکړې وې  د خپلې کار کرده ګی رپوټ وړاندې کړي.

د نوې هيلې د خپرونې مسئول مدير
محمد اقا شيرزاد