د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پيغام

20.03.2008 19:14

درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

په افغاني مينه او احساس دنوی هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسو اوستاسو درنو دوستانوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو.

وطنداران شرافتمند دوستان وفرهنگيان گرامي !

به مناسبت فرارسيدن نوروز و سال نو خورشيدي، صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش ارا به شما هموطنان گرامي مبارک باد ميگويم . آرزومنديم سال نو سال سعادت وکامگاري براي ملت ستمديده وبلاکشيده ما باشد .

درنو هيوادوالو!

دادی زموږ کړېدلی ولس  يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي هغه سوله  اودانساني کرامت خوندی ساتل دي .

له بدمرغه په تير کال کي زموږ دولس هيلي  اوانتظار په ناهيليو بدل سو،زموږ خلکو سوله  غوښتل  ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دي ،په بهر کي دروزل شوو لخوا زموږ په خاور کي دځان وژنې پروسه په گړندی بڼه روانه ده .دطالبانو او القاعدې دسازمان  پر خلاف هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي بې گناانسانا ن وژل کيږي دادی يوځل بيا دوې ورځي دنوی کال تر راسيدو وړاندي دهلمند اوخوست په ولايتونو کي دايساف اوناټودپوځی ځواکونودجنگی عملياتوپه طرڅ کې زموږ په لسهاو بېگنا هيوادوالو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ . ددې پر ځاي چې دوي دنوی کال په خوښيو کي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر کمبله ناست دي . 

داوير يوازي پدغو سيمو کښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پر کليو اوبانډو باندي هوايي برېدونه وکړي ترڅوزموږ بېگناوطنداران له منځه ولاړ سي .

ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې  دټولوغاړو نه هيله کوو چې دسولي اوتفام لاره غوره کړي . زموږ دهيواد داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړېده چې دجگړې او ټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي ،ددې لپاره چي دافغان وژني  اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي  راشی پخپلو کې سره جرگه شواودپر ديو له مداخلې  نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولو،ټول په يوه اوز دافغانستان بيارغاوني ته ملاوتړودويرانی اوبې اتفاقی پر ځاي موږ ملي يووالي  ،تفاهم  ،دښوونځيو اوعرفانی موسسو جوړول له دې بلانه خلاصولاي شي .

دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه  دښاغلي حامد کرزی  نه په کلکه غوښتنه کوو خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړی . په دولتی اداروکې دلوړې کچې  ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوپه محلاتو کي دبېگنا خلکو زورونې  ته خاتمه ورکړه شي .

دادمنلو وړنده چي دبهرنيانودميلارډوډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه زموږ هيواد په ټولو برخو کې دنړيوالوتوکو دخرڅاو بازاردي ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواديو چي دبيکارانو شمير ور ځ تر ورځي زياتيږي  .

په افغانستان کي د زراعت اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغاني چارواکو ملي  اودولتي دنده بولو.په راتلونکی کال کې دټولوافغانانو هيله داده چي دولتي چارواکي په افغاستان کي دادرا فساد جرړي وباسي ،دمتوازن معارف  پراختيا اوسولي ټينگښت ته جد پامرنه وکړي .

موږ  افغانان تر هرچا زيات  زورېدلي اوکړېدلي يو،له د ې امله سولي اوملي امنيت ته تر هرڅ زيات اړتيالرو.

دافغان ولس دښېرازي،بسياينې اوخوندي ژوند دتامين په هيله .

په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگي مرکز مشرتابه جرگه